شوبله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د مارک ۱ لمړنی بریتانوي شوبله په ۱۹۱۶ کال کی
د آلمان جنگي شوبله په ۱۹۴۴ کال کی
د ایبرامس امریکایی شوبله
د تې-۷۲اېم۴ څې ژېټ د چېک د پوځ جنگي شوبله

شوبله د زغره وال یو جنگي موټر دی چې د دښمن مځکني ځواکونو له منځه وړلو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. په اوس وخت کې ټانگ د مځکني ځواکونو د وسلو څخه تر ټولو آغېزه کوونکي وسله گڼل کېږي .

تاریخ

کله چې د ١٩١٦ کال د سپتمبر په پنځلسمه نېټه د بريتانيا او فرانسی گډو ځواکونو د سوم سيند په ناحيه کې د المان سره سخته جگړه کوله ، ناڅاپه يوولس افولادی هېوالا په ساعت د شپږو کيلو مترو په سرعت له بريتانوي مواضعو څخه الماني مواضعو ته مخه وکړه او په يو گوزار يې الماني پوځ ته ماته ورکړه، دغه هېولا ته چې په توپونو او ماشينگڼو مجهز وو ، ټانگ ويل کېده کله چې انگريزانو د ټانگ په جوړولو پيل وکړ، لومړنۍ نړيواله جگړه روانيده٠ د پوځي اسرارو د ساتلو لپاره د ازمويښتی تنه او شاسی په بېلا بېلو فابريکو کې جوړېدل، نو په هغه وخت کې دغه ډول موټر محاذ ته د اوبو وړلو لپاره موټوری شوبله ويل کېده چې په انگريزی ژبه شوبله د اوبو د زيرمی اله ده٠ له دی امله چې د نولسمی پيړۍ په اتمه لسيزه کې په المان کې لومړنی موټر جوړ شو او د فولادو د ويلی کولو نوی تکنالوژی هم مخترع شوه، بر سيره پر دی فولادی توپ او ماشينگڼ هم اختراع شو، نو د شوبله د جوړېدو لپاره مساعد تخنيکی شرايط رامنځته شول٠ دغه راز څرنگه چې د لومړنی نړيوالی جگړی په موده کې تدافعی مواضع پياوړی شوی، نو وسلو په ښه شان سره رول نشوای لوبولی، په داسی حال کې د جگړی د رکود د له منځه وړلو لپاره شوبله جوړ شو٠ پوښتنه دا ده چې ايا څوک د شوبله مخترع و؟ فرانسی ، بريتانيا ، روسيی او امريکا له ځان د شوبله لومړنی جوړونکی باله ٠ مثلا د روسيی د مشهور عالم منجيليف کشر زوی واسيلی منجيليف، د فرانسی جگتورن ليواشيور ، امريکايی هيولوک او اطريش بوشدن او داسی نورو ، خو ددوی له خوا وړاندی شوی د لايل کافی او ثابت نه وو٠ خو دا د نړيوالو ټولنې له خوا منلی او مسلم حقيقت دی چې په ١٩١٥ کال کې د بريتانيا له خوا جوړ شوی شوبله چې ماک يو نومېده، د لومړی ځل لپاره د سوم سيند په ناحيه کې استعمال شوی و٠ دغه شوبله په دوو ډولو ويشل شوی چې لومړنی ډول شوبله يو ديرش ټنه وزن درلود او څلور ماشينگڼونه او دوه توپونه نصب شول چې د شپږ وپاونه په وزن گولۍ ويشتلی شوی٠ د ماک يو بل ډول شوبله ديرش ټنه وزن درلود او په شپږو ماشينگڼونه مجهز و٠ ماک يو ډول شوبله نژدی اته متره اوږدوالی ، څلور اعشاريه دوه متره پلنوالی او دوه اعشاريه شپږ اته متره جگوالی درلود او په ساعت کې سرعت يې يوازی شپږ کيلو متره و٠ سون مواد يې يوازی نولس کيلو متره فاصله حرکت کولی شوی٠ که څه هم د سوم سيند په ناحيه کې د ماک يو شوبله د استعماليدو په اړه خبر په پراخه پيمانه خپريده، خو د لومړنی نړيوالې جگړی په موده کې د فرانسی، بريتانيا او المان له خوا د استعمال شويو شوبله ونو شمېر او ډوله ډېر کم وو٠ يوازی د دوهمی نړيوالې جگړی په موده کې په جنگی ميدان کې د شوبله ونو غونډ جمع شو٠ د دوهمی عمومی جگړی په موده کې د المان له خوا جوړ شوی ډېر دروند شوبله حتی يو سلواته اتيا ټنه وزن درلود او مخکينی زره يې دوه سوه ميليمتره پونډه وه او په نړۍ کې تر ټولو دروند شوبله نوميږي٠ د درېيمی لسيزی په لومړيو کلونو کې شوروی اتحاد د دوه اعشاريه اته ټنه په وزن کوچنی شوبله تی اوه ويشت جوړ کړ او پکې يوازی دوه تنه سپاره وو٠ خو له دی امله چې د شوبله د افع وسلی په تېره بيا د شوبله په ضد توغندی استعمال شوی ډېر دروند شوبله لا پخوا نه استعمال شوی٠ اوس په نړۍ کې ډېر دروند شوبله چې شپيته ټنه وزن لری، د بريتانيا له خوا جوړ شوي دي٠ خو د توپ له نظره د شوروی اتحاد له خوا جوړ شوی تی دوه اويا ډوله شوبله ډېر عصری دی٠