مۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Vigna radiata
مۍ
مملکه بوټي
څانگه Tracheobionta
طایفه Fabales
کورنۍ Fabaceae
جېنس Vigna

مۍ (علمي نوم: Vigna radiata) د غلو دانو له کورنۍ څخه ده چې د نړۍ په گوټ گوټ کې کرل کېږي او د کارونې ډېر موارد لري. دا غله له غټو وریجو او ځینې خلک یې یواځې هم پخلي لپاره کاروي. د افغانستان په ننگرهار، لغمان، بغلان، کندوز، بدخشان او هلمند ولایتونو کې کرل کېږي.

توصيف

مۍ یو کلن بوټي دي چې د لوبيا په کورنۍ او د Vigna په جنس پورې اړه لري. اوږدوالي یې ۱ متر او د دانې قطر یې ۵ میلیمتره دي او په گرمو سیمو کې شنه او کرل کېږي. دانه یې ژيړ، سور يا زرغون رنگ درلودلای سي. د دي بوټي مېوه پټوكى ورته وایی هره دانه یو شمېر توکې لکه پروتئينونه (۲۵٪)،فلافونويدونه، ويټامینونه (B)، اوسپنه، مس، سوډيم، مگنيزيم لري.

تاریخ

نوموړي بوټي ۳۲۰۰ کاله مخکې په چین کې د دردونو د علاج لپاره کار شوي وو. د مۍ دانې آنتی‌اکسیدانونه Isovitexin او Vitexin (تصوير) لري چې د وینې فشار کم کوي او د سرطان او شكرى ناروغى پر ضد آغېزه هم لري.