وېگا گاډی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
وېگا زره پوښ موټر
Český transportér Vega
هېواد چېک جمهوريت
د موټر جوړونکي SVOS Archived 2013-09-20 at the Wayback Machine.
د موټر ډول زره پوښ موټر
ویب http://www.armsvos.cz/
په سړک کی سرعت ۱۱۰ کیلومترو په ساعت کی
۱۰۰۰ کیلومترو

وېگا زره پوښ موټر (په چیکي: obrněný transportér Vega) د ۱۹ ټنو ماینونو او غلچکيو بریدونو په وړاندې مقاومت کوونکي یو پوځي موټر دي چی د چېک په جمهوریت کی د پږېلوچ (په چیکی: Přelouč) په ښار کی د پوځی تجریباتو په اساس طرح او جوړ شو. نوموړي زره پوښ موټر کولای شی په سخته ساخه یا ځای (په غرونو او صحرا کی) حرکت وکړي. د دی لپاره د چېک پوځ په افغانستان کی وېگا موټر کاروي [۱]

تاریخ

تعبیه شوی چاودیدونکی وسیله چی په افغانستان کی د مخالفینو ډلو (لکه طالبان) لخوا کار شوي دي د ایساف د ځواکونو لپاره لویه ستونزه ده. تر اوسه پورې د افغانستان په جگړې کی د وسله والو یرغلونواو بمونو چاودنو په سبب تقریبا ۳۰۰۰ عسکران ووژل شول. د دی په امله او د اخیستل شوی تجریباتو په اساس شرکتونه په نړۍ کی خاصی زره پوښ موټورونه چی د MRAP په نوم یادېږي جوړېږي

وېگا زره پوښ موټر

وېگا موټر د ماینونو او غلچکيو بریدونو په وړاندې مقاومت کوونکي زره پوښ موټرونو څخه دي چی په ۲۰۰۸ کال کی د چېک په جمهوریت کی جوړ شو. نوموړي زره پوښ موټر د 4x4 عصري شاسي لري چی د ټاټرا ۸۱۷ څخه اخیستل شوي دي. د موټر کابین د ماشین څخه جدا شوي دي. د دي لپاره د وېگا زره پوښ کولای شی د ۱۰ کیلو ټي ان ټي د چاودنې څخه مقاومت وکړي. دا معنی چی د موټر زره پوښ د شوبلې ماتونکی ماینونو د چاودنې څخه مقاومت کولای شی. نوموړي موټر کولای شی ۱۲ عسکران انتقال کړي خو د 6x6 شاسی موټرونه چی ۱۸ عسکران انتقالولای شی هم شته. [۲] په موټر کی یو خاصی سیستم نصب شوي دي چی د رهبری شوي توغندییو لخوا د دغی موټر د منځه وړلو مخنیوی کوي.د زره پوښ پر موټر باندی خاصی بلوکونه نصب کېدلای شی چی د دغی موټر د بیلسټک ژغورنه زیات کړي. نوموړي موټر کولای شی د ۱۲ م.م. ماشیندار یا ۴۰۰ م.م. توپ ولري.[۳]

سرچينې

  1. http://www.youtube.com/watch?v=kifuSETuLBY
  2. http://www.armadninoviny.cz/cesky-transporter-vega-nove-fotky-novinky-technicke-detaily.html
  3. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)