طبیعي چاپېریال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

طبیعي چاپېریال یا طبیعي نړۍ ټول ژوندي او غیر ژوندي شیان په خپله محدوده کې را نغاړي چې په طبیعي توګه رامنځته کېږي، یعني مصنوعی نه دي. دا اصطلاح زیاتره د ځمکې یا د ځمکې ځینو برخو ته کارول کېږي. دا چاپېریال د ټولو ژوندیو نمونو، اقلیم، هوا او طبیعي سرچينو عمل او عکس العمل چې د انسان په ژوندي پاتې کېدو او اقتصادي فعالیت باندې اغېزه کوي، تر خپل پوښښ لاندې راولي. د طبیعي چاپېریال مفهوم د لاندی برخو په توګه جلا کېدای شی:     [۱]

  • بشپړ ایکولوژیکي واحدونه چې د لویو متمدنو بشري له لاس وهنو پرته د طبیعي سیستمونو په توګه کار کوي، چې ټولو نباتات، مایکرو ارګانیزمونه، خاوره ، ډبرې ، فضا، او طبیعي موجودات چې د دوی په حدودو او طبیعت په د ننه کې رامنځته کېږي، شاملیږي.  
  • عمومي طبیعي زیرمې او فزیکی موجودات چې روښانه پولې نه لري، لکه هوا، اوبه، او اقلیم، همدارنګه لکه انرژی ، وړانګې، د برېښنا چارج، او مقناطیسیت، چې د متمدن انسان د کړنو څخه سرچینه نه اخلی.

د طبیعي چاپېریال برعکس، بل ډول یې جوړ شوی یا را منځ ته شوی چاپېریال دی. جوړ شوی هغه یو ته ویل کېږي چې انسانان په بنسټیز ډول د ځمکې منظرې بدلې کړي لکه ښاري چاپېریال او د ځمکی کرهڼیز اوښتون، طبیعي چاپېریال په خورا ساده انساني چاپېریال بدل شوی دی. حتی هغه کړنې چې لږ ارزښت لري، لکه په دښته کې د خټو کوټه یا د فوتوولټیک سیسټم جوړول، تنظیم شوی چاپېریال په مصنوعی ډول بدلېږي. که څه هم ډېر څاروي د ځان لپاره د ښه چاپېریال د برابرولو لپاره شیان جوړوی، خو دوی انسان نه دی، نو له دې امله د اوبو د سپي له خوا جوړ شوي بندونه، او د بورا حشرې له خوا جوړې شوې د غونډۍ، طبیعي ګڼل کېږي. [۲]

خلک د ځمکې پر مخ مطلق طبیعي چاپېریال نه شي موندلای، او طبیعي ژوند معمولا په دوامداره توګه له یو طبیعي سخت درېځه حالت، 100 سلنی څخه بل طبیعي سخت درېځه حالت، تر 0 سلنې ته بدلون مومي. په انتروپوسن (جیولوجیکی پېړۍ) کې د بشریت ستر چاپېریالي بدلونونه په بنسټیزه توګه په ټولو طبیعي چاپېریالونو اغېزه کړې ده: چه د اقلیم بدلون، د ژوند له منځه تلل او د پلاستیک ککړتیا او په اوبو او هوا کی نور  کیمیاوي توکي یې ښکاره بېلګې دي. په ډېره کره توګه، مونږ کولای شو د یو چاپېریال بېلابېل اړخونه یا برخې په پام کې ونیسو، نو ووینو چې د دوی د طبعیت درجه یو شان نده. د بېلګې په توګه، که چېرې په کرنیزه سمیه کې، د منرالوجیک ترکیب او د هغې د خاورې جوړښت د ځنګل د لاس نه خوړلې خاورې سره ورته وي، خو جوړښت یې ډېر توپیر لري.         

