منځپانگې ته ورتلل

هربرټ کلارک هوور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هربرټ کلارک هوور
[[language|]]: Herbert Clark Hoover  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
هربرټ کلارک هوور
هربرټ کلارک هوور

د شخص مالومات
زېږون نوم [[language|]]: Herbert Clark Hoover  ويکيډاټا کې (P1477) ځانګړنې بدلې کړئ
پيدايښت ۱۰ اگست ۱۸۷۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
مړینه 20 اکتوبر 1964 (90 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
نيويارک [۱۶]  ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
قد 182 سانتي متره   ويکيډاټا کې (P2048) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۱۷]،  ليکوال ،  ځمکپېژندونکی ،  سوداگر   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
مورنۍ ژبه انګليسي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه انګليسي ژبه [۲][۱۸]،  لاتيني ژبه ،  ماندارين ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
هربرټ کلارک هوور
هربرټ کلارک هوور

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

هربرټ کلارک هوور (د ۱۸۷۴ز کال اګسټ په ۱۰مه زېږېدلی او د ۱۹۶۴ز کال اکټوبر په ۲۰مه مړ شوی) یو امریکایي سیاستوال او انجنیر و، چې له ۱۹۲۹ز کال نه تر ۱۹۳۳ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د ۳۱م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې، نوموړی د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی و او د لوی اقتصادي ناورین په ترڅ کې واک ته ورسېد. له ولسمشرۍ دمخه هوور په بلجیم کې د مرستې د کمیسیون (Commission for Relief) مشري کوله، د متحده ایالاتو د خوړو د ادارې مشر په توګه او د متحده ایالاتو د سوداګرۍ د درېیم وزیر په توګه یې هم دنده ترسره کړې.

هوور د اووا په لوېدیځ برانچ کې په یوه کوکر کورنۍ کې زېږېدلی او په ​​اوریګون کې لوی شوی دی. هغه په ۱۸۹۵ز کال کې د سټینفورډ له پوهنتون نه تر فراغت وروسته د لندن په مېشته کان کیندنې شرکت کې دنده ترسره کړه. د لومړۍ نړیوالې جګړې له پیلېدو وروسته، هغه په ​​بلجیم کې د یوه مرستندویه کمیسون مشر وټاکل شو، چې یاد نړیوال مرستندوی سازمان اشغال شوي بلجیم ته خواړه چمتو کول. کله چې متحده ایالاتو په جګړې کې برخه واخیسته، د وخت ولسمشر له خوا هوور د خوړو د ادارې مشر وټاکل شو او نوموړی د هېواد د« خوراکي تزار» په توګه وپېژندل شو. له جګړې وروسته، هوور د امریکا د مرستو د ادارې مشري وکړه، چې د مرکزي او ختیځې اروپا اوسېدونکو ته یې خواړه برابرول. هوور په ۱۹۲۰ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند نه برخه واخیسته، چې بریالی نه شو.[۱۹]

هوور د ولسمشر وارین جي هارډینګ له خوا په ۱۹۲۰ز کال کې د سوداګرۍ د وزیر په توګه وټاکل شو او په ۱۹۲۳ز کال کې د هارډینګ تر مړینې وروسته یې د ولسمشر کالوین کولج تر مشري لاندې خپلې دندې ته دوام ورکړ. هغه د ۱۹۲۷ز کال لوی میسیسیپي سیلاب ته د فدرالي غبرګون مشري وکړه. هوور د ۱۹۲۸ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند نه ټاکنې وګټلې او ډیموکرات نوماند ال سمیټ ته یې په لوی توپیر ماتې ورکړه. په ۱۹۲۹ز کال کې هوور په داسې وخت کې واک تر لاسه کړ، چې د لوی اقتصادي ثبات پېر و. د ۱۹۲۹ز کال په پیل کې د وال سټریټ سقوط د یو لوی اقتصادي ناورین پیل و ، چې هوور د یاد ناورین د له منځ وړلو لپاره بېلابېلې تګلارې پلي کړې او د مرستو رسولو په هڅو کې یې د فدرالي حکومت د لاسوهنې سخت مخالفت وکړ.

