ماریا کارولینا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ماریا کارولینا (ماریا کارولینا لوئیس جوزفا جوهانا انتونیا؛ زوکړه د ۱۷۵۲ کال د اګست ۱۳مه – مړینه د ۱۸۱۴ کال د سېپټمبر ۸مه) د پاچا درېيم او څلورم فردیناند او وروسته د دوو سیسیل پاچاهۍ پاچا د مېرمنې په توګه د ناپولي او سیسیل ملکه وه. ماریا د خپل خاوند د پاچاهیو د ډفاکتو/اصلي واکمنې په توګه د فراماسونری (خپلواک د ورورۍ سازمانونه چې په نړۍ کې خاص مرکز نه لري، ژباړن) بندیز د لغوه کولو، د خپلې خوښې کس ښاغلي جان اکتون تر امر لاندې د سمندري ځواکونو پراختیا او د اسپانیې د نفوذ په ګډون د ګڼو سمونو/اصلاحاتو پر پلي کولو څار درلود. هغه د فرانسې د انقلاب تر ظهور پورې د مطلقې منورې دېکتاتورۍ له پلویانو څخه وه، تر هغه چې د نظریو له پرمختګ څخه د مخنیوي لپاره یې ناپولي په یو پولیسي دولت بدله کړه.  

ماریا کارولینا چې د اتریش د ارشیدوکي دولت یوه غړې وه د ملکې ماریا تزار او سترواک لومړي فرانسیس د دیارلسم ماشوم په توګه نړۍ ته راغله، له اسپانیې سره د اتریش د اتحاد د یوې برخې په توګه یې له فردیناند سره واده وکړ، چې د فردیناند پلار یې پاچا و. په ۱۷۷۵ کال کې د یو نارینه وارث تر زېږولو وروسته ماریا کارولینا په خصوصي شورا کې ومنل شوه. تر هغې وروسته هغې تر ۱۸۱۲ کال پورې کله چې ویانا ته راستنه شوه پر یاده شورا واک درلود. ماریا کارولینا د خپلې مور په څېر د خپلو بچیانو لپاره د سیاسي پلوه ګټورو ودونو ته هڅه وکړه. ماریا کارولینا د جیکوب فلیپ هاکرت او انجلیکا کافمن په څېر نقاشانو او ګائتانو فیلانجیري، ډومنیکو سیریلو او جوزپه ماریا ګالانتي په څېر علمي څېرو له ملاتړ سره ناپل د هنري مرکز په توګه معرفي کړ. ماریا کارولینا له خپلې ملکې سره چې د هغې خور ماری انتوانت وه د فرانسویانو له چلند څخه کرکه لرله، د ناپلیوني جګړو او د فرانسې د انقلاب په بهیر کې یې ناپل له بریتانیا او اتریش سره متحده کړ. د فرانسې په اشغال کې پر روم باندې د ناپیلون ناکامه یرغل په پایله کې هغه د ۱۷۹۸ کال په ډېسمبر کې سیسیل ته وتښتېده. یوه میاشت وروسته د پارنتوپي جمهوریت اعلان شو چې د شپږ میاشتو لپاره یې په ناپل کې د بوربونیانو له واکمنۍ څخه انکار وکړ. ماریا کارولینا په ۱۸۰۶ کال کې د دویم ځل لپاره د فرانسوي پوځيانو په‌واسطه د ناپل د ملکې په توګه له واکه لرې شوه، ناپل ته د هغې د خاوند د بېرته راستنولو څخه یو کال مخکې په ۱۸۱۴ کال کې په ویانا کې ومړه.