جوړښت[سمول]

ځمکپوهنه په عمومی توګه څلور برخې، لیتوسفیر، هایدروسفیر، اتمسفیر، او د بیوسفیر چې په ترتیب سره د ډبرو، اوبو، هوا، او ژوند سره تړاو لري، پېژنی. ځینې ساینس پوهان د ځمکې د برخو په توګه، کرایوسفیر ( د یخ سره اړوند) د هایدروسفر د یوې څرګندی برخې په توګه، او همدارنګه د پیډوسفیر ( د خاورې سره اړوند) د فعالې او یو له بل سره د ګډو شوو برخو په توګه شاملوي. ځمکپوهنه ( چې د جیوساینس ، د جغرافیایی پوهنی یا د ځمکې علم) په توګه هم پېژندل کېږي، د ځمکې د سیارې سره د اړوند علومو لپاره یوه ټول شموله اصطلاح ده. دلته د ځمکې په ساینس کې څلور لویې پوهې شتون لري، چې جغرافیه ، جیولوژي ، جیوفزیک او جیوډیزي نومېږي. دا لوی علوم د فزیک ، کیمیا ، بیولوژي ، کرونولوژي او ریاضیاتو څخه کار اخلی تر څو د ځمکې د اصلي ساحو یا برخو په اړه یو کمي او کیفي پوهاوی را منځ ته کړي.     [۳][۴]

جیولوژیکی فعالیت[سمول]

د ځمکې د مخ قشر، یا لیتوسپیر، د دې سیارې تر ټولو کلکه سطحه ده او په کیمیاوي او میخانیکي ډول د لاندېنۍ برخی یا منټل سره توپیر لري. دا په پراخه توګه د اګنوس یا igneous   یا د اورغوځونکي جوړښت پر بنسټ را منځ ته شوې ده چې په هغه کې مګما د جامد ډبرو د جوړولو لپاره سړه او کلکېږي. د لیتوسپیر لاندې د منټل طبقه ده چې د رادیواکټیو عناصرو د خرابېدو له امله ګرمېږي. منټل که څه هم کلکه ده خو په خوځنده یا متحرک حالت کې ده. د خوځښت د بهیر د لیتوسفیري پلیټونه د سوکه کېدو لامل کېږي چې د دې پر بنسټ بله پروسه یې د پلیټ تکتونیک په نوم پېژندل کېږي. اورغوځونه د ځمکی د مخ د قشر د موادو د وېلې کېدو او یا د سمندر په منځ کې او د پلم plume  د را پورته کېدلو امله منځ ته راځی.    

د ځمکې پر مخ اوبه[سمول]

ډېری اوبه د اوبو په ډول ډول طبیعي تنو کې موندل کېږي 

سمندرونه[سمول]

سمندر د مالګینو اوبو یوه لویه تنه او د هایدروسپیر یو برخه. په اټکلي توګه ۷۱ سلنه د ځمکې سطحه ( د ۲۶۳ میلیون کیلومترمربع سیمه) د سمندر په واسطه پوښل شوې ده، چې د اوبو یو ثابه تنه ده چې په معمول ډول په څو اصلی او کوچنیو سمندرونو وېشل شوې ده. د دې سیمې له نیمایی څخه زیات یی له ۳۰۰۰ متره ( ۹۸۰۰ فټه ) څخه زیات ژور والی لري. په اوسط ډول د سمندري اوبو تروش والی، ۳۵ پر زر دی (۳.۵٪) ppt او نږدې ټولې سمندری اوبه د ۳۰ څخه تر ۳۸ ppt پوری مالګه لري. که څه هم په عمومی توګه د څو جلا سمندرونو په توګه پیژندل کېږي، دا اوبه د مالګی د اوبو یوه نړیواله، یو له بل سره تړلې تنه جوړوي چې ډېری وختونه د نړیوال سمندر په توګه نسبت ورکول کېږي. ژور سمندری بسترونه د ځمکې د مخ د نیمایی څخه ډېر دي، او د لږ بدل شوی طبیعي چاپېریال په ډله کې دي. لوی اوقیانوسي تقسیمات د قارو، بېلابېلو ټاپوګانو، او نورو معیارونو په وسیله تعریف شوي دي: دا تقسیمات عبارت دی له ( د لوی والي په په ترتیب ) د آرام سمندر، د اتلانتیک سمندر، د هند سمندر، سویلي سمندر او د شمالي قطب سمندر.     [۵][۶]

