Jump to content

هنري کمپبل-بنرمن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هنري کمپبل-بنرمن
هنري کمپبل-بنرمن
هنري کمپبل-بنرمن

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
استوګنځای ګلاسګو   ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي [۳][۴][۵]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند لیبرال ګوند (لویه بریتانیا)   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
د برېتانیې لومړی وزیر   ويکيډاټا کې (P39) ځانګړنې بدلې کړئ
د واکمنۍ دوران
۵ ډيسمبر ۱۹۰۵  – ۳ اپرېل ۱۹۰۸ 
آرتور بالفور  
اچ.اچ. اسکویت  
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
هنري کمپبل-بنرمن
هنري کمپبل-بنرمن

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

ښاغلی هنري کمپبل بنرمن، د استحمام اتلولي (Knight of the Bath) د نښان درلودونکی اود  بریتانیا د ځانګړې شورا غړی (Privy Council) (اصلي نوم یې کمپبل دی، د ۱۸۳۶ ز کال د سپټمبر له ۷ مې - د ۱۹۰۸ز کال د اپرل تر ۲۲مې) یو بریتانوی سیاست پوه او لېبرال سیاستوال و. نوموړي له ۱۹۰۵ز کال نه تر ۱۹۰۸ ز کال پورې د بریتانیا د لومړي وزیر او له ۱۸۹۹ ز کال نه تر ۱۹۰۸ ز کال پورې د لېبرال ګوند د مشر په توګه خدمت وکړ. هغه د ګلډستون او روزبري په کابینو کې هم دوه ځله د جګړې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده. هغه د خزانې د کمیسیون مشر و چې رسماً "لومړی وزیر" بلل کېږي، دې اصطلاح د هغه د ریاست تر اخیستو یوازې پنځه ورځې وروسته رسمي کارونه ترلاسه کړه. نوموړی تر دې دمه یوازینی کس دی چې په ورته وخت کې هم لومړي وزیر و او هم یې د مجلس د بابا لقب ترلاسه کړ او وروستی لېبرال مشر دی، چې د بریتانیا پارلماني اکثریت یې خپل کړی دی.  

نوموړی چې په عامه ژبه کې په CB  مشهور و، په آزاده سوداګرۍ، د آیرلنډ په کورواکي او د ټولنیزو شرایطو په ښه والي کې، لکه :د کاري ساعتونو په کموالي کلک باور درلود. اې.جې.اې مورس د اکسفورد قاموس په ملي ژوند لیک کې هغه د "برېتانیا لومړی او یوازینی سخت درېځه لومړی وزیر" بللی. کمپبل-بنرمن د ۱۹۰۰ ز کال په ټولټاکنو کې له ماتې نه وروسته، د ۱۹۰۶ ز کال په ټولټاکنو کې د محافظه کار ګوند په وړاندې لببرال ګوند ته لویه بریا ور په برخه کړه؛ دا وروستۍ ټاکنې وې چې لېبرالانو په ولسي جرګه کې لوی اکثریت خپل کړ. هغه حکومت چې وروسته یې نوموړي مشري وکړه، داسې قانون تصویب کړ، ترڅو ډاډه اوسي چې سوداګریزې ټولنې د کاربندیز پرمهال د اوښتو زیانونو لپاره مسئول نه شي ګڼل کېدای، د ټولو ماشومانو لپاره یې د ښوونځي وړیا خواړه وړاندې کړل او ځایي چارواکو ته یې واک ورکړ، چې د شخصي ځمکو له څښتنو نه کرهنیزه ځمکه واخلي. کمپبل بینرمن د ۱۹۰۸ ز کال په اپریل میاشت کې د ناروغۍ له امله د لومړي وزیر د چوکۍ نه ځان ګوښه کړ او د خزانې  وزیر اچ.اچ. اسکویث یې پرځای وټاکل شو. هغه ۱۹ ورځې وروسته مړ شو؛ یوازینی لومړی وزیر و چې په رسمي هستوګنځي داونینګ واټ ۱۰ کې یې له نړی سترګې پټې کړې.   [۶][۷][۸]

