ځنګل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ځنګل د ځمکې یوه سیمه ده چې ونې په کې واکمنې دي. په نړۍ کې د ځنګل په اړه سلګونه تعریفونه کېږي چې د ونې کثافت، د ونې لوړوالی، د ځمکې کارول، قانوني موقف او د ایکولوژیکي فعالیت فکتورونه په کې شامل دي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO) ) ځنګل داسې تعریفوي: " له۰.۵هکتاره ډېره ځمکه چې له 5 مترو لوړ ونې ولري او له ۱۰ سلنه زیاتې ونې چې دغه وضعیت ته ورسېږي. د دغه تعریف په کارونې سره، د ۲۰۲۰ (FRA۲۰۲۰ ( نړیوالې ځنګلي سرچینو ارزونو وښووله چې ځنګلونه ۴،۰۶  هکټاره (۱۰ میلیارد هکتاره؛ ۴۰،۶ میلیون کیلومتر مربع؛ ۱۵،۷ میلیون مایل مربع) یا نږدې ۳۱ سلنه ځمکه په ۲۰۲۰ کال کې تر پوښښ لاندې راولي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

ځنګلونه د ځمکې تر ټولو مهم ایکوسیستم دی او په ټوله نړۍ کې وېشل شوي دي. د نړۍ تر نیمایي زیات ځنګلونه یوازې په پنځو هېوادونو (برازیل، کاناډا، چین، د روسیې فدراسیون او د امریکا متحده ایالاتو) کې دي. د ځنګلونو لویه برخه ( ۴۵ سلنه) په استوایي عرض البلدونو کې ده او له هغې وروسته په شمالي  معتدله او نیم ګرمو سیمو کې ده.[۷][۸]

ځنګلونه د ځمکې د بایوسفیر د ناخالص لومړني تولید ۷۵٪ جوړوي او د ځمکې د نبات بایوماس۸۰٪ لري.  په کال کې د خالص لومړني تولید استوایی ځنګلونو لپاره ۲۱،۹ ګیګاټن بایوماس، د معتدله ځنګلونو لپاره ۸.۱  او د شمالي ځنګلونو لپاره ۲.۶ سلنه اټکل شوی دی.[۹]

ځنګلونه په بېلابېلوعرض البلدونو او ډول ډول لوړو کې له ورښتونو او تبخیر سره بېلابېل بیومونه جوړوي. د شمالي قطب په شاو خوا کې شمالي ځنګلونه، استوایي نمجن ځنګلونه او وچ استوايي ځنګلونه د استوا په شاو خوا کې وچ ځنګلونه او د منځنۍ جغرافیا په اوږدو کې معتدل ځنګلونه. هغه سیمې چې لوړې دي د لوړو ارتفاعاتو په ساحه کې د ورته ځنګلونو ملاتړ ته لېوالتیا لري او د ورښت اندازه هم د ځنګل په ترکیب اغیزه کوي.[۱۰]

د ځنګلونو نږدې نیمايي (۴۹سلنه) ساحه باندې په نسبي توګه لاس نه دی وهل شوی، په داسې حال کې چې ۹ سلنه په ټوټو او لږ وصل سیمو کې موندل کیږي. د استوایي باراني ځنګلونه او د شمالي مخروطي ځنګلونه لږ ټوټه ټوټه شوي دي، په داسې حال کې چې نیمه استوایي وچ ځنګلونه او معتدل سمندري ځنګلونه ټوټې شوي دي. د نړۍ شاوخوا ۸۰ سلنه ځنګلي ساحه د ۱ میلیون هکتاره (۲،۵ میلیون هکټاره ) کې موندل کېږي. پاتې ۲۰ سلنه یې په ټوله نړۍ کې په څه باندې ۳۴ میلیون ټوټو کې پرته ده ـ نږدې ډېره برخه یې په لږ اتفاق سره له ۱۰۰۰ هکټاره (۲۵۰۰ هکټار) سره پراخوالی لري.[۱۱]

د ځنګل ارزښتونه[سمول]

ځنګل د انسان له ژوند سره مستقیمې اړیکې لري. که په دغو اړیکو کې طبیعي توازن له منځه لاړ شي د انسان ژوند له ګواښ سره مخ کیږي، زموږ شاوخوا خاوره، تیګې، اوبه، هوا، ونې، بوټی، کروندې، غرونه، ځنګلونه، دا ټول بې ګټې نه دی، د ژوند لپاره ضرور دي، په ځنګلونو کې د انسان لپاره هغه څه شته چې د بشر په لاسونو نه دي جوړې شوې. بلکې په قدرتي ډول موجود دي او زموږ ژوند ورسره تړلی دی، د ځنګله له نورو ګڼو ګټو سره یوه ګټه دا ده چې د هېواد د ککړتیا مخه نیسي د ځنګلونو ساتل او لیدل پکار دي، نه دا چې ونې او بوټۍ یې له ریښې نه ووهل شي، نیست او نابود شي.

سرچینې[سمول]

  1. The State of the World's Forests 2020. In brief – Forests, biodiversity and people. Rome: FAO & UNEP. 2020. doi:10.4060/ca8985en. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-5-132707-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Global Forest Resources Assessment 2020 – Terms and definitions (PDF). Rome: FAO. 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Schuck, Andreas; Päivinen, Risto; Hytönend, Tuomo; Pajari, Brita (2002). "Compilation of Forestry Terms and Definitions" (PDF). Joensuu, Finland: European Forest Institute. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۵ جون ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Definitions: Indicative definitions taken from the Report of the ad hoc technical expert group on forest biological diversity". Convention on Biological Diversity. 30 November 2006. مؤرشف من الأصل في ۱۹ ډيسمبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Forest definition and extent" (PDF). United Nations Environment Programme. 2010-01-27. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۶ جولای ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Forest". Dictionary.com. مؤرشف من الأصل في ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. The State of the World's Forests 2020. In brief – Forests, biodiversity and people. Rome, Italy: FAO & UNEP. 2020. doi:10.4060/ca8985en. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-5-132707-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Pan, Yude; Birdsey, Richard A.; Phillips, Oliver L.; Jackson, Robert B. (2013). "The Structure, Distribution, and Biomass of the World's Forests". Annu. Rev. Ecol. Evol. Syst. 44: 593–62. doi:10.1146/annurev-ecolsys-110512-135914. http://www.nrs.fs.fed.us/pubs/jrnl/2013/nrs_2013_pan_001.pdf. 
  9. Pan, Yude; Birdsey, Richard A.; Phillips, Oliver L.; Jackson, Robert B. (2013). "The Structure, Distribution, and Biomass of the World's Forests". Annu. Rev. Ecol. Evol. Syst. 44: 593–62. doi:10.1146/annurev-ecolsys-110512-135914. http://www.nrs.fs.fed.us/pubs/jrnl/2013/nrs_2013_pan_001.pdf. 
  10. Holdridge, L.R. Life zone ecology (PDF). San Jose, Costa Rica: Tropical Science Center. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. The State of the World's Forests 2020. In brief – Forests, biodiversity and people. Rome, Italy: FAO & UNEP. 2020. doi:10.4060/ca8985en. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-5-132707-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)