محمد رياض تسنيم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد رياض تسنيم (زوکړه ۱۹۶۸ زېږدي کال د ډيسمبر ۳، خيبر پښتونخوا، چارسده - مړینه د ۲۰۱۷ ز کال د ډيسمبر ۴، کراچۍ) د لوی افغانستان يو پښتو ژبی شاعر او ليکوال وو.

مخينه[سمول]

محمد ریاض تسنيم، چې په ادبي نړۍ کې د ریاض تسنیم په نامه اوڅار دی، د ۱۹۶۸ ز کال د ډيسبر پر ۳ د خېبر پښتونخوا د چارسدې ولسوالۍ (ضلعې) د سواتو کلي د لعل سید کره زېږېدلی دی. هغه په ټبر پښتون مومند دی. لومړنۍ زده کړه یې د پېښور په خپل کلي بډه بېره کې ترسره کړې ده. نورې زده کړې يې تر ۱۴ ټولگي په پېښور پوهنتون کې ترسره کړې دي. نوموړی د ۹۰ لسیزې د وړومبیو کلونو راهيسې د سند ایالات په منځۍ کراچۍ کې مېشت وو او هلته يې سرکاري دنده، يانې د څارندويو په نياوتون (محکمه) کې دنده ترسره کوله.

ریاض تسنيم له ۱۹۸۵ ز کاله راهيسې شاعري کوله. د پښتو په نويو غزل ليکونکيو شاعرانو کې شمېرل کېږي. ښه او په زړه پورې شعرونه يې ليکلی دی. ادبي تړون یې د کراچۍ له جرس ادبي جرگې سره وو. له کراچۍ خپریدونکې جرس ادبي مجله کې د مرستیال مدیر په توگه پاتې شوی دی.

د پښتو ژبې وتلي لیکوال او د اسلامیه کالج پوهنتون د پښتو څانگې مشر ښاغلي اباسین یوسفزي د ریاض تسنیم مړینه پښتو ادب لپاره یو ستر زیان بللی دی او ویلي یې دي چې د ریاض تسنیم په شان د لوړ فکر، سوچ او شعور خاوندان په پیړیو کې چرته یو نیم پیدا کېږي. ښاغلي اباسین یوسفزي زیاته کړې، ښاغلي تسنیم په شاعرۍ کې نه یوازې خپل یو ځانگړی سبک لرلو، بلکې د نوي غزل پيل هم د ریاض تسنیم له شاعرۍ کېږي: « هغه چې کوم نوي نوي تشبیهات، استعارې او کنایې په خپله شاعرۍ کې راوړي دي، دغه ریاض تسنیم په ټولو شاعرانو کې ناویاته کوي.»

اباسین یوسفزي وویل ریاض تسنیم د یو مترقي فکر لیکوال وو او د هغه د فکر عمده محور انسانیت سره مینه وه.

د شعر بېلگې يې[سمول]

د زنځير کړۍ، کړۍ مې هر ارمان شو - لويه خدايه! دا خپل کور راته زندان شو

يو د خاورو کنډولى ذرې ذرې پروت - دا بې صبره زړه په ما باندې تاوان شو

نه چا گوتې پرې کړې، نه يې څوک تپوس کړي - ستا يوسف څومره په مصر کې ارزان شو

يو کنډر يې لوى ثبوت د بربادۍ دى - دوباره که دا ښار هرڅومره ودان شو

لمر هم ځان د تورې شپې کفن کې ونغښت - يو ناکامه سړى هم کور ته روان شو

عشق د وصل مرحلو کې يو گران کار وو - چې د هجر مرحله راغله اسان شو

خلک وايي چې په گل هم ته ويشتل کړې - يو زمونږ په زړه کې خاورې دا ارمان شو

يوې پېغلې په زيارت شکرانه کېښوه - يو لالى د لرې ملک نه راروان شو

يو زرگر ورته نيم نيم نه پاتې کېږي - يو بدن د سرو او سپينو زرو کان شو

خلکه! کډې گرځول زما نه زده کړئ - چې مې زوړ پاس په اوږو د کور اسمان شو

چې د سترگو کچکولونه يې نسکور کړل - يو ملنگ په ملنگۍ کې شاه جهان شو

يو رحمان، په سړه بن کې گل پاشي کړه - يو تسنيم، په کراچۍ کې غزل خوان شو

          *  *  * 

د خپل سفر د عجيب ستوري په ولکه کې زه وم - له دايرو که وتم، بيا هم دايره کې زه وم

يوه موده زه هم د (زه) په معنا نه وم خبر - او چې خبر شوم، بيا په هره آينه کې زه وم

