ماري انتوانېت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


ماري انتوانېت (په انګلیسي: Marie Antoinette؛ پیدایښت: ۲-نومبر-۱۷۵۵، مړینه: ۱۶-اکټوبر-۱۷۹۳) د فرانسې تر انقلاب مخکې د فرانسې وروستۍ ملکه وه. هغه د اتریش ارشیدوکس په توګه وزېږېدله او د ملکې ماریا ترزا او امپراتور لومړي فرانسېس تر ټولو کشره لور او له آخره دوه‌یم ماشوم ؤ. د ۱۷۷۰ز کال په مې میاشت کې د ۱۴ کلونو عمر په لرلو سره له لویس-اګوسټې (د فرانسې د تاج او تخت څرګند پاتوړی) سره له واده وروسته د فرانسې د ولیعهد مېرمن (دوفینه) شوه. د ۱۷۷۴ کال د مې پر ۱۰مه خاوند یې د شپاړلسم لویس په توګه پر تخت کښېناسته او هغه ملکه شوه.[۱]

په شاهي دربار کې د ماري انتوانېت موقف هغه مهال لوړ شو چې له واده څخه اته کاله وروسته یې د ماشوم لرلو هوډ وکړ. سره له‌دې، هغې د خلکو په منځ کې خپل محبوبیت او ګرانښت له لاسه ورکړ، ځکه چې فرانسوي اغواګرو پر هغې د عیاشۍ، بې‌عفتۍ، د نامشروعو ماشومانو لرلو او د فرانسې له دښمنانو (په تېره بیا د هغې اصلي ټاټوبی «اتریش») سره د خواخوږۍ تورونه ولګول. د الماسو د غاړه‌ګۍ درواغو تورونو د هغې شهرت تر ډېره له‌منځه یووړ. د انقلاب پر مهال، هغه د «Madame Déficit» (د بودجې د کسر مېرمن) په نامه مشهوره شوه، ځکه چې د خلکو په باور په هېواد کې مالي او اقتصادي کړکېچ د هغې د لوړو لګښتونو او د تورګو او نېکر له مالي او ټولنیزو اصلاحاتو سره د هغې مخالفت له‌امله رامنځ شوی ؤ.[۲]

د انقلاب په اوږدو کې، وروسته له هغې چې دولت د ۱۷۸۹ کال په اکټوبر میاشت کې د شاهي کورنۍ غړي په تویلري ماڼۍ کې په کورني بند کې ونیول، څوګونې پېښې له ماري انتوانېت سره اړوند وګڼل شوې. د ۱۷۹۱ کال په جون میاشت کې «وارېن ته د الوتنې» هڅه او د لومړۍ ټلوالې په جګړه کې د هغې لاس لرل د فرانسویانو پر عامه افکارو باندې خورا ناوړه اغېزه پرېښوده. د ۱۷۹۲ کال د اګوسټ پر ۱۰مه پر تویلري باندې د بریدونو له‌امله شاهي کورنۍ له مجبورې ورځې د فرانسې ملي شورا ته پناه یوړه او د کورنۍ ټول غړي د اګوسټ پر ۱۲مه د معبد په زندان کې بندي شول. د ۱۷۹۲ کال د سپټمبر پر ۲۱مه شاهي نظام نسکور او د ۱۷۹۳ کال د جنوري پر ۲۱مه شپاړلسم لویس د ګیوتین (د سر پرې کولو ماشین) په واسطه اعدام شو. د ماري انتوانېت محاکمه د ۱۷۹۳ کال د اکټوبر پر ۱۴مه پیل شوه؛ هغه دوه ورځې وروسته د انقلابي محکمې له‌لوري د هېواد سره په خیانت محکومه شوه او د خپل خاوند په څېر د ګیوتین په واسطه د انقلاب په څلورلارې کې اعدام شوه.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