شخصي ژوند او کورنۍ

[سمول]

ښاغلۍ هنري کمپبل-بنرمن د ۱۸۳۶ ز کال د سپټمبر په ۷ مه د ګلاسګاو په کلوینسایډ هاوز کې نړۍ ته سترګې پرانستې او د سټراکاټرو د اوسېدونکي ښاغلي جیمز کمپبل (۱۷۹۰-۱۸۷۶ز) او د هغه مېرمنې جنیت بنرمن (۱۷۹۹-۱۸۷۳ز) دویم زوی او د دوی د شپږو ماشومانو تر ټولو کشر بچی و. ښاغلي جیمز کیمبل په ځوانۍ کې مخکې له دې چې په ۱۸۱۷ ز کال کې په شراکت له خپل ورور سره د جې او ډبلیو کمپبل او کمپني یا J.& W. Campbell & Co. ، د ټوکر پلورلو ګدام، د غونډپلورنې او د پرچون خرڅلاو سوداګري جوړه کړي، په ګلاسګاو کې د جامو سوداګرۍ کې کار پیل کړی و. ښاغلي جیمز مخکې له دې چې له ۱۸۴۰ ز کال نه تر ۱۸۴۳ ز کال پورې د ګلاسګاو د لوی مشر په توګه دنده ترسره کړې، په ۱۸۳۱ ز کال کې د ګلاسګاو ښار د شورا د غړي په توګه وټاکل شو او ۱۸۳۷ ز کال او ۱۸۴۱ ز کال په ټولټاکنو کې د ګلاسګاو ټاکنیزې حوزې لپاره د محافظه کار نوماند په توګه ګډون وکړ.   [۹][۱۰][۱۱]

د هنري مشر ورور جیمز الکساندر کمپبل له ۱۸۸۰ ز کال نه تر ۱۹۰۶ ز کال پورې د ګلاسګاو او ابرډین پوهنتونونو لپاره د پارلمان محافظه کارغړي په توګه خدمت وکړ او په ۱۸۷۶ ز کال کې يې له خپل پلار نه د ستراکاترو په سیمه کې ۴۰۰۰ جریبه ملکیت په میراث کې ترلاسه کړ. CB مخکې له دې چې مشر ورور یې وټاکل شي، ۱۲ کاله د پارلمان د غړي په توګه دنده ترسره کړې وه.  [۱۲]

کمپبل بنرمن د ګلاسګاو په عالي ښوونځي (۱۸۴۵-۱۸۴۷ز)، د ګالسکو پوهنتون (۱۸۵۱-۱۸۵۳ز) او د کمبرج ترینتي کالج (۱۹۵۴-۱۸۵۸ز) کې چې په دې ځای کې یې د وروستۍ وړیا کلاسیک آزموینه کې درېیمه درجه سند ترلاسه کړ، زده کړې وکړې. له فراغت وروسته، هغه د خپلې کورنۍ شرکت  J.&W. Campbell & Co.   سره چې د ګلاسګاو په انګرام واټ کې موقعیت لري، یوځای شو. کمپبل په ۱۸۶۰ ز کال کې په شرکت کې شریک شو. هغه د ۵۳ام لنارکشایر په رضاکاره وسلواله قول اردو کې چې د شرکتونو له کارکوونکو جوړه شوې وه، د بریدمن په توګه (چې په ۱۸۶۷ ز کال کې جګړن ته ترفیع ورکړه) خدمت وکړ. هنري په ۱۸۶۰ ز کال کې د سارا شارلټ بروس سره واده وکړ او وروسته هغه او نوې ناوې یې د ګلاسګاو په لوېدیځه برخه کې د پارک ناحیه په ۶ کلیرمنټ ګارډن کې هستوګن شول.    [۱۳][۱۴]

