ميټيان ميټی Metie

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ميټي قبيله يا ميټي پُښتانه يوه تاريخي او لرغونې قبيله ده،چي اوس يي خپل پښتانه د دې پرګڼي په حقله مالومات نه لري۔د دې قام/شاخ يادونه  حافظ رحمت بړيچي په خپل تاريخي او ارزښتناک اثر کښي کړيه ده، د يادوني وړ ده چي دا ليکوال په هندوستان کښي د لوي احمد شاه بابا په وخت کښي، د اتلسمي پيړۍ په نيمايي کښي، د بريل،راولکهنډ ستر وزير وو۔ واحد يي ميټی او جمع يه ميټيان دي۔ دا د پښتنو، قام په متا خيل(متی خيل) سره هم بلل کيژي۔ زما په پام دا ځکه ورته متی خيل وويل کيژي ،چي پخوا د پښتو ليک لوست ډيړ نه وو او د پاړسۍ اغيزه ډيره وه۔او په پاړسی ژبه کښي ”ټ“ نسته،نو ځکه دا توری په متی خيل سره په اولس کښي مشهور شوی دﺉ۔ د افغانستان ختيځ پونده نومي کتاب کښي، فرنګی ليکوال (په اردو ژباړه )کښي هم په متی سره ليکل سوی ده،په دا کتاب کښي نوري تيروتني هم شته،لکه خروټی يي په"خروطي" سره ژباړيلی دﺉ۔لنډا دا چي دا د غلجی څانګې لودي پښتانه/ په اُردو لودهی پټهان\ دي

اردو ژباړه يو غير پشتانه کړي ده کوم چي په ډاګه د پښتنو له ژوند او ژواک سره ناولده شکاري۔ ان تر دا پوري چي د انګريزۍ ژبي توری نامډ(Nomad)يي هم په خانه بدوش سره ژباړللي ده۔ولي چي په دا کتاب کښي د کومو پښتنو قبيلو يا ټبرونه يادونه شوي ده هغه ټول" پونده"  دي۔ پونده او کوچي ډير توپير لري۔ پونده هغه پښتانه دي چا چي په خوا له مرکزي یا منځني ايشيا،افغانستان او هندوستان تر مينځ تجارت کاوو۔ياني دوي به له اباسينه بيا تر سند،هند ،ملتان ،لاهوراو کراچی تر بندره بزازي کوله۔   په هندوستان کښي د بنګال په ايالت، بمبۍ ،دکن،تل او نورو جاينو کښي ټاټوبه کوله۔ دا ټولنيزه ټولنه په بنسټيزه توګه "تجار" وه، او د څارويو پالنه يي نه کوله۔ او د څيزونو ليژد را ليژد به يي په اوښانو کاوو۔يو بل انګريز ليکوال،په خپل کتاب د ي ايج اف ايمپاير"The edge of Empire"  کښي هم د پونده ټکی ليکلی ده ، د  پونده په نامه    د پاکستان په لاهور کښي اوس هم د "پونده ګيټ" په نامه ور يا دروازه شته۔  د تحرک انصاف پاکستان ګونډ مشر او د پاکستان لومړي يا لوی وږیر ”٢٠١٨“ عمران خان نيازی په خپل کتاب "غيرت مند مسلمان"  نومې کتاب کښي وايي چي دا هغه پشتانه دي ۔چا چي په هندوستان کښي په پيړيو پيړيو واکمندي درلوده۔ يو بل پښتون ليکوال " سحر کتوزی" هم د پونده  په حقله څيړنه د لوړ بيان سره سمه کړي ده۔[سمول]

دميټي شاخونه:

ميټې نورې درې څانګي لري: چي يوه "متی خيل" او بله سره ميټيان او بله "موسی خيل" بلل کيژي متی خيل بيا په شپژ څانګو ويشل کيژي ،لکه ۱ ګلاب خيل ۲ ګنجان خيل ۳ الم خيل ۴خيني خيل ۵ ۔بليل زي ،۶پاتړو خيل   ۔موسی خيل بيا  نورې لاندنۍ څانګي لري لکه: وزير خيل، پايي خيل۔ موسی خيلو په متی خيلو ډير ښه قدر لري ، دوي زياتره، ملايان وو په خوا، او د دوي کرامات مني ===[سمول]

ميټيان: د روهي پښتنو ډيره لرغونې قبيله ده، چي په هند امپراطوري کښي لويه ونډه لري۔ ميټيان له ميا خيلو [ مياخيل]، کونډي، لوحاڼيان،نيازيان،مروت، ميچن خيل ،خونديان، احمد زيان،غورينان(غورني) سره نيږدې او ورته پيژند ګلوي لري،په خاصه توګه د دوي خاص يا ځانګړي لهجه ۔دا لهجه يا ژبڅانګه د لومړۍ او دريمې ژبڅانګه تر مينځ ده۔[معياري پښتو۔ډاکټر عبد الرازق پالوال]۔ ميټيان په په پاکستان کښي په ډېره اسمايل خان،ټانک اوپها ړپور‘"پارپړ" ،زوب،کراچي، بوری،کوټه،پښين، ژوند کوي۔ په هندوستان  کښي هم ژوند کوي، چي د نيمي وچي د ويش په وخت کښي هلته پاته شول۔ او دلته په پاکستان کښي يي له خپلو خپلوانو سره راشته داشته او اړيکې  تم شوي۔ چي تر اوسه للا داسي پاته دي۔ د هندوستان ميټيانو له خوا ما ليکوالسره يو پوسټ کارډ  شتون لري  ( يو پوسټ کار يي زه تر اوسه لرم،) نيټه يي د ۱۸ اګست١٩۴۷ ده۔ په هغه يي هم ميټی ليکل شوی ده یا دﺉ۔پردا برسيره دا کارډ په زړه اردو ليکل شوي ده /دﺉ۔ په خاصه توګه د "فعل" يا د زمانې له اړخه۔

سور ميټي/سره“ء“ ميټيان ټوله په افغانستان کښي وسيژي، د هغو نورې پشې به بيا دلته وړاندي کړم۔....

ډير خلګ دا پشتانه د شيخ متی بابا ( پټه خزانه) اولاده بولي، چي سل په سله کښي يوه لويه تير وتنه ده، ميټيان لودي پښتانه دي او د روايتي شجرو(معصوم هوتک) له رويه شيخ متی بابا کرلاړنی ده /دﺉ۔ او لوديان د پښتنو له خلجيانو سره ټړلي دي۔

کله د چي د افغانستان کډوال د روس د بريد په وخت کښي کوټي ته  رالو، نو ډير ميټيان هم دلته له خپلو ميټيانو سره و پيژندل۔ هغه کډوال ۱۹۸۴ کښي برته ستانه شو۔ د صدر خان ميټي د وينا سره سم هغه اوس په هلمند، مرجي او لښکرګاه  کښي استوګنه کوي۔ او سره ميټيان په شيلګر کښي استوګنه کوي، د افغانستان د کورنيو او وګړو بشپړه اټکل نه سم کولي۔

ميټيانو شمير په پاکستان کښي دولس زره تنه اټکل کيژي۔[۱]

  1. استشهاد فارغ (مساعدة)