اچ.اچ. اسکویت
اچ.اچ. اسکویت | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | برېتانيا |
ګوند | لیبرال ګوند (لویه بریتانیا) |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
هربرت هنري اسکویت، د آکسفود او اسکویت لومړۍ اېرل (زړور سرتېری)، د جورابو د بند د اتلولۍ نښان (Knight of the Garter)، د بريتانیې د ځانکړې شورا غړی (Privy Council)، د پاچا سلاکار (King's Counsel )، د شاهي ټولنې یاور (Fellow of the Royal Society)، (د ۱۸۵۲ز کال د سپټمبر له ۱۲- د ۱۹۲۸ ز کال د فبرورۍ تر ۱۵مې) چې زیاتره د اچ.اچ اسکوېث په نامه یادېږي، یو بریتانوی سیاسي مشر او لېبرال سیاستوال و چې د ۱۹۰۸ ز کال نه تر ۱۹۱۸ ز کال پورې یې د بریتانیې د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. نوموړی وروستی لېبرال لومړی وزیر و چې د اکثریت حکومت مشري یې وکړه او ترټولو وروستۍ لېبرال و چې د اپوزیسیون د مشر په توګه یې دنده ترسره کړه . نوموړي د لېبرال لوی قانون په ترتیب او تصویب او د مشرانو د مجلس په واک کمولو کې ځانګړې ونډه درلوده. اسکوېت د ۱۹۱۴ ز کال په اګست کې لویه بریتانیا او د بریتانیې سترواکي په لومړۍ نړیوالې جګړې کې ښکېل کړه. د نوموړي حکومت د ۱۹۱۵ ز کال په اوږدو کې د وسلو د کمښت او د ګالیپولي په جګړه کې د ماتې له امله په کلکه تر نیوکو لاندې راغی. هغه له نورو ګوندونو سره یو ګډ حکومت را منځ ته کړ، خو د نیوکه کوونکو په خوښولو کې پاتې راغی او د ۱۹۱۶ ز کال په دسمبر کې ګوښه کېدو ته اړ شو او هېڅکله یې بیا واک ترلاسه نه کړ.
هغه د اکسفورد په بالیول کالج کې د زده کړو وروسته یو بریالی مدافع وکیل شو. نوموړي په ۱۸۸۶ ز کال کې د ایسټ فایف په استازیتوب د هغه چوکۍ لپاره لېبرال نوماند و، چې وروسته نوموړي دېرش کاله په غاړه درلوده. هغه په ۱۸۹۲ ز کال کې د ګلډسټون د لومړی وزیرۍ په څلورمه دوره کې د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو او په دې دنده کې تر هغه وخت چې لېبرالانو د ۱۸۹۵ ز کال ټاکنې وبایللې، پاتې شو. د اپوزیسیون لسیزه د دې لامل شوه چې اسکویت په ګوند کې لوی شخصیت شي او کله چې لېبرالانو د ښاغلي هنري کمپبل-بنرمن تر مشرۍ لاندې په ۱۹۰۵ ز کې واک ترلاسه کړ، اسکويت د خزانې وزیر وټاکل شو. اسکويت په ۱۹۰۸ ز کال کې د هغه ځای ناستی لومړۍ وزیر شو. لېبرالانو هوډ درلود چې خپله د اصلاحاتو اجنډا پرمخ بوځي. په دې کې یو خنډ د مشرانو مجلس و چې د ۱۹۰۹ کال ولسي بودیجه یې رد کړه. په عین حال کې د ۱۹۰۹ کال د سویلي افریقا قانون تصویب شو. اسکویت د ۱۹۱۰ کال د جنوري میاشتې لپاره ټاکنې اعلان کړې او لېبرالان ګټونکي شول، که څه هم په اقلیت حکومت بدل شول. هغه د ۱۹۱۰ کال په ډسمبر کې د بلې ټولټاکنې وروسته د ۱۹۱۱ کال پارلماني قانون تصویب کړ چې اجازه ورکړي. هغه لایحه چې درې ځله د ولسي جرګې له خوا په پرله پسې غونډو کې منظور شوې وي، پرته له دې چې د مشرانو جرګه په پام کې ونیول شي، تصویب شي. اسکويت د آیرلنډ د کورني قانون په اړه لږ بریالی و. بیاځلي کړکېچونه د وسلو د قاچاق او تاوتریخوالی لامل شول چې نږدې په کورنۍ جګړې بدل شوي وو.