هنري کمپبل په ۱۸۷۱ ز کال کې په هنري کمپبل-بنرمن بدل شو، کورنۍ نوم بنرمن د هغه د ماما هنري بنرمین د وصیت غوښتنه وه، چې له هغه نه  د کنټ په هنټن کې د هنتون کور (اوسنی هنټون دربار) ملکیت په میراث یووړل. په داسې حال کې چې یوې ترور یې د هنټون ماڼۍ اشغال کړې وه، د کمپبل بنرمن کورنۍ د ګینینګز پارک کې د سیمې په کور کې چې تر ۱۸۸۷ ز کال پورې یې پرېنښود، د خپل کلیوالي هستوګنځای په توګه ژوند کاوه. دوی لومړی په ۱۸۹۴ ز کال کې هنتون لاج اشغال کړ.  [۱۵][۱۶][۱۷]

کمپبل "ډېر نامساسب اوږد نوم" نه خوښېده، چې له دې امله یې له ملګرو وغوښتل چې پر ځای یې هغه C.B  وبولي.   [۱۸]

نوموړې جوړه هېڅکله دبچیانو څښتنه نه شوه. C.B.   او شارلټ په خپل ټول ګډ ژوند کې یوه ډېره غوره نږدې جوړه وه؛ د یوه تاریخ پوه په وینا: دوی "هر فکر او ممکنه شېبه شریکوله ". شارلټ ممکن هغه ښخه وه چې CB یې د هغه د ځایی تاریخچې ته په پام سره ډېر وهڅاوه چې  په ټاکنو کې ګډون وکړي او د راپورونو له مخې دوی دواړو ډېر خواړه خوړل او په وروستیو کلونو کې هر یوه نږدې ۲۰ ډبرې (۱۳۰ کیلوګرامه؛ ۲۸۰ پونډ) وزن درلود.  [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

کمپبل بنرمن په فرانسوي، آلماني او ایټالوي ژبو روانې خبرې کولې او نوموړي او مېرمن یې په اروپا کې، معمولاً په فرانسه او په بوهیمیا کې د مارینباد په تفریحي ښار کې هر اوړی څو میاشتې تېرولي. دوی په سکاټلینډ کې د میګل په بیلمونټ ماڼۍ کې هم کله ناکله کور نیو. C.B.   د فرانسوي کلتور ژوره ستاینه کوله او په ځانګړې توګه د اناتول فرانس له ناولونو نه یې خوند اخیست. [۲۳][۲۴][۲۵]

شارلټ په ۱۹۰۶ ز کال کې له نړۍ سترګې پټې کړې او ویل کېږي چې CB د هغې له لاسه ورکولو وروسته 'هېڅکله د پخوا په څېر نه و'، هغه د زړه له حملو سره مخامخ شو او که څه هم، هغه د ۱۹۰۸ ز کال د اپریل په ۳ مه نېټه له دندې ځان ګوښه کړ، هغه د ۱۹۰۸ ز کال د اپریل په ۲۲ مه په ۱۰ ډاونینګ واټ کې مړ شو او په میګل کې خاورو ته وسپارل شو. [۲۶]

د پارلمان غړۍ

[سمول]

کمپبل-بنرمن د دېرش کلنۍ په عمر د ۱۸۶۸ ز کال د اپریل په میاشت کې د سټرلینګ ناحیو ټاکنیزې حوزې په استازیتوب د لېبرال نوماند په توګه په بیاټاکنو کې ګډون وکړ او د لېبرال همکار جان رمزي نه یې په لږ توپیر ماتې وخوړه، خو کمپبل-بنرمن د هغه کال د نومبر په ټولټاکنو کې رمزي ته ماتې ورکړه او په ولسي جرګې کې د سټرلینګ ناحیو لپاره د پارلمان د لېبرال استازي په توګه وټاکل شو، دا هغه ټاکنیزه حوزه وه چې نوموړي یې نږدې څلوېښت کلونه استازیتوب وکړ.  [۲۷]