د اقتصادي ناورین په منځ کې، هوور د ۱۹۳۲ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند نوماند فرانکلین ډي روزولټ نه کلکه ماتې وخوړه. نوموړی له ۳۱کلونو نه ډېر په تقاعد کې پاتې شو او د تقاعد دورې په لړ کې يې  ډېری آثار ولیکل او له دې لارې یې د روزولټ پر بهرنۍ تګلارې او د نوې معاملې پر اجنډا سختې نیوکې وکړې. په ۱۹۴۰او ۱۹۵۰لسیزو کې، د هوور په اړه عامه افکار په بېلابېلو دندو کې د هغه د خدمت له امله چې د ولسمشر هیري ایس ټرومن او ولسمشر ډوایټ ډی ایزنهاور په دورو کې تر سره کړي وو مثبت وو. سره له دې، هربرټ هوور د متحده ایالاتو د ټیټ اوسط ولسمشر په توګه شمېرل کېږي او د تاریخ پوهانو او سیاست پوهانو په اند، هغه د متحده ایالاتو په تاریخ کې یو له بدترینو ولسمشرانو نه  ګڼل کېږي.[۲۰][۲۱]

لومړنی ژوند

[سمول]

هربرټ هوور د ۱۸۷۴ز کال د اګسټ په ۱۰مه د اووا په لوېدیځ برانچ کې زېږېدلی و. پلار یې جیسي هوور او مور یې هولډا رانډال منتورن په ۱۸۵۹ز کال کې اووا ته له تللو مخکې د کاناډا اونټاریو کې لویه شوې وه. هوور په ماشومتوب کې په منظمه توګه ښوونځي ته ته، خو پرته له انجیل نه یې له لوستلو سره لېوالتیا نه درلوده. پلار یې په ۱۸۸۰ز کال کې په ۳۴کلنۍ  کې او مور یې په ۱۸۸۴ز کال کې د پلار له مرګ څلور کاله وروسته مړه شوه. هوور، د هغه مشر ورور تیوډور او د هغه کوچنۍ خور یې یتیمان پاتې شول.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

ولسمشري (۱۹۲۹ز کال نه تر ۱۹۳۳ز کال پورې)

[سمول]

هوور ولسمشرۍ ته، د عامه او خصوصي همکارۍ هڅولو له لارې د ټولو امریکایانو د شرایطو د ښه کولو د یوې وسیلې په توګه کاته. هغه د دولتي مداخلې مخالفت کاوه، ځکه هغه فکر کاوه، چې دا د امریکا د انفراديت او د ځان د بساینې له هیلو نه سرغړونه ده. لومړی لوی قانون، چې هغه لاسلیک کړ، د ۱۹۲۹ز کال د کرنیز بازار موندنې قانون و. هوور د مسئلو مطالعه کولو او د حل وړاندیز کولو لپاره له کمیسیونونو نه پراخه ګټه پورته کړه او ډېري دا کمیسیونونه د حکومت له خوا نه، بلکې د خصوصي تمویل کوونکو له خوا تمویل کېده. هغه یوه کابینه وټاکله، چې په لویه کچه له شتمنو او د محافظه کارو سوداګرو له ائتلاف نه جوړه وه.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

بهرنۍ اړیکې

[سمول]

د لوچتنبرګ په وینا: هوور« وروستی امریکایي ولسمشر و، چې پرته له دې چې نورې نړۍ ته پام وکړي، د ولسمشر په توګه کار کاوه». د هوور د ولسمشرۍ پر مهال  نړیوال نظم، چې له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شوی و، مخ پر خرابېدو و. د ولسمشر په توګه، هوور په لویه کچه د لاتینې امریکا په کورنیو چارو کې د مداخلې په اړه له ولسمشرۍ دمخه ژمنو ته ژمن پاتې شو، خو هوور د لاتینې امریکا په چارو کې د پوځ له استعمال نه په بشپړه توګه ډډه ونه کړه. هغه درې ځلې په ډومینیکن جمهوریت کې د لاوهنې ګواښ وکړ او ایل سلواډور ته یې د کیڼ اړخ انقلاب پر وړاندې د حکومت د ملاتړ لپاره جنګي بېړۍ واستولې.[۳۶][۳۷][۳۸]

هوور د نیکاراګوا او د هایټي اشغال پای ته ورساوه. هوور او د بهرنیو چارو وزیر هینري ایل سټیمسن د ۱۹۲۲ز کال د واشنګټن د سمندري تړون پر غځولو تمرکز وکړ، چې غوښتل یې د سمندري وسلو د سیالۍ مخه ونیسي. د هوور د هڅو په پایله کې متحده ایالاتو او نورو لویو سمندري ځواکونو، د ۱۹۳۳ز کال د لندن سمندري تړون لاسلیک کړ.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

