والتر کوفمان (فیلسوف)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
والتر کوفمان (فیلسوف)
(الماني: Walter Kaufmann د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د شخص معلومات
پيدايښت ۱ جولای ۱۹۲۱[۱]
مړینه 4 سپټمبر 1980 (59 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت آلمان
د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده فیلسوف
ليکوال
شاعر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه هستي پالنه (اګزیستانسیالېزم)
د مذهب فلسفه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر فرېدرېک وېلهېلم نېتشي
سورن کی یرکګارډ
گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک کانټینینټل فلسفه
لوېديځه فلسفه  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

والتر آرنولد کوفمان (په انګلیسي: Walter Arnold Kaufmann؛ پیدایښت ۱-جولای-۱۹۲۱؛ مړینه: ۴-سپټمبر-۱۹۸۰ز). یو آلماني-امریکایي فیلسوف، ژباړن او شاعر تېر شوی دی. هغه یو تکړه لیکوال ؤ او د اصالت او مړینې، اخلاقي فلسفې او وجودپالنې، خدای‌والي او آتیزم، مسیحیت او یهودیت او همدا راز فلسفې او ادبیاتو په شمول ګڼ‌شمېر سکالوګانو په هکله لیکنې لري.

هغه د فریدریک نېتشي د څېړونکي او ژباړونکي په توګه پېژندل کېږي. هغه په ۱۹۶۵ز کې د ګیورګ وېلهلم فریدریک هېګل په هکله هم یوه کتاب ولیکه او د «د ګوته فاوست» او مارتین بوبر «زه او ته» اثرونو ژباړې یې خپرې کړې.

ژوندلیک[سمول]

والتر کوفمان د ۱۹۲۱ز کال د جولای پر ۱ړۍ نېټه د آلمان په فرایبورګ کې زېږېدلی دی.[۳][۴]

کوفمان یو لوترانیست لوی شو. په ۱۱ کلنۍ کې څرګنده شوه چې نه په تثلیث او نه د عیسی په الوهیت ایمان لري او یهودیت ته یې مخه کړه. کوفمان چې وروسته پوه شو چې نیکه او انا یې واړه یهودي وو. کوفمان چې هم د یهودیانو له اولادې ؤ او هم یهودیت ته یې مخه کړې وه، د نازي آلمان په یهودځپونکې له ستر وېر سره مخ ؤ. په ۱۹۳۹ز کې کوفمان متحده ایالاتو ته کډوال شو او ویلیامز په کالج کې زده‌کړې پیل کړې. ستنلې کارن‌ګولډ لیکي چې هغه هلته «د یهودیت دود دستور ته شا کړه او په ورته مهال کې د ټولو تنظیمي ادیانو پر وړاندې یې ژور انتقادي لیدلوری پيدا کړ». [۵]

کوفمان په ۱۹۴۱ز کې له ویلیامز کالج څخه فارغ او په هاروارډ پوهنتون کې شامل شو او په ۱۹۴۲ز کې یې، په فلسفه کې، خپله ماسټري ترلاسه کړه. سره له‌دې، د جګړې له‌امله د زده‌کړو لړۍ یې وشکېده. هغه د متحده ایالاتو په هوایي پوځ کې نوم ولیکه او د «ریچي بایس» په ځانګړې قطعه کې ځای په ځای شو (د نوموړې قطعې غړي په اروپا کې د نظامي استخباراتي آژانس لپاره د مستنطقانو په توګه دنده ترسره کوله). کوفمان، په ځانګړې توګه، په آلمان کې دنده ترسره کوله.[۶]

کوفمان په ۱۹۴۴ز کې د متحده ایالاتو تابعیت ترلاسه کړ.

په کال ۱۹۴۷ز کې یې له هاروارډ پوهنتون څخه خپله ډوکتورا ترلاسه کړه. د دوکټورا تېزس یې «د ارزښتونو په تړاو د نېتشي تیوري» تر سرلیک لاندې ولیکه او څه ناڅه یو کال وخت یې ونیوه. په همهغه کال کې د پرېنستون پوهنتون د فلسفې په څانګه کې وګومارل شو او که څه هم د مېلمه استاد په توګه یې په متحده ایالاتو او بهر کې هم کار وکړ، خو د اکاډمیک ژوند تر پایه یې په پرېنستون کې د رسمي استاد په ډول کار وکړ. د کلونو په اوږدو کې، شاګردان یې (لکه فریتیوف برګمان، ریچارد شاخت، الکساندر نهاماس او ایوان سول) نېتشي‌پوهان وو..[۷][۸][۹][۱۰]

کوفمان د ۱۹۸۰ز کال د سپټمبر پر ۴مه نېټه، په ۵۱ کلنۍ، مړ شو.

