نړيوالتوب
نړيوالتوب یا نړيوالوالی (انگريزي : Globalization) د نړيوالې بشپړونې بهير ته نغوته ده.[۱][۲] په کوم کې چې بشر کولای شي د نړۍ تر ډېرو لريو واټنونو پورې هر ډول خپلمنځي اړيکې وساتي. لکه د د ورېښم لار چې زرگونه کلونه مخکې يې آسيا، افريقا او اروپا سره تړلي وو.
مخینه
د نړیوالتوب اصطلاح د لومړي ځل لپاره په (١٩٣٠م) کال کې وکارول شوه، ولې د شلمې پېړۍ له اوویایمو کلونو وروسته یې استعمال زیات شو. د نړیوالتوب د تعریف په پام کې نیولو سره ویلی شو،
چې د نړیوالتوب بهیر هغه مهال پیل شوی، چې کله انسان له خپل کور و کلي ووت او دنړۍ نورو برخو ته یې سفرونه وکړل. دغه ډول سفرونه د یو شمېر نورو پېښو لامل کېږي. یعنې کله چې انسانان سفرونه کوي، له ځانه سره یو شمېر افکار نورو ته لېږدوي او له نورو څخه یې خپل کور و کلي ته راوړي.
هغه مهال چې انسان پرمختللې ټکنالوژۍ ته لاسرسی نه لاره، سوداګریز سفرونه یې پر اوښانو ترسره کول، چې دغه سوداګریز سفرونه په خپله کولای شو د نړیوالتوب پیلامه وګڼو. وروسته چې کله انسان وتوانېد ګړندي ټرانسپورتي وسایل، لکه موټر، الوتکه، بېړۍ، رېل ګاډی او … منځ ته راوړي، د نړیوالتوب بهیر یې لا ګړندی کړ. پر ټرانسپورتي وسایلو سربېره، نورو ارتباطي وسایلو هم لکه، راډیو، تلویزیون، موبایل او دا دی اوس انټرنیټ منځ ته راغلل، چې د دوی منځ ته راتګ د نړیوالتوب پروسه کې انقلاب ګڼلی شو.
کله چې انسان په مخابراتو او ټرانسپورت کې دومره پرمختګ وکړ، څرګنده ده، چې سوداګري په کې زیاتېږي او له دغو وسایلو په استفاده انسانان کولای شي تر ډېرو لرو پرتو سیمو پورې په کلتوري لحاظ له ډېرو لرو وګړو سره سوداګري ولري. د دغو سوداګریزو سفرونو سره چې کله د مختلفو کلتورونو اړوند انسانان د یو بل هېواد ته ځي، دی له هغو متاثرېږي او هغوی له ده اغېزمنېږي. نه یوازې سفرونه، اوس د ډله ییز ارتباط وسایل، لکه تلویزیون یا انټرنیټ په زرګونه کیلومتره لرې خلک په کلتوري لحاظ له یو بله متاثروي. د بېلګې په ډول، نن زموږ د ټولنې د پام وړ وګړي د امریکا سي.ان.ان تلویزیون، واشنګټن پوسټ، نیویارک ټایمز اخبارونه او نیوزویک او ټایمز مجلې ګوري او لولي، چې په نتیجه کې له هغو متاثرېږي.
د یادو پرمختګونو په نتیجه کې نن دنیا یو «ګلوبل» یا نړیوال کلی ګڼل کېږي. ځکه د دې نړیوال کلي په یوې لرې برخه کې که یوه پېښه کېږي، په بله برخه کې ترې په څو شېبو کې نور خبرېږي او کېدای شي متاثر هم شي. مثلاً، د سپتمبر د یوولسمې پېښې، چې په ټوله سیمه بلکې نړۍ یې اغېز وکړ. دغه وړ پېښه پخوا شونې نه وه؛ که پېښه شوې هم وای، شاید پس له ډېره وخته ترې خبر شوي وو او ممکن نه و چې زرګونه کيلو متره لرې یې موږ اغېزمن کړي وو[۳].
ډولونه
1- سیاسۍ نړیوالتوب
د نړۍ د هیوادونو د سیاسي ساختارونو یوشانوالي ته ویل کیږی یا د نړۍ د هیوادونو د نظامونو نژدې کیدل او د سیاسي مشرانو د ټاکلو یوشان والي
2- د قانون نړیوالتوب
د یو داسي قانون رامنځته کیدل چی د ټولو هیوادونو لپاره دمنلو وړ وي یعنی د ملی قوانینو تر څنګ داسي يو نړیوال قانون باید شتون ولري چي نړیوال مسایل پری تنظیم شي
3- اقتصادي نړیوالتوب
الله ج د ځمکی پرمخ منابع ویشلي دي نوپه همدې اساس هرهیواد دی ته ضرورت لري چي نورو هیوادونو سره راکړه ورکړه وکړی ددې چاري لپاره اړ دی چي د اقتصاد په برخه کی یو بل ته سهولتونه رامنځته کړي او یو له بل سره تړونونه وکړي همدا اقدامات اقتصادی نړیوالتوب رامنځته کوي.
4- کلتوري نړیوالتوب
د نړۍ د هیوادونو ترمنځ په کلتوری برخه کی نژدیوالي ته ویل کیږي
کلتوري برخه د نړیوالتوب ډیر بد شکل دی ځکه زیاتره تحمیلی بڼه لری یعنی نوره نړۍ باید خپل کلتور هیر او پرځای یي د غرب کلتوریا د زبرځواکه هیوادونو کلتور خپل کړي[۴].
سرچينې
- ↑ Definitions of Globalization: A Comprehensive Overview and a Proposed Definition. Nayef R.F. Al-Rodhan, Gérard Stoudmann. 2006. "Globalization is a process that encompasses the causes, course, and consequences of transnational and transcultural integration of human and non-human activities.”
- ↑ Martin Albrow, “Introduction”, in M. Albrow and E. King (eds.), Globalization, Knowledge and Society (London: Sage, 1990), p. 8. "…all those processes by which the peoples of the world are incorporated into a single world society."
- ↑ "نړیوالتوب".
- ↑ https://web.archive.org/web/20231218083250/https://ulearna.com/read/Globalization-%D9%86%DA%93%DB%8C%D9%88%D8%A7%D9%84%D8%AA%D9%88%D8%A8-172.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help)CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)