لینډن بینس جانسن
| لینډن بینس جانسن | |
|---|---|
| [[language|]]: Lyndon Baines Johnson | |
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۲۷ اگست ۱۹۰۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵] |
| مړینه | 22 جنوري 1973 (65 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۵] |
| استوګنځای | سپينه ماڼۍ (۱۹۶۳–۲۰ جنوري ۱۹۶۹) |
| تابعیت | |
| قد | 192 سانتي متره |
| ګوند | ديموکراتيک ګوند |
| واک | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سياستوال ، ښوونکی [۱۶] |
| مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۲][۱۷][۱۸] |
| د کړنې څانګه | سياست [۱۹]، حکومت [۱۹] |
| پوځي خدمت | |
| برخه | د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک [۱۶] |
| جګړه/جګړې | د ویتنام جګړه ، دويمه نړېواله جګړه |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| مخ پر IMDB باندې | |
| سمول |
|
لینډن بینس جانسن (د ۱۹۰۸ز کال د اګسټ له ۲۷مې تر د۱۹۷۳ زکال د جنورۍ ۲۲مې) ډېری وختونه د خپل نامه د لومړیو تورو (LBJ) په نوم پېژندلی کېږي، چې یو امریکایي ښوونکی او سیاستوال و. نوموړې له ۱۹۶۳ز کال نه تر ۱۹۶۹ز کال پورې د متحده ایالاتو د ۳۶م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې. هغه له ولسمشرۍ مخکې، له ۱۹۶۱ز کال نه تر ۱۹۶۳ز کال پورې د ولسمشر جان ایف کینیډي ۳۷م مرستیال ولسمشر هم پاتې شوی دی. جانسن له ټیکساس ایالت نه د ډیموکرات ګوند غړي په توګه د متحده ایالاتو د استازي، سناتور او د سنا د اکثریت مشر په توګه هم دنده ترسره کړې.
جانسن د ټیکساس ایالت په سټون وال سیمه کې، په یوې محلي سیاسي کورنۍ کې زېږېدلی. جانسن په ۱۹۳۷ز کال کې د ولسي جرګې د ټاکنو له ګټلو دمخه د عالي لیسې د ښوونکي او د کانګرس د همکار په توګه کار کاوه. هغه په ۱۹۴۸ز کال کې د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې ټاکنې وګټلې او په ورته مهال د ډیموکرات ګوند مشرې ته هم نوماند شو. هغه په ۱۹۵۳ز کال کې په مشرانو جرګه کې د ډیموکرات ګوند مشر او په ۱۹۵۴ز کال کې بیاد اکثریت مشر په توګه وټاکل شو. په ۱۹۶۰ز کال کې جانسن له ډیموکرات ګوند نه د ولسمشري ټاکنو کې برخه واخیسته، چې د کمپاین په لړ کې هغه د ډیموکرات ګوند مخکښ نوماند سناتور جان ایف کینیډي سره په شخړه شو، چې وروسته یې له یو بل سره جوړجاړی وکړ او په دې توګه د کینیډي جانسن ټکټ د ۱۹۶۰ز کال ولسمشریزو ټاکنې وګټلې. مرستیال ولسمشر جانسن په ۱۹۶۳ز کال د نومبر په۲۲ مه د ولسمشر کینیډي له وژل کېدو وروسته د ولسمشر ځایناستی وټاکل شو. په راتلونکی کال کې جانسن په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخیسته، چې د اریزونا سناتور بیري ګولډ واټر په وړاندې یې په لوی توپیر سره وګټله. جانسن د ۱۹۶۴ز کال د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې ۶۱.۱ سلنه رایې ترلاسه کړې وې. [۲۰]
د جانسن د کورنۍ تګلارې موخه دا وه، چې داسې پروګرامونه رامنځته کړي، چې مدني حقونه، عامه نشرات، زده کړې او هنرونو سره مرسته، ښاري او کلیوالي پراختیا او عامه چوپړتیاوې پراخې او تضمین کړي. پر دې سربېره، هغه د «غربت پر وړاندې د جګړې» په نامه د غیر رسمي کمپاین په لاره اچولو سره د ټیټ عاید لرونکو امریکایانو لپاره د ښه ژوند شرایط رامنځته کولو هڅه وکړه، د قوي اقتصاد په مرسته د نوموړي دغو هڅو له میلیونونو امریکایانو سره مرسته وکړه، چې د فقر له کرښې پورته شي.[۲۱][۲۲]