کمپبل بنرمن ډېر ژر د وزیرانو رتبو ته وده وکړه، د ۱۸۷۱ ز کال په نومبر کې د ګلډسټون په لومړي حکومت کې د جګړې په اداره کې د مالیې منشي وټاکل شو او تر ۱۸۴۷ ز کال پورې یې د جګړې د چارو د دولت وزیر، د اډوارد کاردویل تر مشرۍ لاندې په دې چوکۍ کې خدمت وکړ. کله چې کاردول اشرافو او اعیانو ته ترفیع وکړه، کمپبل-بنرمن په ولسي جرګه کې د دفاعي چارو په برخه کې د لېبرال حکومت لوی ویاند شو. هغه د ګلډسټون په دویم حکومت کې په همغه دنده کې، له ۱۸۸۰ ز کال نه تر ۱۸۸۲ ز کال پورې پاتې شو او کمپبل بنرمن د ۱۸۸۲ ز کال او ۱۸۸۴ ز ترمنځ  په سمندري ځواکونو کې د پارلماني او د ماليې منشي په توګه د دندې ترسره کولو وروسته، په ۱۸۸۴ ز کال کې د آیرلنډ لپاره د لوی وزیر په توګه کابینې ته ترفیع ورکړه، چې د کورني قانون په روانو بحثونو کې یې پراخه ونډه درلوده.  [۲۸][۲۹]

هغه په ترتیب سره د ۱۸۸۶ز کال او ۱۸۹۲ ز کال نه  تر ۱۸۹۴ ز کال پورې د ګلډسټون په درېیم او څلورم حکومت کې او د ۱۸۹۴ ز کال نه تر ۱۸۹۵ ز کال پورې د روزبري په حکومت کې د جګړې په چارو کې د دولت وزیر په توګه خدمت وکړ. د هغه یوازینۍ نظامي تجربه دېرش کاله پخوا د ۵۳م لنارکشیر وسله والو رضاکارانو سره وه. هغه د جګړې په وزارت کې د خپل کار په موده کې د ولریچ آرسنال د وسلو په کارخونه کې د کارکوونکو لپاره اته ساعته آزمېښتي ورځ وړاندې کړه. پایلو وښودله چې په تولید کې هېڅ زیان نه و اوښتی او له همدې امله، کمپبل بنرمین اته ساعته ورځ د پوځ د جامو جوړولو ډیپارتمنت ته وغځوله.   [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

نوموړي د کمبرج د دوک، د ملکې د تره زوی قانع کړ چې د بریتانیا د وسله والو ځواکونو قوماندانۍ نه ګوښه شي. په دې کار کمپبل-بنرمن د زړورتوب رتبه ترلاسه کړه. کله چې د ارل حکومت د CB له لوري د کوردیت زېرمو د اداره کولو پر سر رایه له لاسه ورکړه ، کمپبل په ۱۸۹۵ ز کال کې سهواً د روزبري د وزارت د سقوط لامل شو. په پارلمان کې د ټولنې استازو په ناڅاپي ډول د مخالفت بریالی وړاندیز تحمیل کړ او دا ماتې د روزبري د ګوښه کېدو او د لارد سلسبري واک ته د راستنېدو لامل شوه. کمپبل بنرمن په ۱۸۹۵ز کال کې په کلکه  سره هلې ځلې وکړې چې د ولسي جرګې مشر وټاکل شي، ځکه چې تر یوې کچې هغه په عام ژوند کې د لږ فشار لرونکي مقام په لټه کې و. روزبري د خزانې وزیر ویلیم هارکورت په ملاتړ ځان په شا کړ، ځکه چې کمپبل بنرمن په استازو جرګه کې د حکومت د مخکښې چوکۍ ټیم لپاره اړین ګڼل کېده.  [۳۴][۳۵]