کله چې بریتانیې په بلجیم باندې د جرمني یرغل په ځواب کې د جرمني په وړاندې د جګړې اعلان وکړ، د آیرلنډ او د ښځو د رایي ورکولو د حقوقو په اړه نامتو کورنۍ شخړې وځنډول شوې. اسکویت تر کارنده مشر نه ډېر د کمېټې رئیس و. نوموړي د ملي خوځښت، لوېدیځو لیکو ته د بریتانیې د اعزامي ځواک د لېږد، د ډله يیز پوځ د رامنځته کولو او د یوې صنعتي ستراتیژۍ د پراختیا چې د هېواد د جګړیزو موخو د ملاتړ لپاره چمتو شوې وه، مشري وکړه. جګړه بنده شوه او د ښې مشرۍ لپاره غوښتنې لوړې شوې. نوموړی اړ شو چې د محافظه کارانو او کارګرانو سره د ۱۹۱۵ز کال په لومړیو کې ائتلاف را منځ ته کړي. هغه د ستراتیژۍ، اجباري عسکري خدمت او په مالي تمویل باندې د خپل ناپرېکندوالي له امله کمزوری شو. لویډ جورج د ۱۹۱۶ ز کال په ډسمبر کې د لومړي وزیر په توګه د هغه ځایناستی شو. دوی سخته تربګني پیل کړه او د لیبرال ګوند د چټک زوال د کنټرول لپاره یې شخړه وکړه. د بریتانیې عصري هوسا دولت (۱۹۰۶-۱۹۱۱ز) په جوړولو کې د هغه رول وستایل شو، خو د هغه کمزورتیاوې په جګړه يیزه مشرۍ او د ۱۹۱۴ز کال نه وروسته په ګوندي مشرۍ کې د تاریخ پوهانو له لوري په نښه شوې دي. هغه یوازینی لومړی وزیر پاتې شوی چې د ۱۸۲۷ ز او ۱۹۷۹ ز کلونو ترمنځ یې په یوه دوره کې له اتو پرله پسې کلونو نه ډېر خدمت کوي. [۱]
پخوانی ژوند او مسلک: ۱۸۵۲-۱۹۰۸ز
[سمول]د کورنۍ مخینه
[سمول]اسکويت د یارکشایر د وېست رایډېنګ په مورلي سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې چې د جوزف ډېکسن اسکوېث (۱۸۲۵-۱۸۶۰ز) او د هغه د مېرمنې اېملي چې اصلي نوم یې وېلانس دی (۱۸۲۸-۱۸۸۸ز)، کشر زوی و. دې جوړې دری لوڼې هم درلودې چې یوازې یوه یې له ماشومتوبه ژوندۍ پاتې شوه. د اسکويت کورنۍ د یارکشایر پخوانۍ کورنۍ وه او پروتستانتي دود یې درلود. د اسکويت په وینا: دا د کورني ویاړ خبره وه چې نېکه یې جوزف اسکويت د ۱۶۶۴ ز کال د راونډ هېډ فرنلي ووډ دسیسې پلوی کې د هغه د ونډې په پار زنداني شو. [۲][۳][۴]
د اسکوېث مور او پلار دواړه د یارکشایر د وړیو له سوداګرو سره د تړلو کورنیو نه وو. ډېکسن اسکويت د ګلروید ژرندې کمپنۍ چې د نوموړي د پلار له خوا جوړه شوې وه، په میراث یووړه. د اېملي پلار ویلیم وېلانس، په هډرزفیلډ کې د وړیو د سوداګرۍ بریالۍ راکړه ورکړه پرمخ وړه. دواړې کورنۍ د متوسطه طبقې، کنګره پاله او له سیاسي پلوه سخت درېځه وې. ډېکسن یو نرم سړی و، روزل شوی او د زوی په وینا یې د سوداګرۍ له مسلک نه "لاس نه اخیستونکی" و. هغه د "لوړ شخصیت سړی و چې د ځوانانو لپاره یې د انجیل ټولګي نیول". اېملی د پر له پسې ناسم روغتیا حالت نه ځورېده، خو پياوړی شخصیت یې درلود او په زامنو یې اصلاح کوونکې اغېزه درلوده. [۴][۵][۶]
ماشومتوب او زده کړې
[سمول]نوموي د خپلې ځوانۍ په اوږدو کې په کورنۍ کې د هربرټ (په ماشومتوب کې "برټي") بلل کېده،مګر دویمه مېرمن یې هنري بلله. د هغه ژوندلیک لیکونکي، سټېفن کاس د نوموړي د ژوندلیک لومړي څپرکي ته "له هربرټ نه تر هنري" سرلیک ورکړی، چې د نوموړي لوړېدونکي ټولنیز بدلون او د هغه له دویم واده سره د هغه د یارکشیر پروتستانتي رېښو پرېښودو ته اشاره کوي، خو د عامو وګړو تر منځ تل یوازې د اچ.