ماریا انتوانیا د ۱۷۵۵ز کال د نومبر پر ۲مه د ماښام پر ۰۸:۳۰ بجو د اتریش په ویانا کې په هوفبورګ ماڼۍ کې زېږېدلې وه. هغه د ملکې ماریا ترزا (د هابسبورګ ټولواکمنۍ حاکمه) او لومړي فرانسېس (د مقدس روم ټولواکمن) تر ټولو کشره لور وه. تعمیدي مور او پلار یې د پُرتګال ملکه او پاچا ماریانا وېکتوریا او لومړی جوزف وو؛ ارشیدوک جوزف او ارشیدوکس ماریا انا د خپلې نوې زېږېدلې خور لپاره د وکالتي استازو په توګه عمل وکړ. ماریا انتوانیا د کاتولیک د تعزیت په ورځ «د مړو د ارواوو ورځ» کې زېږېدلې وه، خو د زوکړې نېټه یې د نومبر ۱ړي ته واړول شوه او په دې توګه د یوې کلنۍ زوړکړې ورځ یې د «واړه قدیسیانو په ورځ» ونمانځل شوه. له زېږېدو وروسته، ډېر ژر د شاهي کورنۍ د ماشومانو روزونکي «کونتس فون براندیس» تر څارنې لاندې ونیول شوه. ماریا انتوانیا له خپلې خور «ماریا کارولینا» سره، چې درې کاله مشره وه، یوځای لویه شوه او د ژوند تر پایه یې له هغې سره نږدې اړیکې درلودې او د زړه راز یې ورسره کاوه. ماریا انتوانیا له خپلې مور سره، چې ورته یې د «کوچنۍ مېرمن انتوانیا» نوم ورکړی ؤ، له ډېرې مودې وروسته ښه شوه خو اړیکه یې خورا مینه‌ناکه پاتې شوه.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

ماریا انتوانیا تر پېغلتوبه په هوفبورګ او شونبرون ماڼیو کې ژوند کاوه؛ شونبرون د شاهي کورنۍ د دوبي مېشتځای ؤ. د ۱۷۶۲ کال د اکټوبر پر ۱۳مه اووه کلنه ماریا په شونبرون کې له یوه عجیبه ماشوم «وُلفګنګ امادیوس موزارت» سره، چې دوه میاشتې ورڅخه کشر ؤ، اشنا شوه. که څه هم په خصوصي توګه یې تعلیم وکړ، خو د زده‌کړې پایلې یې د تمې وړ نه‌وې. په ۱۰ کلنۍ کې یې په آلماني یا د شاهي دربار په نورو متداولو ژبو (لکه فرانسوي او ایټالیایي) لیک او لوست کولای نه‌شو او د غږېدلو پر مهال یې ژبه بنده راتله. د کریستوف ویلي‌بالد ګلوک تر نظر لاندې، ماریا انتوانیا په موسیقي کې ډېره تکړه شوه. هغې د چنګ، هارپسي‌کورډ او شپېلۍ غږول زده‌کړل. هغې د کورنۍ په ماښامني بانډار کې سندرې ویلې او خورا زړه‌کښونکی غږ یې درلود. په نڅا کې هم څه کمه نه‌وه، «نفیس» وقار یې درلود او له نانځکو سره یې مینه وه.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د ۱۷۶۷ز کال په اکټوبر کې په ویانا کې د چېچک وبا له‌امله د مشرې خور «ماریا جوزِفا» مړینې، پېغله ماریا انتوانیا ډېره خپه کړه. ماریا انتوانیا ته د ژوند په وروستیو کې ډېر یادېدل چې رنځورې ماریا جوزِفا هغه په غېږ کې نیولې وه او هغې ته یې ویل چې هېڅکله به ناپولي ته سفر ونه‌کړي ترڅو د ناپولي پاچا څلورم فردیناند سره (چې کوژدن یې ورسره شوی ؤ) واده وکړي.[۲۰]

وروسته په ۱۷۶۸ز کال کې، مَتیو-ژاک دو ورموند د پنځلسم لویس له‌لوري واستول شو ترڅو ماریا انتوانیا ته په کور کې په خصوصي توګه سبق ووایي، ځکه چې هغه د شپاړلسم لویس راتلونکې مېرمن وه. آبه دو ورموند، چې د یوه ښوونکي په توګه یې خدمت کاوه، ولیدل چې هغه په زده‌کړو کې ښه نه‌ده او په ۱۳ کلنۍ کې لا لیک او لوست نه‌شي کولای. خو له‌دې سره، سره، ښوونکي وستایله او ویل یې چې، «ستا شخصیت، ستا زړه، هر څه دې ډېر ښه دي». ښوونکي ولیدل چې «ماریا انتوانیا هغومره هم ټنبله نه‌وه چې په هکله یې فکر کېده»، خو «هغه په نسبي توګه لټه او بې‌پروا ده او درس ورکول ورته ګران دي».[۲۱]

د فرانسې د ولیعهد مېرمن (دوفینه) (۱۷۷۰ تر ۱۷۷۴ز)[سمول]

