د چين جمهوريت (۱۹۴۹-۱۹۱۲ز کلونه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


چين په رسمي ډول د چین جمهوريت په نوم پېژندل کېږي، چې د چين د کورنۍ جګړې په پايله کې مخکې له دې چې خپل مرکزي حکومت تايوان ته ولېږدوي؛ له ۱۹۱۲ ز کال څخه تر ۱۹۴۹ ز کال پورې د ختيځې اسيا د چين په اصلي خاوره (Mainland China) کې مېشت پروت هېواد و. په ۱۹۴۹ ز کال کې د ۵۴۱ ميليونه نفوس په لرلو سره د نړۍ تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد و. د ۱۱،۴ ميليونه کیلو متر (۴،۴ ميل مربع) خاروې په پوښلو سره، دا هېواد ۳۵ ولايتونه، يوه ځانګړې اداری سيمه، ۲ دوه سيمې، ۱۲ ځانګړې ښاروالۍ، ۱۴ اتحاديې او ۴ ځانګړي توغونه لري. دا دوره زياتره په اصلي چين کې د جمهوري غوښتونکو دوره يا په تايوان کې د اصلي خاورې دورې (Mainland Period) په نوم يادېږي. [۱][۲][۳]

ياد جمهوريت د ۱۹۱۲ ز کال کې د جنوري پر لومړۍ نېټه له Xinhai اوښتون څخه وروسته اعلان شو، چې د Qing په نوم د چين وروستۍ سترواکه کورنۍ يې نسکوره کړه. د ۱۹۱۲ ز کال د فبروري پر ۱۲ ځايناستې يا نايب سترواکه Dowager Longyu د Xuantong سترواک په استازولۍ د ګوښه کېدنې يا استعفا فرمان لاسليک کړ، چې په دې سره يې د چين څو زره کلنه شاهي واکمني پای ته ورسوله. د Sun ګوند بنسټ ايښودونکي او لنډ مهالي مشر Yat-sen د Beiyang پوځ مشر ته د ولسمشرۍ له لېږد څخه مخکې د لنډې مودې لپاره خدمت وکړ. د Sun ګوند Kuomintang ډله چې وروسته يې Song Jiaoren مشري کوله، په ۱۹۱۲ ز کال کې ډسمبر پارلماني ټاکنې وګټلې. که څه هم Song لږهه موده وروسته د Yuan په امر ووژل شو او د Beiyand پوځ د Yuan په مشرۍ د Beiyang حکومت بشپړ واک تر لاسه کړ. Yuan مخکې له دې چې د يوې نامتو يا مشهورې ګډوډۍ په پايله کې لنډ مهالې پاچاهي له منځه يوسي؛ په ۱۹۱۵ ز کال کې يې د چين سترواکي اعلان کړه. په ۱۹۱۶ ز کال کې د Yuan له مړينې څخه وروسته د Beiyang حکومت واک د Qing کورنۍ د يوې لنډې بيا رغونې له امله نور هم کمزوری شو. بې واکه حکومت د هېواد ټوټه کېدلو ته ځکه لاره هواره کړه، چې په Beiyang فوځ کې غرضي ډلو د انفرادي خپلواکۍ ادعا وکړه او يو له بل سره يې ټکر وکړ. د جنګ سالارۍ دوره (Warlord Era) پيل شوه، چې دا واک د نامتمرکزو هڅو او اوږدمهاله وسله والې شخړې لسيزه وه.

Kuomintang يا KMT ډلې د Sun په مشرتابه په Canton کې څو ځله د يو ملي حکومت د رامنځته کولو هڅې وکړې. په ۱۹۲۳ ز کال کې د درېيم ځل هڅې په پايله کې د Canton له نيولو څخه وروسته يې په برياليتوب سره د چين د يووالي په موخه يوې مبارزې ته په چمتووالي کې يو سيال حکومت رامنځته کړ. KMT په ۱۹۲۴ ز کال کې د شوروي د ملاتړ لپاره د اړتيا په توګه چين له بې تجربې کمونيست ګوند (Chinese Communist Party (CCP))) سره يو اتحاد کې برخه واخيستله. جنرال Chiang kai-shek چې د Sun له مړينې او ۱۹۲۵ ز کال کې د واک له وروستۍ هڅې څخه وروسته د Kuomintang مشر شو، د Beiyang حکومت د له منځه وړلو په موخه يې په ۱۹۲۶ ز کال کې سويلي چمتووالی يا ګړنديتوب (Northern Expedition) [مبارزه] پيل کړ. Chiang په ۱۹۲۷ کې ملتپال حکومت Nanking ته ولېږداوه او د چين کمونيست ګوند يې پاک کړ، چې پيل يې د شانګهای عام وژنې سره وکړ. ورستۍ پېښې د چين کمونيست ګوند (CCP) او KMT وسله والې سرکښۍ ته اړ کړل، چې د چين د کورنۍ جګړې پيل او د Wang Jingwei په مشرۍ په اوهان (Wuhan) کې د يو سيال ملتپال حکومت رامنځته کېدنه په ګوته کوي. که څه سيال حکومت له لنډې مودې وروسته کمونيستان پاک کړل او د Chiang له KMT سره پخلا شو. وروسته له هغې چې شمالي .... (Northern Expedition) په ۱۹۲۸ ز کال کې د Chiang په مشرتابه د تش په نوم يووالي پايله درلوده، ناخوښه (بدخلقه) جنګ سالارانو د Chaing ضد يو ايتلاف يا يووالی جوړ کړ. دې جنګسالارانو له ۱۹۲۹ څخه تر ۱۹۳۰ ز کال پورې د مرکزي دښتو جګړه (Central Plains War) کې د Chiang او د هغه د متحدينو پر وړاندې جګړه وکړه، چې په پای کې يې د جنګسالارۍ دورې (Warlord Era) تر ټولو ستره جګړه وبايلله.

