Jump to content

ماکس وېبر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ماکس وېبر
ماکس وېبر
ماکس وېبر

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت ۲۱ اپرېل ۱۸۶۴[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
ارفورت [۱۵][۱۶]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه 14 جون 1920 (56 کاله)[۲][۱۷][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل سینه بغل [۱۸]،  هسپانوۍ انفلونزا [۱۸]  ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د وايمار جمهوريت

جرمن سترواکي   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

دين اګنوسټېزم [۱۹][۲۰]  ويکيډاټا کې (P140) ځانګړنې بدلې کړئ
روغتيايي څرنګوالی هسپانوۍ انفلونزا   ويکيډاټا کې (P1050) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فیلسوف [۱۳][۱۴]،  قانونپوه [۱۳]،  سياستوال [۱۳]،  تاریخ پوه [۱۳]  ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه جرمني ژبه [۲۱][۲۲]،  روسي [۲۳]،  انګرېزي ژبه [۲۴]،  اېټاليايي ژبه [۲۵]،  لاتيني ژبه [۲۵]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه وټپوهنه ،  ټولنپوهنه ،  پېښليک ،  وټه   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
ماکس وېبر
ماکس وېبر

  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

ماکسیمیلیان کارل ایمېل وېبر (/ˈveɪbər/؛ جرمني: [ˈveːbɐ]؛ ۱۸۶۴ اپرېل ۲۱مه – ۱۹۲۰ جون ۱۴مه) یو جرمنی ټولنپوه، تاریخپوه، حقوقپوه، او سیاسي اقتصادپوه و، چې د عصري لوېدیځې ټولنې د پرمختګ له مهمو تیوریستانو څخه شمېرل کېږي. د هغه نظریاتو پر ټولنیزې تیورۍ او ټولنیزې څېړنې ژورې اغېزې ښندلې دي. که څه هم وېبر ځان ټولنپوه نه باله، خو نوموړی د اوګوسټ کونټ، کارل مارکس، او ایمیل دورکایم ترڅنګ، د ټولنپوهنې د پلرونو له ډلې شمېرل کېږي.[۲۶]

ښاغلي وېبر، د دورکایم خلاف، پر مونوکازل یا تک‌علتي (monocausal) توضیحاتو باور نه درلود، بلکې ویل یې چې د هرې پایلې ډېر لاملونه کېدای شي. همدا راز نوموړی، د دورکایم خلاف، د مېتودولوژیک مثبتیت-ضد یو له اکلیدي پلویانو څخه و، او پر دې اند و چې د ټولنیز عمل مطالعه باید د سوچه تجربوي مېتودونو پر ځای د تفسیري مېتودونو له لارې وشي، چې په بنسټیزه توګه د معنا د هغه مفهوم د درک پر بنسټ وي چې افراد یې له خپلو کړنو سره تړي. د وېبر اصلي فکري دغدغه د منطقي کولو یا عقلاني کولو، سیکولرایزیشن، او "دین ته ارزښت نه ورکولو" پر پروسو پوهه وه. هغه په یوه رساله کې وویل، چې دا ډول پروسې له پانګوالۍ (capitalism) او عصري کېدو (modernity) سره تړاو لري.[۲۷][۲۸]