له اووه کلنې جګړې او د ۱۷۵۶ز کال له ډیپلوماتیک انقلاب وروسته، ملکې ماریا ترزا هوډ وکړ ترڅو خپل د کلونو، کلونو دښمن د فرانسې پاچا شپاړلسم لویس سره دښمني ته د پای ټکی کښېږدي. دواړو یې غوښتل چې د پروشیا او لویې بریتانیا لوړې هیلې او خوبونه له خاورو سره یو کړي او په خپلو متبوعو هېوادونو کې قطعي سوله راولي؛ په‌دې توګه دواړو یې پیوستون او متفق کېدنه لاسلیک کړه: د ۱۷۷۰ کال د فبروري پر ۷مه پنځلسم لویس په رسمي ډول ماریا انتوانیا خپل لمسي او وارث، د بېري دوک او د فرانسې ولیعهد (دوفین) «لویس-اګوسټې» ته وغوښتله.[۲۲]

ماریا انتوانیا په رسمي ډول د هابسبورګ په سیمو کې له خپلو حقونو څخه تېره شوه او د اپرېل پر ۱۹مه یې په غیابي ډول د ویانا په اګوسټیني کلیسا کې د فرانسې له ولیعهد (دوفین) سره واده وکړ او د دوفین پر ځای یې ورور ارشیدوک فردیناند ودرېده. د مې پر ۱۴مه یې له خپل خاوند سره د کومپین ځنګله په یوې څنډه کې ولیدل. فرانسې ته له رسېدو وروسته، هغې د خپل نامه فرانسوي لیکبڼه غوره کړه: ماري انتوانېت. د ۱۷۷۰ کال د مې پر ۱۶مه د یوه بل تشریفاتي واده مراسم د ورسای په ماڼۍ کې ترسره شول؛ له جشن او خوشحالیو وروسته، ناوې او زوم د کورنۍ او خپلوانو له‌لوري ځانګړې خونې ته هدایت شول ترڅو د دود او دستور له‌مخې د یوشمېر شاهدانو په حضور کې د لومړي ځل لپاره کورواله وکړي. له هغه ځایه چې لویس-اګوسټې او ماري انتوانېت د راتلونکو ۷ کلونو په موده کې په واقعي معنی سره کورواله نه‌کوله او جنسي مقاربت یې نه‌درلود، شهرت او نېکنامي یې د خپلو او پردیو په نظر کې خړه شوه.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]کينډۍ:Sfnm

لومړنی ژوند[سمول]

ماري انتوانت د ۱۷۵۵ زکال د نومبر په ۲مه نېټه د اتریش د وین ښار په هافبورګ ماڼۍ کې د شپې په ۸:۳۰ بجو وزیږېده. دا د هابسبورګ سترواکۍ د ملکې ماریا ترزا او د روم د سپېڅلې سترواکۍ د سترواک لومړي فرانسېس کشرۍ لور وه. د هغې لپاره د پلار او مور ځای ناستي د پرتګال پاچا او ملکه؛ لومړی ژوزف او ماریانا ویکټوریا وو. لوی دوک ژوزف او لویې دوشس ماریا انا د خپلې نوې زیږېدلې خور د پالونکو په توګه عمل کاوه. ماري انتوانت د ټولو ارواه ګانو د ورځې په نامه د کاتولیکانو د ویر څرګندونې په ورځ وزیږېده؛ له همدې امله یې د ماشومتوب پر مهال د زوکړې ورځ له دغې ورځې یوه ورځ وروسته لمانځل کېده ځکه چې د زیږون اصلي ورځ یې چې د ټولو مقدسینو ورځ وه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې به لمانځل کېدله. له زیږون څخه لږ وروسته هغه د فرانسې د سترواکۍ د ماشومانو پالونکې، کونټیس فون برانډیس ته د پالنې په موخه وسپارل شوه. ماري آنتوانت له خپلې خور ماریا کارولینا سره چې درې کاله له دې مشره وه، یوځای را لویه او د ټول عمر لپاره دواړو ځانګړې اړیکه لرله. ماري په پیل کې له خپلې مور سره جنجالي خو بالاخره یې عاشقانه اړیکه لرله او مور یې هم «کوچنۍ مېرمن انتوني» بلله. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

محاکمه او اعدام (۱۴ – ۱۶ اکتوبر ۱۷۹۳ زکال)[سمول]

