مرخڼی (عناب)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مرخڼي يا عناب (په انګلیسي: jujube) نبات د ځنګلی بوټو څخه شمیرل کیږی خومثمره ونه ده . ددی ونی میوه د غذایی خاصیت نه علاوه دارویی نبات هم شمیرل کیږی نو ځکه تجارتی میوه ده.

دا نبات د ګرمو سیمو نبات دی په پسرلی کی میوه نیسی چی د اوړی په اخرو کی میوه پخیږی د قلمی او سکر په شکل تکثیرکیږی خو که د میوی زړی په منی کی وکرو اومنځم نم ورکړو نو زړی هم شنی کیږی چی باید پیوند شی خو که پیوند هم نه شی میوه نیسی خو میوه نسبتاً کوچنی وی دا نبات ډیری نوعی لری صنف بندی یی داسی دی

scientific name Ziziphus jujuba

Family: Rhamnaceae

Genus: Ziziphus

Kingdom: Plantae

Order: Rosales

Species: Z. jujuba

د مرخڼیو میوه تازه او وچی میوه خوړل کیږی ،هرسل ګرامه میوه ۵،۹۱۸کالوری انرژی لری دا میوه دارویی خاصیت هم لری ددی میوی په خوړلو به ښه راحت خوب ولری ، ددی میوی طعم باندی شربت جوړوی او بازار کی یی خرڅوی ، ددی نبات ډیر ښه مربا جوړیږ ، ددی نبات کنسرو هم جوړوی . دمیوه وخت همدا اوس دی او بازار کی موجود دی دا میوه وخوری .

د مرخڼيو د میوی خواص[سمول]

  • د وینی ګرزیدل تنظیموی
  • هډوکی قوی کوی اود بدن وزن برابروی
  • د بدن دفاعی سیستم د ناروغیو په مقابل کی لوړوی
  • د بدن استرس یا ویره کموی
  • د سرطان ناروغی درمان او محافظت کوی
  • د غذا د هضم سره کومک کوی
  • وینه تصفیه کوی او زړه سلامت ساتی
  • د الزایمر(له یاده وتل ) ناروغی ته موثردی
  • د زخم او التهاب د ښه والی سره کومک کوی .

د مرځڼیو مربا[سمول]

یو کیلو مرځڼی او یونیم لیتر اوبوکی یی جوش کړی چی پخیدو ته نږدی شول نو یوکیلو بوره او یو یا دو دانی لیمو هم ورواچوی چی قیام شول له اوره یی کوز کړی اوپه بوطلونو کی ځای پرځای کړی او هرورځ سهارنی کی یی نوش جان کړی.[۱]

یاداښتونه او سرچینې[سمول]

  1. د ژوند چاپیریال ککړوونکي – له کتاب څخه د کتاب لیکوال :الحاج ديپلوم انجنیر سیدرقیب شاه ( هاشمي)