چين د ۱۹۳۰ ز لسيزې پر مهال يو څه صنعتي کېدنه وازمايله، مګر په Nanjing کې د ملتپال حکومت، CCP، پاتې جنګسالارانو او پر Manchuria باندې د جاپان له بريد څخه وروسته د جاپان سترواکۍ تر منځ شخړو له امله يې ماتې وزغملې. د ملت جوړونې هڅې په ۱۹۳۷ ز کال کې هغه مهال د چين او جاپان تر منځ دويمه جګړه کې د جنګېدلو لامل شوه، چې د ملي انقلابي فوځ (National Revolutionary Army) او د جاپان د سترواک فوځ (Imperial Japanese Army) تر منځ يو اخ و ډب پر جاپان باندې د هر اړخېز يرغل بريد ته ورسېده. د KMT او CCP تر منځ دښمنۍ له جګړې څخه لږه موده مخکې هغه مهال د يوې برخې په توګه ارامې شوې، چې دوی د جاپان د تيري د مخنيوي په موخه دويمه متحده جبهه (Second United Front) جوړه کړه؛ تر هغې چې ياد اتحاد په ۱۹۴۱ ز کال کې مات شو. جګړې په ۱۹۴۵ ز کال د دويمې نړيوالې جګړې په پای کې د جاپان تر غاړه ايښودنې پورې دوام وکړ. چين له دې وروسته د تايوان ټاپو او Pescadores واک يو ځل بيا تر لاسه کړ.

لږه موده وروسته د KMT او CCP تر منځ په هر اړخيزې جګړې سره د چين کورنۍ جګړه بيا پيل شوه، چې د جمهوري غوښتونکو د بنسټيز قانون په توګه د ۱۹۲۸ز کال  ارګانيک قانون (Organic Law) پر ځای د چين د جمهوري غوښتونکو د ۱۹۴۶ ز کال اساسي قانون د تصويب لامل شوه. درې کالونه وروسته په ۱۹۴۹ کې د کورنۍ جګړې پای ته نږدې، د چين کمونيست ګوند (CCP) په بيجنګ کې د چين د خلکو جمهوريت (People’s Republic of China) رامنځته کړ، چې د KMT په مشرۍ ROC [د چين جمهوريت؟] څو ځله خپله پلازمېنه له Nanjing څخه Guangzhou، وروسته Chongging، ورڅخه وروسته Chengdu او به پای کې Taipei ته ولېږدوله. د چين کمونيست ډلې برياوې تر لاسه کړې او KMT او ROC حکومت يې د چين له اصلي خاورې څخه وشړه. ROC په ۱۹۵۰ ز کال کې د Hainan او په ۱۹۵۵ ز کال کې د Dachen ټاپوګانو واک له لاسه ورکړ او يوازې پر تايوان او نورو کوچنيو ټاپوګانو باندې يې واک وساته. [۴]

ROC د ملتونو ټولنې او وروسته د ملګرو ملتونو (د امنيت شورا کې د خپلې څوکۍ په ګډون) يو بنسټګر غړی و، چې تر ۱۹۷۱ ز کال هغه مهال پورې دا دريځ وساتل شو، چې د چين ولسي جمهوريت ياد غړيتوب تر لاسه کړ. ROC د پوسټ نړیوالې اتحاديې او المپيک نړيوالې کمېټې غړی هم و.

نومونه[سمول]

پر اصلي خاوره باندې د ياد هېواد اصلي نوم «د چين جمهوريت» و، مګر د خپل شتون په موده کې په بېلابېلو نومونو سره پېژندل شوی دی. په ۱۹۱۲ ز کال کې د ROC له رامنځته کېدنې څخه لږه موده وروسته، حکومت ځان ته د نسبت ورکولو لپاره «چين: China» (Zhōngguó or Jung-hwa (中國)) لنډه بڼه وکاروله. د China ويی له zhong يانې «مرکزي يا منځني» او guo يانې «حکومت يا ولسي حکومت» څخه تر لاسه شوې هغه اصطلاح ده، چې د Zhou کورنۍ تر واکمنۍ لاندې خپلې شاهي سيمې ته په ماخذ؟ کې رامنځته شوه. ياد نوم وروسته د ختيځ Zhou (Eastern Zhou) پرمهال د Luoyi (نني Luoyang) ګرد چاپېر سيمې ته وکارول شوه او ورڅخه وروسته د Qing دورې پر مهال ځيني وخت د دولت لپاره د يو ورته (مترادف) نوم په توګه له کارونې څخه مخکې؛ د چين مرکزي دښتې (Central Plain) لپاره وکارول شو. [۵]

جمهوريت غوښتونکی چين (Republican China) له ۱۹۱۲ څخه تر ۱۹۲۸ز کال  پورې د “Beiyang” حکومت ته او «ملتپال يا نشنلېسټ حکومت» له ۱۹۲۸ څخه تر ۱۹۴۹ ز کال پورې  جمهوري غوښتونکې دورې (Republican Era) ته ويل کېږي. کينډۍ:Sfnb

سرچينې[سمول]

  1. "中華民國九十四年年鑑:第一篇 總論 第二章 土地 第二節 大陸地區". Government Information Office, Executive Yuan, Republic of China. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Joachim, Martin D. (1993). Languages of the World: Cataloging Issues and Problems. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781560245209. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Exploring Chinese History :: Database Catalog :: Biographical Database :: Republican Era- (1912–1949)". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Organic Law of the National Government of the Republic of China. 1 January 1928. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Wilkinson, Endymion (2000), Chinese History: A Manual, Cambridge: Harvard University Asia Center, د کتاب پاڼې 132, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-00249-4 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)