محمد اجان يار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد اجان يار (۱۳۲۸ لېږديز لمريز کال، د کونړ ولايت، وټپور) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال او شاعر دی.

مخينه

محمد اجان يار په ١٣٢٨ ل ل کال کې د کونړ ولايت د وټه پور په سيمه كې زېږېدلى دى. لومړنۍ زدخ کړې يې د کونړ په وټه پور او لوړې يې د کابل پوهنتون د تاريخ او فلسفې پوهنځي كې ترسره كړې دي. نوموړي ۱۰ کاله د هېواد په بيلابيلو ولايتونو کې د هېواد د زامنو پر ښوونه او روزنه تېر کړي دي. همدا راز يې ۱۲ کاله د کابل پوهنتون، ټولگټو وزارت او د قبايلو او سرحدونو چارو په وزارت کې دنده تر سره کړې ده. په ماموريت کې دويمې پوړۍ (رتبې) ته رسيدلی وو چې دنده یې پريښووه او المان ته یې سياسي پناه يووړه. اوسمهال د جرمني په کولن ښار کې اوسي.

چاپ شوي اثار

۱- کوکارې (شعري ټولگه).

۲- سره ډولۍ (د لنډو کيسو ټولگه).

۳- تړلې کڅوړه (د لنډو کيسو ټولگه).

۴- د کونړ تاترې (تاريخي او څېړنيز نښير).

۵- څانگه (ناول)، د ۱۳۸۲ ل ل کال چاپ.

۶- وير (د شعرونو ټولگه).

۷- د ليلې دښته (سترگو ليدلی حال).

۸- هوسۍ (ناول) چاپ ته تيار دى.

۹- يه قربان (شعري ټولگه).

۱۰- سفرنامه (غرونه او ناول).


د محمد اجان يار د شعر څو بېلگې

اخځونه

۱- http://samsoor.com/sheruna.php Archived 2020-10-03 at the Wayback Machine.

۲- http://www.nzdl.org/gsdlmod?e=d-00000-00-...00--off-0areu--00-0----0-10-0---0---0direct-10---4-----dte--0-1l--11-en-50---20-about---00-0-1-00-0-0-11-1-0utfZz-8-00-0-0-11-10-0utfZz-8-10&cl=CL5.33&d=HASH6e0b4dc27f988298abd931&x=1

۳-