ماري انتوانت د ۱۷۹۳ زکال د اکتوبر په ۱۴مه د انقلابي محکمې له خوا محاکمه شوه. یو شمېر تاریخ پوهان په دې باور دي چې د محاکمې پایله یې له وړاندې څخه د میخک د توطئې د افشا پر مهال د عامه امنیت د کمېټې له خوا ټاکل شوې وه. هغې او وکیلانو ته یې یوه ورځ وخت ورکړل شو څو خپله دفاعیه چمتو کړي. په هغې باندې په لګول شوو تورونو کې هغه تورونه شامل و چې د افترا پر مهال ورباندې لګول شوي و: په ورسای کې د عیاشۍ تنظیم، د فرانسې د خزانې څخه اتریش ته د میلیونونو لیور لېږنه، په ۱۷۹۲ زکال کې د فرانسې د ملي ګارد د عام وژنې پلان، دا چې خپل زوی یې د فرانسې نوی پاچا اعلان کړی و او همدارنګه له محارمو سره د زنا تور چې زوی یې لویي چارلز ورباندې ولګاوه؛ چارلز د راډیکال ژاک هربرت له خوا کنټرول کېده او هغه ورباندې فشار راووړ چې په خپلې مور دغه ډول تور ولګوي. دغه تور د ماري انتوانت له احساسي غبرګون سره مخ شو، د دغه تور اړوند یې له ځواب ویلو ډډه وکړه او پر ځای یې د محاکمې په خونه کې ټولې میندې راوبللې. د هغوی غبرګون آرامه کړه ځکه چې هغو ښځو د دې اړوند بل هېڅ ډول زړه سواندي هم نه لرله. [۳۵][۳۶]

ماري انتوانت د اکتوبر په ۱۶مه په دریو تورونو کې پړه وګڼل شوه: د ملي خزانې تشول، د هېواد د داخلي او بهرني امنیت پر وړاندې توطئه او د د دښمن په ګټه د جاسوسۍ د چارو د ترسره کولو له امله لوی خیانت. وروستی جرم یې په یوازې بڼه په اعدام باندې د محکومیت لپاره کافي و؛ په داسې حال کې چې په تر ټولو ناوړه حالت کې هغې او وکیلانو یې تمه لرله چې د ابدي حبس جزا به ورته وټاکل شي. هغې د خپل ژوند په وروستیو ساعتونو کې د پنځلسم لویي لمسۍ او خپلې نږدې ملګرې مېرمن الیزابت ته لیک ولیکه او په هغو کې یې په خپل پاک وجدان، کاتولیک ایمان او له خپلو ماشومانو سره په مینې ټینګار وکړ. دغه لیک تر الیزابت پورې وه نه رسېد. د هغې وصیت چې له تخت لاندې یې وموندل شو؛ د روبسپیر د مقالاتو د ټولګې برخه جوړوي او د اډم – بونوېنچر کورتیوس له خوا خپور شوی. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

هغه د اعدام لپاره د چمتووالي پرمهال اړ شوه څو د ساتونکو پر وړاندې خپلې جامې بدلې کړي. دې غوښتل تور رنګه کالي واغوندي، خو اړ کړای شوه چې ساده سپینې جامې واغوندي، هغه جامې چې فرانسوي کونډو ملکو به اغوستې. د دې وېښتان یې غوڅ کړي و، لاسونه یې ورته په شا کې کلک تړلي و او په یوه اوږده پړي یې تړلې وه. د مېړه پر خلاف چې د اعدام لپاره یې په خونه لرونکي اس ګاډي کې یووړ، یو ساعت وخت یې ونیو چې دا یې په یوه سر خلاصې ګاډۍ کې د سېنټ هونر واټ څخه د انقلاب میدان ته بوتله (دغه میدان اوس مهال د کنکورډ میدان نومېږي). هغې د وګړو له سپکاوي سره بیا هم خپل احساسات کنټرول وساتل. چارواکو د هغې د وروستي اعتراف اورېدو لپاره یو کشیش وټاکه. هغه په اس ګاډي کې ورسره څنګ ته کښېناست، خو د اعدام تر ځایه دې ورته پام ونکړ، ځکه چې دغه کشیش له جمهوریت سره بیعت کړی و.[۴۲]

له ماري انتوانت څخه د ۱۷۹۳ زکال د اکتوبر په ۱۶مه نېټه سر غوڅ کړای شو. د هغې وروستۍ جمله چې په ناڅاپي ډول یې د خپل اعدام کوونکي په پښه باندې له پښې اېښودو وروسته وویله داسې ثبت شوې ده، «ما وبخښه ښاغلیه! ما دغه چاره په قصدي ډول نه ده ترسره کړې». ماري توسو ته دنده سپارل شوې وه چې د اعدام پر مهال د هغې د سر ماسک جوړ کړي. د هغې مړی د مډلین هدیرې په یوه ناڅرګند قبر کې وغورځول شو؛ دغه هدیرې ډي آنژو واټ ته نږدې موقعیت درلود. له دې امله چې دغه هدیره نوره ډکه وه د ۱۷۹۴ زکال د مارچ په ۲۵ مه وتړل شوه. [۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