د جانسون د ولسمشرۍ پرمهال، د ناسا هڅې یو له ملي لومړیتوبونو نه وګڼل شوې او د اپولو پروګرام د پام وړ پراختیا ومونده. هغه د ۱۹۶۵ز کال د لوړو زده کړو قانون نافذ کړ، چې د زده کوونکو لپاره ېې د داسې پورونو اسانتیا رامنځ ته کړه چې بیمه یې فډرال په غاړه درلوده. جانسن د ۱۹۶۵ز کال د کډوالۍ او تابعیت قانون لاسلیک کړ، چې تر نن ورځې پورې د متحده ایالاتو د کډوالۍ تګلارې د بنسټ حیثیت لري. د مدني حقونو په مسئله کې جانسن له نورو سپین پوستو سویلي دیموکراتانو سره د نظر اختلاف درلود. د هغه د ولسمشرۍ په لړ کې، د امریکا سیاسي منظره د پام وړ بدله شوه، هغه داسې چې سویلي سپین پوسته ډیموکراټان په تدریجي ډول جمهوري غوښتونکي ګوند ته ولاړل او تور پوستي بیا د ډیموکرات ګوند پر لور رامات شول. داسې انګېرل کېږي چې د جانسن دوره، د نوموړي دکورني سیاست له پلوه د عصري لیبرالیزم اوج و.[۲۳][۲۴]
جانسن د سړې جګړې پر مهال واک ته ورسېد او د مارکسیست او لینینیسټ حکومتونو د پراختیا مخنیوي ته ېې لومړیتوب ورکړ. له ۱۹۶۴ز کال دمخه متحده ایالاتو په ویتنام کې د پام وړ حضور درلود، چې په سیمه کې یې د کمونیستي غورځنګ د مخنیوي لپاره سویلي ویتنام ته وسلې، روزنې او مرستې چمتو کولې. په ۱۹۶۴ز کال کې له سمندري نښتې وروسته کانګرس د ټونکین خلیج پریکړه لیک تصویب کړ؛ دغه پریکړه لیک جانسن ته واک ورکړ، چې په سویل ختیځه اسیا کې بشپړ پوځي عملیات پیل کړي، چې د ویتنام په جګړه کې د امریکا د ښکېلتیا زیاتوالی په ډاګه کوي.
په ویتنام کې د امریکایی پوځي پرسونل شمېر په ډراماتیک ډول لوړ شو، د جګړې په پراخېدو سره د ویتنام د ملکي وګړو او امریکایانو تلفات هم لوړ شول. تاریخپوهان او څېړونکي، جانسن د هغه د کورنیو تګلارو له اړخه په لوړ پوړ کې ډلبندي کوي. د جانسن د ولسمشرۍ پر مهال ډېری لوی قوانین تصویب شول، چې د مدني حقونو، روغتیايي پاملرنې او د خلکو د هوساینې په برخه کې یې جدي پرمختګونو ته لاره هواره کړه. په هر حال، هغه د ویتنام د جګړې په زیاتولو او د دغې جګړې د پایلو، لکه د ۵۸۲۲۲امریکایي سرتیرو وژل، په ویتنام کې د ۷.۵میلیونه ټنه چاودیدونکو توکو کارول او د نباتاتو د وژونکو ایجنټ کارولو له امله په پراخه کچه وغندل شو.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
ژوند
[سمول]لینډن بینس جانسن د ۱۹۰۸ز کال د اګسټ په ۲۷مه د ټیکساس په سټون وال سیمې کې زېږېدلی دی. د هغه پلار سمویل ایلي جانسن جونیر او مور یې ریبیکا بینز وه. جانسون پینځه ماشومان، د سام هوسټن جانسن په نامه یو ورور او درې خویندې ربیکا، جوزفا او لوسیا درلودې.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]
جانسون په ۱۹۲۴ز کال کې د جانسن ښارعالي لیسې نه فارغ شوی. د مور او پلار له خوا پر جانسن فشار نوموړی اړ کړ، تر څو کالج ته ولاړ شي. هغه د ۱۹۲۴ز کال په دوبي کې د سویل لوېدیځ ټیکساس ایالت په«فرعي کالج» کې نوم لیکنه وکړه ، خو له راتګ نه یې یوازې څو اونۍ وروسته کالج پرېښود او پریکړه یې وکړه چې سویلي کالیفورنیا ته ولاړ شې. هغه ټیکساس ته له راستنېدو دمخه د خپل د تره زوی په حقوقي دفتر او په بیلابېلو عجیبو دندو، لکه د ورځې کارګر په توګه کار کاوه.[۳۹][۴۰][۴۱]
د لینډن جانسن ولسمشري له (۱۹۶۳ ز کال نه تر۱۹۶۹ز کال پورې)
[سمول]جانسن په یوه سالمه اقتصادي فضا کې چې د ودې پرمختګ ثابت او د بېکارۍ کچه ټیټه وه، واک ته ورسېد. د نورې نړۍ په اړه، له ځواکمنو هېوادونو سره یې کومه جدي شخړه هم نه درلوده. له همدې امله ېې ډېر تمرکز پرکورنیو تګلارو او له ۱۹۶۶ز کال وروسته د ویتنام پر جګړې وو.