تا به زما ذکر د کومې واقعې نه ويستو - په څه ناڅه حواله هره واقعه کې زه وم

ستا د جمال د هر يو رنگ سره مې کړې، سيالي - د گل رگونو کې وې ته، د گل وږمه کې زه وم

تمامه ورځ مې د قبرونو شمار کې تېره کړله - لکه ژوندى په دغه لويه هديره کې زه وم

تسنيمه! دغه ماته توره او د مخ زخمونه - دي گواهان چې د رڼا په قافله کې زه و م

        *  *  * 

بيا د زړه يو آرزو وږمه وږمه ده - لکه پېغله د ځوانۍ په خوب وده ده

ترخه ځکه ده چې عمر يې ډېر کم دى - خوږه ځکه ده چې ستا د خولې وعده ده

حال مو يو بل ته د کوم قيامت ونه وې - زه يم او يوه خاموشه دريچه ده

د انسان د زړه سکون پکې عنقا دى - درمسال دى، که گرجاده، که کعبه ده

انسانان پکې د گوتو په شمېر اوسي - تش په نوم خو ډېره لويه ښاريه ده

خو دا کلى سم د مرگ په خوب ويده دى - گنې مونږ وهلې هره دروازه ده

حادثو تسنيمه! څه لوبې ونه کړې - خو په خولې مو هم هغه د ژوند نغمه ده

        *  *  * 

سم په مثال د دېواله شي سړى - هرڅه دې شي تنها دې نه شي سړى

تر لرې، لرې د سرونو ځنگل - تر لرې لرې نه ليده شي سړى

نه مخ دى مخ، نه سترگې، سترگې پاتې - قسم په خداى که پېژنده شي سړى

يا خو دې شپه په بيدارۍ سبا کړي - يا خو دې سم په خوب ويده شي سړى

دا بې حسي که لږه نوره زور شوه - نقش به اخر په دېواله شي سړى

مدني اکر[سمول]

شاعر ریاض تسنيم واده کړی وو، چې يو زوی دایم شاه او يوه لور عدینه او مېرمن ترې پاتې دي.

مړينه[سمول]

د پښتو ژبې دا وتلی شاعر او کره کتونکی رياض تسنيم د اوږدې مودې نه د تور زيړي په رنځ اخته وو. نوموړی د ۲۰۱۷ ز کال د د ډيسمبر پر ۴ د ۴۹ کالو په عمر د همدغې ناروغۍ له لامله د کراچۍ په يو ځاني روغتون کې ساه ورکړه. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

۱- دا کوم رنگ دې کشید کړی (شعري ټولگه).

۲- چندڼ (شعري ټولگه).

۳- زه که دا وارې اوده شوم (شعري ټولگه).

۴- منتخب خوشحال (د خوشال خان خټک د شاعرۍ انتخاب (نثر).

ناچاپ اثار يې:

۵- منتخب رحمان بابا.

۶- منتخب علي خان خټک.

۷- متخب محمدي صاحبزاده.

۸- متخب حمید بابا.

۹- منتخب ميرزا خان انصاري.

۱۰- منتخب کاظم خان شيدا.

۱۱- بیډ نمبر ٢٨ (نثر).


اخځليک[سمول]

۱- https://www.tolafghan.com/articles/10495

۲- https://www.voadeewanews.com/a/4148068.html

۳- https://pa.azadiradio.com/a/28902259.html

۴- https://www.tolafghan.com/articles/7284