مارتین ګارډنر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مارتین ګارډنر
(انګلیسي: Martin Gardner د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مارتین ګارډنر
مارتین ګارډنر

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۱ اکتوبر ۱۹۱۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]، ۱۹۱۴[۱۱][۱۳] او ۱۹۴۰[۱۴]
مړینه 22 مې 2010 (96 کاله)[۱۵][۱][۲][۳][۴][۵][۶][۸][۱۰][۱۱][۱۲] او 22 مې کال 2010 (95–96 کاله)[۱۱][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال [۱۶]
خبريال [۱۶]
فیلسوف   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۷][۱۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه شمېرپوهنه
جادو [۱۹]
فلسفه [۱۹]
مذهب [۱۹]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
برخه د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک [۱۶][۲۰]  د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
مارتین ګارډنر
مارتین ګارډنر

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مارتین ګارډنر (د ۱۹۱۴ کال د اکتوبر میاشتې په ۲۱ زېږېدنه – د ۲۰۱۰ کال د می میاشتې په ۲۲ مړینه) د ریاضیاتو او ساینس په برخه کې نامتو امریکایی لیکوال و چې د علمي شک، مایکرومیجیک یا وړوکي جادو، فلسفې، مذهب او ادبیاتو سره یې هم ډېره مینه درلوده – په ځانګړې توګه د لویس کارول، ایل فرانک بوم او جی کی چیسټرټون له لیکنو سره یې خورا مینه درلوده. د لیوس کارول په هکله هغه یو مخکښ لیکوال ګڼل کېږي. د The Annotated Alice کتاب چې د الیس کارول د دوو کتابونو متن په کې شامل دی، د هغه ترټولو بریالي اثر و او له یو میلیون نه ډېرې نسخې یې پلورل شوي. هغه تل له جادو او وهم سره مینه درلوده او د MAGIC  ورځپاڼې په ۱۹۹۹ کال کې هغه د «د شلمې پیړۍ د ۱۰۰ اغېزناکو جادوګرانو» په ډله کې راووست. هغه د امریکایي معماوو پوه ګڼل کیده. هغه یو ډېر تالیفوونکی او هر اړخیز لیکوال و، چې له سلو ډېر کتابونه یې چاپ کړي دي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

ګارډنر له تفریحي ریاضیاتو سره د مینې د رامنځته کولو او دوام – په عمومي توګه د ریاضیاتو پراختیا ــ او په ځانګړې توګه د «ریاضيکي لوبو» د ستونونو د رامنځته کولو په پار د شلمې پیړۍ په وروستۍ نیمایي کې خورا مشهور شو. په ساینسي امریکې کې دا پنځه ویشت کاله خپاره شوو او د هغه وروستنیو کتابونه دا نور ټول راغونډ کړل. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

ګارډنر د شلمې پېړۍ د جعل یا شبې علم ضد د خورا مخکښو پوهانو له ډلې و. په ۱۹۵۷ کال کې د هغه د «د علم په نوم موډونه او تېرایستنې» په نوم کتاب د شکمن غورځنګ لرغونی او بنسټیز اثر شو. په ۱۹۷۶ کال کې، هغه له خپلو شکمنو ملګرو سره یوځای شو او CSICOP یې رامنځته کړ، او دا هغه سازمان و چې علمي څېړنې او د عقل کارونې نه یې د فوق العاده ادعاوو په څېړنې کې وده ورکړه. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

هغه د نیویارک د کتابونو بیاکتنې ورځپاڼې د مکررو مرسته کوونکو له ډلې و. [۳۷]

ژوندلیک[سمول]

ځواني او زده کړې[سمول]

مارتین ګارډنر د تولسا په اوکلاهوما کې د تېلو مشهور جیولوجیست جیمز هنري ګارډنر، او د هغې مېرمنې د مونټیسوري روزل شوې ښوونکې ویلی ویلکرسون سپایرز په یوې سوکالې کورنۍ کې زېږېدلی. د ښوونځي له پیلولو دمخه د هغه مور مارټین ته لوستل ورزده کړه، هغه یې د اوز جادوګر یاد کړ، او دا ددې لامل شو چې مارټین د ایل فرانک بوم له اوز کتابونو سره مینه پیدا کړي. په هلکتوب کې له ریاضیاتو سره د هغه مینه هله پیل شوه کله چې پلار یې هغه ته د سام لویډ د ۵۰۰۰ معماوو، چالونو او کیسۍ یا معماوو دایره المعارف نسخه ورکړه.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

هغه خپلې زده کړې د شیکاګو په پوهنتون کې وکړې، او په ۱۹۳۶ کال کې یې د فلسفې په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ. د هغه په لومړنیو دندو کې د Tulsa Tribune خبریالي، د شیکاګو پوهنتون د مطبوعاتي اړیکو دفتر کې لیکوال، او د Chicago's Black Belt له خوا د ښار د هوساینې ادارې د قضیې پرمخ وړونکي دندې شاملې وې. هغه د متحده ایالاتو په سمندري ځواک کې د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې په اتلانتیک کې USS Pope  په ویجاړونکې اسکوارت بېړۍ کې د سمندري ځواک په توګه څلور کاله خدمت وکړ. کله چې جګړه د ۱۹۴۵ کال په اګست میاشت کې د جاپان له تسلیمیدو سره پای ته ورسیده نو دې وخت کې لاهم په اتلانتیک کې د هغه کښتۍ وه.

