Jump to content

مالي کړکېچ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مالي کړکېچ
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه

د مالي کړکېچ (په انگرېزي: Financial Crisis) ویی په پراخه کچه د مالي بنسټونو او پانگوالو لپاره په هغه حالت کې کارول کیږی چې دوی د خپل ارزښت یوه ستره برخه له لاسه ورکړي

مالي کړکېچ (مالي بحران) د هغو حالتونو پراخه طیف ته ویل کېږي چې له مخې یې یو شمېر مالي شتمنۍ په ناڅاپي بڼه په زیاته کچه خپل اسمي ارزښت له لاسه ورکوي. په ۱۹ مه پېړۍ او د ۲۰ مې پېړۍ په لومړیو کې ډېری مالي کړکیچونو له بانکي کړکېچونو سرچینه اخیسته او ډېری اقتصادي بحرانونه هم له دغو بحرانونو سره هم مهاله و. په نورو هغو حالتونو کې چې ورته د مالي کړکېچ اصطلاح کارول کېږي د ونډو د بازار سقوط، د اقتصادي حبابونو (تشو) چاودنه، د پولي واحدونو کړکېچ او دولتي افلاس په کې شاملېږي. مالي کړکېچونه په مستقیمه توګه د کاغذي شتمنیو د له منځه تلو لامل کېږي خو لزوما په واقعي اقتصاد کې د پام وړ بدلونونو لامل نه ګرځي.[۱][۲]

ډیری اقتصاد پوهانو د مالي کړکېچونو د پراختیا او له هغو څخه د مخنیوي اړوند نظریات وړاندې کړي. خو له دې سره لا تر اوسه یې اړوند د نظر یووالی شتون نه لري او ځینې مهال مالي کړکېچونه رامنځته کېږي.

وټپوهنه

وټه

کوچنی وټه · لویه وټه
د وټیزو آندونو مخینه
څېړندود سیاسي وټه
د بازار وټه  · د بازار ډولونه
غوښتنه  · وړاندیز  · پیسې
ډډون  · غونجېدنه  · سوداگري

ټولیزه وټپوهنه

وټيزه تگلاره  · وټ اټکلونه
بهرنۍ سوداگري  · بنسټیزه وټه
د بازار تعادل  · لمن لگښت
گټندوی  · د نش تعادل

ډگرونه او څېرمه ډوگرونه

چلندیز · هڅوبیزه · بشپړتیایي
وده · پراختیایي · پېښلیک
نړیوال · وټیز غونډال
پولي او مالي وټه
ټولوگړیز او وټیزه ښېگڼه
روغتیایي · پوهنه · ښېگڼه
نفوس · کارگر · مدیریتي
سوداگري · مالومات
صنعتي سازمانونه · قانون
کرهڼه · طبعي سرچینې
چاپېریالي · چاپېریالپوهنیزه
ښاري · کلیوالي · سیمه ییز · ځمکپوهنه

لړونه

ورځپاڼې · خپرونې
ویشنیزې · سرلیکونه · وټپوهان

د سوداگرۍ او وټپوهنې تانبه

ډولونه

بانکي کړکېچ

هغه مهال چې د یو بانک پېرودونکي په ناڅاپي ډول د خپلو شتمنیو د ویستلو په موخه په بانک حجوم وروړي دغه حالت ته بانکي کړکېچ ویل کېږي. له دې امله چې بانکونه له خپلو پیرودونکو څخه ترلاسه کړې ډېرۍ شتمنۍ بېرته په پور ورکوي؛ له همدې امله دغه چاره ستونزمنه ده چې یو ځلي دې خپلو پېرودونکو ته د هغوی شتمني بېرته ورکړي، له همدې امله دغه تېښته/ناتواني بانک له ماتې سره مخ کوي او د دې لامل کېږي چې پېرودونکي یې خپلې شتمنۍ تر هغه بریده چې د بیمې تر پوښښ لاندې نه وي له لاسه ورکوي. تېښتې ته د بانک د اړ کېدو او همدارنګه د هغو د پاشل کېدو پېښې ته سیستماتیک بانکي کړکېچ یا بانکي بحران ویل کېږي. [۳]

د بانکونو د تېښتې په نمونو کې په ۱۹۳۱ زکال کې د متحده ایالاتو ستر مالي کړکېچ او په ۲۰۰۷ زکال کې د نورترن راک په نامه د بریتانوي مالي او بانکي خدمتونو د شرکت پاشل کېدل شاملېږي. بانکي کړکېچ ډېر مهال د کړکېچنو پورونو د ورکړې او د پورونو د بېرته نه راغونډولو له امله رامنځته کېږي. [۴]