فلسفي آثار[سمول]

کوفمان په ۱۹۵۹ز کې، په هارپر مجله کې د یوې خپرې شوې مقالې له‌لارې هغه ټول مذهبي کړنې او ارزښتونه (په ځانګړې توګه د قاره‌یي اروپا پروتستانت‌واله، چې له شلایرماخر سره پیل شوې او د پاویل تیلیش او رودولف بولتمان له لیکنو سره د شهرت څوکې ته رسېږي) رد کړل. د هغو په ځای یې، د مقدس کتاب پیغمبرانو، بودا او سقراط په څېر اخلاق‌پال وستایل. هغه ادعا وکړه چې انتقادي شننه او د پوهې ترلاسه کول د خلاصون او پیاوړي کېدنې ځواک دی. هغه په کلکه د شلمې پېړۍ پر عصري لېبرالي پروتستانت‌والې نیوکه وکړه چې له تناقضاتو او تېراېستنو څخه ډکه ده او د ایوب د سفر ریاضت او د مارتین بوبر یهودي وجودپالنه یې غوره وګڼله. کوفمان په ۱۹۵۸ز کې، د «دین او فلسفې نقد» اثر له‌لارې، ډېري دغه مسایل تر بحث لاندې ونیول.[۱۱]

کوفمان د سورن کیرکېګارډ او کارل یاسپرس د وجودپالنې په هکله یوه ښه لیکنه وکړه. کوفمان، د ازادۍ، اضطراب او وګړوالې په هکله د کیرکېګارډ لېوالتیا او لید ډېر ستایه. کوفمان لیکي چې، «له کیرکېګارډ څخه دمخه، هېڅوک پوه شوي نه‌وو چې ازادي زموږ اضطراب زېږوونکي شخصیت او راتلونکی بدلولای شي». که څه هم کوفمان د کیرکېګارډ له دیني لیدلوري سره موافق نه‌ؤ او د هغه پر «پروتستانت الهیات‌پوهنه» باندې یې نیوکه وکړه، خو سره له‌دې، کوفمان د هغه د ژور تفکر تر اغېزې لاندې راغلی ؤ:[۱۲][۱۳]

زه په نولسمې پېړۍ کې، او ګواکې د نړۍ د ادبیاتو تاریخ په اوږدو کې، داسې څوک نه‌پېژنم چې ورته په لا لږې خوشحالۍ او ژور احساس ځواب ورکړم، چې زه حکم ورکوم او په لټه کې یم، مګر دا چې سورن کیرکېګارډ وي.[۱۴]

کوفمان د «وجودپالنه: له دوستایوفسکي څخه تر سارتر پورې» ټولګه اېډېت کړه. کوفمان د مارتین هایدګر له تفکر او د هغه له ناڅرګندو لیکنو څخه ښه زړه نه‌درلود.[۱۵]

کوفمان په خپل کتابونو کې («د یوه بدعتکار ایمان: پر څه باور کولای شم؟ څنګه ژوند وکړم؟ څه هیلې لرم؟» (۱۹۶۱) او « پرته له ګڼاه او عدالته: په تصمیم نیولو کې له وېرې څخه تر خپلواکمنۍ پورې») د اخلاقو او د ژوند فلسفې په هکله خپل لیدلوری او اند څرګند کړی دی. په لومړي اثر کې، کوفمان هغه ژوند غوره ګڼه چې د څلورو اصلي فضیلتونو په توګه یې معرفي کړی ؤ: «تواضع» (د حیا او همت یوه تلفیقي بڼه)، «مینه»، «زړه‌ورتوب» او «صداقت».[۱۶][۱۷]

د کتابونو نوملړ[سمول]

اصلي آثار[سمول]

