ملهم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
په پخوانی مصر کی انسانانو خاص کاسې د ملهم ‌‌ذخیره کولو لباره کارول
د سترگی ملهم

ملهم (په لاتینی ژبې کی: Unguentum ) د نیمه جامد یو درمل شکل دي چی د انسانانو یا حیوانانو پر پوستکي او انساج باندي مښل کېږي. انسانانو په پخوانۍ وخت کې د حیواناتو غوړې څخه د ملهمونو د جوړولو لپاره کار واخیستل. په تیر وخت کې دواجوړونکو د سپی له غوړوی،د خرس غوړی او غوا غوړی نه کار واخیستل. په اوس وخت کې ملهمونه د صنعتی غوړی په مرسته جوړېږی. درمل جوړونکی د ملهمو جوړولو لپاره د ترکوندی تېل ، د نفت محصول/واسلین/ او صنعتی تېل یا غوړی /ماکروگول/ څخه کار اخلی.

د ملهمونو خاصی ډولونه

په اوس وخت کی ملهم د سنگار په صنعت او طب کی کارېږي. هر ملهم د درملونو، غوړو، تیلونو څخه جوړ شوي وی. ملهمونه چی په کښې د اوبو محتوی یی په سلو کې لس زیاته ده کریم ته وایی. ملهمونه چی پکښې د جامدو توکو محتوي یی په سلو کی پنځه ویشت زیاته ده پاسټا (په انگرېزي کی: Paste ) ته وایی.

د سترگی ملهم

دسترگی ملهم د استریل د ملهم یو ډول دی چی دسترگو د رنځ لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږی.د سترگی ملهم کولای شی چی د سترگو د التهابو او حساسیتو لپاره ور څخه کار واخلی. د سترگی ملهم کولای شی دانټيبايوټيکونه, آنتی‌هیستامینیک یاالقلويدونه محتوي ولری.

ملهمونه

په اوس وخت کی په ځانگري ډول د ملهم د جوړولو لپاره نفتي محصولونه کارېږي. د هغو محصولاتو څخه واسلین، پرافین او گلیسرین تر ټولو مشهور دي. خو طبیی توکې لکه د لمرکلی تیل، د ښون تیل، د مچیو موم، د پسه د وړۍ غوړې هم اهمیت لري. په عصری صنعت کی مصنوعی ملهمونه لکه ماکروگول، د سیلیکون تیل، د کربوپول جل جوړېږي.

واسلین

واسلین د نفتی محصولاتو څخه تر ټولو مشهور دي او د ملهم د جوړولو لپاره اړین رول لوبوي. واسلین ژیږ یا سپین رنگ درلودلای شي.

گلیسرین

گلیسرین د نفتی توکو څخه یو استرطابي او بې رنگ، بې وږم خوږه توکه ده چی د غاښو کریم او مرطوب کونکی کریم ته ریاتېږې او د C3H8O3 کیمیاوي فورمول لري.

ماکروگول

ماکروگول د مصنوعی مخصولاتو څخه دي چی په څانگري ډول په صنعت کی د ملهمونو د جوړولو لپاره کارېږي. ماکروگول په رښتیا کی پلی‌اتیلن گلیکول دي چی د مولکول وزن یی ۴۰۰ یا ۲۰۰۰مولونو ته رسېږي. ماکروگول یوه جامده سپینه توکه ده چی په اوبو کی حلېږي.

د ملهمونو ډولونه

ملهمونه د فیزیکی مخصوصیت په مطابق بسیط ملهم، د سوسپانسیون ملهم، د امولسیون ملهم او د سوسپانسیون-امولسیون ملهم دي.