ویلیم لویډ ګریسون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
ویلیم لویډ ګریسون
ویلیم لویډ ګریسون

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۰ ډيسمبر ۱۸۰۵[۱][۲][۳][۴][۵]، ۱۲ ډيسمبر ۱۸۰۵[۶] او ۱۸۰۵[۷]
مړینه 24 مې 1879 (74 کاله)[۱][۳][۸][۴][۵][۹][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نيويارک  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده ليکوال[۷]
خبريال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک د غلامۍ پای  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ویلیم لویډ ګریسون

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ویلیم لویډ ګریسون (د ۱۸۰۵ ز کال د ډسمبر ۱۰مه – د ۱۸۷۹ ز کال د مې ۲۴مه) یو نامتو امریکایی مسیحي، د غلامۍ د له منځه وړلو پلوی، ژورنالیست، د رایې د حق مدافع او ټولنیز اصلاح‌غوښتونکی و. دی تر ډېره د خپلې ورځپاڼې «لېبرېټر» (The Liberator) په خاطر مشهور دی، چې په ۱۸۳۱ ز کال کې یې بنسټ کېښود او په بوسټون کې یې خپره کړه. دا ورځپاڼه تر هغه مهاله خپرېده، چې په ۱۸۶۵ ز کال کې د متحدو ایالتونو اساسي قانون اصلاح شو او غلامي له منځه لاړه. ګریسون «عدالت‌پالنه» بنسټیزه کړه او د امریکا د دولت ذاتي اعتبار یې په دې خاطر رد کړ، چې په جګړه، امپریالېزم او غلامۍ کې ښکېلتیا دولت ظالم او فاسداوه. ګریسون په لومړیو کې د یوه اصل په توګه له تاوتریخوالي سره مخالفت وکړ. د کورنۍ جګړې په پیلېدو سره یې خپل پخواني اصول پرېښودل او وسله‌والې مبارزې او د لېنکلن دولت یې ومنل. دی د امریکا د غلامۍ ضد ټولنې له بنسټګرانو نه و او په متحدو ایالتونو کې یې د غلامانو آزادۍ ته بې‌درېغه تبلیغ وکړ.

ګریسون حروفچین یا د توریو اوډونکی و او په خپله یې یوه چاپ‌خونه چلولی شوای. ده په «لېبرېټر» ورځپاڼه کې خپلې سرمقالې په ټایپ بڼه خپرولې او اړتیا نه وه چې لومړی یې پر کاغذ ولیکي. دغه کار د «لېبرېټر» ورځپاڼې له دوام یا ژوندي پاتې کېدو سره مرسته وکړه او دا دقیقاً هغه څه وو، چې ګریسون غوښتل، ځکه دی مجبور نه و چې د خپلو مقالو لپاره له خپل همکار «ایزاک نپ» پرته له نورو باندنیو اشخاصو سره معامله وکړي.

ګریسون د ښځو د حقونو په برخه کې هم د یوه کلک مدافع په توګه را څرګند شو او په غلامۍ ضد ټولنه کې د یوه څرګند بدلون د رامنځته کېدو لامل شو. ګریسون په ۱۸۷۰یمه ز لسیزه کې د ښځو د رایې د حق غورځنګ پر رسا غږ بدل شو.[۱۲]:164, 166

د ژوند لومړي وختونه او زده‌کړې[سمول]

