محب الرحمان هوسا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محب الرحمان هوسا (زوکړه ؟ د کونړ ولايت - مړینه؟) د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر، لیکوال او ژورنالیست وو.

مخينه[سمول]

خدای بښلی استاد محب الرحمان هوسا د مولوي عبدالرحمان زوی، د کونړ ولایت د نورگل ولسوالۍ اوسېدونکی د افغانستان د اوسني ژورنالیزم او ادبیاتو يو ښه استازی وو. هغه په ټبر (قوم) مومند وو. لومړنۍ زده کړې یې له خپل عالم پلاره ترلاسه کړې. په فقهه، صرف و نحوه او د وخت په نورو مروجه علومو یې ځان تر ډېره بريده پوه کړ. په هغه وخت کې په ټول کونړ او په ځانگړې توگه د هغوی په ولسوالۍ کې د ماشومانو او ځوانانو لپاره د یو ښوونځي ډېره اړتیا لیدل کېده چې دغه تشه د دغه علم پروره ځوان ښاغلي محب الرحمن هوسا په هڅو ډکه شوه. خدای بښلي هوسا د کونړ ولایت د نورگل او مزار درې لپاره د لومړني ښوونځي باني او بنسټگر دی چې تر اوسه د مزار درې د لیسې په نوم یادېږي.

استاد هوسا سربیره پر دې، چې د هغه وخت د فرهنگپالو کړیو او ويښو مترقي زلميانو کارند غړی وو، د پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د « خیبر » په نامه د یوې ملي مهالنۍ (جریدې) بنسټ هم کېښود او ويي چلوله. نوموړي د افغانستان په یو شمېر ولايتونو کې د مطبوعاتو د مدیر او د یو شمیر ورځپاڼو د پازوال مدیر په توگه هم په ښه ډول دنده ترسره کړې ده. هغه يوه موده په راډيو افغانستان کې د لیکوال په توگه کار وکړ. نوموړی ښه شاعر هم وو چې يو گڼ شمېر شعرونه یې د هماغه وخت په رسنيو کې چاپ شوي دي. د هوسا صاحب شعرونه په ساده ژبه خو د لوړو پیغامونو درلودونکي دي.

د شعر بېلگې يې[سمول]

مدني اکر[سمول]

ارواښاد محب الرحمان هوسا د فرهنگپالو وروڼو او خویندو تر څنگ په علمي جامه سمبال اولادونه هم لري. په ډنمارک کې د خپلواکۍ جریدې مسول مدیر او د افغان غږ راډیو چلوونکې او ويانده اغلې فیضیه هوسا یې لور ده. د نورو علم پروره بچیانو په څنگ کې يې ښاغلی دکتور فیض الرحمان هوسا زوی دی چې په یوه روغتون کې ډاکټر دی. نور بچیان يې هم ټول د لوړو زده کړو خاوندان دي.

مړينه[سمول]

د هوسا صاحب اروا دې ښاده وي، جنت يې ځای شه.

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

اخځليک[سمول]

۱- د افغان غږ راډيو فېسبوک پاڼه، ډنمارک. ‎