مهرو کلی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مهرو
په محلی لهجه نوم : مورو
د_مهرو_کلی_۲۰۱۸
د مهرو انځور

د ځانګړي الې پارامیټر تر لاسه نسو.
پراخوالی
نفوس شمېرنه
 • ټولټال ۶۵۰۰
وروستي مالومات
رسمي ژبه پښتو
خورلڼې ښارونه کوز ښاره، بر ښاره، اوسو طرف، پورې سر، زوړ ښاره،

مهرو د وردګو ولايت د سيدآباد ولسوالۍ لويديځ لوري ته د ګوربت تاريخي او حماسي غره په لمن کې پروت يو کلی دی پر شاوخوا يې دنګ غرونه را چاپېر دي يوازې ختيځ لوري ته دې د ښکلې سيمې يوه لويه او هواره دښته پرته ده چې د مهرو د دښتې په نامه يادېږي. دا کلی د سید آباد ولسوالي او جغتو ولسوالی په سرحد کې واقع دی چی دغه دواړې ولسوالۍ د مهرو د غاښي په نامه يو سرک چې له لوړ غره څخه اوړی نښلوی دغه غاښی کله ناکله د مرګونو پېښو شاهد وی د دولت د نه توجه له امله تر اوسه پورې خام پاتې دي څو ځله یی د کانکریټ کولو لپاره هلې ځلې تر سره شوې خو د فساد او جګړو له امله دا هلې ځلې ناکامې شوې، دا سرک د جغتو ولسوالی او سید آباد ولسوالي لپاره خورا مهم رول لري ځکه چې د جغتو ولسوالی تګ را noتګ کابل او غزني ولايتونو ته له همدې لارې ترسره کیږی، دا چې جغتو یوه لويه ولسوالۍ ده نو په همدې خاطر په دې لاره او غاښي تګ راتګ ډېر زیات وي.

په دې کلی د نورالمشایخ عالي لېسه هم شتون لري چې د مهرو د کلی سر بېره د شاوخوا نورو سیمو او کلیو نه هم زده کونکي ورته راځی ځکه چې په دې سیمه کې يوازنی مکتب دي چې تر لېسې دورې پکې زده کړې تر سره کيږي، په ياد کلی کې روغتيايي خدمتونه او مرکزونه په کمه کچه شتون لری خو په دې ورستيو کې ددې کلې د مشرانو په هلو ځلو له دولت څخه غوښتنه وکړه چې ددې کلي او نورو شاوخوا کلیو لپاره يو روغتيايي مرکز جوړ کړی تر څو خلک وکولای شي چې په اسانه توګه روغتيايي خدمتونو ته لاس رسی ولري چې ددې هلو ځلو په پايله کې يو روغتيايي مرکز نسبتاً کوچنی جوړ شو چې د مهرو کلی په لمن کې موقیعت لری او د مهرو کلنیک په نامه ونومول شو، تر دې مخکې به ددې سېمې خلک د سپین کلنیک په نامه مشهور کلنیک ته تلل چې موټر یا بله نقليه وسايلو لپاره تقريباً ۲ ساعت لار ده.

هېره دې نه وي چې نوموړې سیمه د علم پوهې ښه شايقين لري.