محمد عارف تڼیوال
محمد عارف تڼيوال (د ۱۳۲۹ ل کال د غويي ۱، د خوست ولايت) د افغانستان د کابل پوهنتون استاد او پښتو ژبی ليکوال دی.
مخينه
[سمول]پوهاند دوکتور محمد عارف تڼیوال د ۱۳۲۹ لمريز کال د غويي پر لومړۍ نېټه (د ۱۹۵۰ ز کال د می لومړۍ) د خوست ولايت د منځۍ د شمل کلي په يوه دینپاله کورنۍ کې زېږېدلی دی.
نوموړي په ۱۳۵۲ لمريز کال کې د کابل پوهنتون د ساينس پوهنځي د کيميا له ديپارتمنت څخه ليسانس تر لاسه کړ. په ۱۳۶۳ لمريز (۱۹۸۴ ز) کال کې يې په اوکراين هېواد کې د غيرعضوي کيميا په څانگه کې د ماسترۍ درجه تر لاسه کړه.
محمد عارف تڼيوال په ۱۳۷۳ ل (۱۹۹۴ ز) کال کې په قزاقستان کې د غیرعضوي کيميا په څانگه کې د دوکتورا درجه په بري سره واخيسته. نوموړي په ۱۳۸۶ ل (۲۰۰۷ ز) کال کې د کابل پوهنتون د ساينس پوهنځي د کيمیا په ديپارتمنت کې د غيرعضوي کېميا په څانگه کې د پوهاندۍ پوهنيزه درجه واخيسته.
پوهاند محمد عارف تڼيوال تر دې مهاله د غيرعضوي کیميا په څانگه کې نږدې ۲۳ پوهنيز نښيرونه ليکلي دي.
نوموړی د خپل کار او خدمت په کلونو کې پر تدريس، څېړنې او پوهنيزو چارو سربېېره، اته کاله کېږي چې د د ساينس پوهنځي د سروال (ريس) په توگه دنده ترسره کوي. همدارنگه د لوړو زده کړو وزارت د اکاډميکو چارو د سمبالونې په سروالۍ (ریاست) کې د گومارنې او پوهنيزو ترفيعاتو په کومېټه کې د کابل بوهنتون استازی هم دی. له ۱۳۸۶ ل کاله راهيسې يې د کابل پوهنتون د ساينس پوهنځي د کيميا دیپارتمنت د امر په توگه دنده ترسره کوله، چې د لوړو زده کړو وزارت د نوي قانون له پلي کېدو سره سم په ۱۳۹۵ ل (۲۰۱۶ ز) کال کې کورناستی (تقاعد) شو، چې په پایله کې د هغه له خوا د ساینس پوهنځي د سروالۍ د چارو پرمخ بیولو ۱۲ کلنه دوره پای ته ورسېده.
چاپ شوي نښيرونه يې
[سمول]اخځليک
[سمول]۱- http://ku.edu.af/fa/page/753/885/8752 Archived 2020-02-17 at the Wayback Machine.
۳-