د پولي واحد کړکېچ

د پولي واحدونو کړکېچ چې د ارزښت د کمېدو کړکېچ هم بلل کېږي، په معمول ډول د مالي کړکېچ د برخې په توګه په پام کې نیول کېږي. کامینسکي او همکارانو یې (۱۹۹۸ زکال) مالي کړکېچ د هغه مهال له مخې تعریف کړی چې د پولي واحد د میاشتني ارزښت د کمېدو اوسط کچه د پولي زیرمو د کچې له اوسط څخه د دریو معیارونو څخه د زیاتو معیارونو د انحراف پر بنسټ زیاته شي. فرانکل او روز (۱۹۹۶ زکال) د پولي واحد کړکېچ هغه مهال بولي چې یو پولي واحد خپل اسمي ارزښت لږ تر لږه ۲۵ سلنه له لاسه ورکړي او یا هم د هغو د ارزښت د کموالي په کچه کې حد اقل ۱۰ سلنه زیاتوالی رامنځته شي. په ټولیزه بڼه د پولي واحد کړکېچ کولای شو د هغه وضعیت په توګه تعریف کړو چې د مبادلې په بازار کې ونډه وال دې ته متوجه شي چې د یو ثابت پولي واحد بیه د لوېدو په حال کې ده او داسې انګېرنې رامنځته کړي چې د هغو ماتېدل چټکوي او د ارزښت کمښت ته یې اړ باسي. [۵]

احتکاري تشه/حباب او سقوط

یو سود پلوه تشه/حباب (احتکار) د یو شمېر شتمنیو د پریمانه او تل پاتې قیمتي کېدو پر مهال رامنځته کېږي. یو له هغو عواملو څخه چې تر ډېره د دغو اقتصادي حبابونو (هغه مهال چې د یوې شتمنۍ له واقعي ارزښت څخه د هغو ارزښت لوړېږي) په رامنځته کېدو کې ونډه لري د هغو پېرودونکو شتون دی چې یو شمېر شتمنۍ یوازې په دې تمه پېري چې کولای شي هغه وروسته په لوړه بیه وپلوري؛ نه په راتلونکي د هغو څخه د ترلاسه کېدونکې عاید د محاسبې له مخې. که چېرې دغه ډول تشه شتون ولري د شتمنیو د سقوط ګواښ هم ورسره مل دی: په مارکېټ کې ونډه وال تر هغه مهاله پورې پېردلو ته دوام ورکوي چې له نور یې د پېرلو تمه لري او هغه مهال چې ډېری د پلور هوډ لري، بیې را ټېټېږي. له دې سره د دې وړاندوینه چې آیا د یوې شتمنۍ ارزښت واقعا د هغو له بنسټیز ارزښت سره برابر دی او که نه؛ ستونزمنه چاره ده. له همدې امله په باور وړ توګه د دغو تشو موندنه ستونزمنه چاره ده. یو شمېر اقتصاد پوهان ټینګار لري چې دغه ډول حباب/ تشه هېڅکله او یا هم تر ډېره نه شي رامنځته کېدلای. [۶][۷]

د دغه ډول تشو/حبابونو (یا ادعايي حبابونو) او سقوط په مشهورو بېلګو کې په ۱۷ پېړۍ کې په هالند کې د لاله ګل سره لیوالتیا، په ۱۸ مه پېړۍ کې د سویلي سمندر حباب، په ۱۹۲۹ زکال کې د وال سټریټ سقوط، په ۱۹۸۰ مه لسیزه کې د جاپان د املاکو حباب او له ۲۰۰۶ زکال څخه تر ۲۰۰۸ زکال پورې د متحده ایالاتو د کور جوړونې تشې شاملېږي. د ۲۰۰۰ زکال په لسیزه کې د کورونو تشه رامنځته شوه او د یوې شتمنۍ په توګه د کورونو بیو په پام وړ توګه زیاتوالی وموند. [۸][۹][۱۰]

نړیوال مالي کړکېچونه

کله چې د یو هغه هېواد چې د پولي واحد ثابت ارزښت لري، په جاري حساب کې نه تل پاتې کېدونکی کسر رامنځته شي، په ناڅاپي ډول اړ کېږي څو د خپل پولي واحد ارزښت را کم کړي چې دغه چارې ته د پولي واحد د ارزښت کړکېچ او یا هم د تادیاتو د بېلانس کړکېچ ویل کېږي. هغه مهال چې یو هېواد وه نه شي کولای خپل پورونه بېرته ورکړي بیا ورته دولتي افلاس ویل کېږي. په داسې حال کې چې د ارزښت کمښت او افلاس دواړه کېدای شي د دولت د خوښې وړ پرېکړې وي خو تر ډېره داسې انګېرل کېږي چې د پانګوال په احساساتو کې غیر ارادي پایلې رامنځته کوي او د سرمایې د جریان د ناڅاپي درېدو او یا هم د سرمایې د تېښتې د ناڅاپي زیاتوالي لامل ګرځي.

