د ساليسبوري درېيم مارکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ساليسبوري درېيم مارکي
(انګلیسي: Robert Gascoyne-Cecil, 3. Marquess of Salisbury د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د ساليسبوري درېيم مارکي
د ساليسبوري درېيم مارکي

د شخص معلومات
پيدايښت ۳ فبروري ۱۸۳۰[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 22 اگسټ 1903 (73 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۶]
ډیپلوماټ   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
د ساليسبوري درېيم مارکي
د ساليسبوري درېيم مارکي

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د ساليسبوري درېيم مارکي (Robert Arthur Talbot Gascoyne-Cecil) چې د ۱۸۳۰ ز فبروري له ۳ مې نه د ۱۹۰۳ز د اګسټ تر ۲۲ مې يې ژوند کاوه، يو بریتانوي محافظه کار سياست پوه و چې د انګليستان د صدراعظم په توګه يې درې ځلې (ټول ۱۳ کلونه) خدمت وکړ. هغه د خپلې ډېرې دورې لپاره د باندنيو چارو منشي هم و او د خپل ماموريت په وروستيو دوو کلونو کې (Lord Keeper of the Privy Seal) [د سلطنتي ياور ساتونکی] و. نوموړي د هغو تنظيمونو او اتحاديو مخه ونيوله، چې له نورو هېوادونو سره د تړون نه کولو درېځ يې درلود. [۸][۹]

لارډ روبرټ سيسيل په لومړي ځل په ۱۸۵۴ ز کې د عوامو مجلس ته نوماند شو او له ۱۸۶۶ ز نه تر ۱۸۶۷ ز پورې يې د (Lord Derby) په محافظه کار حکومت کې د هند لپاره د دولت د منشي په توګه خدمت وکړ. په ۱۸۷۴ کې نوموړي د (Disraeli) تر حکومت لاندې د هند لپاره د دولت د منشي په توګه بېرته دندې ته وګرځېد او په ۱۸۷۸ ز کې د باندينيو چارو د منشي په توګه وټاکل شو او د برلين په پارلمان يې ستره ونډه ولوبوله. په ۱۸۸۱ ز کې د (Disraeli) له مړينې نه وروسته ساليسبري (سيسيل) د مشرانو جرګه کې د محافظه کار مشر په توګه له (Sir Stafford Northcote) سره راڅرګند شو، چې نورتکوټ د عوامو په جرګه کې ډله رهبري کوله. نوموړي د ۱۸۸۵ز په جون کې (William Ewart Gladstone) د لومړي وزير په توګه بريالی کړ او د ۱۸۸۶ز تر جنوري پورې يې همدا دنده تر لاسه کړه. کله چې ګلېډسټون د ايرلينډ لپاره د کورني قانون (Home Rule for Ireland) لېوال شو، ساليسبري يې مخالفت وکړ او د آزادي غوښتونکې اتحاديې د غړو په ملتيا يې يوه ټولنه تشکيل کړه، چې وروستۍ عمومي ټاکنې يې وګټلې. په دې دوره کې د نوموړي ستره لاسته راوړنه د (Scramble for Africa) پر مهال په افريقا کې د نوي قلمرو د زياتې برخې تر لاسه کول وو، چې له نورو ځواکونو سره يې د يو جنګ يا سخت مقاومت مخنيوی کاوه. نوموړې تر هغې وخته د لومړي وزير په توګه پاتې شو، چې د ګلېډسټون ليبرالانو د ۱۸۹۲ ز په عمومي ټاکنو کې د ايرلنډي ملت غوښتونکو په ملاتړ سره حکومت تشکيل کړ. ليبرالانو که څه هم د ۱۸۹۵ ز عمومي ټاکنې وبايللې او ساليسبري د درېيم او وروستي ځل لپاره لومړی وزير شو. نوموړي بریتانيا د بويرس پر ضد په يو دردوونکي او جدي جنګ کې د فتحې پر لور رهبري کړه او د اتحاديې غړي يې په ۱۹۰۰ ز کې يوې بلې ټاکنيزې بريا ته رهبري کړل. نوموړي خپل صدارت (د لومړي وزير دنده) په ۱۹۰۲ ز کې خپل وراره (Arthur Balfour) ته پرېښوده او په ۱۹۰۳ز کې مړ شو. هغه لومړنی لومړی وزير و، چې له مشرانو جرګې نه يې خدمت وکړ. [۱۰]

