پانگيز توکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پانگيز توکي (انگریزی:capital goods) تـوکي هغـه توکـو تـه ويـل کيـږي چې انسان يې په مخامخ ډول نشي کارولی د نورو توکو په توليد او يا د عايد په ترلاسه کولو کې کارول کيږي.په مطلق ډول موږ نه شو ويـلای چـې يـو تـوکی تـل مصرفي او يا پانگيز وي ځکه ځيني توکي دواړه کيدای شـي لکـه يـو شـخص يـو کور د استوگنې لپاره جوړوي چې مصرفي شو خو بل شخص کور د کرايـې لپـاره جوړوي د ده لپاره پانگيز توکي دي په پانگيز توکو کې پنـد در ډولـه تـوکي دخيل وي:

  • اومه مواد : اومه مواد هغه مـوادو تـه ويـل کيـږي چـې پـه کمپنيـو کـې د توکو د توليد لپاره کارول کيږي لکه لرگي غنم وړۍ او نور.
  • نيم کاره مواد : هغه موادو ته ويل کيږي چې تر کار لاندی وي.
  • بشپړ توکي : بشپړ توکي هغه توکو ته ويل کيږي چې پـه هـر لحـاظ تيـار وي او د نــورو توکــو د کــارونې لپــاره تــر کــار اخيســتل کيــږي لکــه ماشــين آلات ، کور، موټر ....

مصرفي او پانگيزتوکي[سمول]

مصرفي او پانگيز توکي يو له بل سره اړيکه لري مصرفي توکو ته چې کله تقاضا ډيـره شـي ورسـره پـانگيز توکـو تـه هـم تقاضـا ډيريـږي کلـه چـې دواړو تـه تقاضـا لــوړيږي ورســره پــه هيــواد کــې کــار پيــدا کيــږي او هيــواد ورســره د اقتصــادي پرمختگ پر لور ځي دا خبره د يادونې وړ ده چـې د مصـرفي او پـا نگيزو توکـو ويع قاطع نـه دی ځکـه کلـه يـو تـوکی پـه يـو وخـت کـې مصـرفي وي خـو کلـه بيـا پانگيز شي.

د اقتصادي توکو ځانگړتياوی[سمول]

اقتصادي توکي لاندی ځانگړتياوی لري :

  • افاديت : د يو تـوکي هغـه قابليـت چـې د انسـا د يـو غوښـتنې د پـوره کيدو وسيله گرځي افاديت گڼل کيږي . لکه اوبه د تنـد دخړوبـه کولـو ډوډۍ د لوږ د لر کولو قلم د ليکلو قابليـت لري.اقتصـادي تـوکي افاديـت لـري او کـه افاديت ونه لري بيايې څو نه اخلي.
  • کم پيدا : له کم پيدا څخه موخه دا نه وي چې هغه تـوکي کـم وي لـيکن د اړتيا په نسبت کم وي لکه افغانستان هر کال څو مليونه ټنه غنم توليدوي خو بيـا هم کم وي ځکه افغانان نسبت هاغه غنمو ته چې توليدوي يې ډيرو ته اړتيا لري.
  • د ليږد وړ : په اقتصادي توکو کې د ليږد ځانگړتيا هم شامله ده لـه ليـږد څخه موخه د يو توکي ليږد له يوه ځايه بل ځای ته يا له يو شخص څخه بل شخص ته ده.
  • طبعي ډالۍ نه وي : اقتصادي توکي په طبعي لحاظ شتون نه لري بلکې انسان يې جوړ او تياروي. لکه موټر، کور او نور .
  • ملکيـت : اقتصـادي تـوکي د ملکيـت ځانگړتيـا لـري يـانې پـه چـا پـور تړلي وي نو له د کبله يې اخيستل او خرڅول تر سره کيږي.اقتصـادي او غيراقتصـادي تـوکي يـو لـه بـل سـره تـوپير لـري: اقتصـادي تـوکي دطبعيت ډالۍ نه ده خو غيراقتصـادي تـوکي دي اقتصـادي تـوکي کـم پيـدا دي

غيراقتصـادی کـم پيـدا نـه دي اقتصـادي تـوکي ملکيـت لـري او غيراقتصـادي مالک نه لري.

سرچینې[سمول]