د لینډن جانسن لومړنۍ لوړه
[سمول]جانسن د ۱۹۶۳ز کال د نومبر په ۲۲مه د جان ایف کینیډي له وژل کېدو یوازې دوه ساعته او اته دقیقې وروسته په دالاس کې د هوايي ځواک په یوه الوتکه کې د متحده ایالاتو د ولسوالۍ قاضي سارا ټي هیوز له خوا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. جانسن د کینیډی له وژنې وروسته د واک د سملاسي اړین وګاڼه، دا ځکه چې جانسن او د نوموړي استخبارات اندېښمن وو، چې کېدای شي، هغه هم د دسیسې موخه وګرځي. د نوموړي دې عمل ته ځینو خلکو ښه راغلاست وويه، خو ځینو یې بیا ادعا لرله، چې د جانسن دا ډول چټک ګامونه د واک د ترلاسه کولو په موخه وو.[۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]
د۱۹۶۳ز کال د نومبر په ۲۹مه د کینیډي له وژنې یوازې یوه اونۍ وروسته، جانسن یو اجرائیوي امر صادر کړ، چې د ناسا د اپولو لانچ عملیاتي مرکز او د (NASA/Air Force Cape Canaveral) د لانچ تاسیسات د جان اف کینیډي فضايي مرکز په توګه ونوموي. کیپ کاناورال په رسمي ډول له ۱۹۶۳نه تر ۱۹۷۳پورې د کیپ کینیډي په نامه یاداوه.[۵۴][۵۵][۵۶]
د نومبر په ۲۹مه جانسن د کینیډي د وژنې او شاوخوا دسیسو د څېړلو لپاره د اجرائیوي کار له لارې د مشر قاضي ارل وارن په مشرۍ یو پلاوی جوړ کړ، چې د وارن کمیسیون په نامه پیژندل کېده. کمیسیون پراخې څېړنې ترسره کړې او په متفقه توګه دې نتیجې ته ورسېدل، چې لی هاروي سوالډ دکینیډي وژنه کې لاس درلود.[۵۷]
مرګ او جنازه
[سمول]جانسن د ۱۹۷۳ز کال د جنورۍ په ۱۲مه په خپل فارم کې له خبریال والټر کرونکایټ سره یو ساعت اوږده تلویزیوني مرکه ثبت کړه، په کوم کې چې هغه د خپل میراث په اړه، په ځانګړې توګه د مدني حقونو د غورځنګ په اړه خبرې وکړې. نوموړي په دغه وخت کې هم ډېر سګرټ څکول او خبریال کرونکایټ ته یې وویل: « د هغه د زړه لپاره تر خپګان سګرټ څکول غوره دي».[۵۸]
لس ورځې وروسته، د۱۹۷۳ز کال د جنوري په ۲۲مه د ماسپښین په ۳:۳۹بجوجانسن په خپله خوب خونه کې د زړه له حملې سره مخامخ شو. جانسن په یوه الوتکه کې سان انتونیو ته یووړل شو او د بروک پوځ طبي مرکز ته انتقال شو، چیرې چې نوموړی د زړه د ناروغیو د ډاکټر جورج مک ګراناهان له خوا مړ اعلان شو. د مرګ پر مهال، هغه ۶۴کلن و او د پای مراسم یې هم د جنورۍ په ۲۵مه ترسره شول. جنازه یې د واشنګټن ډي سي په ملي ښار مسیحي کلیسا کې ترسره شوه، چیرې چې هغه ډېری وخت د ولسمشر په توګه عبادت کاوه.[۵۹]
سرچینې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118558153 — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11961684v — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6tb15sg — سکالو پېژند: Lyndon B. Johnson — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/550 — سکالو پېژند: Lyndon Baines Johnson — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32361.htm#i323607 — سکالو پېژند: Lyndon Baines Johnson — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/892895 — سکالو پېژند: Lyndon B. Johnson — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ سکالو پېژند: Lyndon B. Johnson — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/5720767e1fb24f949f94316d249a39c5 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/johnson-lyndon-baines — سکالو پېژند: Lyndon Baines Johnson — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Great Norwegian Encyclopedia ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Lyndon_B._Johnson — سکالو پېژند: Lyndon B. Johnson — سرليک: Store norske leksikon
