آرتور بالفور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
آرتور بالفور
آرتور بالفور
آرتور بالفور

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت برېتانيا (۱۲ اپرېل ۱۹۲۷–)

د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

واک
د برېتانیې لومړی وزیر   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۱ جولای ۱۹۰۲  – ۵ ډيسمبر ۱۹۰۵ 
د ساليسبوري درېيم مارکي  
هنري کمپبل-بنرمن  
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
لاسليک
آرتور بالفور
آرتور بالفور

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

آرتر جیمز بالفور، د بالفور لومړی ارل، د جورابو د بند د اتلولۍ نښان (Knight of the Garter)، د وړتیا نښان (Order of Merit)، د بریتانیا د ځانګړې شورا غړی (Privy Council)، د شاهي ټولنې یاور (Fellow of the Royal Society)، د بریتانیا د اکاډمۍ غړی (Fellow of the British Academy)، د تورن د مرستیال ویاړ (Deputy lieutenant)، درلودونکی ( د ۱۸۴۸ ز کال د جولای ۲۵مه  د ۱۹۳۰ ز کال د مارچ ۱۹) چې د مشر بالفور په نوم یادېږي د برېتانیې محافظه کار ګوند سیاسي مشر و چې له ۱۹۰۲ز کال نه تر ۱۹۰۵ ز کال پورې یې د برېتانیې د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. نوموړي د لویډ جورج د حکومت د بهرنیو چارو وزیر په توګه په ۱۹۱۷ ز کال کې د کابینې په استازیتوب د بالفور اعلامیه صادر کړه.   [۱][۲][۳]

بالفور په ۱۸۷۴ ز کال کې پارلمان ته په لاره موندلو سره د آیرلنډ په چارو کې د لوی وزیر په توګه شهرت ترلاسه کړ، په دې دنده کې یې کره نیزې ناکرارۍ وځپلې او د ځمکو د غایبو څښتنانو په وړاندې یې ګامونه واخیستل. هغه د آیرلنډ د کورني واک مخالفت وکړ او ویې ویل چې: په برېتانیا کې د آیرلنډ د پاتې کېدو یا خپلواک اوسېدو تر منځ هېڅ هوکړه نشته. له ۱۸۹۱ ز کال راهیسې یې په ولسي جرګه کې د محافظه کار ګوند مشري په غاړه لرله او د خپل تره مشر سالسبري تر مشرۍ لاندې چې حکومت یې په ۱۸۹۵ز کال او ۱۹۰۰ ز کال کې لوی اکثریت خپل کړ، دنده ترسره کوله. نوموړی چې یو دروند مناظره کوونکۍ و، د ګوند د ادارې ورځنیو کارونو ستړی کړی و.  

هغه د ۱۹۰۲ ز کال په جولای کې د لومړي وزیر په توګه د خپل تره ځای ناستی شو. په کورنۍ سیاست کې یې د ۱۹۰۳ ز کال د ځمکې پېرود (آیرلنډ) قانون تصویب کړ چې د انګلیس – آیرلندي د ځمکو مالکینو ډېری سهم یې وپېره. د ۱۹۰۲ ز کال د ښوونې او روزنې قانون  په انګلستان او ویلز کې د ښوونځي نظام په عصري کولو باندې لویه اوږدمهاله اغېزه درلوده او هغو ښوونځیو ته یې مالي ملاتړ برابر کړ، چې د انګلستان کلیسا او کاتولیک کلیسا له لوري پرمخ وړل کېدې. د رسمي کلیسا ضد غړي په غوصه شول او خپل رایه ورکوونکي یې وخوځول، خو ونه توانېدل چې هغه  بېرته لغوه کړي. په بهرني او دفاعي سیاست کې د برېتانیې دفاعي سیاست له اصلاح نه یې څارنه  وکړه او د جکي فېشر له سمندري نوښتونو نه یې ملاتړ وکړ. له فرانسې سره د نوموړي د یووالي دوستانه تړون چې آلمان یې ګوښه (منزوي) کړ، خوندي وساته. نوموړي امپریالیستي سیاست په هغه څېر چې جوزف چمبرلین یې دفاع کوله، غوره کړ، خو د آزادې سوداګرۍ د محدودیت له امله له کابینې نه ګوښه کېدنو، د ده په ګوند کې اختلافات رامنځ کړل. هغه د بویر جګړې (د بغاوت ضد جګړه چې د "بربریت تګلارې" په توګه پېژندل کېږي) په وروستیو پړاوونو کې او سویلي افریقا ته د چینایي کارګر ځواک واردولو ("چینایي غلامي") له امله د خلکو له غوصې سره مخامخ شو. نوموړي له واک نه د ۱۹۰۵ ز کال په دسمبر کې ځان ګوښه کړ او محافظه کارانو په راتلونکې میاشت کې د ۱۹۰۶ ز کال په ټاکنو کې په پراخ توپیر ماتې وخوړه، چې هغه خپله چوکۍ هم له لاسه ورکړه. هغه پارلمان ته ډېر ژر راستون شو او د لویډ جورج د ۱۹۰۹ ز کال د بودیجې د ناورين په اوږدو کې، په ۱۹۱۰ ز کال کې په لږ تو پیر سره د د دوو نورو ټولټاکنو د بایللو په اوږدو کې او د ۱۹۱۱ ز کال د پارلمان د قانون د تصویب په اوږدو کې یې د اپوزیسیون د مشر په توګه دندې ته دوام ورکړ. نوموړی له ګوند مشرۍ نه په ۱۹۱۱ز کال کې ګوښه شو.    