سیندونه[سمول]

سیند طبیعي بهېدونکې، معمولاً تازه، اوبه دي، چې د سمندر، جهیل، یا بل سیند په لور بهېږي. یو څو سیندونه په ساده ډول ځمکې ته بهیږي او په بشپړه توګه وچیږي پرته له دې چې د اوبو بلی تنې ته ورسېږي.  [۷]

د سیند اوبه عموماً په یوه کانال کې وي، چې د سیند د څنډو تر منځ د بهېدو د بستر څخه جوړه شوې وي. په لویو سیندونو کې ډېری د اوبو له خوا د سیند پاس برخه د سیلاب د جلګې پشان پراخه جوړه شوی وي. د سیند د اندازې سره په تړاو د سیلاب جلګه کیدای شی ډېره پراخه وي. سیندونه د هایدرولوژیکی سایکل یا دوران یوه برخه ده. د سیند اوبه په عمومی توګه د اورښت، د سطحې د روانو اوبو، تر ځمکې لاندې اوبو د را ټولېدو، چینو او په یخجالونو او واورینو زیرمو کې د ذخیره شویو اوبو له لارې راټولېږي. 

کوچني سیندونه هم کېدای شی په څو نورو نومونو یاد شي، لکه ویاله، لښتۍ او نهر. د دوی جریان د بستر په څنډو کې محدود دی. ویالی د ټوټه شوو اوسیدونکو په نښلولو کې او په دې توګه د ژوند د بدلون په ساتلو کې د یو ارزښتناکه دهلیز ونډه لوبوی. په عمومی ډول د ویالې او اوبو د لارو لوستنه د سطحي هایدرولوژي په توګه پېژندل کېږي.  [۸]

جهیلونه[سمول]

یو جهیل (د لاتین لاکوس څخه) د یوې ځمکې ځانګړتیا ده، د اوبو یوه تنه چې د کاسی لاندې ته خواته ځای لري. د اوبو یوه تنه یو جهیل ګڼل کېږي کله چې دا په ځمکه وي ، د سمندر برخه نه وي ، او د یو ډنډ څخه لوی او ژور وي.[۹][۱۰]

د ځمکې پر مخ طبیعي جهیلونه په عمومي ډول په غرنیو سیمو، درز زونونو، او هغو سیمو کې موندل کېږي چې په دوامداره توګه کنګل یا اوسمهال په کنګل کېدو وي. نور جهیلونه د انډورهیک (هغه جهیل چې اوبه یی بل ځای نه بهیږي یا ژور جهیل) په حوضونو یا د مستو(دایمي) سیندونو په اوږدو کې موندل کېږي. د نړۍ په ځینو برخو کې، ډېری جهیلونه د یخ بندۍ د وروستۍ دورې څخه د بې نظمه اوبو د بهیدو له امله را منځ ته شوي دي. ټول جهیلونه د جیولوژیکي وخت په مقیاس لنډمهاله دي، ځکه چې دوی به په کراره له رسوباتو څخه ډک شی او یا به د هغه ځای څخه چې په کې شتون لري وبهېږي. 

ډنډونه[سمول]

ډنډ د ولاړو اوبو، هر یوې طبیعي یا د مصنوعی جوړې شوې تنې ته ویل کېږي، چې معمولا له جهیل څخه کوچنی وي. د انسان په لاس د اوبو جوړې شوې تنې د ډنډونو په توګه درجه بندی شوې دي، په دې کې د اوبو باغونه چې د هنری ښکلا لپاره ډیزاین شوي دي، د کبانو ډنډونه چې د تجارتی کبانو د ودې لپاره ډیزاین شوي دي، او لمریز ډنډونه چې د حرارتي انرژۍ د ساتلو لپاره ډیزاین شوی دی، شامل دي. ډنډونه او جهیلونه د جریان د سرعت بر بنسټ د ویالو څخه توپیر کېږي. په داسې حال کې چې په ویالو کې جریانونه په اسانۍ سره لیدل کېږي، ډنډونه او جهیلونه د حرارت پر مټ کوچنۍ جریا او د باد پر مټ متوسط جریان له ځانه سره لري. دا ځانګړتیاوې ډنډونه له ډېرو نورو ځایو نه لکه د حوضونو او د مالگینو حوضونو څخه جلا کوي. 

