Jump to content

محمد بن مسلمه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد بن مسلمه
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۰۵۸۹ (Gregorian) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۰۶۶۶ (Gregorian) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
killing (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین
اړين مالومات
جګړه
نور اړين مالومات
برخه د

محمد بن مسلمه (چي په ۴۶ هجري کي وفات سوی دی) د عربانو له بنو حارثه بن الحارث له ټبر څخه د حضرت محمدﷺ صحابي او ملګری وو. نوموړی یو له لمړنیو اسلام منونکو څخه وو، او د تبوک له جګړې پرته د ټولو صحنو شاهد پاته سوی دی، همدارنګه یې د راشده خلافت پر مهال د مصر په اسلامي فتحه کي هم ګډون وکړ او د هغه ځای د واليانو لپاره د عمر بن الخطاب ځانګړی استازی وو. د حضرت عثمانؓ تر شهادت وروسته محمد بن مسلمه د مسلمانانو ترمنځ له شخړو څخه لیري او د معاویه بن ابي سفیان د خلافت په وخت کي یې تر خپل مرګه پوري په الرباده سیمه کي ژوند کاوه. محمد بن مسلمه د مرګ پر وخت 77 کلن وو.

ژوندلیک

[سمول]

محمد بن مسلمه د سعد بن معاذ او اسید بن الحدیر له اسلام راوړلو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له هجرت مخکي د مصعب بن عمیر په لاس اسلام قبول کړ. د اسلام ستر پیغمبر رسول الله (ﷺ) له مکې څخه مدینې ته د هجرت پر مهال د محمد بن مسلمه او ابو عبیده بن الجراح تر منځ د ورورولي تړون رامنځته کړ، او دوی دوه یې په مال سره شریک کړه.

محمد بن مسلمه د حضرت محمدﷺ سره د تبوک د غزا پرته نور په ټولو غزاوو کي ګډوندوال وو او د راشده خلافت پر مهال یې د مصر په فتحه کي هم ښه رول ادا کړ. نوموړی د حضرت عثمانؓ تر شهادت وروسته په اسلامي نړۍ کي د مسلمانانو ترمنځ د جګړې له امله بې طرفه پاته سو او په 43 هجري کال کي یې تر وفات وروسته 16 تنه نارینه او ښځینه اولادونه تر شا پرېښودل.