اچ. اسکويت په نامه یادېده. ژوندلیک لیکونکي روی جېنکنز وایي: " څو لوی ولسي شخصیتونه وو چې خلک یې په عیسوي نومونو لږ پوهېدل ". کله چې ډېکسن اسکويت ناڅاپه مړ شو، هغه او ورور یې تر ۱۸۶۰ ز کال پورې د مور او پلار سره په کور کې زده کړې وکړې. ویلیم وېلانس د کورنۍ مشري په غاړه واخیسته، دوی یې خپل کور ته نږدې یوه کور ته ولېږدول او هلکانو ته یې د زده ګړې زمینه چمتو کړه. دوی په هډرزفیلډ کالج کې له یو کال نه وروسته، لیډز ته نږدې د موراوین کلیسا یوې ښوونځۍ، فلنیک ښوونځۍ ته د مېشته زده کوونکو په توګه واستول شول. ویلیم وېلانس په ۱۸۶۳ ز کال کې له نړۍ سترګې پټې کړې او کورنۍ د اېملي ورور، جان وېلانس تر پاملرنې لاندې راغله. هلکان له هغه سره په لندن کې د ژوند کولو لپاره ستانه شول. کله چې هغه په ۱۸۶۴ ز کال کې د سوداګریزو دلایلو له کبله یارکشایر ستون شو، دوی په لندن کې پاتې شول او له بېلابېلو کورنیو سره واوسېدل. ژوندلیک لیکونکی ناومي لیوین لیکي چې: په حقیقت کې له اسکويت سره د ماشومتوب تر پایه پورې"د یتیم په څېر چلند کېده ". د ماما تګ یې د اسکویت اړیکې عملاً د خپل ټاټوبي یارکشایر سره پرې کړې او وروسته یې ځان د "هر هوډ او موخې لپاره لندني " وباله. یو بل ژوندلیک لیکونکی، اچ.سي.جي. ماتیو، لیکي چې: د اسکويت شمالي پروتستانت شالید په هغه باندې اغېزه کوله: "دې لیدلوري نوموړي ته د کلیسا د رسمي کولو ضد پراخ درېځ وړاندې کړ، چې دا کار دی یو داسې کس لپاره اړین وو چې په نورو اړخونو کې یې ژوند د اوږدې مودې لپاره روحانیونو په واک کې جذب و." [۴][۷][۸][۹][۱۰]
هلکان د لندن ښار ښوونځۍ ته د عادي زدکوونکو په څېر واستول شول. اسکويت د ښوونځي د مدیر، اي. اې ابوټ چې یو وتلی کلاسیک عالم و، تر نظر لاندې یو غوره زده کوونکی شو. هغه وروسته وویل چې: هغه د هر ژوندي سړي په پرتله خپل پخواني مدیر ته ډېر احسانمند دی. ابوټ د هلک د پرمختګ په اړه خپله ونډه رد کړه: "ما هېڅکله داسې زده کوونکی نه درلود چې ما ته لږ او خپلې طبیعي وړتیا ته ډېر پوروړی وي." اسکويت په کلاسیک او انګلیسي کې غوره و، سپورت یې لږ خوښېده، د ګېلډهال په کتابتون کې یې په ډېره لېوالتیا مطالعه کوله او د ویناګرۍ سره یې مینه پیدا شوه. هغه د مشرانو مجلس د عامه ګالري نه لیدنه وکړه، د نامتو تبلیغ کوونکو تګلارې یې زده کړې او د ښوونځۍ د بحثونو په ټولنه کې یې خپلې وړتیاوې وروزلې. ابوټ د خپل زده کوونکي د وینا په هوښیارتیا او روښانتیا تبصره وکړه، هغه ځانګړتیاوې چې پر مټ یې اسکويت په خپل ټول ژوند کې ستایل کېږي. اسکويت وروسته په یاد راووړ، چې د ښوونځي په دوران کې یې د پنځو وژونکو مړي لیدلی وو چې د نیوګېټ نه بهر ځړوند پرېښودل شوي وو. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
سرچینې
[سمول]- ↑ Cameron Hazelhurst, "Herbert Henry Asquith" in John P McIntosh, ed. British Prime Ministers in the 20th Century (1977) 105-6
- ↑ Davies, Edward J. "The Ancestry of Herbert Henry Asquith", Genealogists' Magazine, 30 (2010–12), pp. 471–479
- ↑ Alderson، م. 1.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Jenkins، م. 13.
- ↑ Margot Asquith 1962، م. 195.
- ↑ Margot Asquith 1962، مم. 194–195.
- ↑ Matthew, H. C. G. "Asquith, Herbert Henry, first earl of Oxford and Asquith (1852–1928)" Archived 23 September 2021 at the Wayback Machine., Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, 2004. Retrieved 6 June 2015 (subscription or UK public library membership required)
- ↑ Bates، م. 10.
- ↑ Levine، م. 75.
- ↑ Jenkins، م. 15.
- ↑ Dinner to Mr. Asquith", The Times, 25 November 1892, p. 6
- ↑ Spender & Asquith، م. 30.
- ↑ Bates، مم. 10–11.
- ↑ Jenkins، م. 17.
- ↑ Alderson، م. 3.
- ↑ Alderson، م. 10.