ګارډنر له جګړې وروسته بېرته د شیکاګو پوهنتون ته راستون شو. هلته یې د یوه کال لپاره د فراغت زده کړو ته دوام ورکړ، خو ښه درجه یې ترلاسه نه کړه.[۴۳][۴۴]

په ۱۹۵۰ کال کې، هغه په Antioch Review  کې د «د هرمیټ ساینس پوه» په نامه یوه مقاله ولیکله. د غولوونې علم په هکله دا د ګارډنر د لومړنیو مقالو له ډلې یوه وه، او په ۱۹۵۲ کال کې د ګارډنر لومړنی خپور شوی کتاب چې د ساینس په نوم: د تېرو او اوسنیو عیسوي ملایانو او د ساینس اړوند ډله پالو د حالت څېړل و ډېر چاپ او خپور شو.[۴۵]

د کار یا مسلک په لومړیو کې[سمول]

ګارډنر د ۱۹۴۰ لسیزې په وروستیو کې نیویارک ښار ته لاړ او هلته د Humpty Dumpty ورځپاڼې لیکوال او خپروونکی شو، د اتو کلونو په مودې هغه د ماشومانو لپاره دلته او څو نورو ورځپاڼو کې لیکنې او کیسې ولیکلې. په ورځپاڼو کې د کاغذ په پوښ کې د معماوو شتون ددې لامل شو چې په دې برخه کې دا کار په ساینسي امریکې کې لومړی کار وګڼل شي. د څو لسیزو لپاره، ګارډنر، میرمن یې شارلوټ، او د دوی دوو زامنو، جیم او ټام، د نیویارک په هستینګز-ان-هډسن کې ژوند کاوه، چې دلته هغه د یو خپلواک لیکوال په توګه، او په سلګونو بېلابېلو خپرندویو او مجلو کې د کتابونو په چاپولو او خپرولو سره خپل ژوند پرمخ وړ. د هغه د مسلکي ژوند تر ټولو غوره پلورل شوی کتاب The Annotated Alice دی چې اصلي نسخه یې په ۱۹۶۰ کال کې خپره شوه.[۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]

تقاعد او مړینه[سمول]

ګارډنر په ۱۹۷۹ کال کې، ساینسي امریکا پریښوده. هغه او مېرمنې یې شارلوټ د شمالي کارولینا هینډرسن ویل ته لاړل. هغه د ریاضی مقالو لیکلو ته دوام ورکړ او هغه یې The Mathematical Intelligencer، Math Horizons، The College Mathematics Journal او Scientific American ته واستول. هغه خپل ځینې زاړه کتابونه لکه اوریګامي، ایلیوسس، او سوما کیوب هم بیا ځلي اصلاح کړل. په ۲۰۰۰ کال کې شارلوټ مړه شوه او په ۲۰۰۴ کال کې ګارډنر بېرته اوکلاهوما هغه ځای ته راغی چېرته چې د هغه زوی، جیمز ګارډنر، د نارمن په اوکلاهوما پوهنتون کې د ښوونې او روزنې ښوونکی و. هغه د ۲۰۱۰ کال د می په ۲۲ مه نېټه مړ شو. د هغه ژوند لیک – Undiluted Hocus-Pocus: The Autobiography of Martin Gardner – تر مړینې وروسته یې خپور شو. [۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

اغېز یا نفوذ[سمول]

د شلمې پیړۍ په دویمه نیمایي کې مارتین ګارډنر پر ریاضیاتو باندې ستر اغېز درلود. د هغه ستون یا کالم ۲۵ کاله دوام وکړ او د ریاضي پوهانو او فزیک پوهانو د نسل له خوا چې د ۱۹۵۶ نه تر ۱۹۸۱ کلونو کې رالوی شوي وو په ډېرې مینې سره ولوستل شو. د هغه لیکنو ډیری خلک په مستقیم یا غیر مستقیم ډول دې ته هڅول چې د ریاضیاتو، ساینس او نورو اړوندو برخو کې په کار بوخت شي.[۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲][۶۳][۶۴]

