فيض محمد کاتب هزاره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فيض محمد کاتب هزاره

فيض محمد کاتب هزاره يو د هزاره توکم له ډلې څخه تاريخ پوه ، ليکوال، او اديب و . دی د هغو لومړنيو افغانانو په کتار کې راځي چې د سياسي پړاؤ بدلون لپاره ېې هلې ځلې د ۲۰ مې پېړۍ په پيل کې کړې وې . دی د مشروته خوځښت (جنبشې مشروتيت)چې د اساسي قانون خوځښت په نوم هم ياد شوی فعاله غړی و . ددوی مشري د وخت د کندهار يو پوه آندي چې د سرور واصف کندهاري په نوم يادېده کوله . چې بيا وروسته دبچه سقاؤ لخوا ووژل شو .

مخينه

فيض محمد کاتب د سعيد محمد هزاره زوی و . دی په غزني ولايت کې زېږېدلی . دی په ځانگړې توگه په پينځو ټوکو ليکلی د افغانستان پېښليک ، سراج التواريخ کتابونو له کبله وپېژندل شو . دغه کتابونه د نولسمې پېړۍ د وخت د ښو جوتو تاريخي پېښو حوالې وړاندې کوي. دغه پنځه ټوکه تاج التواريخ کتابونه د امير حبيب الله خان په هڅونه او د فيض محمد په قلم ليکل شوي دي . فيض محمد کاتب هزاره د امير عبدالرحمان خان په منياوالۍ کې مامور و ځکه ېې (کاتب) بلي . فیض محمد د امير حبيب الله خان ژوندليک ليکونکی هم و .دی د امير حبيب الله خان لخوا په شېرپور جېل کې بندي شوی هم دی . د بنديتوب وجه ېې سياسي فعاليت او د اساسي قانون خوځښت ټولي کې غړيتوب و . دی بيا د امير لخوا ډېر ژر راخوشې هم شو ځکه چې دی د امير ډېر نژدې کاتب و او د کتابونو د ليکلو او د پوهې له کبله ېې هم پرېښود په ۱۹۲۹ز کېبچه سقا د فيض محمد کاتب په مشرۍ د څو نورو شيعيه هزاره گانو سره يوځای دوی د دای کندي سيمې ته د هزاره گانو د ملاتړ په موخه استول خو فيض محمد کاتب هزاره چې امان الله خان ته ډېر وفاداره و او پوهېده چې د باميان ولايت وگړي له بچه سقاو څخه ډېر په عزاب کې دي نو له ورتگ څخه ېې انکار وکړ او د سقاو ملاتړ ېې ونه کړ نو په همدې ېې ده ته د وهلو ټکولو سزا ورکړه . ده خپل ټول ژوند د يوه صادقه افغان په توگه تېر کړ او د وخت باچاهۍ ته ډېر وفاداره پاتې شو .دی د بچه سقا لخوا د ځينو نورو افغانانو په شمول امير امان الله خان ته د وفادارۍ له کبله ووژل شول .

فيض محمد کاتب د افغانستان د اماني امارت د پير نوموتی تاريخپوه

د ليکوال لیکلي اثار

  1. کابل در تسخیر ( )
  2. پنځه ټوکه سراج التواريخ ( )