د ۱۹۳۲ز کال د بې وسلې کولو په نړیوال کنفرانس کې هوور د ټانکونو او بمباریو غیرقانوني کولو غوښتنه وکړه، خو وړاندیز یې ونه منل شو. په ۱۹۳۱ز کال کې جاپان په مانچوریا برید وکړ، چې د چین د ملي انقلابي پوځ جمهوریت ته یې ماتې ورکړه او د مانچوکو یو ګوډاګی دولت یې جوړ کړ. د هوور ادارې دا برید وغانده، خو د جاپانیانو د مخالفت نه یې هم ډډه وکړه او وېره یې لرله، چې ډېر پیاوړی دریځ به د جاپان په حکومت کې منځلاري ځواکونه کمزوري کړي او د شوروي اتحاد پر وړاندې به یو احتمالي متحد له منځه یوسي، چې هغه د خورا لوی ګواښ په توګه لیده. د جاپاني یرغل په ځواب کې هوور او د بهرنیو چارو وزیر سټیمسن، د سټیمسن نظریه بیان کړه، چې متحده ایالات به هغه سیمې په رسمیت ونه پېژني چې د زور په واسطه ترلاسه کېږي.[۴۰][۴۳][۴۴]

مړینه

[سمول]

هوور د خپل ژوند په وروستیو دوو کلونو کې له درېیو لویو ناروغیو سره مخامخ شو، چې  د ۱۹۶۴ز کال د اکټوبر په ۲۰مه په نیویارک ښار کې له سختې داخلي خونریزي وروسته مړ شو.[۴۵][۴۶][۴۷][۴۶]

سرچینې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118706985  — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11944763g — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Herbert-Hoover — subject named as: Herbert Hoover — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6q81cm3 — subject named as: Herbert Hoover — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/498 — subject named as: Herbert Clark Hoover — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32321.htm#i323208 — subject named as: Herbert Clark Hoover — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/655605 — subject named as: Herbert Hoover — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ subject named as: Herbert Clark Hoover — Biographical Dictionary of Iowa ID: https://uipress.lib.uiowa.edu/bdi/DetailsPage.aspx?id=178 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: The Biographical Dictionary of Iowa
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/hoover-herbert-clark — subject named as: Herbert Clark Hoover — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. Great Norwegian Encyclopedia ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Herbert_Hoover — subject named as: Herbert Hoover — سرليک: Store norske leksikon
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=hooverh — subject named as: Herbert Hoover
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=herbert;n=hoover — subject named as: Herbert Hoover
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/27002 — subject named as: Herbert Clark Hoover — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=26105 — subject named as: Herbert Clark Hoover — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000088 — subject named as: Herbert C. Hoover — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  16. پیوستون : 118706985  — خپرېدونېټه: ۳۰ ډېسمبر ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  17. پیوستون : 118706985  — خپرېدونېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  18. CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/38266211
  19. "www.whitehouse.gov". خوندي شوی له the original on 2018-09-20. بياځلي په 2022-03-03.
  20. Levinson, Martin H. (2011). "INDEXING AND DATING AMERICA'S "WORST" PRESIDENTS". ETC: A Review of General Semantics. 68 (2): 147–155. ISSN 0014-164X.
  21. Merry, Robert W. (2021-01-03). "RANKED: Historians Don't Think Much of These Five U.S. Presidents". The National Interest (in انګليسي). بياځلي په 2022-02-25.
  22. Burner, p. 7.
  23. Burner, p. 9.
  24. "Column: President spent days of his boyhood only 90 miles away".
  25. "National Park Service - The Presidents (Herbert Hoover)".
  26. Whyte 2017، مم. 17–18.
  27. Whyte 2017، مم. 13–14, 31.
  28. Burner 1996، م. 10.
  29. Burner 1996، م. 4.
  30. Biography, Miller center, October 4, 2016
  31. See generally Nancy Beck Young, Lou Henry Hoover: Activist First Lady (University Press of Kansas, 2005)
  32. Fausold 1985، م. 34.
  33. Leuchtenburg 2009، مم. 81-82.
  34. Leuchtenburg 2009، مم. 84–85.
  35. Fausold 1985، مم. 65–66.
  36. Fausold 1985، مم. 183–186.
  37. Leuchtenburg 2009، مم. 120–121.
  38. Leuchtenburg 2009، م. 117.
  39. Herring 2008، مم. 479–480.
  40. ۴۰٫۰ ۴۰٫۱ Leuchtenburg 2009، مم. 117–119.
  41. Fausold 1985، مم. 175–176.
  42. Fausold 1985، م. 58.
  43. Current, Richard N. (1954). "The Stimson Doctrine and the Hoover Doctrine". The American Historical Review. 59 (3): 513–542. doi:10.2307/1844715. JSTOR 1844715.
  44. Leuchtenburg 2009، مم. 122–123.
  45. Phillips, McCandlish (October 21, 1964). "Herbert Hoover Is Dead; Ex-President, 90, Served Country in Varied Fields". The Learning Network: The New York Times on the web. بياځلي په March 25, 2019.
  46. ۴۶٫۰ ۴۶٫۱ Whyte 2017، مم. 606–607.
  47. "Hoover Marks 90th Year Today; Predicts New Gains for Nation Because of Its Freedoms". August 10, 1964. بياځلي په March 25, 2019 – via The New York Times digital archives.