ماریا ترزا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ماریا ترزا
(الماني: Maria Theresia د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ماریا ترزا
ماریا ترزا

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۳ مې ۱۷۱۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
وين[۱۸][۱۹][۱۷]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 29 نومبر 1780 (63 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وين[۲۰][۱۹][۱۷]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد یوسيف ۲
Maria Christina, Duchess of Teschen
ماریا کارولینا[۲۱]
ماري انتوانېت[۲۱]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده پاچا
سياستوال[۲۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه آلماني ژبه  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه[۲۳][۲۴]
لاتين ژبه[۲۳]
فرانسوي[۲۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست[۲۵]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ماریا ترزا
ماریا ترزا

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ماریا ترزا والبورګا کریستیانا (۱۳ مۍ ۱۷۱۷ – ۲۹ نومبر ۱۷۸۰ زکال) له ۱۷۴۰ ز کال څخه په ۱۷۸۰ زکال کې د خپلې مړینې ترمهاله د هابسبورګ د پاچهۍ واکمنه او یوازنۍ مېرمن وه چې دغه ځایګی یې درلود. نوموړې د اطریش، هنګري، کرواسیا، بوهمیا، ترانسلوانیا، مانتوا، میلان، لودمیریا او ګالیسیا، اطریشي هالنډ او پارما حاکمه وه. په واده کولو سره نوموړې د لورن دوکه (په شاهي نظامونو کې درجه ده)، د توسکان لویه دوکه(امیره) او سپېڅلې رومي سترواکه شوه.

ماریا ترزا خپله څلوېښت کلنه واکمني هغه مهال پیل کړه چې پلار یې سترواک شپږم چارلس د ۱۷۴۰ زکال په اکتوبر میاشت کې مړ شو. شپږم چارلز د ۱۷۱۳ زکال پراګماتیک سنکشن (عملي بندیز) له مخې د هغې ځای ناستوب ته لار برابره کړه او له خپلې ټولې واکمنۍ یې د دغې پرېکړې د تضمین کولو په موخه کار واخیست. هغه د شهزاده یوجین ساوري مشورو ته پام ونه کړ، هغه باور درلود چې پیاوړی پوځ او پیاوړې خزانه له لاسلیک کولو څخه ډېر مهم دي. په پایله کې شپږم چارلس په ځانګړي ډول د پولنډ د جلاتوب له جګړې او د روس او ترکیې د جګړې (۱۷۳۵-۱۷۳۹ زکال) له امله کمزوری او بېوزله دولت له ځانه په میراث پرېښود. د هغه له مړینې وروسته ساکسوني، پروس، باواریا او فرانسې ټولو هغه بندیز چې د ده د ژوند پر مهال یې منلی و، رد کړ. د پروس دویم فریدریک (هغه چې د خپلې واکمنۍ په ډېره موده کې د ماریا ترزا سیال و) د اطریش د ځایناستوب په جګړه باندې د مشهورې اووه کلنې شخړې په ترڅ کې په چټکۍ  سره د هابسبورګ په بډایه ولایت سلیسیا برید وکړ او هغه یې ونیو. له دغه حالت څخه په ګټې اخیستنې هغه وتوانېد چې د خپلو جنګي هڅو اړوند د هنګري حیاتي ملاتړ ترلاسه کړي. د دغې جګړې په اوږدو کې ماریا ترزا په بریالي ډول وکولای شول، یوازې د سلیسیا او په ایټالیا کې د یو شمېر کوچنیو قلمرونو په له لاسه ورکولو سره د هابسبورګ په پاچهۍ له خپلې واکمنۍ څخه دفاع وکړي. د دغې اووه کلنې جګړې پر مهال ماریا ترزا یوځل هڅه وکړه چې سلیسیا بېرته ونیسي، خو پاتې راغله.

په داسې حال کې چې تمه کېدله، نوموړې به واک خپل مېړه سترواک لومړي فرانسیس او خپل مشر زوی سترواک دویم جوزف ته چې په رسمي ډول په اطریش او بوهمیا کې له هغې سره ګډ واکمنان وو، پرېږدي، خو هغه مطلقه واکمنه وه او د خپلو سلاکارانو په مشوره یې واکمني کوله. نوموړې له کاوینتز- ریتبرګ څخه د وینزل آنتون، فریدریک ویلیام فون هاګوویتز او جرارد ون سویتن په مرسته اداري، مالي، روغتیايي او روزنیز اصلاحات اعلان کړل. هغې  سوداګري او د کرنې وده ترویج کړه او د اطریش ګډوډ پوځ یې مدیریت کړ، چې دغو ټولو د اطریش په نړیوال ځایګي ډېر اغېز وکړ. له دې سره هغې یهودان او پروتستانتان سپکول او ان په ځینو مواردو کې یې د خپل قلمرو لرې پرتو سیمو ته د هغوی د شړلو امر ورکاوه او هم یې نوموړې له دولتي کلیسا ملاتړ کاوه.

