قاسم سوری
| قاسم سوري | |
|---|---|
د قاسم سوري انځور
| |
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۱۶ جنوري ۱۹۶۹ کوېټه |
| تابعیت | |
| ګوند | تحريک انصاف پاکستان (PTI) |
| عملي ژوند | |
| تعلیم | بلوچستان پوهنتون |
| کار/مسلک | پاکستانی سياستوال |
| مورنۍ ژبه | پښتو |
| کاروونکې ژبه | پښتو / اردو |
| سمول |
|
قاسم خان سوري یو پاکستانی سیاستوال دی چې د پاکستان د ملي اسمبلۍ(ولسي جرګې) غړی او د پاکستان د ملي اسمبلۍ اوسنی مرستیال دی .
مخکنی ژوند او زدکړې
[سمول]نوموړی د ۱۹۶۹ کال د جنورۍ په میاشت کې د کویټې په خلجي پښتنه کورنۍ کې زېږېدلی و. [۱] په ۱۹۹۷ کال کې د پلار له مړینې وروسته د هغه د پلار طبي چارې قاسم په غاړه واخیستې. [۱]
قاسم خپلې لومړنۍ زده کړې د کوېټې له اسلاميه لېسې ترلاسه کړې او په ۱۹۸۸ کال کې په فدرالي دولتي کالج کې شامل شو. هغه په 1990 کال کې د سیاسي علومو په برخه کې د لېسانس او په 1992 کې په نړیوالو اړیکو کې د ماسټرۍ سند د بلوچستان پوهنتون څخه ترلاسه کړل. [۱]
سیاسي ژوند
[سمول]قاسم له ۱۹۹۶ کال راهیسې د پاکستان تحریک انصاف سره تړاو درلود خو له ۲۰۰۷ کال راهیسې یې فعال غړی شو. [۲]
هغه د پاکستان د ۲۰۱۳ کال په عامو انتخاباتو کې د کويټې له حلقې N-259 (کویټه) څخه د پاکستان د ملي اسمبلۍ د یوې څوکۍ لپاره د تحریک انصاف د کاندید په توګه ولاړ و، خو بریالی نه شو. هغه د محمود خان اڅکزي په مقابل کې 16006 رایې ترلاسه کړې او څوکۍ یې له لاسه ورکړه. [۳]
هغه د پاکستان د ۲۰۱۸ کال په عامو انتخاباتو کې د کوېټې له حلقې N-256 (کوټه-2) څخه د پاکستان د ملي اسمبلۍ د څوکۍ لپاره د پي ټي آی د کاندید په توګه ودرېد او د غړي په توګه وټاکل شو. هغه [۴] رایې خپلې کړې او نوابزاده لشکري رئیساني ته یې ماتې ورکړه. [۵]
په ټاکنو کې د قاسم له بریا وروسته، پي ټي آی هغه د ۲۰۱۸ کال د اګست په ۱۳ مه د پاکستان د ملي اسمبلۍ د مرستیال وياند په توګه وټاکه . [۶] د ۲۰۱۸م کال د اګست په ۱۵مه هغه د پاکستان د ملي اسمبلۍ د مرستیال په توګه وټاکل شو. هغه ۱۸۳ رایې ترلاسه کړې او خپل سیال اسد محمود ته یې ماتې ورکړه. [۷]
د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په ۱۰ مه د عمران خان پر ضد د عدم اعتماد د تحریک په غبرګون کې هغه استعفا وکړه او په دې توګه يې د راتلونکي لومړي وزیر په ټاکنه خپل اعتراض څرګند کړ.
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ https://www.dawn.com/news/1426869.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help); Unknown parameter|Date=ignored (|date=suggested) (help); Unknown parameter|Title=ignored (|title=suggested) (help); Unknown parameter|Work=ignored (|work=suggested) (help) - ↑ https://tribune.com.pk/story/1780066/1-pti-nominates-qasim-khan-suri-na-deputy-speaker-slot/.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help); Unknown parameter|Title=ignored (|title=suggested) (help) - ↑ "2013 election result" (PDF). ECP. خوندي شوی له اصلي څخه په 2018-12-26. ترلاسهکېدو نېټه 14 اگست 2018.
- ↑ https://www.geo.tv/latest/204922-imran-khans-pti-on-top-as-election-results-come-in.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help); Unknown parameter|Title=ignored (|title=suggested) (help) - ↑ https://www.geo.tv/latest/204922-imran-khans-pti-on-top-as-election-results-come-in.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help); Unknown parameter|Title=ignored (|title=suggested) (help) - ↑ https://www.dawn.com/news/1426784/pti-nominates-balochistan-mna-qasim-suri-for-deputy-speaker-post.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help); Unknown parameter|Date=ignored (|date=suggested) (help); Unknown parameter|Title=ignored (|title=suggested) (help) - ↑ https://www.dawn.com/news/1427135/ptis-asad-qaiser-sworn-in-as-na-speaker-amid-opposition-ruckus.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help); Unknown parameter|Date=ignored (|date=suggested) (help); Unknown parameter|Title=ignored (|title=suggested) (help)