د ګارډنر په مینه والو کې بېلابېل کسان لکه WH Auden، Arthur C. C. C. C. Clarke، Carl Sagan، Isaac Asimov، Richard Dawkins، Stephen Jay Gould، او د اولیپو په نوم ټوله فرانسوي ادبي ډله په کې شامل وو. یو ځل سلواډور ډیلي له هغه نه وغوښتل چې د څلور اړخیز hypercubes په اړه بحث وکړي. ډیویډ اورباچ لیکلي: «په خاصو عملي شرایطو کې مارټین ګارډنر لپاره د شلمې پیړۍ د خورا اغیزمنو لیکوالانو له ډلې ګڼلای شو. په ساینسي امریکې کې دده د مشهورېدو علت د ۲۵ کلونو په اوږدو کې د علمي او ریاضيکي لوبو رامنځته کېدل هم دي. ښايي د شخصي کمپيوټر تر راڅرګندېدو دمخه د بل هر يوه عامل دمخه د ځوانو رياضي پوهانو او د کمپيوټر ساينس پوهانو په روزلو کې مرسته کړې وي». [۶۵][۶۶][۶۷][۶۸][۶۹][۷۰][۷۱]

تشریح شوي اثار[سمول]

د لیوس کارول په هکله ګارډنر یو مخکښ لیکوال ګڼل کېږي. د هغه تشریح شوې نسخه د Alice's Adventures in Wonderland او Through the Looking Glass، چې د الیس په کتابونو کې ډیری ریاضيکي مسایل، د کلمیاتو لوبې، او ادبي حوالې تشریح کوي، په لومړي ځل د تشریح شوي ایلیس (کلارکسن پوټر ، ۱۹۶۰) په نوم خپور شو. پایلې یې له نویو حاشیو سره د More Annotated Alice (Random House, 1990)، او په پای کې د The Annotated Alice:    The Definitive Edition (Norton, 1999) په نوم خپرې شوې چې د پخوانیو او نويو نسخو مواد او یاداښتونه په کې سره یوځای شوي وو. اصلي کتاب هغه وخت رامنځته شو کله چې ګارډنر ته د الیس کتابونه «ډاروونکي» وبرېښېدل خو وروسته کله چې دی ځوان شو نو په دې پوه شو چې دا ډاروونکي نه بلکې په زړه پورې دي. [۷۲][۷۳][۷۴]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119041332 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/129895237 — د نشر نېټه: ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/129895237 — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷ — پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ subject named as: Martin Gardner — SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6xw6qvb — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?830 — subject named as: Martin Gardner — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: Martin Gardner — Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/8787 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. subject named as: Martin Gardner — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF12143
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0029163.xml — subject named as: Martin Gardner — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. subject named as: Martin Gardner — InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3055 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ https://cs.isabart.org/person/91041 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb119041332 — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۳ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ idRef پېژند: https://www.idref.fr/026881772 — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۳ — سرليک: Identifiants et Référentiels — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Nationale Thesaurus voor Auteursnamen ID: https://data.bibliotheken.nl/doc/thes/p068861559 — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۳
  14. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/172092337 — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۳ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  15. http://blogs.discovermagazine.com/badastronomy/2010/05/22/martin-gardner-1914-2010/
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ دوتنه: مارتین ګارډنر — خپرونکی: Pelican Books — ISBN 978-0-14-020713-2
  17. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119041332 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  18. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/70139747
  19. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mzk2004241878 — د نشر نېټه: ۱۲ ډيسمبر ۲۰۲۳
  20. پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  21. Martin (2010)
  22. Singmaster, D. (2010) "Obituary: Martin Gardner (1914–2010)" Nature 465(7300), 884.
  23. Kindley (2015): When it comes to explanations of Carroll’s books, no one has yet improved on the work of Gardner.
  24. Buffalo Public Library: The annotated Alice : Alice's adventures in wonderland & through the looking-glass Archived 2016-06-24 at the Wayback Machine.: "Martin Gardner's groundbreaking work went on to sell over a million copies, establishing the modest math genius as one of our foremost Carroll scholars."
  25. Top 10 Martin Gardner Books Archived 2016-03-25 at the Wayback Machine., by Colm Mulcahy, Huffington Post Books, October 28, 2014
  26. Costello (1988): p. 114.
  27. England (2014): Even apart from mathematics and puzzles, Gardner's output was staggering.
  28. "Martin Gardner dies at 95; prolific mathematics columnist for Scientific American" by Thomas H. Maugh, Los Angeles Times, May 26, 2010
  29. AMS Notices (2011): "Martin Gardner was a gem. There is absolutely no question that he, more than anyone else in the world, was responsible for turning people of all ages on to the pleasures of mathematical recreations." —Ronald L. Graham
  30. Case 2014: Gardner is credited with the rebirth of recreational mathematics in the U.S.
