Jump to content

فرانسیسکو فرانکو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فرانسیسکو فرانکو
Francisco Franco Bahamonde (اسپانيايي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
Ferrol (en) ژباړل[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۴ ډيسمبر ۱۸۹۲[۲][۳][۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۰ نومبر ۱۹۷۵[۲][۵][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
ښخولو ځای
استوګنځی
زدکړنځی
ژبې
ګوند
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین
اړين مالومات
جګړه
کچه او لوړوالی
لوړوالی
۱٫۶۳ متر ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
جوړښت
جایزې
  لړۍ...

فرانسیسکو فرانکو باهامونډ (۴ ډسمبر ۱۸۹۲ – ۲۰ نومبر ۱۹۷۵ زکال) هسپانوي جنرال و چې د هسپانیا د کورنۍ جګړې پر مهال یې د هسپانیا د دویم جمهوریت په راپرځولو کې د ملت پاله ځواکونو مشري وکړه او له هغو وروسته یې له ۱۹۳۹ زکال څخه تر ۱۹۷۵ زکال پورې په هسپانیا باندې د یوه دیکتاتور په توګه واک وچلاوه او د ځان لپاره یې د کادیلو یا رهبر لقب وټاکه. د ملت پالو له واکمنۍ څخه د فرانکو تر مړینې د هسپانیا په تاریخ کې دغه دوره په معموله توګه د فرانکوئیستي هسپانیا او فرانکویست دیکتاتوري دوره بلل کېږي.

فرانکو چې د ګالیسیا د پېرول سیمې په یوې لوړې طبقې نظامي کورنۍ کې وزېږېد، له ۱۹۰۷ زکال څخه یې تر ۱۹۱۰ زکال پورې د هسپانیې پوځ د تولډو پیاده پوځ په اکاډميکې کې زده کړې وکړې. هغه مهال چې په ۱۹۲۶ زکال کې یې په مراکش کې خدمت کاوه، د ۳۳ کلنو په عمر برید جنرالۍ رتبې ته ورسېد، چې له امله یې په هسپانیه کې په تر ټولو ځوان جنرال واوښت. دوه کاله وروسته، په ساراګوسا کې د پوځ د عمومي اکاډمۍ مشر شو. د یوه محافظه کاره او سلطنت غوښتونکي په توګه نوموړی په ۱۹۳۱ زکال کې د سلطنت له منځه تلو او د دویم جمهوریت بنسټ اېښودو پېښمانه او د پوځي اکاډمۍ له منځه تلو نور هم پسې ژوبل کړ، خو له دې سره هغه په پوځ کې خدمت ته دوام ورکړ. وروسته له هغه چې د هسپانیې ښي اړخي CEDA کنفدریشن او راډیکال جمهوری غوښتونکی ګوند د ۱۹۳۳ زکال ټاکنې وګټلې، د هغه ځایګی لوړ شو او هغه ته یې واک ورکړ چې په استوریاس کې د ۱۹۳۴ زکال پاڅون وځپي. فرانکو د ۱۹۳۶ زکال له ټاکنو وړاندې چې په کې کیڼ اړخې جبهه واک ته ورسېده او هغه یې قناري ټاپوګانو ته ولېږه، د لنډ مهال لپاره د پوځ د لوی درستیز په توګه وټاکل شو. هغه چې په پیل کې یې له پوځي کودتاه سره لېوالتیا نه لرله، خو په پای کې یې په ۱۹۳۶ زکال ورسره لاس یو کړ او د هسپانیا د نیولو لپاره یې د هڅو له ماتې وروسته د هسپانیې کورنۍ جګړې ته لمن ووهله.[۲۸]

د جګړې پر مهال، هغه په افریقا کې د هسپانوي استعماري ځواک مشري کوله او د یاغیانو د ګڼ شمېر مشرانو له مړینې وروسته، هغه د خپلې ډلې یوازنی مشر شو چې په ۱۹۳۶ زکال کې د جنرال سیمو (مارشال) او د دولت د مشر په توګه وټاکل وشو. هغه د یو ګوندی دولت د جوړولو (FET y de las JONS) پر مهال ټول ملت پاله ګوندونه سره ادغام کړل. درې کاله وروسته ملت پالو د بریا اعلان وکړ او د سیاسي مخالفینو د ځپلو له لارې یې په هسپانیا کې د فرانکو دیکتاتورۍ ته پراختیا ورکړه. د هغه دیکتاتورۍ اجباري کار رامنځته کړ، د اجباري کار له کمپونو څخه یې ګټنه وکړه او همدارنګه له ۳۰۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰۰ تنو پورې یې اعدام کړل. د جګړې د مهال له وژنو سره یوځای د دغو سپینو ترورونو شمېر له ۱۰۰۰۰۰ څخه ۰۰۰ ۲۰۰ کسو ته ورسېد. [۲۹][۳۰][۳۸][۳۹]