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0034728.xml — سکالو پېژند: Lyndon Baines Johnson — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=lyndonbainesjohnsonl — سکالو پېژند: Lyndon B. Johnson
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=lyndon+baines;n=johnson — سکالو پېژند: Lyndon Baines Johnson
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/29191 — سکالو پېژند: Lyndon Baines Johnson — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=29259 — سکالو پېژند: Lyndon Baines Johnson — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000006392 — سکالو پېژند: Lyndon B. Johnson — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ US Congress Bio ID: https://bioguide.congress.gov/search/bio/J000160 — سرليک: Biographical Directory of the United States Congress — خپروونکی: United States Government Publishing Office
- ↑ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000700826 — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/51607395
- ↑ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000700826 — خپرېدونېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
- ↑ "Lyndon Baines Johnson, 37th Vice President (1961-1963)". US Senate. بياځلي په October 5, 2019.
- ↑ Califano Jr., Joseph A. (October 1999). "What Was Really Great About The Great Society: The truth behind the conservative myths". Washington Monthly. خوندي شوی له the original on March 26, 2014. بياځلي په May 21, 2013.
- ↑ "George Wallace and the 1968 Election". umich.edu. بياځلي په May 27, 2021.
- ↑ Brown, Frank (2004). "Nixon's "Southern Strategy" and Forces against Brown". The Journal of Negro Education. 73 (3): 191–208. doi:10.2307/4129605. ISSN 0022-2984. JSTOR 4129605.
- ↑ "Biographies of Presidents – Lyndon Johnson". The Presidents of the USA. بياځلي په February 26, 2021.[مړه لينکونه]
- ↑ Inc, Gallup (May 11, 2006). "Medicare". Gallup.com (in انګليسي). بياځلي په May 28, 2021.
{{cite web}}:|last=has generic name (help) - ↑ "Bombing Missions of the Vietnam War". storymaps.esri.com. بياځلي په May 28, 2021.
- ↑ "Vietnam War U.S. Military Fatal Casualty Statistics". National Archives (in انګليسي). August 15, 2016. بياځلي په May 28, 2021.
- ↑ Dallek, Robert. "Presidency: How Do Historians Evaluate the Administration of Lyndon Johnson?". History News Network. خوندي شوی له the original on January 9, 2021. بياځلي په June 17, 2010.
- ↑ "Survey of Presidential Leadership – Lyndon Johnson". C-SPAN. خوندي شوی له the original on February 9, 2011. بياځلي په June 17, 2010.
- ↑ "Lyndon B. Johnson National Historical Park: LBJ Ranch District" (PDF). National Park Service. بياځلي په June 5, 2017.
- ↑ "JOHNSON, REBEKAH BAINES". Texas State Historical Association. June 15, 2010. بياځلي په June 5, 2017.
