پینځم چارلز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Titian - Portrait of Charles V Seated - WGA22964.jpg
Charles V by Titian, 1548. Alte Pinakothek, Munich, Germany
پینځم چارلز (د روم امپراتور)

پنځم چارلز د روم امراتور (Charles V - Holy Roman emperor) داوسني بلجیم په گنت فلاندر کې د ۱۵۰۰ پېړی د فیبروري په ۲۴ زېږېدلی او د سپتمبر په ۲۱ کال ۱۵۵۸ د هسپانیا په جورونیمو کې مړ شوی. د روم امپراطور او د هسپانیا پادشاه چارلز د اولنی فیلیپ زوی وو چې د پلار له مرگ نه وروسته ېې د چارلز ترور چې په اتریش کې وه د چارلز سرپرستی کوله.

سیاسي ژوند[سمول]

په ۱۶ کلنی کې ېې د هسپانیا په اراگون او کاستیل باندې د خپلې مور په مرستې حکومت پېل کړ چارلز په دې وخت کې له تېر پادشاه نه پاتې چارواکو ته دندې وسپارلې چې د کاستیل ښار اداري کارونه ېې د تېر پادشاه مشاور ته وسپارلې او خپله د بروکسل پادشاه شو . په ۱۵۱۷ کې بیا هسپانیا ته ولاړ چارلز چې ژوند ېې په اتریش کې د پلار له خوا ترور سره تېر کړی وو د هسپانیا په کلتور او ژبه سم نه پوهېده. او په همدې وجه ېې په هسپانیا کې د نورگوندیانو په ذریعه حکومت تاسیس کړ. چې حکومت ېې نه ډېر موثر او نه ډېر بې کفایته وو. دوه نیم کاله په هسپانیا که له تېرېدو وروسته ېې نیکه له جرمني خط ورلېږه او په دې وخت کې د جرمني د پادشاه کېدو لپاره انتخابات وو چې چارلز پکې د اول فرانسیس په مقابل کې ځان کاندید کړ چې په ۱۵۲۰ کې د جرمني تاجداره پادشاه شو. په دې وخت کې د لودر په نامه کس د عیسویت په اړه د اصلاحاتو نظریات خپاره کړي وو چې په جرمني کې دوه ډلې عیسویان وو یو د پروتستان او بله ډله کتلویک عیسویان چې لودر د پروتستېزم په نامه نظریات لرل. چارلز له لودرېزم یا پروتستېزم سره مخالفت وښود او له دوي سره ېې جنگ اعلان کړ. په دې وخت کې د فرانسې اول فرانسیس د چارلز په راپرځولو پېل کړی وو چې له فرانسیس سره ېې د پاویا په نامه جگړه وکړه او شکست ېې ورکړ.

عثماني خلافت پر وړاندې جگړه[سمول]

له بلې خوا په ۱۵۲۰ کې د عثمانیانو خلافت پر اروپا یو ځل بیا فشار زېات کړ او په اتریش ېې حمله وکړه. په ځای د دې چې چارلز مستقیما د عثمانیانو امپراطوري سره مقابله وکړي په روم ېې حمله وکړه او د روم له نیولو وروسته ېې د هغه ځای کتلویک عیسویانو ته وویل چې د لودریانو یا پرتستانو سره د گډ ژوند کولو لارې پېدا کړي چې بلاخره د عیسویانو دوه ډلې ېې سره یوځای کړې او لوی پوځ ېې ترې جوړ کړ چې د سلیمان پادشاه چې په اتریش ېې حمله کړې وه له شکست سره مخ کړ او دلته ېې خپل ورور مسول کړ. او خپله بېرته د هسپانیا په لور ولاړ چې هلته ېې یواځې ژوند اختیار کړ او د ژوند په آخر کې ېې له خپل زوی سره د فرانسې په جنگ کې د اقتصاد پیاوړي کولو کې مرسته وکړه او له خپلې لور سره ېې د هغو کسانو په اعدامولو کې چې د عیسویت له نظره مرتد یا بې دېنه ول مرسته وکړه.

سرچینې[سمول]