ګڼ شمېر هغو پولي واحدونه چې د اروپايي پولي واحدونو د تبادلې میکانیزم یې جوړاوه، له ۱۹۹۲ -۱۹۹۳ زکال پورې له کړکېچ سره مخ او اړ شول څو خپل ارزښت را کم او یا هم له دغه میکانیزم څخه پر شا شي. د پولي واحدونو دویم کړکېچ له ۱۹۹۷-۱۹۹۸ زکال پورې په اسیا کې رامنځته شو. د ۱۹۸۰ مې لسیزې په لومړیو کې د لاتین امریکا ډېری هېوادونو ونشو کولای خپل پورونه ورکړي. په ۱۹۹۸ زکال کې د روسیې مالي کړکېچ د روبل د ارزښت د راکمېدو او د روسیې د دولتي پورونو د اوراقو د تادیاتو د نه ورکولو لامل وګرځېد.

پراخ اقتصادي کړکېچونه

د داخلي ناخالصو تولیداتو منفي وده چې دوه یا څو موسمه دوام وکړي کړکېچ ورته ویل کېږي. شدیدې او اوږد مهالې ستونزې ته کړکېچ ویلی شو، په داسې حال کې چې د ودې اوږد مهالې ورو دورې ته هم، چې اړینه نه ده منفي وده ولري ځینې مهال ورته اقتصادي کړکېچ ویل کېږي.

یو شمېر اقتصاد پوهان استدلال کوي چې ډېری سقوطونه له مالي کړکېچونو سرچینه اخلي. له مهمو بېلګو څخه یوه یې هم ستر کړکېچ دی چې په ډېری هېوادونو کې د هغو له رامنځته کېدو وړاندې بانکونه او د ونډو بازارونه له ماتې سره مخ شول. د ۲۰۰۸ زکال په وروستیو او ۲۰۰۹ زکال کې د ارزان بیو کورونو د پورونو کړکېچ او د املاکو په برخه کې د ټولو تشو چاودنه په متحده ایالاتو او یو شمېر هېوادونو کې د اقتصادي کړکېچ لامل وګرځېده. یو شمېر اقتصاد پوهان استدلال کوي چې مالي کړکېچونه له سقوط سرچینه اخلي نه د هغو له برعکس؛ یا دا چې په ځینو ځایونو کې مالي کړکېچ لومړنۍ ضربه ده چې د سقوط لامل ګرځي. یو شمېر عوامل کېدای شي د کړکېچ په اوږد والي کې رول ولري. په ځانګړې توګه میلټون فریډمن او انا شوارتز استدلال کوي چې د ۱۹۲۹ زکال له سقوط سره د اقتصاد پیلنی زوال او په ۱۹۳۰ مه لسیزه کې بانکي وحشت په یو اوږد مهاله کړکېچ نه اوښت که چېرې د فدرال ریزرف پولي غلطو سیاستونو له خوا یې ملاتړ نه وای شوی، هغه موضوع چې بن برنانکي ترې ملاتړ کاوه. [۱۱][۱۲]

سرچينې

  1. Charles P. Kindleberger and Robert Aliber (2005), Manias, Panics, and Crashes: A History of Financial Crises, 5th ed. Wiley, ISBN 0-471-46714-6.
  2. Luc Laeven and Fabian Valencia (2008), 'Systemic banking crises: a new database'. International Monetary Fund Working Paper 08/224.
  3. Fratianni, Michele U.; Marchionne, Francesco (10 April 2009). "The Role of Banks in the Subprime Financial Crisis". Review of Economic Conditions in Italy. SSRN 1383473.
  4. Shin, Hyun Song (1 January 2009). "Reflections on Northern Rock: The Bank Run that Heralded the Global Financial Crisis". Journal of Economic Perspectives. 23 (1): 101–119. doi:10.1257/jep.23.1.101.
  5. "What is a currency crisis, currency crisis definition and summary | TheGlobalEconomy.com". TheGlobalEconomy.com (په انګليسي). Archived from the original on 2 October 2017. نه اخيستل شوی 2017-07-20.
  6. Markus Brunnermeier (2008), 'Bubbles', in The New Palgrave Dictionary of Economics, 2nd ed.
  7. Peter Garber (2001), Famous First Bubbles: The Fundamentals of Early Manias. MIT Press, ISBN 0-262-57153-6.
  8. کينډۍ:Cite episode
  9. Justin Lahart (24 December 2007). "Egg Cracks Differ In Housing, Finance Shells". Wall Street Journal. WSJ.com. Archived from the original on 13 August 2017. نه اخيستل شوی 2008-07-13. It's now conventional wisdom that a housing bubble has burst. In fact, there were two bubbles, a housing bubble and a financing bubble. Each fueled the other, but they didn't follow the same course.
  10. Price, Steve (Summer 2009). "Real Estate and the Financial Crisis: How Turmoil in the Capital Markets is Restructuring Real Estate Finance". Real Estate Issues. 34 (2): 43–44. کينډۍ:ProQuest.
  11. Milton Friedman and Anna Schwartz (1971), A Monetary History of the United States, 1867–1960. Princeton University Press, ISBN 0-691-00354-8.
  12. '1929 and all that', The Economist, 2 October 2008.