تاريخ پوهان هوکړه کوي چې، ساليسبري په باندينيو چارو کې د مسئلو په پراخ درک کولو سره يو پياوړی او ګټور مشر و. پاول سمت (Paul Smith) د نوموړي شخصيت داسې مشخص کوي: «په ژور ډول عصبي، ستړی کوونکی، له هيجانه ډک، پر ځان پام کوونکی، له بدلون او د واک بايللو نه ډارېدونکی او ځان پاکوونکی، مګر د غير عادي يا فوق العاده سيالۍ وړ شخص». د يوه ځمکوال اشرافي استازي په توګه نوموړي د غبرګون باور ونيو : « هر څه چې پېښېږي، د خرابېدلو لپاره به وي او د همددې له امله دا زموږ په ګټه دي چې تر ممکنه اندازې لږ پېښ شي». Searle وايي چې: د يوه نوي او يو څه پېژندل شوې محافظه کار پلوۍ په توګه په ۱۸۸۶ز کې د نوموړي د ډلې د بريا په پام نيولو پر ځای، نوموړي تېر ثبات ته ورګرځېدل وغځول، په داسې حال کې چې د هغې د ډلې اصلي دنده د ولس غولوونکي ليبراليزم او ولسواکۍ د زياتوالي مخنيوی کول و. [۱۱][۱۲][۱۳]

د ژوند لومړني وختونه (۱۸۵۲ – ز)[سمول]

روبرټ سيسل د هټفيلډ په کورنۍ کې وزېږېد، چې د ساليسبري د دويم مارکي او فرانسوۍ (Mary, née Gascoyne) درېيم زوی و. نوموړی د (Lord Burghley) او د لومړۍ اليزابيت د رئيس الوزرا (1st Earl of Salisbury) د پلرني نسل نه و. يادې کورنۍ په (Hertfordshire) او (Dorset) کې پراخې کليوالي سيمې لرلې. دا شتمني په ۱۸۲۱ ز کې په تېزۍ سره هغه وخت زياته شوه، چې د هغه پلار د هغه له مور فرانسوۍ (Mary Gascoyne) سره واده وکړ، چې د يوه شتمن سوداګر او د پارلمان د غړي وارثه وه، چې په (Essex) او (Lancashire) کې يې زياتې سيمې پېرلې وې.[۱۴]

روبرټ له خپلو يو څو ملګرو سره د بې وزلۍ کوچينولی درلود او خپل وخت يې په مطالعې سره تېر کړ. نوموړی په خپل ښوونځي کې يو نامهربانه ځوروونکی هلک و. په ۱۸۴۰ ز کې د ايټون پوهنځي (Eton College) ته لاړ، چې په فرانسوي، جرمني، لرغونو علومو او ديني زده کړو په برخو کې يې په ښه ډول ځان ثابت کړ، که څه هم په ۱۸۴۵ ز کې يې د پياوړي ځوروونکي اوسېدلو له امله په ايټون کې زده کړې پرېښودې، ناخوښ تدريس پر ژوند باندې د نوموړي د بدبينۍ نظر او د ديموکراسۍ په اړه منفي نظرياتو ته بڼه ورکړه. نوموړي پرېکړه وکړه چې زيات خلک د نفس کمزوري او ظالم وو او په ډله ورتلل به په حساسو وګړو کې roughshod پر مخ يوسي. [۱۵]

نوموړی د ۱۸۴۷ ز په ډيسمبر کې د اکسفورډ عيسوي کليسا (Christ Church, Oxford) ته لاړ، چې د ناروغۍ له امله يې د شريف شخص د امتياز له مخې په رياضياتو کې يې يو افتخاري څلورم ټولګی تر لاسه کړ. په داسې حال کې چې نوموړي د يوه خوځنده يا خمار ځواک اوسېدلو په موخه د اکسفورډ غورځنګ بنسټ کېښود، نوموړي پياوړې مذهبي تجربه درلوده چې د هغې ژوند ته يې بڼه ورکړه. هغه د اکسفورډ ټولنې (Oxford Union) کې شامل و، چې د ټولنې د منشي او خزانه دار په توګه يې خدمت کاوه. په ۱۸۵۳ ز کې نوموړی د اکسفورډ د (All Souls College, Oxford) جايزې لپاره نوماند شوی و. [۱۴]