زېږون او د ژوند لومړي کلونه[سمول]

د سپېڅلي رومي سترواک شپږم چارلس او د برانسویک – ولفنبوتل څخه د الیزابت کریسټین دویم او مشر ژوندۍ بچۍ ارشیدوسه ماریا ترزا د ۱۷۱۷ زکال د مۍ په ۱۳ مه نېټه د خپل مشر ورور ارشیدوک لئوپولډ له مړینې یوکال وروسته وزېږېدله او د همدغې ورځې پر ماښام د تعمید غسل ورکړل شو. د هغې پلار د هابسبورګ کورنۍ یوازنی ژوندی نارینه و، تمه یې لرله چې زوی به یې پیدا شي ، د هغه د کورنۍ د انقراض مخه به ونیسي او ځای ناستی به یې شي. هماغه و چې، د ماریا ترزا زېږون د هغه او د ویانا د خلکو د ناهیلۍ لامل وګرځېد، چارلس هیڅکله وه نه شو کولای چې په خپلو دغو احساساتو غلبه وکړي. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د ماریا ترزا په زېږون سره نوموړې د هابسبورګ د قلمرو د احتمالي وارثې په توګه د ماریا جوزفا ځایګی ونیو، شپږم چارلس هم د ۱۷۱۳ زکال پراګماټیک سنکشن (عملي بندیز) صادر کړ چې خپلې خورځې یې د خپل ځایناستوب په کتار کې له خپلې لور وروسته راوړې. چارلز د خپلو خورځو د میراث د له منځه وړو په موخه د نورو اړوندو اروپايي ځواکونو تايید ته اړتیا لرله. هغوی سخت شرایط وړاندې کړل: د ویانا په هوکړه کې (۱۷۳۱ زکال) لویې بریتانیا د دغه بندیز د رسمیت پېژندلو په بدل کې له اطریش نه وغوښتل، چې اوسټند کمپنۍ وتړي. په پایله کې لویې بریتانیا، فرانسې، ساکسوني، متحده ولایاتو (هالنډ)، هسپانیا، پروس، روس، ډنمارک، ساردینیا، باوریا او د روم د سپېڅلې سترواکۍ ایالتونو دغه بندیز په رسمیت وپېژند. فرانسې، هسپانیا، ساکسوني، باوریا او پروس وروسته رد کړ. [۳۰][۳۱]

د نوموړې له زېږون څخه څه باندې یو کال وروسته د ماریا انا په نوم د هغې بله خور هم وزېږېدله او ورپسې د ماریا امالیا په نوم یې بله خور په ۱۷۲۴ زکال کې وزېږېده. د دغې سترواکۍ انځورونه ښيي چې ماریا ترزا خپلې مور ایلیزابت کریسټین او خپلې خور ماریا آنا ته ورته وه. د پروس سفیر څرګنده کړې چې هغې لویې آبي سترګې لرلې، کم رنګه سره ځلېدونکي ویښتان، غټه خوله او په پام وړ ډول پیاوړی بدن یې درلود. د هابسبورګ د کورنۍ د نورو غړو پر خلاف، نه د ماریا ترزا پلار او مور او نه یې هم نیکه او انا له یو بل سره نږدې خپلوان و. [۳۲][۳۳][۳۴]

ماریا ترزا یوه جدي او خوندي ساتل شوې ماشومه وه چې له سندرو ویلو او غشي ویشتلو څخه به یې خوند اخیست. پلار یې هغه له آس ځغلونې منع کړې وه، خو وروسته یې په هنګري کې د خپل تاج په سر اېښودو مراسمو په موخه د هغو بنسټونه زده کړل. سترواکې کورنۍ به د اوپرا هغه وسایل چې تر ډېره د شپږم چارلس له خوا کارول کېدل، غږول او له هغو به یې خوند اخیست. د هغه زده کړې د عیسي ټولنې تر څار لاندې وې. هغوی لاتین ښه ور زده کړې وه، خو په نورو برخو کې یې ښه نه وه روزلې. املا او انشا یې مروجه نه وه او د خبرو کولو رسمي ډول یې نه درلود، چې د پخوانیو هبسبورګانو ځانګړنه وه. ماریا ترزا له کونټیس ماري کارولین فون فوکس – مورلاد سره چې هغې ته یې د اړیکو آداب ور زده کول، نږدې اړیکې لرلې. هغې د رسامۍ، نقاشۍ، موسیقي او نڅا په برخه کې روزل شوې وه – هغه څانګې چې هغه یې د ملکې په توګه رول لوبولو ته چمتو کوله. پلار یې له ۱۴ کلنۍ څخه هغې ته اجازه ورکوله چې د شورا په ناستو کې برخه واخلي، خو هېڅکله یې له هغې سره د دولتي چارو اړوند بحث ونه کړ. چارلز له دې سره چې د خپل ژوند وروستۍ لسیزې یې یوازې د ماریا ترزا د میراث د خوندیتوب په موخه تېرې کړې، خو هېڅکله یې هغه د راتلونکې حاکمې په توګه رول لوبولو ته چمتو نه کړه. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