بهرني غبرګونونه[سمول]

له اعدام وروسته نوموړې له هېواده بهر د فرانسې د انقلاب په جنجالي څېره واوښته. یو شمېر کسانو هغه د انقلاب د پېښو د پړې اچولو لپاره قرباني وبلله. توماس جفرسون په ۱۸۲۱ زکال کې د یوې لیکنې په کولو سره ادعا وکړه چې «د هغې قمار او بې کچې لګښتونه د کنټ ډي ارتیوس او د هغې د ډلې د نورو غړو له قمار سره په خوا کې د خزانې د تشېدو لپاره معقول لامل و چې له امله یې اصلاح کوونکی ملت او مخالفین لاس په کار شول، د هغې انعطاف نه منونکی انحراف او نه کمېدونکې روحیه د دار تر سره د هغې د رسېدو لامل وګرځېدل»؛ هغه زیاته کړې چې «زه تر اوسه په دې باوري یم که چېرې ملکه نه وای هېڅکله به هم انقلاب نه وای رامنځته شوی». [۴۸]

یو شمېر نور بیا د هغې له برخلیک څخه حیران پاتې شوي وو او هغه یې د انقلاب د ګواښونو نښه بلله. اډمونډ برک په ۱۷۹۰ زکال کې د «فرانسې د انقلاب اړوند د غبرګونونو» تر عنوان لاندې خپله رساله کې چې د ماري د بندي کېدو پر مهال یې په پاریس کې لیکلې وه، د هغې له اعدام وړاندې یې د خواشینۍ څرګندونه وکړه او زیاته یې کړه چې «د ځوانمردۍ وخت تېر شوی او د اروپا افتخارات د تل لپاره له منځه تللی دي»، نور به «هېڅ وخت او هېڅ کله هم رتبې او جنسیت ته هغه پخوانۍ سخاوتمندانه وفاداري وه نه وینو». د هغې خور او د ناپل ملکې ماریا کارولینا د هغې د اعدام له خبر اورېدو وروسته د ماتم حالت اعلان او د انقلابیونو پر وړاندې یې خپله غصه څرګنده کړه. هغې په چټکۍ سره په ناپل کې د اصلاح غوښتونکو او روڼ آندو څخه ملاتړ وځنډاوه او ناپلي سقفانو او کشیشانو ته یې اجازه ورکړه چې د هېواد د سیکولر کېدو چارې په ټپه ودروي؛ ورته مهال یې له ګڼ شمېر هغو کډوالو سره مرسته وکړه چې له انقلابي فرانسې څخه ناپل ته راتښتېدلي و. [۴۹][۵۰]

سرچينې[سمول]