بالفور د سمندري ځواکونو د لومړي لارد په توګه د اسکوېث په ائتلافي حکومت (۱۹۱۵-۱۶ز)کې راستون شو. نوموړی د ۱۹۱۶ ز کال په دسمبر کې د ډیویډ لویډ جورج په ائتلاف کې د بهرنیو چارو وزیر شو. هغه زیاتره د بهرني سیاست له کورنیو کارونو لرې ساتل کېده، که څه هم د یهودي ټاټوبي په اړه د بالفور اعلامیه د ده په نامه ده. نوموړي د ۱۹۲۰ ز کلونو په اوږدو کې په لوړو چوکیو کې خدمت وکړ او د ۱۹۳۰ ز کال د مارچ په ۱۹ مه نېټه د ۸۱ کلونو په عمر مړ شو او په میراث پاتې پراخه شتمني یې خرڅه کړې وه. نوموړي واده ونه کړ. بالفور چې یو فیلسوف روزل شوی و - د دې باور په وړاندې یو دلیل رامنځته کړ چې بشري عقل کولی شي، حقیقت مشخص کړي او داسې ښکارېده چې، هغه د ژوند په اړه جلا لید ولري. نوموړي ته منسوب د یادښت په نمونه کې څرګند شوی: "هېڅ شی ډېر مهم نه دی او یوازې څو شیان مهم دي".  

مخینه او لومړنی ژوند[سمول]

آرتور بالفور چې د جېمز مېتلنډ بالفور (۱۸۲۰-۱۸۵۶ز) او آغلې بلانچ ګاسکوین-سېسیل (۱۸۲۵-۱۸۷۲ز) مشر زوی و، د سکاټلنډ د ایست لوتیان په وېتېنګهم کلي کې زېږېدلی. پلار یې د نیکه (جېمز) په څېر د سکاټلنډ پارلمان استازی و، مور یې چې د سېسیل کورنۍ چې د رابرټ سېسیل، د سالسبري د لومړي ارل اولادې نه وه، غړې وه او د سالسبري د دویم مارکېز لور او د راتلونکي لومړي وزیر، درېیم مارکېز خور وه. د نوموړي منلی پلار د وېلنګټن دوک و، چې د هغه نوم یې په ده اېښودی دی. د وروڼو تر منځ تر ټولو مشر زوی و، په اتو اولادونو کې درېیم و چې څلور وروڼه او درې خویندې یې لرلې. آرتور بالفور د هرتفوردشایر په هاډسدن کې د ګرینج ابتدایه ښوونځۍ (۱۸۵۹-۱۸۶۱ز ) کې زده کړې وکړې او په ایتون کالج (۱۸۶۱-۱۸۶۶ز ) کې یې د نفوذ لرونکي ښوونکي، وېلیم جانسن کوري سره زده کړې وکړې. وروسته د کمبرج پوهنتون ته ولاړ، چې هلته یې په ترېنتي کالج (۱۸۶۶-۱۸۶۹ز) کې اخلاقي علوم ولوستل او په دویمه درجه یې د فراغت سند ترلاسه کړ. کوچنی ورور یې فرانسیس مېټلنډ بالفور په کمبرج کې جنین پوه و. [۴][۵][۶][۷]