دیني لیدلوری او پالیسۍ[سمول]

ماریا ترزا د هابسبورګ کورنۍ د ټولو غړو په څېر په خپله عقیده کلکه رومن کاتولیک وه. هغې باور درود چې مذهبي یووالی د سوله يیزعامه ژوند لپاره اړین دی او په کلکه سره یې د مذهبي زغم نظریات ردول. هغې یوازې له دولتي کلیسا ملاتړ کاوه او مخالفینو یې د متعصب، بې له زغمه او خرافاتي نظام په توګه د هغې په نظام نیوکې کولې. له دې سره هغې هېڅکله کلیسا ته د دې اجازه ورنه کړه، څو په هغو چارو کې چې د پاچا واکونو ته اړوندې وې، لاسوهنه وکړي، هغې روم په خپل څنګ کې وساته او د لوی سقف، سقف او راهبانو په ټاکلو یې کنټرول درلود. په ټولیزه توګه د ماریا ترزا کلیسايي پالیسۍ،  د دولت او کلیسا ترمنځ په اړیکو کې د دولت د برترۍ خوندي ساتلو په موخه وې.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118577867  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Maria Theresia van Oostenrijk
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Maria-Theresa — subject named as: Maria Theresa — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6db86t8 — subject named as: Maria Theresa — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/3544 — subject named as: Maria Theresia — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/22379 — subject named as: Maria Theresia — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/2770397 — subject named as: Maria Theresia — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10308.htm#i103072 — subject named as: Maria Theresia Amalia Walburga Erzherzogin von Österreich — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ subject named as: Maria Theresia — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=18709 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/maria-theresia-erzherzogin-von-österreich — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/maria-theresia-erzherzogin-von-österreich — سرليک: Habsburg, Maria Theresia (deutsche Kaiserin) — ورځپاڼه: 7 — پاڼه: 60 — نشرونه لخوا د: Biographisches Lexikon des Kaiserthums Oesterreich
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0040310.xml — subject named as: Maria Teresa I d’Àustria — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Salzburgwiki ID: https://www.sn.at/wiki/index.php?curid=44711 — subject named as: Maria Theresia
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=38929 — subject named as: Marija Terezija — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ https://cs.isabart.org/person/58470 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ https://cs.isabart.org/person/27879 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ ۱۷٫۲ ۱۷٫۳ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bmeia.gv.at/fileadmin/user_upload/Zentrale/Kultur/Publikationen/KALLIOPE_Austria-Frauen_in_Gesellschaft__Kultur_und_Wissenschaft.pdf — دوتنه: Anna Gadzinski — سرليک: KALLIOPE Austria — پاڼه: 30 — خپرونکی: Federal Ministry for European and International Affairs — ISBN 978-3-9503655-5-9
  18. پیوستون : 118577867  — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ پیوستون : 118577867  — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Мария Терезия — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  20. پیوستون : 118577867  — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  21. Union List of Artist Names ID: https://www.getty.edu/vow/ULANFullDisplay?find=&role=&nation=&subjectid=500096641 — د نشر نېټه: ۲۱ مې ۲۰۲۱ — پیدا کوونکی: Getty Research Institute — د خپرولو نیټه: ۱ نومبر ۲۰۱۷
  22. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000701157 — د نشر نېټه: ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۲
  23. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000701157 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  24. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/18860899
  25. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000701157 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  26. Mahan 1932، ص. 12.
  27. Mahan 1932، ص. 6.
  28. Morris 1937، ص. 21.
  29. Goldsmith 1936، ص. 17.
  30. Crankshaw 1970، ص. 24.
  31. Ingrao 2000، ص. 129.
  32. Mahan 1932، ص. 23.
  33. Mahan 1932، ص. 228.
  34. Ingrao 2000، ص. 128.
  35. Crankshaw 1970، صص. 19–21.
  36. Mahan 1932، صص. 21–2.
  37. Morris 1937، ص. 28.
  38. Browning 1994، ص. 37.
  39. Beales 2005، ص. 69.
  40. Mahan 1932، ص. 251.
  41. Kann 1980، ص. 187.
  42. Holborn 1982، ص. 223.