لؤيس سېنټ لوران
لؤيس سټېفن لوران د PC (د کاناډا لپاره د ملکې ځانګړې شورا) غړی، د CC (تر مېريت وروسته دویم ویاړلی نښان) ګټونکی اوQC (په شاهي نظام کې د محکمې په چارو کې د پاچا یا ملکې ځانګړی او ډېر تګړه سلاکار چې معمولاً حقوق پوه وي) په فرانسوي ژبه سېنټ لوران یا سېنټ لوران (Saint-Laurent or St-Laurent ) عیسوي نوم یې لؤيس اېټين سېنټ لوران (Louis-Étienne St-Laurent)؛ د ۱۸۸۲ ز کال د فبرورۍ په لومړۍ زېږېدلی او د ۱۹۷۳ زکال د جولای په ۲۵ مه مړ شوی. یو کاناډايي سیاستوال او حقوق پوه چې له ۱۹۴۸ ز کال څخه تر ۱۹۵۷ ز کال پورې يې د کاناډا د ۱۲م لومړي وزیر په توګه خدمت کړی. سېنټ لوران د کيوبېک په سویل ختيځ کې زېږېدلی او لوی شوی، یو مخکښ وکیل او د کاناډا د لېبرال ګوند له پلویانو څخه و. د ۱۹۴۲ ز کال په فبرورۍ کې د کیوبېک له لویديځې ټاکنیزې حوزې څخه سیاست ته د ننه شو او ټاکنې يې وګټلې او ډېر ژر د لومړي وزیر وېلیم لوین مکنزي کېنګ په اداره کې د عدلیې وزیر وټاکل شو. سېنټ لوران د ۱۹۴۶ کال په سپټمبر کې د بهرنيو چارو مرستیال وزیر وټاکل شو او تر دوو نورو کالو یې په یاد پوست کې خدمت وکړ، تر هغه چې د تقاعد شوي لومړي وزیر کېنګ ځایناستی لومړی وزیر او د لېبرال ګوند مشر وټاکل شو. سېنټ لوران ګوند د ۱۹۴۹ او ۱۹۵۳ ز کلونو په فېدرال ټاکنو کې په پرله پسې ډول د اکثریت دولت بریا ته ورساوه. سېنټ لوران دویم فرانسوی و چې د ا موقف يې پر غاړه درلود، له کمونیزم څخه يې په کلکه دفاع کړه او په ۱۹۴۹ز کال کې يې له ناټو غړو سره د کاناډا د یو ځای کېدلو له لېوالو پلویانو څخه و، چې د دغې اېډیولوژۍ سره مبارزې ته پراختیا ورکړي. د هغه دولت د کوریا په جګړه کې مرسته وکړه. د سېنټ لوران دولت په هېواد کې د ننه د تقاعد د ثبت شوې زېرمې طرحه (RRSP) معرفي کړه او د ټرانس کاناډا د لویې لارې، د سېنټ لارنس د سمندري لارې او تر ځمکې لاندې د ټرانس کاناډا د رېل تونل پر جوړېدو يې څار درلود. سېنټ لوران د کاکا لؤيس لقب ترلاسه کړی، ځکه هغه د خپلې تصدۍ په ټوله دوره کې د عامو خلکو تر منځ خورا مشهور و او د هغه د دولت شهرت د دې لامل شو چې ډېری داسې اټکل وکړي، چې هغه به د ۱۹۵۷ ز کال د فدرال ټاکنې په اسانۍ سره وګټي. که څه هم تر ځمکې لاندې د ټرانس کاناډا د رېل تونل اړوند د ۱۹۵۶ ز کال د مناظرې لپاره د هغه بېړنۍ پرېکړه چې پر دود ولاړه وه، د دې لامل شوه چې ډېری داسې فکر وکړي چې دوه لسیزې واکمنی لېبرالیان مغروره کړي او ګوند له ژورې خواشينۍ سره د پرمختللیو محافظه کارانو د مشر ډېفن بېکر له خوا له سختې ماتې سره مخامخ شو، محافظه کارانو د لېبرالیانو ۲۲ کلنې واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود. له ماتې څخه لږ موده وروسته سېنټ ليون له سیاست څخه تقاعد شو او بېرته خپلې د وکالت دندې ته ستون شو. هغه د شننوکو او عامو وګړو ترمنځ لوړ ځای لري، د تاريخ لیکونکي ډولانډ کرېټون په وینا: هغه ډېر منځ لاري، محتاط سړی ... او یو پیاوړی کانډايي ملتپال و. [۱۱] د ژوند لومړي کلونه، کورنۍ او زده کړې[سمول]لؤيس سېنټ لوران، فرانسوي تلفظ یې [lwi sɛ̃ lɔʁɑ̃] دی. د ۱۸۸۲ ز کال د فبرورۍ په لومړۍ د کیوبېک د ختیځ ښارګوټي په کمپټون کلي کې د ژان - باپټېست - موزسن لوران چې یو فرانسوي کاناډایی و او ماري اني بروډریک (چې یوه ایرلنډۍ کاناډایۍ وه) په کور کې نړۍ ته راغلی. لوئس یې په اووه ماشومانو کې تر ټولو مشر و. د هغه د زېږېدلو په مهال د کمپټون ژبه په اصل کې انګلیسي وه، خو په ورو ورو د ۱۹۰۱ او ۱۹۱۱ ز کلونو تر منځ په لوی اکثریت سره په فرانسوي بدله شوه. هغه په دواړو رسمي ژبو له پوره بلدتیا سره لوی شو، ځکه د هغه پلار په فرانسوي ژبه او مور یې یوازې په انګلیسي ژبه خبرې کولې، حال دا چې د هغه انګلیسي د پام وړ ایرلنډي تلفظ او لهجه لرله، په داسې حال کې د هغه کړه وړه ( لکه د اوږو غونډول) فرانسوي وو. سېنټ لوران د یو ماشوم په توګه له انګلیسي ادبیاتو سره مینه لرله. د سېنټ لوران کور، د کلي لپاره د یوه ټولنیز مرکز په توګه خدمت کاوه.[۱۲] د سېنټ لوران پلار ژان باپټېست په کمپټون کې دوکاندار و چې د کاناډا د لېبرال ګوند او ښاغلي وېلفرېډ لاریر سخت ملاتړی و. ژان باپټېست په ۱۸۹۴ ز کال کې د ولایتي ټاکنو لپاره نابریالۍ هڅه وکړه. کله چې په ۱۸۹۶ ز کال کې لاریر لېبرالیان بریا ته ورسول، څوارلس کلن لؤيس د خپل پلار په دوکان کې د تلیفون له لارې د ټاکنو د بېرته راګرځېدلو خبر خلکو ته ورساوه. سېنټ لوران په ۱۹۰۲ ز کال کې د شېمېنایر سېنټ ـ چارلس برومي (Séminaire Saint-Charles-Borromée) خصوصي ښوونیز انسټیټيوټ څخه د بکلوریا سند ترلاسه کړ او په ۱۹۰۵ ز کال کې يې له لاوال پوهنتو ن څخه د حقوقو په څانګه کې د لېسانس سند (LL.L) ترلاسه کړ. د فراغت په دوام يې په ۱۹۰۵ ز کال کې له لاوال څخه د روډز (د ماسټرۍ کچې زدهکړو