  1. Jones, Daniel (2003) [1917], Peter Roach; James Hartmann; Jane Setter (المحررون), English Pronouncing Dictionary, Cambridge: Cambridge University Press, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-12-539683-8 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  2. Royal household spending in 1788 was 13% of total state expenses (excluding interest on debts).(Finances of Louis XVI (1788) | Nicholas E. Bomba https://blogs.nvcc.edu Archived 2011-04-20 at the Wayback Machine. › nbomba › files › 2016/10, https://books.google.com/books?id=ixJWG9q0Eo4C
  3. "The Birth of Marie Antoinette | History Today". www.historytoday.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Fraser 2002, p. 5
  5. Fraser 2002, pp. 5–6
  6. de Decker, Michel (2005). Marie-Antoinette, les dangereuses liaisons de la reine. Paris, France: Belfond. د کتاب پاڼي 12–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2714441416. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. de Ségur d'Armaillé, Marie Célestine Amélie (1870). Marie-Thérèse et Marie-Antoinette. Paris, France: Editions Didier Millet. د کتاب پاڼي 34, 47. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Lever 2006, p. 10
  9. Fraser 2001, pp. 22–23, 166–70
  10. de Decker, Michel (2005). Marie-Antoinette, les dangereuses liaisons de la reine. Paris, France: Belfond. د کتاب پاڼي 12–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2714441416. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Delorme, Philippe (1999). Marie-Antoinette. Épouse de Louis XVI, mère de Louis XVII. Pygmalion Éditions. د کتاب پاڼې 13. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. de Decker, Michel (2005). Marie-Antoinette, les dangereuses liaisons de la reine. Paris, France: Belfond. د کتاب پاڼي 12–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2714441416. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. de Ségur d'Armaillé, Marie Célestine Amélie (1870). Marie-Thérèse et Marie-Antoinette. Paris, France: Editions Didier Millet. د کتاب پاڼي 34, 47. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Lever, Évelyne (2006). 'C'état Marie-Antoinette. Paris, France: Fayard. د کتاب پاڼې 14. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Cronin 1989, p. 45
  16. Fraser 2002, pp. 32–33
  17. de Decker, Michel (2005). Marie-Antoinette, les dangereuses liaisons de la reine. Paris, France: Belfond. د کتاب پاڼي 12–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2714441416. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Cronin 1989, p. 46
  19. Weber 2007, p. 13–14
  20. Fraser 2002، ص. 28.
  21. "Marie Antoinette". Smithsonian Magazine. November 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. de Decker, Michel (2005). Marie-Antoinette, les dangereuses liaisons de la reine. Paris, France: Belfond. د کتاب پاڼي 12–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2714441416. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Fraser 2001, pp. 51–53
  24. Pierre Nolhac La Dauphine Marie Antoinette, 1929, pp. 46–48
  25. de Decker, Michel (2005). Marie-Antoinette, les dangereuses liaisons de la reine. Paris, France: Belfond. د کتاب پاڼي 12–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2714441416. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Fraser 2001, pp. 70–71
  27. Nolhac 1929, pp. 55–61
  28. Fraser 2002, p. 5
  29. Fraser 2002, pp. 5–6
  30. de Decker, Michel (2005). Marie-Antoinette, les dangereuses liaisons de la reine. Paris, France: Belfond. د کتاب پاڼي 12–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2714441416. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. de Ségur d'Armaillé, Marie Célestine Amélie (1870). Marie-Thérèse et Marie-Antoinette. Paris, France: Editions Didier Millet. د کتاب پاڼي 34, 47. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Lever 2006, p. 10
  33. Fraser 2001, pp. 22–23, 166–70
  34. "The Birth of Marie Antoinette | History Today". www.historytoday.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Procès de Louis XVI, de Marie-Antoinette, de Marie-Elisabeth et de Philippe d'Orléans, Recueil de pièces authentiques, Années 1792, 1793 et 1794, De Mat, imprimeur-libraire, Bruxelles, 1821, p. 473
  36. Castelot 1962، صص. 496–500.
  37. Le procès de Marie-Antoinette, Ministère de la Justice, 17 October 2011, (French) [۱] Archived 21 September 2015 at the Wayback Machine.
  38. Furneaus 1971, pp. 150–54
  39. "Last Letter of Marie-Antoinette", Tea at Trianon, 26 May 2007 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Courtois, Edme-Bonaventure; Robespierre, Maximilien de (31 January 2019). "Papiers inédits trouvés chez Robespierre, Saint-Just, Payan, etc. supprimés ou omis par Courtois..." Baudoin – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Chevrier, M. -R; Alexandre, J.; Laux, Christian; Godechot, Jacques; Ducoudray, Emile (1983). "Documents intéressant E.B. Courtois. In: Annales historiques de la Révolution française, 55e Année, No. 254 (Octobre–Décembre 1983), pp. 624–28". Annales Historiques de la Révolution Française. 55 (254): 624–35. JSTOR 41915129. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Furneaus 1971, pp. 155–56
  43. Fraser 2001, p. 440
  44. The Times 23 October 1793 Archived 1 November 2009 at the Wayback Machine., The Times.
  45. "Famous Last Words". 23 May 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. "Marie Tussaud". encyclopedia.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Ragon, Michel, L'espace de la mort, Essai sur l'architecture, la décoration et l'urbanisme funéraires, Michel Albin, Paris, 1981, کينډۍ:ISBN [۲] Archived 3 December 2022 at the Wayback Machine.
  48. "Passages from his autobiography" (په انګلیسي ژبه کي). bartleby. 1854. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. "Maria Carolina (1752–1814)" (په انګلیسي ژبه کي). Cengage. 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Burke, Edmund (1790). Reflections on the Revolution in France, And on the Proceedings in Certain Societies in London Relative to that Event. In a Letter Intended to Have Been Sent to a Gentleman in Paris (الطبعة 1). London: J.Dodsley in Pall Mall. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)