لنډي کوتل
لنډي کوتل یا لواړګئ د اوسني پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت یو ښارګوټئ او د خیبر ولسوالۍ اداري مرکز دی. دا د پخوانۍ فدرالي ادارې اړوند په قبایلي سیمو کي یو له لویو ښارونو څخه وو، چي د سمندر له کچي د ۱٬۰۷۲ متر (۳٬۵۱۷ فوټه) په لوړوالي کي موقعیت لري. لنډئ کوتل د خیبر په لویدیځه څنډه کي دی چي د ننګرهار ولایت ته د ننوتو نښه او د ۵ کیلومتر (۳ ميل) په فاصله کي ورته پروت دی.
لنډي کوتل د خیبر ایجنسۍ اړوند د شلماني، شینوارو، افریدي او ملاګوري قومونو لپاره د سوداګرۍ اصلي مرکز ګڼل کیږي، او دا ځای له حقوقي او تاریخي پلوه د ډیورنډ د نامنلي کرښي په ختیځه غاړه کي د مقبوضه افغانستان برخه ده.
تاریخ
[سمول]لنډي کوتل د خیبر لویدیځه برخه وه چي د هند په نیمه لویه وچه کي د انګریزانو د واکمنۍ پرمهال ونیول سوه. په ۱۸۹۷ کال کي افغان افریديانو د خیبر په دره کي پر لنډي کوتل او نورو پوستو بریدونه وکړل. که څه هم د خیبر توپخانو سخته دفاع وکړه، خو افغانانو سخت زیان ورواړاوه. انګریزانو که څه هم د سر ویلیم لاکهارټ په مشرۍ د 34,500 سرتیرو په ملتیا افریدي پښتانه پر شا وتمبول، خو اپریدیانو دا ځای د دویمي انګلیس-افغان جګړې په جریان کي یو ځل بیا ونیوی.
د لنډي کوتل کلا د انګرېزانو د واکمنۍ پر مهال عادي سیمه وه، چي د 5 برتانوي افسرانو او 500 اصلي افسرانو او سړيو لپاره یې د استوګني ځای چمتو کاوه.
په 1925 کي د خیبر پاس ریل پټلۍ په پرانیستلو سره جمرود د لنډۍ کوتل سره ونښلاوه، او په 1947 کي یې د ډیورنډ د ظالمانه کرښي پر بنسټ له افغانستانه بېل او نوي استعماري دولت پاکستان ته وسپاره.