د هسپانيې کورنۍ جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هسپانيې کورنۍ جګړه (هسپانوي: Guerra Civil Español) يوه کورنۍ جګړه وه، چې له ۱۹۳۶ څخه تر ۱۹۳۹ ز کال پورې په هسپانيې کې وشوه. د هسپانيې د بې ثباته دويم جمهوريت کيڼ اړخي نامتو ټينګار حکومت ته ژمنو جمهوريت غوښتونکو له کمونيست او د صنفي اتحاديو د اصولو پلويو انارشيستانو سره په يو اتحاد کې د ملتپالو له لورې د يوې الې ګولې پر وړاندې جګړه وکړه. د پوځي مجلس يا دولتي شورا په مشرۍ ياد يووالی له فلانج پلويو [د هسپانيا فاشيست غورځنګ و]، د پاچهي پلويو، محافظه کارانو او دوديز پالو څخه جوړ شوی و، چې له منځه يې جنرال Francisco Franco په چټکۍ سره د پام وړ يا لوړه ونډه تر لاسه کړه. په هغه وخت کې د نړيوالو سياسي حالاتو له امله يادې جګړې زيات اړخونه لرل او په بېلابېل ډول د ټولګي هڅې، يوې مذهبي هڅې، د استبداديت او جمهوري غوښتونکې ديموکراسۍ تر منځ د هڅې، د اوښتون او د اوښتون ضد تر منځ هڅې او د فاشيزم او کمونيزم تر منځ د هڅې په توګه وګڼل شوه. د جګړې پر مهال د هسپانيې لپاره د متحده ايالتونو د استازي Claude Bowers په وينا: «د هسپانيې کورنۍ جګړه د دويمې نړيوالې جګړې لپاره د «کالو تمرين» يعنې لاره هوارونکې وه. ملتپالو جګړه وګټله، چې د ۱۹۳۹ز کال  په لومړيو کې پای ته ورسېده او د ۱۹۷۵ز کال په نومبر کې د فرانکو (Franco) تر مړينې پورې يې واکمني وکړه. [۱][۲][۳]

د هسپانيې د جمهوري غوښتونکي وسله والو ځواکونو د يوې ډلې جنرالانو له لورې د جمهوري غوښتونکي حکومت پر وړاندې جګړه د بلوا د پوځي مخالفت له يوې اعلاميې څخه وروسته پيل شوه، چې جنرال Emilio Mola په کې د خورا مهم پلان جوړونکي او مشر په توګه او جنرال Jose Sanjurio په کې د يو بې اختياره مشر په توګه ونډه لوبوله. حکومت په هغه وخت کې د جمهوري غوښتونکو يو يووالی (ايتلاف) و، چې د مرکزي کيڼ اړخي ولسمشر Manuel Azana په مشرتابه د کمونيست او سوسياليست ډلو له لورې يې په کورتس (Cortes) کې ملاتړ کېده. د CEDA په ګډون يو شمېر محافظه کارانو، د مخالفو الفونس پالو (Alfonsists) او مذهبي محافظه کار کارليستانو (Carlists) په ګډون د پاچاهۍ پلويانو او د Falange Espanola de las JONS په نوم يوې فاشيستي سياسي ډلې ملتپال ګوند څخه ملاتړ کاوه. د Sanjurio، Emilio Mola او Manuel Goded Llopis له مړينو څخه وروسته فرانکو (Franco) د ملتپال اړخ د پاتې مشر په توګه راښکاره شو. [۴][۵][۶]

په Morocco, Pamplona, Burgos, Zaragoza, Valladolid, Cádiz, Córdoba او Seville کې د پوځي واحدونو له لورې له کودتا څخه ملاتړ وشو. که څه هم سرکښه واحدونو په نږدې ټولو مهمو ښارونو لکه مادريد (Madrid)، بارسيلونا (Barcelona)، ويلېنسیا (Valencia)، بېلباو (Bilbao) او مالاګا (Malaga) کې واک تر لاسه نه کړ او ياد ښارونه د حکومت تر واک لاندې پاتې شول. دې [جګړې] هسپانيا په پوځي او سياسي ډول وېشلې پرېښوده. ملتپال او جمهوري غوښتونکي حکومت د هېواد د واک لپاره جګړه وکړه. ملتپال ځواکونو له فاشيستي ايټاليې او نازي المان څخه وسلې، پوځيان او هوايي ملاتړ تر لاسه کړ، په داسې حال کې چې جمهوري غوښتونکي اړخ له پخواني شوروي اتحاد او مکسيکو څخه ملاتړ تر لاسه کړ. د انګليستان، د فرانسې درېيم جمهوريت او متحده ايالتونو غوندې نورو هېوادونو د جمهوري غوښتونکي حکومت په رسميت پېژندنې ته دوام ورکړ، مګر د نه لاسوهنې رسمي سياست يې پلی کړ. د ياد سياست تر څنګ بيا د نوموړو هېوادونو په لس ګونو زرو اتباعو په سيده ډول جګړه کې ګډون وکړ. دوی زياتره د جمهوري غوښتونکي نړيوالو غونډونو په پلوۍ وجنګېدل، چې د ملتپال پلويو نظامونو څخه هم په کې څو زره شړل شوي (تبعيد) وګړي شامل وو.