د ۱۸۵۰ ز په اپرېل کې له (Lincoln's Inn) سره يو ځای شو، قانون يې خوښ نه شو. د هغې ډاکتر ورته سپارښتنه وکړه، چې د خپل روغتيا لپاره سفر وکړي او د همدې لپاره سیسيل د تازمانيا او نيوزيلينډ په ګډون (Cape Colony) اسټراليا ته سفر وکړ. بويرس يې نه خوښېده او ويې ليکل چې: آزاد بنسټونه او خپلواک حکومت، ځکه د (Cape Colony) ته نه شي ورکول کېدلی، چې بويرس د بریتانيې three to one له اندازې زيات کړ او «دا به د هالنډ قدرت ته په ساده ډول موږ په تړلي لاس او پښې باندې وړاندې کړي، نوموړی له موږ نه دومره نفرت لري، لکه بريمن خلک يې چې له خپلو مغلوبو خلکو نه لري». نوموړي د اصلي سويلي افريقايانو ټولنې (Native South Africans) بنسټ کېښود، چې د نارينه يوه غوره ټولګه وه، چې ژبه يې ايټالوي ته ورته د خورا لوړ پخواني تمدن نښې لري. دوی د پياوړې ثابتې ارادې په لرلو سره يو معنوي نسل و، د توحيد کمښت يا نه لرلو له امله خورا غير اخلاقي و. [۱۴]

د استراليا د سروزو کان (Bendigo) په اړه نوموړي ادعا وکړه، چې د هغې جرم يا ناڅارنې نيمايي هم نه شته، چې کېدای شي د ورته شتمنۍ او نفوس په يوه انګليسي ښارګوټي کې وي. لس زره کان کېندونکي په څلورو لنډ سپکو ټوپکونو وسله والو سړو په واسطه اداره شول او په (Mount Alexander) کې ۳۰۰۰۰ وګړي په اونيز ډول د ۳۰۰۰۰ اونز سرو زرو د رااېستلو په ګډون د ۲۰۰ پوليسو په واسطه خوندي شول. نوموړي باور درلود، چې په عمومي ډول د هغو نزاکتونو په پرتله خورا زيات نزاکتونه وو، چې هغې د (Hatfield) په غوره ښار کې موندلی شول او ادعا يې وکړه، چې دا د دې له امله و، چې حکومت يوازې د ملکې و، نه د ډلې، له پورته نه و، نه له ښکته نه. له يوه فرضي حق نه شتمني (ريښتيني وي که نه، پروا نه کوي) او له «د ټول قانوني ځواک د خلکو له سرچينې» نه، سيسيل د نيوزيلېنډ د (Māori) په اړه وويل: «ذاتي اوسېدونکي هغه وخت ښکاري، چې دوی د سپين پوستو په پرتله د عيسويانو زيات غوره جوړول مبدل کړي». يو ماوري (Maori) مشر (Auckland) ته نږدې سيسيل ته د پينځه جريبه ځمکې وړانديز وکړ، چې نوموړي ونه مانه. [۱۴]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb122282805 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w63t9r84 — subject named as: Robert Gascoyne-Cecil, 3rd Marquess of Salisbury — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p1634.htm#i16334 — subject named as: Robert Arthur Talbot Gascoyne-Cecil, 3rd Marquess of Salisbury — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6640 — subject named as: Robert Gascoyne Cecil — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=gascoynececilr — subject named as: Robert Gascoyne-Cecil
  6. Hansard (1803–2005) ID: https://api.parliament.uk/historic-hansard/people/lord-robert-cecil-1 — د نشر نېټه: ۲۲ اپرېل ۲۰۲۲
  7. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb122282805 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  8. کينډۍ:Cite EPD
  9. Styled Lord Robert Cecil before the death of his elder brother in 1865, Viscount Cranborne from June 1865 until his father died in April 1868, and then the Marquess of Salisbury
  10. (Alec Douglas-Home was very briefly a member of the House of Lords at the start of his premiership, but he renounced his peerage and subsequently sat in the House of Commons).History of government: Prime Ministers in the House of Lords, history.blog.gov.uk
  11. Smith 1972 cited in Ellenberger, "Salisbury" 2:1154
  12. Andrew Roberts (2012). Salisbury: Victorian Titan. Faber & Faber. د کتاب پاڼې 328. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780571294176. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. G. R. Searle (2004). A New England?: Peace and War 1886–1918. Oxford U.P. د کتاب پاڼې 203. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780198207146. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ ۱۴٫۳ Andrew Roberts, Salisbury: Victorian Titan (2000)
  15. Paul Smith, 'Cecil, Robert Arthur Talbot Gascoyne-, third marquess of Salisbury (1830–1903)', Oxford Dictionary of National Biography.