ګریسون د ۱۸۰۵ ز کال د ډسمبر میاشتې په ۱۰مه نېټه د «ماساچوسټ» ایالت په «نیوبوري پورټ» ښار کې وزېږېد، مور او پلار یې د اوسنۍ کاناډا له «نیوبرانزویک» ایالت نه را کډوال شوي وو. پلار یې «ابیجا ګریسون» بېړۍ چلوونکی و، «له ناروغو او معلولو بېړۍ چلوونکو سره د مرستې قانون» له مخې یې، د امریکا اسناد اخیستي وو او خپله کورنۍ یې په ۱۸۰۶ ز کال کې «نیوبوري پورټ» ښار ته راوستې وه. په ۱۸۰۷ز کال کې د متحدو ایالتونو د بندیز قانون بریتانیا ته د زیان رسولو په موخه، د امریکا د سوداګریزو بېړیو د کمښت لامل شو. مشر ګریسون بېکاره شو او په ۱۸۰۸ ز کال کې یې خپله کورنۍ پرېښوده. د ګریسون مور«فرانسېس ماریا لویډ» وه، ویل کېږي چې لوړه، جذابه او کلکه مذهبي ښځه وه. دې د خپل زوی ویلیم منځنی نوم «لویډ» کېښود ،تر څو خپل کورنی نوم وساتي. اغلې فرانسېس په ۱۸۲۳ ز کال کې د «مریلنډ» ایالت په «بالټیمور» ښار کې مړه شوه.[۱۳][۱۴]

ګریسون د ځوانۍ په دوره کې په کور کې جوړ شوی د لېمو شربت خرڅاوه او له کورنۍ سره د مرستې لپاره یې لرګي راټولول. ګریسون د ۱۳ کلنۍ په عمر په ۱۸۱۸ ز کال کې له «نیوبوري پورټ هېلرډ» ورځپاڼې سره د مبتدي اوډونکي [یعنې کار زده‌کوونکي] په توګه کار پیل کړ. ورپسې یې د مقالو پر لیکلو پیل وکړ او تر ډېره یې د «اریسټیډس» په مستعار نامه خپرولې. (اریسټیډس د اتن یو سیاستوال او جنرال و، چې «عادل» یې لقب و). ګریسون به کاغذ ته له اړتیا پرته خپلې لیکنې ټایپ کولی شوای. کله یې چې د زده‌کړې دوره پای ته ورسېده، ګریسون د «نیوبوري پورټ فري پرېس» یوازنی مالک، اېډېټر او چاپوونکی شو. دا ورځپاڼه د یوه کوچني ښار په کچه وه او ګریسون په دې ورځپاڼه کې په کار کولو سره داسې مهارتونه زده کړل ،چې وروسته یې په ملي کچه د یوه مشهور لیکوال، ویناوال او خپرندوی په توګه ګټه ترې واخیسته. په ۱۸۲۸ز کال کې د ماساچوسټ ایالت په بوسټون ښار کې د «نېشنل فېلنتروپېسټ» خپرنۍ اېډېټر شو، دا لومړنۍ امریکايۍ خپرنۍ وه، چې قانوني اعتدال یې بنسټیز کاوه.

ګریسون په ۱۸۲۰مو ز کلونو کې له غلامۍ ضد غورځنګ سره یوځای شو او د وخت په تېرېدو سره یې هم د امریکايي ښکېلاک ټولنه او هم د هغو اشخاصو تدریجي نظرونه رد کړل، چې په دغه غورځنګ کې ښکېل وو. ګریسون د خپلو غلامۍ ضد لیدلورو د ملاتړ لپاره «لېبرېټر» ورځپاڼه جوړه کړه او په ۱۸۳۲ ز کال کې یې د دغې ورځپاڼې د لوستونکو له منځه د «نیو انګلنډ د غلامۍ ضد ټولنه» تنظیم کړه. دا ټولنه د امریکا د غلامۍ ضد ټولنې ته پراخه شوه او دریځ یې دا و چې غلامي باید ژر تر ژره له منځه لاړه شي.[۱۵]

وروستی ژوند او مړینه[سمول]

ګریسون به ډېر وخت په کور کې له خپلې کورنۍ سره تېراوه. هره اونۍ به یې خپلو بچیانو ته لیکونه لیکل او د خپلې ناروغې مېرمنې «هېلن» پالنه به یې کوله. هېلن د ۱۸۶۳ ز کال د ډسمبر میاشتې په ۳۰مه نېټه یوه کوچنۍ مغزي سکته کړې وه او په کور کې به کلکه بستري کېده. اغلې هېلن د ۱۸۷۶ ز کال د جنورۍ میاشتې په ۲۵مه نېټه د سږو د ناروغۍ له امله مړه شوه. د ګریسون په کور کې د هېلن د تدفین مراسم ترسره شول. ګریسون غمونو په مخه کړی و، سخته تبه یې وه او په خپله کوټه کې پروت و، له همدې امله، له خلکو سره لیده کاته ترې پاتې وو. ونډل فیلیپس د خلکو تکریم وکړ او د ګریسون د غلامۍ ضد ډېر پخواني ملګري ورته راغلل، تر څو خپل ځانګړی تسلیت څرګند کړي.