وېبر د خپلې هغې رسالې له کبله هم مشهور دی چې اقتصادي ټولنپوهنه او د مذهب ټولنپوهنه سره رایوځای کوي، او د هغو کلتوري اغېزو پر اهمیت ټینګار کوي چې په دین یا مذهب کې د پانګوالۍ د محرکو فکتورونو په توګه شامل دي. دا بیا د مارکس له تاریخي مادیالیزم سره په تضاد کې ده، کوم چې مذهب د پانګوالیزم مشتق ګڼي. وېبر لومړی ځل خپله تیوري په خپل اصلي اثر "پروټېسټانټ اخلاقیات او د پانګوالۍ روحیه" (۱۹۰۵) کې تشریح کړه، او زاهدانه پروټېسټانټېزم یې یو له هغو مهمو "انتخابي قرابتونو یا تړاوونو" څخه ګڼلی، چې پر بازار ولاړې پانګوالۍ او په لویدیځه نړۍ کې عملي شوو منطقي-قانوني نظامونو رامنځته کېدو لامل شوی. پروټېسټانټ اخلاقیات اثر یې د نړیوالو ادیانو په اړه د هغه د پراخو څېړنو لومړنۍ برخه جوړوي، ځکه هغه وروسته د چین او هند ادیان، او همدارنګه د لرغوني یهودیت څېړنه وکړه، او په ځانګړې توګه یې د دوی د مختلفو اقتصادي پایلو او ټولنیز جوړښت شرایطو ته ځانګړې توجه وکړه. په یو بل مهم اثر "سیاست د مسلک په توګه" کې نوموړي "دولت" د یوې داسې ادارې په توګه تعریف کړ، چې په بریالۍ توګه "په یوه مشخصه سیمه کې د فزیکي ځواک د مشروع کارونې د انحصار" ادعا کولی شي. نوموړی همدا راز لومړی کس و، چې ټولنیز واک او اقتدار یې په جلا شکلونو کې ډلبندي کړ: کاریزماتیک، دودیز، او منطقي-قانوني. د بیوروکراسۍ په اړه د وېبر د تحلیل ټینګار پر دې و، چې عصري بنسټونه په زیاتیدونکي توګه د منطقي-قانوني واک پر بنسټ ولاړ دي. وېبر په اقتصادي تاریخ، تیورۍ او مېتودولوژي کې هم بېلابېلې ونډې لرلې دي. د هغه د عصريتابه یا مدرنیت او معقولیت تحلیل له فرانکفورت مکتب سره تړلې انتقادي تیوري باندې پام وړ اغېزه وکړه.[۲۹][۳۰][۳۱]

له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، وېبر د جرمني د لیبرال دیموکراتیک ګوند له بنسټ اېښودونکو څخه و. هغه پارلمان ته هم ځان نوماند کړ خو بریالی نه شو، او بیا د هغې کمیټې سلاکار شو چې د ۱۹۱۹ کال دیموکراتیک وایمار اساسي قانون مسوده یې جوړه کړه. پر هسپانوي انفلوانزا له اخته کېدو وروسته په ۱۹۲۰ کال کې د سینه بغل له امله ومړ، او د مړینې پر وخت ۵۶ کلن و.

شخصي ژوند

[سمول]

لومړنی ژوند او مخینه

[سمول]

ماکسیمیلیان کارل ایمېل وېبر د ۱۸۶۴ کال د اپرېل په ۲۱مه د پروشیا د ساکسوني ایالت په ارفورت ښار کې زیږېدلی و، خو کورنۍ یې په ۱۸۶۹ کال کې برلین ته کډه شوه. هغه د ماکس وېبر سېنیر او مېرمن هېلېن فالنشټاین د اتو ماشومانو له ډلې تر ټولو مشر زوی و. ماکس وېبر سېنیر د خپل ژوند په اوږدو کې د حقوقي وکیل، ملکي کارمند، او د ملي لیبرال ګوند لپاره د پروشیا لینډټاګ او د جرمني پارلمان رایخسټاګ کې د پارلمان د غړي په توګه دندې ترسره کړې وې. مور یې فالنشټاین بیا تر یوې اندازې په فرانسوي هوګنوټ کډوالو کې ريښه لرله او له یوې بډایه مخینې څخه راغلې وه. زوی یې وېبر جونیر د وخت په تېرېدو سره د خپل مور او پلار ترمنځ د ازدواجي او شخصیتي ترینګلتیاوو څخه اغېزمن شو، ځکه د هغه پلار "یو داسې څوک و چې د ځمکې له خوښیو یې خوند اخیست" او مذهبي او خیریه عوامل او اهداف یې په پام کې نه نیول؛ خو د هغه مور یوه پرهېزګاره کالوینېسته وه "چې غوښتل یې د یو زاهدانه ژوند وکړي" او مطلق اخلاقي نظریات یې لرل.[۳۲]