ماریا کارولینا د ماریا ترزا تر ټولو وروستۍ پاتې بچۍ وه. هغه همدارنګه په دوه سیسیل پاچاهۍ کې د ناپل او سیسیل تر اتحاد مخکې د دغو دواړو وروستۍ ملکه وه.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

ماریا کارولینا لوئز جوزفا یوهانا انتونیا د ۱۷۵۲ کال د اګست په ۱۳مه د ویانا په شونبرون ماڼۍ کې نړۍ ته راغله، چې د هنګري او بوهمیا د ملکې او د هابسبورګ د واک لرونکي قلمرو د واکمنې ماریا ترزا او د سپېڅلي روم د سترواک لومړي فرانسیس دیارلسمه او شپږمه ژوندۍ پاتې شوې ماشومه وه. هغه د خپلو مشرانو خویندو هم‌نومې وه- ماریا کارولینا، چې له خپل زېږون څخه دوې اونۍ وروسته ومړه او ماریا کارولینا چې کورنۍ یې د شارلوټ په نوم پېژندله او د تمعید له غسل څخه څو ساعته وروسته ومړه. د هغې تمعیدي والدین د فرانسې پاچا پنځلسم لوئیس او د هغه مېرمن ماریا لزچینسکا وو. ماریا کارولینا هغه نجلۍ وه چې تر ډېره يې خپلې مور ته ورته‌والی درلود. [۱]

ماریا کارولینا له خپلې کوچنۍ خور ماري انتوانت سره ډېره نږدې اړیکه لرله. له ډېرو لومړیو څخه هغوی ورته واکمنانې او د لرچنفلډ ملکې وې. د هغوی پر نږدې‌والي یو سند دا دی که به یوه ناروغه شوه بله به هم ناروغه کېده. د ۱۷۶۷ کال په اګست کې ماریا ترزا دغه دواړه لوڼې چې لا د کنتس ماري وون براندیس تر ملاتړ لاندې وې، د هغوی د بد چلند له امله له یو بل څخه بېلې کړې. لږ ځنډ وروسته د هم‌هغه کال په اکتوبر کې د ماریا کارولینا خور ماریا ژوزفا چې له اسپانیې سره د اتحاد د یوې برخې په توګه یې باید د ناپل له څلورم فردیناند سره واده کړی وی، مخکې له دې چې له هغه سره د واده لپاره ناپل ته لاړه شي د چیچک د یوې ساري ناروغۍ له امله ومړه. یواځې ۵ کاله مخکې له هغې څخه د ماریا جوزفا مشرې خور ماریا یوهانا له ځوان پاچا سره کوژده کړې وه، خو هغه هم د چیچک له امله ومړه. د څلورم فردیناند پلار اسپانیوی درېیم چارلز د اسپانیې او اتریش اتحاد ته لېوال و، د ماریا جوزفا له خویندو څخه یې یوه د هغې په ځای وغوښته. سترواک د مادرید دربار وړاندیز کړ او د ناپل له طرفه یې له ماریا امالیا یا ماریا کارولینا سره مذاکره وکړه. دا چې ماریا امالیا د هغه له زوی څخه ۵ کاله مشره وه، وروسته درېیم چارلز غوره شو. ماریا کارولینا له هغه سره د کوژدې پر وړاندې بد غبرګون ښکاره کړ، ويې ژړل او ویې ویل دې ته په پام سره چې له فردیناند سره تر واده مخکې یې دوه خویندې مړې شوې دي نو ناپلي ودونه بدمرغه دي. که څه هم د هغې مخالفتونو د ناپل د ملکې په توګه د هغې د نوې رول لپاره د کنتس لرچنفلډ په‌واسطه تیارۍ ځنډنۍ نه کړې. ۹ میاشتې وروسته د ۱۷۶۸ کال د اپرېل په ۷مه ماریا کارولینا په غیابي ډول د ناپل له څلورم فردیناند سره واده وکړ چې د هغې ورور فردیناند د ناوې-زوم استازی و.    [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د واکمنۍ لومړي کلونه[سمول]