نړیوال سکالرشېپ) تحصیلي بورس ترلاسه کړ، خو ویې نه مانه. په ۱۹۰۸ ز کال کې هغه له جين رېنال (Jeanne Renault) (زېږېدنه ۱۸۸۶-مړینه ۱۹۶۶ز کلونه) سره واده وکړ، چې له هغې څخه يې د ژان – پاول سېنټ لوران (دا هم یو کاناډايي سیاستوال و) په ګډون درې ماشومان لرل. [۱۳][۱۴][۱۵] حقوقي دنده[سمول]سېنټ لوران له ۱۹۰۵ ز کال څخه تر ۱۹۴۲ ز کال پورې د وکیل په توګه کار وکړ. هغه په ۱۹۱۴ ز کال کې په لاوال پوهنتون کې د حقوقو په څانګه کې استاد شو. سېنټ لوران په کیوبېک کې اساسي قانون او د سوداګرۍ او شراکت قوانین پلي کړل او د هېواد له تر ټولو معتبرو سلاکارانو څخه یو شو. سېنټ لوران له ۱۹۳۰ څخه تر ۱۹۳۲ ز کال پورې د کاناډا د وکیلانو د اتحادیې د رئیس په توګه خدمت وکړ. [۱۶] لوران په ۱۹۰۷ ز کال کې د داسې یو حرکت په ترسره کولو سره چې هغه مهال غیر عادي برېښېده، په کيوبېک کې د ډېری پام ځانته واړوه: هغه یو کشیش او یوه راهبه د شاهدانو ځای ته راوبلل او هغوی يې متقابلې شاهدۍ ته اړ کړل. دا پېښه د هغه د نوماندۍ په دوران کې د هغه په یوه قضیه کې پېښه شوې وه او د یوې ښځې له هغه هوډ سره په ټکر کې وه چې غوښتل يې خپله ټوله شتمني د خپلې سیمې کشیش ته پرېږدي. سېنټ لوران په ۱۹۱۲ ز کال کې د ارام سمندر د کاناډایانو پر ضد د يوې قضیې ګټونکی شو. هغه په ۱۹۱۳ز کال کې د کيوبېک د خپلواکۍ اخیستلو د مخنیوي کوونکي هري کېنډال ټاو لپاره مدافع وکیل و. سېنټ لوران په ۱۹۲۳ ز کال کې خپل حقوقي دفتر پرانیست. سېنټ لوران په ۱۹۲۶ ز کال کې له سترې محکمې څخه مخکې په یوه امتحاني قضیه کې د مذهبي اقلیتونو (غیرعیسویان) د حقوقو لپاره استدلال وکړ. هغه د پروټېستانو په پلاوي کې د مونترال ښوونځیو په کميسونونو کې د یهودیانو د استازولۍ د غوښتنې پلوی و او هم یې د ښوونځیو له بېل يهودي سیستم څخه ملاتړ وکړ. که څه هم د ښوونځي په مدیره پلاوي کې د یهودیانو د استازولۍ لپاره د سېنټ لوران هڅه نابریالۍ وه، خو د کيوبېک ولایت د غیر یهودیانو لپاره د جلا ښوونځيو لرل په رسمیت وپېژندل شول. [۱۷][۱۸][۱۹] که څه هم لؤیس یو سخت سری لېبرال و، خو د خپل عمر په ډېره برخه کې له فعال سیاست څخه لرې پاتې شو او په بدل کې یې په خپل حقوقي مسلک او کورنۍ تمرکز وکړ. هغه د کیوبېک مخکښ وکیل شو او د ډېرو پام يې ځانته را واړوه، چې دوه ځله ورته د کاناډا په ستره محکمه کې د قاضي په توګه د کار وړاندیز وشو. هغه وړاندیزونه چې نوموړي ونه منل. سرچینې[سمول] |
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w69s386p — subject named as: Louis St. Laurent — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Louis-Stephen-Saint-Laurent — subject named as: Louis Saint Laurent — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2557 — subject named as: Louis Stephen St-Laurent — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Dictionary of Canadian Biography ID: http://www.biographi.ca/en/bio/st_laurent_louis_stephen_20E.html — subject named as: LOUIS-STEPHEN ST-LAURENT — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: University of Toronto او Laval University — سمونګر: George Williams Brown، David Mackness Hayne، Francess Halpenny، George Ramsay Cook، John English، Marcel Trudel، André Vachon او Jean Hamelin — سرليک: Dictionary of Canadian Biography او Dictionnaire biographique du Canada — خپرونکی: University of Toronto Press او Presses de l'Université Laval
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: Louis Stephen St-Laurent — Library of Parliament of Canada person ID: https://lop.parl.ca/sites/ParlInfo/default/en_CA/People/Profile?personId=8198 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/saint-laurent-louis-stephen — subject named as: Louis Stephen Saint Laurent — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb17135760x — subject named as: Louis St-Laurent — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0057886.xml — subject named as: Louis Stephen Saint-Laurent — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=saintlaurentl — subject named as: Louis St. Laurent
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000001667 — subject named as: Louis Stephen St. Laurent — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Donald Creighton, The Forked Road: Canada 1939–1957 (1976) 159