  • نېتشي: فیلسوف، ساپوه، د عیسویت منکر
  • له شکسپیر څخه تر وجودپالنې پورې
  • وجودپالنه: له دوستایوفسکي څخه تر سارتر پورې
  • د دین او فلسفې نقد
  • تراژېدي او فلسفه
  • د یوه بدعتکار ایمان: پر څه باور کولای شم؟ څنګه ژوند وکړم؟ څه هیلې لرم؟
  • پرته له ګڼاه او عدالته: په تصمیم نیولو کې له وېرې څخه تر خپلواکمنۍ پورې
  • قابیل او نور شعرونه
  • وجودپالنه، دین او مړینه: دېرش مقالې
  • د انساني علومو راتلونکی
  • ادیان په څلورو اړخونو کې
  • د ذهن راسپړنه، یو درې برخیز اثر:
    • ګوېټه، کانټ او هېګل
    • نېتشي، هایدګر او بوبر
    • فروید د آدلر او یونګ پر وړاندې
  • د انسان برخلیک: یو درې برخیز اثر:
    • ژوند په محدودیتونو کې
    • وخت یو هنرمند دی
    • انسان څه شی دی؟

ژباړې[سمول]

  • د آلمان پنځه‌ویشت شاعران (د پخواني «د آلمان شل شاعران» په ځای)
  • د ګوته فاوست (لومړۍ برخه او د دوه‌یمې برخې منتخبات)
  • هېګل: متنونه او تبصره
  • یهودیت او مسیحیت، د لیو بېک مقالې
  • زه او ته، د مارتین بوبر اثر

څرنګه چې فریدریک نېتشي په تاریخي ترتیب سره لیکلي یا خپاره کړي:

  • د ناورین راولاړېدنه یا: یوناني مدنیت او ناهیلي
  • سمسور ساینس: د قافیو په هکله له یوې سریزې او د سندرو له ضمیمې سره
  • او زردشت داسې وایي: د ټولو او هېچا لپاره یو کتاب
  • له شر او خیر څخه هاخوا: د راتلونکې فلسفې په اړه یوه لیکنه
  • د اخلاقیاتو د ټبرپوهنې په هکله (له ر. ج. هالیېنګ‌دېل سره)
  • د وانګر قضیه: د یوه موسیقي‌پوه مسأله
  • د بتانو لوېدل: یو څټک په لاس کس څنګه فلسفه اوبدي؟
  • د عیسویت منکر
  • نېتشي د وانګر پر وړاندې
  • او دا دی انسان: څوک څرنګه خپل اصل ته ورګرځي
  • پر ځواک ولاړه اراده (له ر. ج. هالیېنګ‌دېل سره)

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6wt14f1 — subject named as: Walter Kaufmann (philosopher) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb123010513 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. Introduction" Walter Kaufmann: Philosopher, Humanist, Heretic, by STANLEY CORNGOLD, Princeton University Press, PRINCETON; OXFORD, 2019, pp. 1–10.
  4. Schacht, Richard (2015). "Kaufmann, Walter Arnold (1921–1980)". Encyclopedia.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Kaufmann, Walter A. (2015-06-09). "Prologue" (PDF). The Faith of a Heretic: Updated Edition (په انګلیسي ژبه کي). Princeton University Press. د کتاب پاڼي 4, 6. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780691165486. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Walter A. Kaufmann | Department of Philosophy". philosophy.princeton.edu. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Walter A. Kaufmann | Department of Philosophy". philosophy.princeton.edu. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Schacht, Richard (2015). "Kaufmann, Walter Arnold (1921–1980)". Encyclopedia.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Introduction" Walter Kaufmann: Philosopher, Humanist, Heretic, by STANLEY CORNGOLD, Princeton University Press, PRINCETON; OXFORD, 2019, pp. 1–10.
  10. Schacht, Richard (2015). "Kaufmann, Walter Arnold (1921–1980)". Encyclopedia.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Kaufmann, Walter (February 1959). "Faith of a Heretic" (PDF). Harper's Magazine. د لاسرسي‌نېټه July 9, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Kaufmann, W (1980).Discovering the Mind: Goethe, Kant, and Hegel. New York: McGraw-Hill Co., p.26
  13. Kaufmann, Walter (2017-09-29). "Kierkegaard as Psychologist". In Kaufmann, Walter (المحرر). Nietzsche, Heidegger, and Buber (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. doi:10.4324/9781315125312. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781351502955. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Kaufmann, W. (1961). Religion From Tolstoy To Camus. Harper and Brothers. د کتاب پاڼې 3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Denis Dutton, "Kaufmann, Heidegger, and Nazism Archived 2006-04-04 at the Wayback Machine." Philosophy and Literature 12 (1988): 325–36
  16. Jones, Llewellyn, The Humanist, Volume 21 (1961) quoted on the back cover of Kaufmann, Walter Arnold, From Shakespeare to Existentialism (Princeton University Press 1979),
  17. Tanner, Michael (1994). Nietzsche. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 84. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-287680-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)