ځمکپېژندونکی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ځمکپېژندونکی
Subclass ofearth scientist
Field of this occupationځمکپېژندنه

ځمکپېژندونکی هغه ساينسپوه دی، څوک چې هغه سخته، نرمه او ګازي ماده مطالعه کوي چې ځمکه او نورې ځمکه لرونکې سيارې ځينې جوړې شوي وي، تر څنګ يې هغه پروسې (جريانات) تر مطالعې لاندې نيسي چې دې مادو ته بڼه ورکو. ځمکپېژندونکي عموماً ځمکپېژندنه مطالعه کوي، سره له دې په فزيک، کيميا، بيالوژي او نورو علومو کې هم علمي شاليد درلودل ګټور دي. ساحوي څېړنه (ساحوي کار) د ځمکپېژندنې يوه مهمه برخه ده، که څه هم په ډېرو فرعي مضامينو کې يې لابراتوار او ډيجټلي کار هم شامل دی.

ځمکپېژندونکي د انرژۍ او کان کېندنې په برخه کې کار کوي، طبيعي سرچينې لټوي، لکه پتروليم، طبيعي ګاز، قيمتي او ناوسپنيز فلزات. دوی همدا راز د زلزلې، اورغورځونکو (اورشېندو/اتشفشان)، سونامي او غر ښوېدنې په څېر د طبيعي ګواښونو او ناورينونو څخه د منځ ته راتلونکو زيانونو د مخنیوي او کمولو په برخه کې هم مخکښ دي. د دوی څېړنې د دې لپاره کارول کېږي چې عام خلک د دې پېښو له منځ ته راتګ څخه مخکې خبر کړي. ځمکپېژندونکي همدا راز د اقليم د بدلون په بحثونو کې مهمه ونډه لري.

تاریخ[سمول]

«جيمز هټن» عموماً لومړي عصري ځمکپېژندونکی بلل کېږي. په ۱۷۸۵ز کال کې، نوموړي د «ايډنبرا» شاهي ټولنې ته د «د ځمکې تيوري» په عنوان يوه لیکنه وړاندې کړه. هغه په خپله مقاله کې خپله دا نظريه تشريح کړه چې ځمکه بايد له هغې څخه هم زياته زړه (د زيات عمر لرونکې) وي چې مخکې يې وړانديز شوی، څو د غرونو د توږل کېدو (له منځه وړل کېدو) او د سمندر په بېخ کې شته رسوبي موادو لپاره پوره وخت ولري چې نوې غرګي (ګارې) جوړ کړي، کوم چې بيا په خپل وار سره پورته راغلل، څو وچه ځمکه ځينې جوړه شي. «هټن» په ۱۷۹۵ز کال کې د خپلو اندونو دوه ټولګه جلدونه خپاره کړل (جد-۱، جلد-۲). د «هټن» پلويان د «پلوټونسټانو» په نوم پېژندل کېدل، ځکه دوی باور درلود چې ځينې ګارې د اورغورځونکي په مټ جوړې شوې دي، کوم څه چې له اورشيندي څخه د «لاوا» وتل دي، دا اند د «نيپچونسټانو» له اند سره په ټکر کې دی چې مشري يې «ابراهام ورنر» کوي، نوموړي باور درلود چې ټولې ګارې له يو ستر سمندر څخه راوتلي دي، د کوم سمندر سطحه چې د وخت په تېرېدلو سره کرار کرار ښکته شوې ده.[۱]

د متحده ايالاتو د ځمکې لومړۍ نقشه په ۱۸۰۹ز کال کې «وليام ميکولر» جوړه کړه. په ۱۸۰۷ز کال کې، «ميکولر» د متحده ايالاتو د ځمکې د سروی کولو کار په خپله پيل کړ. نوموړي د اتحاديې نږدې هر ايالت ته سفر وکړ او د هغې نقشه يې جوړه کړه؛ د «اليګيني» له غرونو څخه نږدې پنځوس ځلې واوښت راواوښت. د نوموړي د هغو هڅو پايلې چې هېچا يې مالي مرسته نه وه کړې، د امريکايي فلسفي ټولنې ته د يو يادښت په توګه وسپارل شوې، د کوم عنوان چې « Observations on the Geology of the United States explanatory of a Geological Map» (د متحده ايالاتو د جيولوژي مشاهدات، د جيولوجيکي نقشې تشريح) و، دا يادښت د هېواد د لومړۍ جيولوجيکي نقشې سره يو ځای د يادې ټولنې له خوا خپور شو. دا کار د «وليام سميت» له خوا د لندن د جيولوجيکي نقشې څخه شپږ کاله مخکې تر سره شوی و، په داسې حال کې چې دا نقشه د ګارو د جلا ډلبندۍ په کارولو سره جوړه شوې وه.[۲][۳][۴][۵]