- ↑ Johnson, Rebekah Baines (1965). A Family Album. McGraw Hill.
- ↑ Newlon, Clarke (1970). L. B. J., the man from Johnson City. Dodd, Mead. p. 224. ISBN 978-0-396-04983-8.
- ↑ "Profile for Johnson City, Texas, TX". ePodunk. خوندي شوی له the original on July 3, 2017. بياځلي په June 5, 2017.
- ↑ Dallek 1991, p. 19.
- ↑ Woods 2007, pp. 8–9
- ↑ "Lyndon B. Johnson". The Herbert Hoover Presidential Library and Museum. خوندي شوی له the original on November 13, 2013. بياځلي په July 15, 2013.
- ↑ "George Washington Baines". Baylor University. بياځلي په June 5, 2017.
- ↑ "Religion and President Johnson". Lyndon Baines Johnson Library and Museum. خوندي شوی له the original on December 5, 2000. بياځلي په December 4, 2013.
- ↑ Banta, Joseph (January 1964). "President Lyndon B. Johnson". The Christadelphian. 101: 26.
- ↑ "Page 149 of Killing Kennedy: The End of Camelot by Bill O'Reilly & Martin Dugard
- ↑ "JFK Assassination Coverage – Part 2: Lyndon B. Johnson Sworn in". UPI. November 22, 1963. بياځلي په December 21, 2011.
- ↑ Walsh 2003, p. 74
- ↑ Transcript, Lawrence F. O'Brien Oral History Interview XIII, 9/10/86, by Michael L. Gillette, Internet Copy, Johnson Library. See: Page 23 at "Lyndon Baines Johnson Library Oral History Collection" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on June 24, 2008. بياځلي په July 5, 2008.
- ↑ "Religion and President Johnson". December 5, 2000. خوندي شوی له the original on December 5, 2000. بياځلي په September 14, 2020.
- ↑ "The LBJ missal: Why a prayer book given to John F Kennedy was used to". The Independent. November 16, 2013. بياځلي په September 14, 2020.
- ↑ terHorst, Jerald F.; Albertazzie, Col. Ralph (1979). The Flying White House: the story of Air Force One. Coward, McCann & Geoghegan. ISBN 978-0-698-10930-8.
- ↑ Walsh 2003, pp. 73–78
- ↑ Hardesty, Von (2003). Air Force One: The Aircraft that Shaped the Modern Presidency. San Diego, CA: Tehabi Books. pp. 76–77.
- ↑ Dallek 1998, pp. 49–51
- ↑ Walsh 2003, p. 78
- ↑ "1963 Year in Review – Transition to Johnson". UPI. November 19, 1966. بياځلي په December 21, 2011.
- ↑ Walsh 2003, pp. xv, 2, 17, 73–78
- ↑ "The National Archives, Lyndon B. Johnson Executive Order 11129". بياځلي په April 26, 2010.
- ↑ Adams, Cecil (July 26, 1985). "Why did they change the name of Cape Kennedy back to Cape Canaveral?". The Straight Dope. بياځلي په July 20, 2014.
- ↑ "Canaveral Now Cape Kennedy; Johnson Announces Memorial Decision". The Blade. Toledo, OH. AP. November 29, 1963. p. 1. بياځلي په July 20, 2014.
- ↑ Chapman, Robert D. (2014). "The Kennedy Assassination 50 Years Later". International Journal of Intelligence and CounterIntelligence. 27 (3): 615–619. Bibcode:2014AmJPh..82....5J. doi:10.1080/08850607.2014.900300. S2CID 153516704.
- ↑ "In His Final Days, LBJ Agonized Over His Legacy". PBS NewsHour (in American English). December 4, 2012. بياځلي په April 25, 2019.
- ↑ The Age, January 23, 1973, p. 1.
- سکريپټ تېروتنې لرونکي مخونه
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1973ز مړينې
- 22 جنوري مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P551
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2048
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- په ويکيډاټا کې تيروتنې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- د عسكري معلومات د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په بوکمول
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي
- ټول هغه مخونه چی مړه لينکونه لري
- CS1 errors: generic name
- CS1 American English-language sources (en-us)