ګریسون ورو ورو د مېرمنې د مړینې له غمه په ښه کېدو شو، خو له هغې سره د یوځای کېدو په هیله یې د معنویت محفلونو ته مخه کړه. ګریسون په وروستي ځل په ۱۸۷۷ ز کال کې انګلستان ته لاړ او هلته یې له جورج ټامپسون او د بریتانیا د غلامۍ ضد غورځنګ له نورو پخوانیو ملګرو سره وکتل.[۱۶][۱۷]

ګریسون د بډوډو له ناروغۍ کړېده او د ۱۸۷۹ ز کال په اپریل میاشت کې مخ پر کمزوري کېدو شو. بیا یې نیویارک ته کډه وکړه، تر څو هلته د خپلې لور «فني» له کورنۍ سره ژوند وکړي. د مې میاشتې په وروستیو کې یې حالت لا ډېر خراب شو او پنځه واړه بچیان یې ورته را ورسېدل. په پای کې یې د ۱۸۷۰ ز کال د مې میاشتې په ۲۴مه نېټه هوش بایلود او د شپې په لومړیو کې مړ شو.[۱۸]

ګریسون د ۱۸۷۹ ز کال د مې میاشتې په ۲۸مه نېټه، د بوسټون د جاماییکا پلین سیمې په «فورېسټ هیلز هدیره» کې خاورو ته وسپارل شو. د عمومي یادګار په مراسمو کې یې «ټیوډور ډوایټ وېلډ» او «ونډل فیلیپس» د خلکو تکریم وکړ. د غلامۍ ضد غورځنګ اتو ملګرو یې چې سپین‌پوستي او تور پوستي وو، تابوت ته اوږه ورکړې وه. په ټول بوسټون کې بیرغونه په نیمه ډول را ځوړند شول. فرېډریک ډاګلاس چې هغه مهال یې د متحدو ایالتونو د مارشال په توګه کار کاوه، د واشنګټن ډي سي په یوه کلسیا کې یې د ګریسون د یادغونډې په مراسمو کې وینا کوله او ویې ویل: "دا د دغه سړي ویاړ و چې ویې کولای شول، له حقیقت سره په یوازې ځان ودرېږي او پایلې ته په تمه شي."[۱۹][۲۰]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12749938t — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. http://global.britannica.com/biography/William-Lloyd-Garrison
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w689140f — subject named as: William Lloyd Garrison — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/William-Lloyd-Garrison — subject named as: William Lloyd Garrison — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ American National Biography ID: https://doi.org/10.1093/anb/9780198606697.article.1500256 — subject named as: William Lloyd Garrison — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. پیوستون : 384  — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۹
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/library/bios/ — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  8. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/384 — subject named as: William Lloyd Garrison — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/garrison-william-lloyd — subject named as: William Lloyd Garrison — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  10. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=21315 — subject named as: William Lloyd Garrison — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  11. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12749938t — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  12. Ehrlich, Eugene, and Gorton Carruth. The Oxford Illustrated Literary Guide to the United States. New York: Oxford University Press, 1982: 53. کينډۍ:ISBN
  13. Henry Mayer, "All on Fire: William Lloyd Garrison and the Abolition of Slavery", (New York: St. Martin's Press, 1998), 32.
  14. Hagedorn, p. 58
  15. Mayer, 622
  16. Mayer, 621
  17. Mayer, 626
  18. Mayer, 627–628
  19. Mayer, 631