ملتپالو په سوېل او لوېديځ کې له خپلو پياوړ کوټونو (مرکزونو) څخه پرمختګ وکړ، چې په ۱۹۳۷ ز کال کې يې د هسپانيې د زياتره شمالي ساحلي سيمه ونيوله. دوی مادريد او د مادريد سوېل او لويديځ سيمه هم د جګړې د ډېرې مودې لپاره کلابند کړه. وروسته له هغې چې په ۱۹۳۸ او ۱۹۳۹ ز کال کې د Catalonia زياتره برخه ونيول شوه او مادريد له بارسلونا څخه بېل کړای شو، د جمهوري غوښتونکو پوځي دريځ ناهيلی شو. د ۱۹۳۹ ز کال په جنوري کې له ټينګار پرته د بارسلونا له غورځېدنې څخه وروسته د فرانک پلوی (Francoist) نظام د ۱۹۳۹ز کال  په فبروري کې د فرانسې او انګليستان له لورې په رسميت وپېژندل شو. د ۱۹۳۹ ز کال د مارچ پر ۵ ډګروال Segismundo Casado د جمهوري حکومت پر وړاندې د يوې پوځي کودتا مشري وکړه. په همدې مياشت کې د جمهوري غوښتونکو ډلو تر منځ مادريد کې د کورنۍ نښتې څخه وروسته فرانکو (Franco) پلازمېنې ته ننوت او د ۱۹۳۹ ز کال د اپرېل پر لومړۍ نېټه يې بريا اعلان کړه. په سل ګونو زره هسپانويان سويلي فرانسه کې د کډوالو پنډغالو ته وتښتېدل. د بايلونکي جمهوري غوښتونکو اړوند پاتې شوي اشخاص د برياليو ملتپالو له لورې وربړول شول. فرانکو يو استبدادي نظام جوړ کړ، چې ښي اړخې ټولې ډلې په کې د فرانکو د نظام په جوړښت کې سره يو ځای شوې. [۴][۷]

د هسپانيې کورنۍ جګړه د لېواتيا، د جګړې د هڅونکي سياسې وېش او پر دواړو اړخونو باندې د شويو زياتو بې رحميو له امله د يادونې وړ شوه. په هغو سيمو کې چې د فرانکو ځواکونو نيولې وې، د دوی د راتلونکي نظام د پياوړي کولو په موخه په کې منظم چاڼ (پاکونې) وشو. د جمهوري غوښتونکو له لورې په اداره شويو سيمو کې هم په لږه کچه د سيمه ايزو چارواکو په ګډون سره، ډله ايزې وژنې وشوې چې له يوه تر بل ځايه توپير لري. [۸][۹][۱۰][۱۱]

مخینه[سمول]

۱۹ مه پېړۍ د هسپانيې لپاره يو توپاني يا د الې ګولې وخت و. د هسپانوي حکومت د سمون لېوال وګړو له محافظه کارانو سره د سياسي واک لپاره سيالي وکړه. يادو محافظه کارانو د دا ډول سمونونو د پلي کېدو مخنيوی کاوه. په يو دود کې چې د هسپانيې د ۱۸۱۲ ز کال په اساسي قانون سره پيل شو، زياتو ليبرالانو غوښتل چې د هسپانيې د شاهي نظام واک لنډ کړي او د خپلې نظریې او فلسفې له مخې يو ملي دولت رامنځته کړي. د ۱۸۱۲ ز کال سمونونه ځکه لنډمهالي وو، چې د پاچا اووم فرديناند (King Ferdinand VII) له لورې په نږدې ناڅاپي ډول هغه مهال له منځه لاړل، چې مخکينی ذکر شوی اساسي قانون يې ړنګ (منحل) کړ. دې کړنې د Trienio ليبرالي حکومت پای ته ورسوه. د ۱۸۱۴ او ۱۸۷۴ز کلونو تر منځ دولس بريالۍ کودتا وشوې. د ټولنيز حقيقت د پرتله کولو په موخه د سياسي نظام د بيا برابرولو په موخه بېلابېلې هڅې وشوې. تر ۱۸۵۰ لسيزې پورې د هسپانيا اقتصاد په بنسټيز ډول پر کرنه ولاړ و او د بورژوا يا لوړ پوړ صنعتي يا سوداګريزې ډلې لږ پرمختګ شتون درلود. د ځمکې پر بنسټ اليګارشي [د څو تنو بډايانو حکومت] ځواکمن پاتې شو؛ يانې د وګړو يو کوچني شمېر د Latifundia په نوم ټول ستر ملکيتونه او د حکومت مهم بستونه ونيول. د نظام د دې بدلونونو او د روحانيونو د سلسلو تر څنګ د کورنۍ جګړو يوه لړۍ هم وه، چې د نولسمې پېړۍ په ټوله نيمايي کې يې د Carlist جګړو په نوم هسپانيه کې څرګندې شوې. دا ډول درې جګړې وې: د کارلېسټ لومړۍ جګړه (First Carlist War (1833-1840))، د کارلېسټ دويمه جګړه (Second Carlist War (1846-1849)) او د کارلېسټ درېيمه جګړه (Third Carlist War (1872-1876)). د دې جګړو پر مهال د Carlism په نوم يو ښي اړخی سياسي خوځښت د بوربن مجلس (House of Bourbon) د يوې بېلې څانګې له مخې د شاهي کورنۍ د رامنځته کولو په موخه جګړه وکړه، چې د Molina پر Don Infante Carlos Maria Isidro ته په ميراث رسېدلې او مستند شوې وه. [۱۲][۱۳]