«سر چارلس لايل» په لومړي ځل د «ځمکپېژندنې اصول» په نوم خپل مشهور کتاب په ۱۸۳۰ز کال کې خپور کړ. دې کتاب چې د «چارلس داروين» پر فکر يې اغېز درلود، په بريالیتوب سره د ورته والي نظريې (هغه نظريه چې د ځمکې بدلون له يو جريان څخه منځ ته راغلی) ته وده ورکړه. دا نظریه وايي چې د ځمکې د تاريخ په اوږدو کې کرار کرار جيولوجيکي جريانات منځ ته راغلي او تر اوسه د پېښېدو په حال کې دي. خو له بلې خوا، د ناورين نظريه (هغه نظريه چې د ځمکې بدلونونه د تاوتريخوالي څخه ډکو او ناڅاپي پېښو څخه راغلي) هغه اند دی چې وايي د ځمکې ځانګړتياوې په  ناوريني پېښو کې جوړې شوي او بيا يې بدلون نه دی موندلی. که څه هم «هټن» په ورته والي (يو بڼه ييز/هغه نظريه چې ګوندې دځمکې جيولوژيکي تاریخ د يو شان جرياناتو او کارونو پايله ده) باور درلود، بيا هم دا اند په پراخه پیمانه نه و منل شوی.[۶]

زده کړه[سمول]

د يو هيله من ځمکپېژندونکي په روزنه کې عموماً په فزيک، رياضياتو او کیميا کې مهمو نصابي زده کړو ته اړتيا لري، د جيولوژي په څانګو کې پر وړاندې شويو ټولګيو سربېره، تاريخي او فزيکي ځمکپېژندنه، اور لرونکي او بدلون موندونکي ډبرپېژندنه او ډبرڅېړنه، اوبه څېړنه، رسوبات پېژندنه، د ځمکې د پوړونو پېژندنه، کان پېژندنه، پالايوتولوژي (د کيندنو له لارې د پاتې شونو تحليل او څېړنه)، فزيکي جغرافيه او جوړښتي ځمکپېژندنه، د مطالعې لپاره نورې اړينې برخې دي.  ډيری ځمکپېژندونکي همدا راز په GIS او د نقشې جوړولو په نورو طريقو کې مهارتونو ته اړتيا لري. د ځمکپېژندنې محصلين عموما د کار څو برخې، په ځانګړي ډول د دوبي د موسم موده او کله کله د جنورۍ په موده کې، د پوهنځي له غړيو سره د ساحوي شرايطو سره سم تېروي (عموماً دې ته ساحوي کيمپ «ساحوي کار» ويل کېږي). ډېری هغه کسان چې ځمکپېژندونکي نه دي، بيا هم د ځمکپېژندنې تعلیمي دورې تر سره کوي يا په ځمکپېژندنه کې تجربې لري، کومې چې دوی د خپلو کاري څانګو لپاره ارزښتمنې بولي؛ تر ټولو زيات يې د جغرافيې، انجنيرۍ، کيميا، ښاري طرحه جوړونې، چاپېريالي مطالعاتو په ډګرونو کې ډېر عام دي.

تخصص[سمول]

شونې ده چې ځمکپېژندونکي خپلې زده کړې يا څېړنې د لاندې يادو شويو مضامينو څخه پر يو يا ډېرو متمرکزې کړي:

  • اقتصادي ځمکپېژندنه: د فلزي موادو د منځ ته راتلو مطالعه او د کاني ډبرو جوړېدل، جيوسټاټيسټيکس.
  • انجنيري ځمکپېژندنه: په انجنيري کارونو کې د ځمکپېژندنې علومو عملي کول، په دې اړوند د دې ډاډ تر لاسه کولو په موخه چې د انجنيرۍ د کارونو د تر سره کېدو پر ځای، طرحې، جوړښت، فعاليت او دوام (ساتنه/پالنه) اغېز غورځونکې ځمکپېژندنې اړوند لاملونه پېژندل شوي او د هغې لپاره مناسب چمتوالی نیول شوی دی.
  • جيوفزيک: هغه تطبيقي څانګه ده چې د جاذبې قوې، زلزلې، برېښنا، مقناطيسي خصوصياتو په څېر د فزيکي لارو چارو د عملي کولو سره سرورکار لري.
  • جيوکميسټري: هغه تطبيقي څانګه ده چې د ګارو (غرګيو) د کيمياوي جوړښت او چلند مطالعه او د هغې د کانونو چلند تر مطالعې لاندې نيسي.
  • جيو کرونولوژي (د ځمکې زماني وقايع): د ايزوتوپ ځمکپېژندنې مطالعه ده، په ځانګړي ډول په ماضي کې د ګارې د جوړېدو، ميټامورفزم، کان جوړېدو او ځمکنيو پېښو د نېټې ټاکنه کوي (په خاص ډول د اسماني کاڼي ټکر).
  • جيومورفولوجي: د ځمکې د بڼو او د هغې د جوړېدو د جرياناتو مطالعه.
  • هايډرولوجي: د ځمکې لاندې ځمکني نظام کې د اوبو پيل، موجوديت او د نقل او حرکت مطالعه.
  • اور لرونکي ډبرپېژندنه: د اور لرونکو جرياناتو مطالعه، لکه د اور لرونکو توپير، عملي سختېدل، نفوذي او اورشيندي ښکارندې.
  • ايزوټوپ ځمکپېژندنه: د ګارو او سيارو د جوړېدو د جرياناتو د ټاکنې لپاره د ګارو او ايزوټوپي جوړښت صورت.
  • ميټامورفک پيټرولوجي: په کانونو او ګارو د ميټامورفزم (د جوړښت ترکيب او بدلون) د اغېزو مطالعه.
  • سمندري ځمکپېژندنه: د سمندر د سطحې مطالعه، په دې کې د سمندر د سطحې او ساحلي څنډو جيوفزيکي، جيوکيميايي، سيډيمينټولوجيکي (رسوب پېژندنه/د ځمکې خړه) او پيلينټولوجيکي (پر ځمکه د ژوند د تاريخ څېړنه) څېړنې شاملې دي. سمندري ځمک پېژندنه له فزيکي بحري علومو او پليټ ټيکټونيک سره پياوړې اړيکه لري.
  • پاليوکلايميټولوجي: د ځکې د تاریخ په داخل کې د ځمکې په چاپېريال کې د موجودو موسمي حالاتو د ټاکنې لپاره د ځمک پېژندنې د علومو عملي کول.
  • پالايوانټولوجي: د ځمکې په ثبت تاريخ کې د پاتې شونو ډلبندي او درجه بندي او د ځمکې د پالايوانټولوجيکي تاریخ تاريخ ټاکل.
  • خاوره پېژندنه (پيداکوجي): د خاورې، د خاورې د جوړېدو او د «ريګوليت» (رېګ) د جوړېدو مطالعه.
  • د پيتروليمو ځمکپېژندنه: د هايډرو کاربن (د تيلو لټون) پر لټون عملي کېدونکي رسوب لرونکو سيمو مطالعه کول.
  • د سيارو ځمکپېژندنه: د ځمکپېژندنې مطالعه، هغه ډول چې د نورو اسماني اجسامو يعنې سيارو او د سيارو د سپوږميانو سره اړيکه لري. په دې کې د سپوږمۍ ځمکپېژندنه، د سپوږمۍ علمي څېړنه او د مريخ ځمکپېژندنه، د مريخ سيارې مطالعه کولو فرعي څانګې شاملې دی.
  • سيډيمينټولوجي: د رسوبي ګارو، طبقو، جوړښتونه، د سمندر د سطحې بدلون او د عصري رسوب او توږل کېدو د نظام د جرياناتو مطالعه.
  • سيسمولوجي: د زلزو مطالعه.
  • جوړښتي ځمکپېژندنه: د ډبرو او سيمو د بدلېدونکي تاريخ د ټاکنې لپاره د تاوېدو، درزونو، په تختو د جلا کېدو او د ډبرو د کوچنیي جوړښت مطالعه.
  • اورشيندي پېژندنه: د اورشيندو، د هغې د چاودنې، لاواګانو، ماګما پروسو او خطرونو مطالعه.

سرچينې[سمول]

  1. James Hutton: The Founder of Modern Geology Archived March 3, 2016, at the Wayback Machine., American Museum of Natural History
  2. William Maclure (1817). Observations on the Geology of the United States of America: With Some Remarks on the Effect Produced on the Nature and Fertility of Soils, by the Decomposition of the Different Classes of Rocks; and an Application to the Fertility of Every State in the Union, in Reference to the Accompanying Geological Map ... author. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Title Page: Observations on the geology of the United States of America". davidrumsey.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Page 39 in Greene, J.C. and Burke, J.G. (1978) The Science of Minerals in the Age of Jefferson. Transactions of the American Philosophical Society, New Series, Vol. 68, No. 4, pp. 1-113
  5. "Map of the United States of America". davidrumsey.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Charles Lyell. (1991). Principles of geology. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-49797-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)