شخصي ژوند[سمول]

بالفور په ۱۸۷۰ ز کال کې د خپل تره لور مې لېټلټون سره هغه وخت  ولیدل چې هغه ۱۹ کلنه وه. وروسته له هغه چې خپل دوه مخکني مهم مینان یې مړه شول، ویل کېږي چې بالفور د ۱۸۷۴ ز کال په دسمبر کې هغې ته خپله مینه څرګنده کړه. هغه د نخل (خرما) یکشنبې په ورځ، د ۱۸۷۵ ز کال د مارچ په ۲۱ د ټایفوس ناروغۍ له امله مړه شوه. بالفور د زمرد ګوتمۍ ته چمتووالی ونیو چې د هغې تابوت سره ښخه شي. د مې مشره خور، لیوینیا تالبوټ په دې اند وه چې کوژده نږدې وه، خو د بالفور د خواشینۍ په اړه د هغې یادونه (په هغه باندې لاره ورکه وه) تر دېرش کاله وروسته لیکل شوې نه و. تاریخ لیکونکی آر. جې. کیو. آدمز څرګندوي چې: د مې لیکونه د هغې د مینتوب ژوند مفصلا  تر بحث لاندې نیسي، خو داسې هېڅ شواهد په کې نشته چې هغې د بالفور سره مینه درلوده، نه یې د هغې سره د واده په اړه خبرې کړې دي. نوموړی یوازې یو ځل د هغې د سختې دری میاشتنۍ ناروغۍ په موده کې د هغې لیدلو ته ورغی او د هغې له مړینې نه یوه میاشت مخکې یې بیا ډېر ژر په ټولنیزو غونډو کې ګډون کاوه. د آدمز په آند: که څه هم ښایي هغه به یوازې ډېر شرمېده چې خپل احساسات په بشپړ ډول څرګند کړي، بالفور د واده د لېوالتیا لپاره ښایي د ځوانۍ ویرجنې کیسې تر خپل اغېز لاندې راوستی وي؛ دا موضوع  په غوڅه توګه ثابتېدای نه شي. رسنیو په وروستیو کلونو کې ادعا وکړه چې، د هغې پیغامونو ته یې لاس رسی موندلی. د نورو معلوماتو لپاره "متقابلو مکاتبو" ته مراجعه وکړئ. [۸][۹][۱۰]

بالفور په ټول عمر کې مجرد پاتې شو. مارګوت ټینانټ (وروسته مارګوت اسکوېث) غوښتل له ده سره واده وکړي، خو بالفور وویل: "نه، داسې نه ده. خو زه د خپل مسلک په وده فکر کوم." کورنۍ کارونه یې د مجردې خور، الیس له خوا ترسره کېدل. بالفور په منځني عمر کې د ماري چارترس (اصلي نوم یې وېندهام دی) مېرمن ایلچو، وروسته د وېمېس او مارچ اشراف زاده سره ۴۰ کاله ملګری و. که څه هم یو ژوندلیک لیکونکی لیکي چې: " ستونزمنه ده چې ووایو چې هغه اړیکه څومره پرمخ تللې وه"، اندریو نومان ویلسن ادها کوي چې د هغې لیکونه څرګندوي چې دوی ممکن په ۱۸۸۷ کال کې مین شوي وي او ممکن په ځان-ځورونه کې ښکېل شوي وي. یو بل ژوندلیک لیکونکی په دې باور دی چې دوی "هېڅ مخامخ فزیکي اړیکه نه درلوده"، سره له دې هغه احتمالي وړاندیزونه ردوي چې ګواکي بالفور همجنسباز و، یا د بویر د جګړې پرمهال، هغه وخت ته په پام سره کله چې هغه له حمام وروسته د ځان وچولو په وخت کې لیدل شوی، چې یوه پیغام ته یې ځواب لیکه. مشر بیوربروک ادعا وکړه چې: هغه " یو نرښځۍ" و، چې هېچا بربنډ نه و لیدلی.  [۱۱][۱۲]

بالفون د ارواح ټولنیزې او فکري ډلې مخکښ غړی و.