له کورنۍ جګړې وروسته هسپانیا کې، فرانکو د ملي ادارې (Movimiento Nacional) په رامنځته کولو سره خپل شخصیتي ځایګی جوړ کړ. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال هغه د هسپانیا بې پلویتوب وساته، خو له محور ځواکونو څخه یې ملاتړ وکړ – د هغو غړو هېوادونو ایټالیا او جرمني د هسپانیا د کورنۍ جګړې پر مهال، له هغه سره مرسته کړې وه – او په بېلابېلو اړخونو کې یې د دغه هېواد نړیوال شهرت ته زیان واړاوه. د سړې جګړې د پیلیدو پر مهال فرانکو د تکنوکراتیکو او لیبرال اقتصادي پالیسو په مرسته هسپانیا د ۲۰ مې پېړۍ له اقتصادي ناورینه واېسته او د «هسپانوي معجزې» په نامه یې د هسپانیا د چټکې اقتصادې ودې د دورې مشري وکړه. هماغه مهال د هغه رژیم له یو توالیتر دولت څخه د محدودې اکثریت پالنې په استبدادي حکومت واوښت.

نوموړی د کمونېزم ضد خوځښت مشر شو او د لویدیځ په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو ملاتړ یې ترلاسه کړ. هغه مهال چې د هغه دیکتاتورئ خپل تند سیاستونه راکم کړل، لوئیس کاررو بلانکو د فرانکو په څنګ کې د هغه په مخکښ سلاکار واوښت، هغه چې په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې په پارکینسون ناروغۍ باندې باندې د فرانکو له اخته کېدو وروسته یې رول پراختیا ومونده. په ۱۹۷۳ زکال کې فرانکو د عمر د زیاتوالي او ناروغۍ له امله له لومړي وزارت استعفا ورکړه – د لومړي وزارت چوکۍ له ۱۹۶۷ زکال وروسته د دولت د مشرتابه له چوکۍ جلا شوې وه – خو له دې سره هغه د دولت د مشر او د ځواکونو د اعلی سر قوماندان په توګه پاتې شو. فرانکو په ۱۹۷۵ زکال کې د ۸۲ کلونو په عمرمړ شو او په Valle de los Caídos کې دفن شو. هغه د خپلې واکمنۍ په وروستیو کلونو کې پاچهي نظام بېرته رامنځته کړ او خوان کارلوس چې دیموکراسي ته یې د هسپانیا لېږد رهبري کړ، د هغه ځای ناستی پاچا شو.[۴۰][۴۱]

د هسپانیا په تاریخ کې د فرانکو میراث بحث جوړوونکی پاتې شوی، ځکه د وخت په اوږدو کې د هغه د دیکتاتورۍ ماهیت بدلونونه لرلي، د هغه واکمني په وحشیانه توګه د مخالفینو په ځپلو چې په لسګونه زره مړي یې له ځان سره لرل او همدارنګه په اقتصادي ودې چې تر ډېره بریده یې د هسپانوي وګړو د ژوند کچه لوړه کړه؛ مشخصه کېږي. د هغه د دیکتاتورۍ سبک په کافي اندازه د انطباق وړ و، چې ټولنیزو او اقتصادي اصلاحاتو ته یې لار برابروله، خو بیا هم یو ډېر متمرکز، اقتدار پلوی، ملت پال، ملي کاتولېزم پال، ماسون ضد او کمونېزم ضد حکومت و.

د فرانکو تر ادارې لاندې هسپانیه

[سمول]

فرانکو د ۱۹۳۹ زکال په فبروري میاشت کې د بریتانیا، فرانسې او ارجنټاین له خوا د هسپاینې د د دولت د مشر په توګه په رسمیت وپېژندل شو. له دې وړاندې هغه د ملت پالو د جنرال سیمو (مارشال) او د دولت مشر (Jefe del Estado) په توګه ټاکل شوی و، له دې وروسته هغه د ځان لپاره د «جلالتماب دولت مشر» ("Su Excelencia el Jefe de Estado") رسمي عنوان وټاکه. هغه همدارنګه د هسپانیا په رسمي دولتي اسنادو کې د «هسپانیا د رهبر» («Caudillo de España»)، کله هم د «هسپانیا په میراثونو کې د وروستۍ صلیبي جګړې د رهبر» ("el Caudillo de la Última Cruzada y de la Hispanidad") او د «کمونېزم او د هغو د هملاسو سره د آزادي بخښونکې جګړې د رهبر» ("el Caudillo de la Guerra de Liberación contra el Comunismo y sus Cómplices") په توګه بلل کېده.[۴۲][۴۳][۴۴]