- ↑ "Louis St. Laurent biography". Dictionary of Canadian Biography. د لاسرسينېټه ۰۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Bishop Antoine Racine (1822–1893), First Catholic Bishop of Sherbrooke". الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Louis St. Laurent biography". Dictionary of Canadian Biography. د لاسرسينېټه ۰۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Cook او Bélanger 2007.
- ↑ "Canadian Bar Association: Past CBA Presidents". الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Wilson-Smith, Anthony (5 June 2021). "How Louis St-Laurent's visionary leadership was shaped by his Townships roots". Montreal Gazette. د لاسرسينېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "The jurist - Louis S. St-Laurent National Historic Site". Government of Canada. د لاسرسينېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 28 August 1913 باندې). Dupus blocks release of Thaw. The Buffalo Commercial.
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فرانسیسی ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1477
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- 1973م وفاتونه
- 25 جولای وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P102
- د خاصيت کارولو پاڼې P1545
- سياستمداران ويکيډاټا معلومات
- د خاصيت کارولو پاڼې P580
- د خاصيت کارولو پاڼې P582
- د خاصيت کارولو پاڼې P1365
- د خاصيت کارولو پاڼې P1366
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- دستخط ویکی ڈیٹا سے ماخوذ
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- ليکنې په کومو کې چي د لاطینی ژبې توري موجود دي
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د اردو ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د یوکرائني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اطالوی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د الماني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د چیک ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ډېنمارکي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د آرمینیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سلووین ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د هسپانوي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د پرتگیزی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بیلا روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بلغارين ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د پولش ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د قازق سيريلية ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کرغیز ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د آذربائیجانی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ازبکي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ترکی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د صربیه سیریلیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کروشیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بوسنیايي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سلوواک ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د یوناني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لاتفیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لیتوانیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د استونیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فنی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د مجارستانی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د جارجیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د مقدونیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د منگولی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د رومانیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اسپرانتو ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د be-tarask ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د udm ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د باشقیر ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري لاطینی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري سيريلية ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سونسکا ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د طاجیكیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د alt ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اوسیشیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د كتالونیه ژبې توري موجود دي