پادشاهی جومات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پادشاهی جومات
بادشاہی مسجد

هېواد پاکستان
ښار لاهور
ولایت پنجاب
د تعمیراتو ډول د مغولو معمرۍ فن

پادشاهي جومات (په اردو: بادشاہی مسجد) یو مسجد دی چی په پاکستان کی د پنجاب په ایالت کی په لاهور کی پروت دی. دغه مسجد په ۱۶۷۳ کال کی د مغول د امپراطور اورنگزیب عالمگیر په هدایت جوړ شو. دغه اعظیم مسجد د مغولو د اسلامی معمرۍ فن د مثالونو څخه دی. په اوس وخت کی بادشاهی جومات د نړۍ پنځم لوی جومات ده. د بادشاهی په جومات کی تقریبا ۵۰۰ خلک لمونځ کولای سی.

تاريخ[سمول]

د پادشاهي مسجد د جوړولو کار په ۱۶۷۱ کال کی د امپراطور اورنگزیب عالمگیر په هدایت پېل شو او نوموړي جومات د ۱۶۷۱ کال څخه تر ۱۶۷۳ پورې جوړېدله. د دی مسجد جوړولو د مظفر حسین تر څارنې لاندی تعمیل شوي وو. مظفر حسین د امپراطور اورنگزیب عالمگير ورور وو چی په ۱۶۷۱ کال کی د لاهور والې هم شو. د پادشاهی مسجد تر تکمیلولو وروسته په ۱۶۷۳ کال کی دغه مذهبی مرکب د نړۍ تر ټولو لوی او عظيم عبادت ځای وه. په ۷ جولای ۱۷۹۹ کی لاهور د رنجيت سېنگ لخوا نیول شو. کله چی د رخیت سېنگ پوځ لاهور ته ورسېده نو په پادساهی مسجد کی یی پوځي اډه جوړه کړه. په ۱۸۴۶ کال کی نوموړي مسجد د انگېزي پوځ په لاس کی وو. په ۱۸۵۲ کال کی انگرېزي حکومت پادشاهی مسخد مسلمانانو ته ورکړ . په ۱۹۳۹ کال کی د مسجد بیا جوړولو د معمارانو کار مشر د نواب بہادر تر څارنې لاندی پېل شو او په ۱۹۶۰ کال کی د مسجد بیا جوړولو کار تکميل شو.

انځورتون[سمول]