د کاغذ پر مخ، فرانکو له ځانه د وړاندې او وروسته بل هر هسپانوي رهبر په پرتله زیات واک درلود. د مادرید له نیولو وروسته نوموړي په لومړیو څلورو کلونو کې په انحصاري ډول د خپلو فرمانونو له مخې واک وچلاوه. د «دولت د مشر قانون» د ۱۹۳۹ زکال په اګست کې تصویب شو، چې له مخې یې ټول ځواک د «تل لپاره» د فرانکو واک ته ورغی. د دغه قانون له مخې هغه اړ نه و چې د ډېری قوانینو اړوند له کابینې سره مشوره وکړي. د پین په خبره، فرانکو د خپل قدرت په اوج کې له ستالین او هیټلر څخه ډېر واک درلود. هغه څرګندوي چې په داسې حال کې چې هیټلر او ستالین د ربړي ټاپې لرونکي پارلمانونه لرل، خو له جګړې وروسته لومړیو کلونو کې دغې چارې په هسپانیه کې صدق نه کاوه – هغه وضعیت چې په اسمي توګه یې د فرانکو رژیم «په نړۍ کې په تر ټولو خپل سري رژیم» واړاوه.[۴۵][۴۶]

دغې چارې په ۱۹۴۲ زکال کې بدلون وکړ، هغه مهال چې فرانکو د Cortes Españolas په نوم پارلمان جوړ کړ. دغه پارلمان د مشارکتي اصولو پر بنسټ وټاکل شو او واقعي ډېر لږ واک یې درلود. د یادولو وړ ده چې پارلمان په دولتي لګښتونو هېڅ کنټرول نه درلود او دولت هم د هغو پر وړاندې ځان مسئول نه ګاڼه. وزیران په یوازې توګه د فرانکو په پرېکړه ټاکل کېدل او یا هم ګوښه کېدل.[۴۷]

د ۱۹۴۷ زکال د جولای په ۲۶ مه نېټه فرانکو د هسپانیا نظام شاهي(سلطنتي) اعلان کړ، خو پاچا یې و نه ټاکه. دغه حرکت تر ډېره په ملي اداره کې د سلطنت غوښتونکو (کارلېستانو او الفونسېستانو) د رضایت په موخه و. فرانکو تاج او تخت خالي پرېښودل او ځان یې د ټول عمر لپاره نایب السلطنت اعلان کړ. هماغه مهال فرانکو د یو پاچا ګڼ شمېر امتیازات ځانته ځانګړی کړل. هغه د کپتان جنرال یونیفورم (هغه درجه چې په سنتي ډول پاچا ته اړوندېږي) واغوست او په ال پاردو ماڼۍ کې هستوګن شو. په دې سربېره هغه د یو سیوري کوونکي لاندې تګ شروع کړ او همدارنګه یې انځور د هسپانیا په پوستي نښو او سیکو کې راووت. [۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶]