په ۱۸۶۸ ز کال کې نامتو پاڅونونه د بوربن د مجلس د ملکې دويمې ايزابيلا (Queen Isabella II) د ماتولو سبب شول. دوه بېلو عواملو پاڅونونو ته لاره هواره کړه: د ښاري الې ګولې يوه لړۍ او په منځنيو پوړونو او پوځ کې يو ليبرال خوځښت چې جنرال Joan Prim يې مشري کوله او د پاچاهۍ له خورا محافظه کارۍ سره يې تړاو درلود. په ۱۸۷۳ کې د Isabella ځايناستي پاچا د پېچ (Savoy) مجلس لومړي اماډيو (Amadeo I) د زياتېدونکي سياسي فشار له امله استعفا ورکړه او د هسپانيې لومړی لنډمهاله جمهوريت اعلان شو. د ۱۸۷۴ په ډسمبر کې بېرته لومړني حالت ته د باربون (Barbons) له راستنېدلو څخه وروسته کارليستان او انارشيستان د پاچاهۍ په خلاف راپورته شول. د هسپانيې سياستپوه او د راډيکال جمهوري غوښتونکې ډلې مشر Alejandro Lerroux په کاتالونيا (Catalonia) کې د جمهوريت پالنې په مخکې راوړلو کې مرسته وکړه. کاتالونيا د خپل کلتوري او ټولنيز شناخت په لرلو سره د هسپانيې يوه سيمه وه، چې هغه وخت په کې فقر په ځانګړي ډول تېز يا حاد و. عسکري خدمت يوه جنجالي تګلاره وه، چې په پای کې د هسپانوي حکومت له لورې پلې شو. لکه څرنګه چې په ۱۹۰۹ کې د ويرجنې اونۍ (Tragic Week) له لورې ثابت شوي دي، خوابدي يا کرکه او ټينګار هغه عوامل وو، چې تر۲۰ مه پېړۍ پورې يې په ښه ډول دوام وکړ. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. Graham, Helen; Preston, Paul (1987). The Popular Front in Europe. Chapter: The Spanish Popular Front and the Civil War (په انګرېزي ژبه کي). London: Palgrave Macmillan. د کتاب پاڼي 106–130. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-349-10618-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link) صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  2. Bowers, Claude G. (30 November 2019). My Mission to Spain. Watching the Rehearsal for World War II. New York, NY: Simon & Schuster. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Juliá, Santos (1999). Un siglo de España. Política y sociedad. Madrid: Marcial Pons. د کتاب نړيواله کره شمېره 84-95379-03-1. Fue desde luego lucha de clases por las armas, en la que alguien podía morir por cubrirse la cabeza con un sombrero o calzarse con alpargatas los pies, pero no fue en menor medida guerra de religión, de nacionalismos enfrentados, guerra entre dictadura militar y democracia republicana, entre revolución y contrarrevolución, entre fascismo y comunismo. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Payne 1973، صص. 200–203.
  5. Beevor 2006، ص. 43.
  6. Preston 2006، ص. 84.
  7. "Refugees and the Spanish Civil War". History Today. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Julius Ruiz. El Terror Rojo (2011). pp. 200–211.
  9. Beevor 2006، ص. 88.
  10. Beevor 2006، صص. 86–87.
  11. Beevor 2006، صص. 260–271.
  12. Beevor 2006، ص. 19.
  13. Beevor 2006، ص. 7.
  14. Thomas 1961، ص. 13.
  15. Fraser, Ronald (1979). Blood of Spain. London, UK: Allen Lane. د کتاب پاڼې 22. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7126-6014-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Preston 2006، صص. 24–26.
  17. Thomas 1961، ص. 15.
  18. Preston 2006، ص. 22.
  19. Preston 2006، ص. 24.
  20. Preston 2006، ص. 21.