علي خان خټک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

علي خان خټکژوند کلونه اټکلي د ۱۷۴۱ زېږدي او ۱۷۷۱ زیږدي ترمنځ ) د لوی افغانستان يو پښتو ژبی شاعر وو.

مخينه[سمول]

د پښتو ژبې د ستر شاعر خوشال بابا په علمي کورنۍ کې علي خان خټک یو ستر شاعر تېر شوی دی. نوموړی د تاریخ مرصع د لیکوال افضل خان ختک زوی، د اشرف خان هجري لمسی او د خوشال بابا کړوسی دی. هغه په پښتو ژبه کې یو دیوان لری چې ۲۰۰۰ بیتونه لري. د پښتو ډیرو شاعرانو د هغه ستاینه کړې ده. هغه د ۱۷۴۱ زیږدي او ۱۷۷۱ زیږدي کلونو تر مینځ ژوند کاوه. شمس الدین کاکړ په خپل یوه بیت کې د ده په اړوند داسې وایې:

د علي خان په رنگین شعر که خبر شي - هر غزل یې دی تنها دیوان د شعر

د شعر بېلگې[سمول]

د علي خان خټک زیاتره شعرونه رومانتیک او عشقي دي. یو شعر يې دلته راوړو چې د پښتونخوا نامتو سندرغاړي استاد خيال محمد ویلی دی:

اى دزړه سلطانه ته دزړه سلطان دچا يې ؟ - ستا رنځوران ډير دي وايه ته درمان د چايې؟

ډير دې ميخانې لره درځي د شونډو جام ته - وايه ته خاصه ساقي د چا مغان د چا يې؟

ډير درته خراب زړونه کباب په تمنا دي - ياره شراب خوره ته ميلمه په خوان د چا يې ؟

زه درپسې درسته شپه پټ ژاړم لکه پرخه - ته سبا خندان گل واز گريوان د چايې؟

خلک درته خان او خانان وايې چاپلوسي کا - وازمايه خپل حکم چې له صدقه خان د چا يې؟

هر څوک دې په ځار او په قربان او په جان بولي - جان خو بې شک جان يې ولې وايه جان د چا يې ؟

چاپ شوي ښيرونه يې[سمول]

اخځليک[سمول]

۱- د ليکوال لطيف یاد فېسبوک پاڼه.