سرچينې

[سمول]
  1. ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۹ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 12142874p. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  4. ذکر کېدنه: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Francisco-Franco. Subject named as: Francisco Franco. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ذکر کېدنه: Great Soviet Encyclopedia (1969–1978). Section, verse, paragraph, or clause: Франко Франсиско. Retrieved: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵. Publisher: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۹.
  6. ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  7. سرچينې تړی: https://elpais.com/politica/2019/10/24/actualidad/1571914801_488476.html. Retrieved: ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۹.
  8. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: nm0290542. Retrieved: ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۳.
  9. ذکر کېدنه: انټرنیټ فلم ډیټابیس. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: nm0290542. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  10. سرچينې تړی: https://www.boe.es/boe/dias/1971/02/20/pdfs/A02852-02852.pdf.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ سرچينې تړی: http://www.ordens.presidencia.pt/?idc=154.
  12. ذکر کېدنه: يوټيوب. YouTube video ID: Nl3GorpLQt0. اثر ژبه: multiple languages. ليکوال: Steve Chen.
  13. سرچينې تړی: http://www.lavanguardia.com/local/tarragona/20160603/402261984434/diputacion-tarragona-revocara-honores-regimen-franco.html.
  14. سرچينې تړی: https://www.boe.es/datos/pdfs/BOE//1941/085/A02002-02002.pdf.
  15. سرچينې تړی: https://boe.es/datos/pdfs/BOE//1940/101/A02447-02448.pdf.
  16. سرچينې تړی: https://www.boe.es/datos/pdfs/BOE//1939/140/A02733-02733.pdfl.
  17. سرچينې تړی: https://postimg.cc/Fd7S7QWn.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ ۱۸٫۲ ۱۸٫۳ ۱۸٫۴ ۱۸٫۵ سرچينې تړی: https://fnff.es/historia/812051671/francisco-franco-biografia-cronologica.html.
  19. سرچينې تړی: https://www.boe.es/datos/pdfs/BOE//1934/345/A02052-02052.pdf.
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ سرچينې تړی: https://www.boe.es/datos/pdfs/BOE//1934/088/A02386-02387.pdf, .
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ ۲۱٫۲ ۲۱٫۳ ۲۱٫۴ سرچينې تړی: https://www.boe.es/datos/pdfs/BOE//1934/088/A02386-02387.pdf.
  22. سرچينې تړی: https://www.boe.es/datos/pdfs/BOE//1927/326/A01066-01068.pdfhttps://www.boe.es/datos/pdfs/BOE//1927/326/A01066-01068.pdf, .
  23. سرچينې تړی: https://media.gettyimages.com/photos/rendezvous-with-general-franco-and-his-wife-dona-carmen-madrid-palais-picture-id160656178?s=2048x2048.
  24. سرچينې تړی: https://www.gettyimages.es/detail/fotograf%C3%ADa-de-noticias/generalissimo-francisco-franco-in-this-10-9-75-fotograf%C3%ADa-de-noticias/515403204, .
  25. سرچينې تړی: https://www.boe.es/biblioteca_juridica/abrir_pdf.php?id=PUB-DH-2015-33.
  26. سرچينې تړی: https://www.eldiario.es/economia/yolanda-diaz-retira-medalla-merito-trabajo-franco-represores-dictadura_1_9659693.html. Retrieved: ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۲.
  27. سرچينې تړی: https://www.lamoncloa.gob.es/serviciosdeprensa/notasprensa/trabajo14/Paginas/2022/271022-retirada-medalla-merito-trabajo-franco.aspx. Retrieved: ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۲.
  28. Preston 1994، م. 25.
  29. Richards, Michael (1998) A Time of Silence: Civil War and the Culture of Repression in Franco's Spain, 1936–1945, Cambridge University Press. ISBN 0521594014. p. 11.
  30. Jackson, Gabriel (2005). La república española y la guerra civil RBA. Barcelona. ISBN 8474230063. p. 466.
  31. ۳۱٫۰ ۳۱٫۱ Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Payne2012
  32. ۳۲٫۰ ۳۲٫۱ Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named ARMH
  33. ۳۳٫۰ ۳۳٫۱ Maestre, F. E., Casanova, J., Mir, C., & Gómez, F. M. (2004). Morir, matar, sobrevivir: La violencia en la dictadura de Franco. Grupo Planeta (GBS). p. 8.
  34. ۳۴٫۰ ۳۴٫۱ Fontana, J. (Ed.). (1986). España bajo el franquismo: coloquio celebrado en la universidad de Valencia, noviembre de 1984. Universidad; Crítica: Departamento de Historia Contemporánea. p. 22.
  35. ۳۵٫۰ ۳۵٫۱ Thomas, pp. 900–901.
  36. ۳۶٫۰ ۳۶٫۱ Preston, Paul. The Spanish Civil War. Reaction, revolution & revenge. Harper Perennial. 2006. London. p. 202.
  37. ۳۷٫۰ ۳۷٫۱ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  38. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]
  39. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]
  40. Payne (2000), p. 645.
  41. Rubottom, R. Richard and Murphy, J. Carter (1984) Spain and the United States: Since World War II. Praeger.
  42. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  43. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  44. Thomas, p. 424.
  45. Payne (1987), p. 231-234.
  46. Payne (1987), p. 323.
  47. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  48. Laqueur, Walter (1996) Fascism: Past, Present, Future. Oxford University Press. ISBN 0195092457. p. 13
  49. De Meneses, Filipe Ribeiro (2001) Franco and the Spanish Civil War. Routledge. p. 87. ISBN 0415239257.
  50. Gilmour, David (1985) The Transformation of Spain: From Franco to the Constitutional Monarchy. Quartet Books. p. 7. کينډۍ:Isbn.
  51. Payne (1999), pp. 347, 476
  52. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  53. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  54. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  55. Payne (1987)
  56. Saz Campos 2004، م. 90.