  31. Martin (2010): "His mathematical writings intrigued a generation of mathematicians."
  32. Bellos (2010): "He became a kind of father figure to a generation of young mathematicians, who corresponded with him. Such was Gardner's influence between the late 1950s and 1980s that it would be hard to find a professional mathematician from those years who does not cite him as an inspiration."
  33. "Martin Gardner[[:کينډۍ:Snd]]Mathematician". Martin Gardner Home Site. Gathering 4 Gardner. 2014. مؤرشف من الأصل في November 18, 2016. د لاسرسي‌نېټه October 28, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  34. originally published in 1952 as In the Name of Science: An Entertaining Survey of the High Priests and Cultists of Science, Past and Present
  35. Shermer, Michael (2001). The Borderlands of Science: Where Sense Meets Nonsense. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 50. د لاسرسي‌نېټه May 20, 2016. Fads and Fallacies in the Name of Science [is] still in print and arguably the skeptic classic of the past half-century. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "About CSI". Committee for Skeptical Inquiry. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ نومبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Reviews by and about Martin Gardner The New York Review of Books: 1973 to 1998
  38. James Gardner later became the 8th President of the American Association of Petroleum Geologists.
  39. Martin Gardner Famous Scientists
  40. England (2014)
  41. Suzuki (1996) at 17:20
  42. MacTutor
  43. Shermer (1997)
  44. AMS Notices (2004)
  45. Gardner, Martin, "The Hermit Scientist", Antioch Review, Winter 1950–1951, pp. 447–457.
  46. Yam, Philip (December 1995) Profile: Martin Gardner, the Mathematical Gamester (1914–2010) Archived 2018-05-11 at the Wayback Machine. Scientific American
  47. Gardner, Martin; Berlekamp, Elwyn R.; Rodgers, Tom (1999). The mathemagician and pied puzzler: a collection in tribute to Martin Gardner. A K Peters, Ltd. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-56881-075-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Gardner, Martin (2013)
  49. Burstein (2011)
  50. Albers (2008)
  51. Richards (2014)
  52. AMS Notices (2004)
  53. Gardner, Martin (2013)
  54. Martin (2010)
  55. Princeton University Press: Reviews of Undiluted Hocus-Pocus: "Martin Gardner occupies a special place in twentieth-century mathematics. More than any other single individual, he inspired a generation of young people to study math."–Barry Arthur Cipra
  56. Bellos (2010): He was not a mathematician – he never even took a maths class after high schoolکينډۍ:Sndyet Martin Gardner, who has died aged 95, was arguably the most influential and inspirational figure in mathematics in the second half of the last century.
  57. Mulcahy (2014): It's been said that he had a million readers there at his peak.
  58. Malkevitch (2014): Martin Gardner's columns and books have been referenced by huge numbers of research papers that involve mathematics.
  59. Hofstadter (2010): Many of today's most influential mathematicians and physicists, magicians and philosophers, writers and computer scientists, owe their direction to Martin Gardner. They may not even be aware of how big a role he played in their development.
  60. Bhargava (2018): Eventually, when I was around 12 years old, through my puzzle explorations I of course also had the good fortune of discovering the works of Martin Gardner. They inspired me a huge amount, and gave me something far more enjoyable to do than go to math class! I also read other recreational mathematics and puzzle books, such as those of Raymond Smullyan, and all of these works definitely had a great influence on me as a playing and playful mathematician.
  61. Antonick (2014): Martin Gardner was well known for inspiring generations of students to become professional mathematicians.
  62. Antonick (2014): "Martin Gardner's column in Scientific American was one of the two things that, above all others, convinced me I wanted to be a mathematician."–Ian Stewart
  63. Demaine (2008) p. ix: Many of today's mathematicians entered this field through Gardner's influence.
  64. Crease (2018): "As a columnist for Scientific American, Gardner inspired generations of physicists, mathematicians, philosophers, puzzle-makers, logicians, magicians and others, including me."
  65. Mulcahy (2013)
  66. Brown (2010)
  67. The Economist (2010)
  68. Dirda (2009)
  69. Mulcahy (2017): The surrealist artist was intrigued by Martin's writings on the 4-dimensional cube, or tesseractکينډۍ:Sndwhich had been a prominent feature of his own 1954 painting Crucifixion (Corpus Hypercubus).
  70. Auerbach (2013)
  71. Mulcahy (2017)
  72. Dirda (2009): With this book Gardner virtually launched the entire mini-genre of annotated classics.
  73. Jan Susina. Conversation with Martin Gardner: Annotator of Wonderland. The Five Owls. Jan./Feb. 2000. 62–64.
  74. Alice Still Lives Here[مړه لينکونه] by Michael Sims, Nashville Scene, July 06, 2000