لومړنۍ تجربه[سمول]

بالفور په ۱۸۷۴ ز کال کې د هرتفورد په استازیتوب، تر ۱۸۸۵ ز کال پورې د پارلمان محافظه کار غړی و. نوموړي له ۱۸۸۵ ز کال نه تر ۱۹۰۶ ز کال پورې د ایست مانچسټر په استازیتوب د پارلمان د غړي په توګه خدمت وکړ. هغه د ۱۸۷۸ ز کال په پسرلي کې د خپل تره مشر سالسبري ځانګړی منشي شو. د برلین کانګرس کې د سالسبري (هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر) سره مل و او د روسي - ترکي شخړې د حل په تړاو یې په نړیوال سیاست کې خپله لومړۍ تجربه لاسته راوړه. په همدې وخت کې په علمي برخه کې مشهور شو. د نوموړي د فلسفې شک نه دفاع (۱۸۷۹ز) علمي ځیرکتیا او ادبي لاسته راوړنو وښودله چې، ممکن د یوه فیلسوف په توګه شهرت ترلاسه کړي.  [۱۳][۱۴]

بالفور خپل وخت د سیاست او علمي کړنو ترمنځ ووېشه. ژوندلیک لیکونکي سیډني زېبل څرګنده کړه چې: بالفور په عامه چارو کې بې له کومئ هیلې او سیاسي موضوعاتو هاخوا، غوښتل آماتور یا شوقي څرګند شي، خو هغه په حقیقت کې په یوه ډېر ښکېل سیاستوال، په پراخه کچه بدل شو. د زېبل په وینا: د نوموړي په ځانګرتیاوو کې پياوړې هیلې، چې هغه پټې ساتلې وې، هوښیار سیاسي قضاوت، د خبرو اترو وړتیا، د دسیسې سلیقه او د نفاق نه د مخنیوي ځېرکتیا ګډون درلود. تر ټولو مهمه دا چې، د خپل تره مشر سالسبري سره یې خپلې نږدې اړیکې پراخې کړې. د ډیزرایلي، ګلاډسټون او نورو ملي مشرانو سره یې هم ښې اړیکې وساتلې.   [۱۵]

نوموړی د ۱۸۸۰ ز کال په ټولټاکنو کې د ځانګړي منشي په توګه د خپلو دندو نه خلاص شو، په پارلماني چارو کې یې پراخ ګډون  پیل کړل. د یوې مودې لپاره په سیاسي ډول د مشر رینډولف چرچل، ښاغلي هینري ډرمونډ وولف او جان ګورست سره همکار وو. دا څلور کسه د "څلورم ګوند" په نوم وپېژندل شوه او د ښاغلي سټافورډ نارتکوټ مشر کراس او د محافظه کارو "پخوانی ډلې"، نورو مخکښو غړو په اړه د مشر رانډولف چرچیل آزاد انتقاد خپله هغه ته رسوايي ور په برخه کړه.   [۱۵][۱۶]

سرچینې[سمول]

  1. Oxford Dictionaries Archived 2015-09-25 at the Wayback Machine. Oxford Dictionaries Online
  2. Taylor, Simon; Márkus, Gilbert (2008). The Place-Names of Fife. Two: Central Fife between the Rivers Leven and Eden. Donington. د کتاب پاڼې 408. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. "Balfour". Fife Place-name Data. Glasgow University. n.d. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. کينډۍ:Acad
  5. (په 21 March 1930 باندې). [{{{url}}} Obituary: Lord Balfour]. The Times.
  6. www.burkespeerage.com
  7. Chisholm 1911، م. 250.
  8. Adams, Ralph James Q. (2007). Balfour: The Last Grandee. John Murray. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7195-5424-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Oppenheim, Janet (1988). The Other World: Spiritualism and Psychical Research in England, 1850–1914. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 132–133. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-34767-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Wilson, A. N. (2011). The Victorians. Random House. د کتاب پاڼې 530. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4464-9320-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Sargent, John Singer (February 2010) [1899]. "The Wyndham Sisters: Lady Elcho, Mrs. Adeane, and Mrs. Tennant". The Metropolitan Museum of Art. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Mackay, Ruddock F. (1985). Balfour, Intellectual Statesman. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 8. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-212245-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Chisholm 1911، مم. 250–251.
  14. (په 21 March 1930 باندې). [{{{url}}} Obituary: Lord Balfour]. The Times.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Zebel, Sydney Henry (1973). Balfour: A Political Biography. Cambridge: University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-08536-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Green, Ewen (2006). Balfour. Haus Publishing. د کتاب پاڼي 22–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-912208-37-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)