فرډينانډ ماګېلن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فرډينند ماګېلن (1480 - 27 اپریل 1521) د پرتګال پلټونکی و . هغه لومړنی اروپایی و چې ارام سمند کې يې سفر کړى و او په نړۍ کې لومړنى کس و چې له نړى نه په کښتۍ کې راتاو شوى و. د میګیلان سفر دا ثابته کړه چې ځمکه ګرده ده. [۱]

په 1480 کال کې زېږېدلی و. د هغه د زېږېدنې ځای سبروسا يا پورټو چې په پرتګال کې دي ثبت شوى. [۲] هغه په شاهي محکمه کې کار کاوه. د هغه موروپلار د پرتګالي اشرافيت غړي ول. د هغو د مړینې نه وروسته، ماګېلن د 10 کلنۍ په عمر کې د ملکې شاګرد شو. په شاهي محکمه کې، هغه ډېر مهم مهارتونه زده کړل، لکه نقشه جوړول، پشمول د نقشه جوړونې ، بېړى چلونه او ستورپوهنه. په 1505 کې هغه په بحري ځواک کې ګډون وکړ. کله چې هغه پرتګال لپاره کار کاوه ، هغه د نړۍ ډیرو برخو ته لاړ، لکه هند، د سپیس ټاپو ، ختیځ افریقا، او مراکش. په مراکش کې په 1513 کې میګیلان ټپي شو، او نور عمر به ګوډ ګوډ روان و. چې کله د پرتګال باچا دنده يې له لاسه ورکړه، هغه د هسپانيا پاچا لپاره کار پيل کړ..

هغه لومړی کس و چې د ماګېلن تنګه کې يې سفر کړى و نو هغه دپسې ونومول شوه. ماګېلن کله چې په فيليپين کې و، د ځايي خلکو سره يې يوه جګړه وشوه ځکه دى د غلا تورن شوى و. په دې جګړې کې په اپریل په 1521 کې ووژل شو.

د هسپانیا پينځم چارلس ماګېلن ته پنځه کښتۍ ورکړې د هغه د نړۍ راتوولو لپارو ورکړې. یوازې یوه کښتۍ، ویکټوریا، سفر بشپړ کړ.

 

  1. Nowell, Charles E. (ed) 1962. Magellan's voyage around the world: three contemporary accounts. Evanston: NU Press.
  2. Daniel Rogers, Magellan and da gama