په عامه ژوند کې د هغه د پلار وېبر سېنیر ښکېلتیا د هغه کور په سیاست او اکاډمیکو چارو دواړو کې ډوب کړ، ځکه چې د هغه سالون د پوهانو او عامه شخصیتونو لکه فیلسوف وېلهلم دېلتای او حقوقپوه لیوین ګولډشمیت د راټولېدو ځای و. ځوان وېبر او د هغه ورور الفرېډ، چې له هغه څخه هم یو ټولنپوه او اقتصادپوه جوړ شو، خپل لومړني کلونه په دې فکري فضا کې تېر کړل. دیارلس کلن ماکس وېبر په ۱۸۷۷ کال کې د کرسمس په مناسبت خپل مور او پلار ته دوې تاریخي مقالې ډالۍ کړې، چې عنوانونه یې داسې وو: "د امپراتور او پاپ موقعیتونو ته له ځانګړې حوالې سره، د جرمني تاریخي سیر ته کتنه" او "له قسطنطینیې څخه د کډوالۍ تر دورې پورې د روم د امپراتورۍ دورې ته کتنه".[۳۳]

ځوان وېبر به په درسي ټولګیو کې ستړی او خسته و او د ښوونکو تر اغېزې لاندې نه راته –کوم څه چې ښوونکو به د سپکاوي چلند باله او ترې ناراضه وو– وېبر په پټه توګه د لیکوال یوهان وولفګانګ وون ګوېته د اثر ټول څلویښت جلدونه ولوستل، او ویل کېږي چې د هغه پر ​​​​فکر او مېتودولوژي یې  پام وړ اغېزې وښندلې. پوهنتون ته له شاملېدو وړاندې د فیلسوف ایمانویل کانټ د اثارو په ګډون هغه ډېر نور کلاسیک اثار هم ولوستل.

زده کړې

[سمول]

ښاغلي وېبر په ۱۸۸۲ کې په هایدلبرګ پوهنتون کې د قانون د محصل په توګه نوم لیکنه وکړه، او له یو کال پوځي خدمت وروسته د برلین پوهنتون ته تبدیل شو. د تحصیل له لومړیو څو کلونو وروسته، چې هغه پکې ډېر وخت په "بیر څښلو او جګړه‌ییزو لوبو" کې تېر کړ، او په کورنیو جنجالونو کې یې ورځ تر بلې د خپلې مور اړخ نیوه او له خپل پلار څخه ورو ورو لرې شو. له زده کړو سره هم‌مهاله، هغه د ځوان حقوقي وکیل په توګه کار کاوه. په ۱۸۸۶ کال کې یې د ریفرنډر ازموینه ورکړه، چې د برتانیا او متحده ایالاتو په قانوني سیستمونو کې د وکیلانو ټولنې (bar association) د ازموینې له کچې سره برابره ده. د ۱۸۸۰ لسیزې په وروستیو کې یې د قانون او تاریخ په اړه خپلو زده کړو ته دوام ورکړ، او بالاخره یې په ۱۸۸۹ کال کې د حقوقي تاریخ په اړه "په منځنیو پېړیو کې د سوداګریزو شراکتونو تاریخ" تر سرلیک لاندې یوې رسالې په لیکلو سره د حقوقو دوکتورا ترلاسه کړه. دا لیکنه یې بیا د یوې بلې اوږدې لیکنې یوه برخه هم جوړوي، چې "د سویلي اروپا د سرچینو پر بنسټ، په منځنیو پېړیو کې د سوداګریزو شرکتونو تاریخ ته کتنه" تر سرلیک لاندې په همدغه کال خپره شوه. دوه کاله وروسته یې له اوګوست میتزن سره د کار کولو پر مهال، خپل نهایي تیزیس (habilitation) "د روم کرنیز تاریخ او د عامه او خصوصي قانون لپاره یې اهمیت" تر سرلیک لاندې بشپړ کړ. په دې توګه یې رسما د پرایوېډوزېنټ (privatdozent) علمي رتبه ترلاسه کړه او د برلین پوهنتون په استادانو کې شامل شو، او د لیکچرونو ترڅنګ به یې حکومت ته مشورې ورکولې. [۳۴]

واده

[سمول]

په ۱۸۹۳ کال کې یې د تره له لور ماریان شنیټګر سره واده وکړ، چې نوموړې هم وروسته بیا یوه ښځینه فعاله او لیکواله وه، او د وېبر له مړینې وروسته یې د هغه د علمي مقالو پر راټولولو او د کتابونو پر بڼه خپرولو باندې کار کاوه، حال دا چې د هغې له خوا د وېبر لیکل شوی ژوندلیک د وېبر د پېژندنې لپاره یوه مهمه سرچینه ده. دوی هېڅ اولاد نه درلود؛ خو دغه واده وېبر ته اوږدمهالې مالي خپلواکي ورکړه، او د هغه لپاره یې شونې کړه چې بالاخره د خپل مور او پلار کور پرېږدي.