د ناپل ۱۵ کلنې ملکې په مهلت کې ناپل ته سفر وکړ او په لاره کې يې په مانتوا، بولونیا، فلورانس او روم کې دمه وکړه. هغه د ۱۷۶۸ کال په ۱۲مه د ناپل پاچاهۍ ته دننه شوه او په تراچینا کې پلې شوه او هلته يې له خپلو لرغونو خدمتکارانو سره مخه ښه وکړه. له تراچینا څخه د هغې د ساتونکو په ډله کې د هغې ورور د توسکاني ستر دوک او د هغه مېرمنه ماریا لوئیزا له اسپانیې څخه شامل وو، پوزتلا ته لاړل او هلته يې له خپل خاوند سره لیدنه وکړه چې هغه يې «ډېر بدرنګ»وموند. هغې کنتس لرچنفلډ ته په خطاب ولیکل: «هغه یوازې ماته د دندې له امله ګران دی...» او ان فردیناند یې هم له هغې سره بونتله، د هغوی تر لومړۍ مشترکې شپې وروسته يې اعلان وکړ: «هغه داسې ویده کېږي لکه مړه او داسې خولې کېږي لکه خوګ.»[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

که څه هم له خپل خاوند څخه د ماریا کارولینا بیزارۍ د هغې د امیندوارۍ مخه ونه نیوله، ځکه د هغې د مېرمن کېدلو تر ټولو مهمه دنده د دغې کورنۍ/کرړې دوام و. په ټوله کې ماریا کارولینا له فردیناند څخه ۱۸ ماشومان وزېږول چې له ډلې ۷ بچیان تر بلوغ پورې ژوندي پاتې شول، چې د هغه ځای ناستی لومړی فرانسیس، د سپېڅلي روم وروستی امپراتور، د توسکاني ستر دوشس، د فرانسویانو وروستۍ ملکه او شهزادګۍ استوریاس په کې شامل و. ماریا کارولینا له ۱۷۷۲ تر ۱۷۹۳ کال پورې په اتریش کې د ۲۱ کالو په بهیر کې ۱۸ ماشومان وزېږول.

د تانوچي نسکورېدل[سمول]

فردیناند چې له شهزاده شان نیکادرو څخه کمزورې زده‌کړې ترلاسه کړې وې او د واکمنۍ وړتیا يې نه لرله او په بشپړ ډول يې د خپل پلار اسپانیوي درېیم چارلز په مشوره چې د برناردو تانوچي په‌واسطه ابلاغ شوه تکیه وکړه. د ملکې ماریا ترزا په لارښوونو ماریاکارولینا د هغه د خوښې وړ فعالیت-ښکار- سره د مینې په تظاهر د فردیناند باور جلب کړ. له دې سره هغې د ایالت د ادارې لپاره یو شاتنی ور ترلاسه کړ، چې په ۱۷۷۵ کال کې یوازې د یو وارث له زېږولو سره په خصوصي شورا کې د هغې له منلو سره په بشپړ ډول درک شو. تر هغه مهاله ماریا کارولینا د ناپل د دربار د بیا ښېرازۍ  ریاست پر غاړه درلود چې د هغې د خاوند له نایب‌توب څخه ورته چندان پام نه و شوی. د نورو په منځ کې اکادمیسین ګیتانو فلانګیري، ډومینیکو سیریلو او جوسيپ ماریا ګالانتي د هغې سالون ته ورتلل. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. Lever, p. 315.
  2. Fraser, p. 27.
  3. Fraser, p. 38.
  4. Crankshaw, p. 274.
  5. Acton, p. 126.
  6. Bearne, p. 57.
  7. Bearne, p. 60.
  8. Bearne, p. 66.
  9. Bearne, p. 62.
  10. Acton, p. 129.
  11. Acton, p. 130.
  12. Bearne, p. 67.
  13. Bearne, p. 71.
  14. Acton, p. 131.
  15. Acton, p. 114.
  16. Acton, p. 172.
  17. Bearne, p. 78.
  18. Bearne, p. 80.
  19. Bearne, p. 81.