سرچینې

[سمول]
  1. https://en.wikisource.org/wiki/Campbell-Bannerman,_Henry_(DNB12)
  2. پیوستون : 117671983  — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. http://www.nndb.com/honors/853/000052697/
  4. http://www.nndb.com/lists/495/000063306/
  5. http://www.nndb.com/lists/768/000106450/
  6. A. J. A. Morris, 'Sir Henry Campbell-Bannerman (1836–1908)', Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, Sept 2004; online edn, Jan 2008, accessed 29 March 2009.
  7. "HH Asquith (1852–1928)".
  8. Macpherson, Hamish (5 September 2021). "Back in the day - Remembering Glasgow's only PM and the last to die in Number 10". Sunday National. p. 11 in SevenDays supplement. نه اخيستل شوی 6 September 2021.
  9. The Columbia Encyclopedia, Sixth Edition, 2008, online
  10. James MacLehose, Memoirs and Portraits of One Hundred Glasgow Men (Glasgow: James MacLehose and Sons, 1886), p.19.
  11. MacLehose, p. 19.
  12. Macpherson, Hamish (5 September 2021). "Back in the day - Remembering Glasgow's only PM and the last to die in Number 10". Sunday National. p. 11 in SevenDays supplement. نه اخيستل شوی 6 September 2021.
  13. Massie, p. 547.
  14. کينډۍ:Acad
  15. Burke's Genealogical and Heraldic History of Peerage, Baronetage and Knightage. 1898. p. 1634.
  16. https://www.countrylife.co.uk/property/wonderful-country-house-just-outside-london-home-tudor-rebel-one-last-liberal-prime-ministers-200371, A wonderful country house just outside London that was once home to a Tudor rebel and one of the last Liberal prime ministers
  17. https://houseandheritage.org/tag/hunton/, HUNTON COURT
  18. John Wilson, CB: A Life of Sir Henry Campbell-Bannerman (London, 1973), p. 46 ISBN 978-0-09-458950-6
  19. Johnson, Paul, ed. (1989). The Oxford Book of Political Anecdotes. Oxford University Press. p. 172.
  20. Ray Westlake, Tracing the Rifle Volunteers, Barnsley: Pen and Sword, 2010, ISBN 978-1-84884-211-3, p. 134.
  21. Massie, p. 547.
  22. Macpherson, Hamish (5 September 2021). "Back in the day - Remembering Glasgow's only PM and the last to die in Number 10". Sunday National. p. 11 in SevenDays supplement. نه اخيستل شوی 6 September 2021.
  23. Roy Hattersley, Campbell-Bannerman (British Prime Ministers of the 20th century series) (London: Haus Publishing Limited, 2005), .
  24. Macpherson, Hamish (5 September 2021). "Back in the day - Remembering Glasgow's only PM and the last to die in Number 10". Sunday National. p. 11 in SevenDays supplement. نه اخيستل شوی 6 September 2021.
  25. Tuchman, Barbara. The Proud Tower. Ed. Margaret MacMillan. New York: Library of America, 2012. p. 881.
  26. Macpherson, Hamish (5 September 2021). "Back in the day - Remembering Glasgow's only PM and the last to die in Number 10". Sunday National. p. 11 in SevenDays supplement. نه اخيستل شوی 6 September 2021.
  27. Macpherson, Hamish (5 September 2021). "Back in the day - Remembering Glasgow's only PM and the last to die in Number 10". Sunday National. p. 11 in SevenDays supplement. نه اخيستل شوی 6 September 2021.
  28. Macpherson, Hamish (5 September 2021). "Back in the day - Remembering Glasgow's only PM and the last to die in Number 10". Sunday National. p. 11 in SevenDays supplement. نه اخيستل شوی 6 September 2021.
  29. کينډۍ:Cite ODNB
  30. Spender, Volume I, p. 143.
  31. Spender, Volume I, p. 142.
  32. Wilson, p. 187.
  33. Macpherson, Hamish (5 September 2021). "Back in the day - Remembering Glasgow's only PM and the last to die in Number 10". Sunday National. p. 11 in SevenDays supplement. نه اخيستل شوی 6 September 2021.
  34. Massie, pp. 548–549.
  35. Wilson pp. 250–258.