په اوبو باندې د انسان اغېزه[سمول]

انسانان په ډول ډول لارو لکه د سیندونو بدلون (د بندونو او خوړونو د کانال کولو له لارې)، ښاری کول، او ځنګلوهنو په اوبو اغېزه کوي. دا کړنې د جهیل په سطحه، د ځمکې لاندې اوبو په حالت، د اوبو په ککړتیا، د حرارتی ککړتیا، او سمندری ککړتیا اغېزه کوي. انسانان په مستقبم ډول کانال په واسطه په سیندونو بدلون راولي. مونږ بندونه او سربندونه جوړوو او د سیندونو په مسیر او د اوبو په لارو کې لاس ونه کوو. بندونه په ګټوره توګه کولای شي چې د اوبو زیرمی او د اوبو د بریښنا تولید کړي. خو د اوبو زېرمې او د اوبو بندونه کېدای شی په چاپېریال او ژویو باندې منفی اغېزه وکړي. بندونه ښکته خوا ته د کبانو مهاجرت او د اورګانیزم حرکت دروي. ښاری کېدل د ځنګلونو د کمولو او د جهیل د اوبو د کچې بدلولو، د ځمکې لاندې اوبو د حالت او داسې نورو له امله په چاپېریال باندې اغېزه کوي. د ځنګل وهنه او ښاري کېدل اوږه په اوږه روان دي. د ځنګل وهل ممکن د سیلابونو، د ویالې د بهیدو د کموالي او د سیند د غاړې په نباتي پوښښ کې د بدلون لامل شي. نباتی بدلون ځکه رامنځ ته کېږي چې کله چې ونې کافی اوبه ترلاسه نه کړي، نو دوی په خرابېدو پیل کوي، چې په یوه سیمه کې د ځنګل ژویو ته د خوراکی موادو د کمېدو لامل کېږي.   [۱۱]

سرچینې[سمول]

  1. Johnson, D. L.; Ambrose, S. H.; Bassett, T. J.; Bowen, M. L.; Crummey, D. E.; Isaacson, J. S.; Johnson, D. N.; Lamb, P.; Saul, M.; Winter-Nelson, A. E. (1997). "Meanings of Environmental Terms". Journal of Environmental Quality. 26 (3): 581–589. doi:10.2134/jeq1997.00472425002600030002x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Symons, Donald (1979). The Evolution of Human Sexuality. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 31. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-502535-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Earth's Spheres Archived 2007-08-31 at the Wayback Machine.. Wheeling Jesuit University/NASA Classroom of the Future. Retrieved November 11, 2007.
  4. "Wordnet Search: Earth science". د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
  5. ""Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ جولای ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)". The Columbia Encyclopedia. 2002. New York: Columbia University Press
  6. "Distribution of land and water on the planet Archived May 31, 2008, at the Wayback Machine.". UN Atlas of the Oceans Archived September 15, 2008, at the Wayback Machine.
  7. River {definition} from Merriam-Webster. Accessed February 2010.
  8. "What is hydrology and what do hydrologists do?". United States Geological Survey. د اصلي آرشيف څخه پر April 27, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 27, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Britannica Online. "Lake (physical feature)". د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۰۸. [a Lake is] any relatively large body of slowly moving or standing water that occupies an inland basin of appreciable size. Definitions that precisely distinguish lakes, ponds, swamps, and even rivers and other bodies of nonoceanic water are not established. It may be said, however, that rivers and streams are relatively fast moving; marshes and swamps contain relatively large quantities of grasses, trees, or shrubs; and ponds are relatively small in comparison to lakes. Geologically defined, lakes are temporary bodies of water. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Dictionary.com definition". د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۰۸. a body of fresh or salt water of considerable size, surrounded by land. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Goudie, Andrew (2000). The Human Impact on the Natural Environment. Cambridge, Massachusetts: This MIT Press. د کتاب پاڼي 203–239. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-262-57138-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)