ليلا طرزي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لیلا طرزي د عبدالتواب خان طرزي لور د علامه محمود طرزي لمسۍ د اعلیحضرت غازي امان الله خان نږور او د پاچا زوی ډاکټر احسان الله خان ( د افغانستان ) مېرمن وه.

مخينه

ليلا طرزي د ۱۹۳۲ ز کال د سپتمبر د میاشتې پر ۳ نیټه د ترکیې هېواد د استانبول په ښار کې دې نړۍ ته سترگې وغړولې.

زده کړې

لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د ترکیې په پلازمېنه ، استانبول کې تر سره کړې. پر ۱۹۵۴ ز کال یې د استانبول پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي څخه بریلیک تر لاسه کړ.

دندې

ليلا طرزي تر ۱۹۵۸ ز کاله یې د استانبول په ملي بانک کې د مامورې په توگه کار وکړ. پر همدې کال یې د احسان الله خان سره واده وکړ او دوه زامن يې د امان الله خان او رحمت الله خان په نامه وزېږېدل. نوموړې له خپل خاوند احسان الله خان سره يو ځای پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال په سویس هېواد کې د افغان مجاهدینو د ټپیانو درملنه او پالنه کوله او د ناروغانو لپاره به یې په افغاني او فرانسوي ژبو ژباړنه کوله. هغې لومړی پر کال ۱۹۷۲ ز او بیا پر ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ ز کلونو افغانستان ته سفرونه وکړل . له دغو سفرونو څخه يې موخه د افغانستان لیدل او افغان اړمنو وگړو ته د مرستو رسول و.

مړينه

لیلا طرزي د هغی ناروغۍ له کبله چې ورته پېښه وه د ۲۰۱۳ ز کال د جون د میاشتې پر ۲۲ نېټه د ۸۱ کلنۍ په عمر له دې نړۍ سترگې پټې کړې. د ليلا طرزي جنازه د جون پر ۲۴ نېټه د سویس د جینیوا ښار په اسلامي هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.