سرچينې

[سمول]
  1. ليکوال: Dagmar Drüll — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — پاڼه: 288 — خپروونکی: Springer Science+Business Media — https://dx.doi.org/10.1007/978-3-642-70760-5
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ پیوستون : 118629743  — خپرېدونېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11928969n — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist. — منښتلیک: Open License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Max-Weber-German-sociologist — subject named as: Max Weber — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6qz2hbf — subject named as: Max Weber — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/9333864 — subject named as: Max Weber — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/9866 — subject named as: Max Weber — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/weber-max — subject named as: Max Weber — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0071920.xml — subject named as: Max Weber — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/4099 — subject named as: Max Weber — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Diamond Catalog ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/44323 — subject named as: Max Weber
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=65910 — subject named as: Max Weber — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ ۱۳٫۲ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/3524/ — خپرېدونېټه: ۱۳ فبروري ۲۰۲۱
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ https://cs.isabart.org/person/63079 — خپرېدونېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  15. پیوستون : 118629743  — خپرېدونېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  16. پیوستون : 118629743  — خپرېدونېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — نسخهدريم — موضوع: Вебер Макс — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
  17. پیوستون : 118629743  — خپرېدونېټه: ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — نسخهدريم — موضوع: Вебер Макс — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
  18. https://link.springer.com/article/10.1007/s11609-021-00441-x — خپرېدونېټه: ۵ مې ۲۰۲۲
  19. https://wsimag.com/es/cultura/47608-max-weber-y-la-razon-moderna
  20. https://www.cambridge.org/core/books/abs/cambridge-companion-to-atheism/atheists-a-psychological-profile/D85096EA26C59B4CC19473DC2252BB16
  21. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11928969n — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  22. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/12748387
  23. https://books.google.com/books?id=6VDjAQAAQBAJ&pg=PT125
  24. https://books.google.com/books?id=6VDjAQAAQBAJ&pg=PT264
  25. https://books.google.com/books?id=6VDjAQAAQBAJ&pg=PT209
  26. کينډۍ:Cite Dictionary.com 2 of 2.
  27. Tiryakian, Edward A. (2009). For Durkheim: Essays in Historical and Cultural Sociology. Routledge. p. 321. ISBN 978-0-7546-7155-8.
  28. "Positivism". obo (in انګليسي). بياځلي په 2022-03-13.
  29. Weber, Max (1930). The Protestant ethic and the spirit of capitalism. University of California Libraries. New York : Scribner. pp. 21, 27, 91.
  30. Weber, as translated in: Waters, Tony, and Dagmar Waters, trans. 2015. Weber's Rationalism and Modern Society: New Translations for the 21st Century, edited by T. Waters and D. Waters. New York: Palgrave-Macmillan. Typescript of Chapter 1 Archived 20 June 2019 at the Wayback Machine. available via Academia.edu.
  31. Löwy, Michael (1996). "Figures of Weberian Marxism". Theory and Society. 25 (3): 431–446. doi:10.1007/BF00158264. ISSN 0304-2421. JSTOR 658052. S2CID 147323256. خوندي شوی له اصلي څخه په 20 July 2021. بياځلي په 20 July 2021.
  32. Cotesta, Vittorio (2018-11-23). Max Weber on China: Modernity and Capitalism in a Global Perspective (in انګليسي). Cambridge Scholars Publishing. p. 20. ISBN 978-1-5275-2221-3.
  33. Sica, Alan (2004). Max Weber and the New Century. London: Transaction Publishers. ISBN 0-7658-0190-6. p. 24.
  34. Weber, Max. 1994 [1895]. Weber: Political Writings, edited by P. Lassman and R. Speirs. Cambridge Texts in the History of Political Thought. Cambridge: University of Cambridge Press. ISBN 978-0-521-39719-3.