فاطمه جناح
فاطمه جناح | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د مخالفو ډلو مشره | |||||||
د واکمنۍ دوران 1 جنوري 1960ء – 9 جولای 1967ء | |||||||
| |||||||
د شخص معلومات | |||||||
زیږون نوم | فاطمه علي جناح | ||||||
پيدايښت | ۳۱ جولای ۱۸۹۳ کراچۍ، برېټانیې واک (اوسنی پاکستان) | ||||||
مړینه | ۹ جولای ۱۹۶۷ (۷۳ کال کلنۍ کي) کراچۍ، پاکستان | ||||||
تابعیت | پاکستانۍ | ||||||
مذهب | اسلام | ||||||
ګوند | آل انډيا مسلم ليگ (1947 څخه وړاندې) مسلم ليگ (1947–1958) آزاد (1960–1967) | ||||||
وروڼه او خوندې | |||||||
خپلوان | محمد علي جناح احمد علي جناح بندی علي جناح رحمت علي جناح مريم علي جناح شيريں علي جناح | ||||||
عملي ژوند | |||||||
تعلیم | د کلکتې پوهنتون (D.D.S) | ||||||
کار/مسلک | د غاښونو ډاکټره | ||||||
مورنۍ ژبه | اوردو ژبه | ||||||
کاروونکي ژبه(ي) | اوردو ژبه | ||||||
سمول |
honorific-prefix وموندل شو،
فاطمه جناح په پاکستان کې د مادر ملت په نوم ياديږي، چې د پاړسي ژبې دوه نومونو څخه تړنگنوم دی مانا يې د ولس مور ده. فاطمه جناح د پاکستان د بنسټگر محمد علي جناح خور ده. په ژوندوني يې له خپل ورور محمد علي جناح سره په سياسي هلو ځلو کې د هغه مرستندویه وه. فاطمه د غاښونو ډاکټره، ليکواله او سياستواله وه. کله چې هغې د کلکتې پوهنتون څخه د غاښو رنځپوهنې سند ترلاسه کړ، نو بيا یې له خپل ورور سره په سياسي چارو کې مرسته پیل کړه. هغه ته به يې مشورې ورکولې. نوموړې د مسلم لیگ گوند يوه اهمه غړې وه. خو د ورور له مړینې وروسته یې په سياست کې ډېره برخه وا نخېسته. په کال 1965 زېږد کې يې د پاکستان د لومړي پوځي مشر ايوب خان(پاکستانی جنرال) په وړاندې ټولټاکنو کې ونډه واخېسته، خو هغو ټاکنو کې د پوځي لاسوهنو له کبله يې ولسمشريزې ټاکنې وبايللې. نوموړې په خپل ژوند کې د له ډېرو هاندو هڅو وروسته د جولای په نهمه، کال 1967 کې مړه شوه خو اوس هم په پاکستان کې د يوې ښې مشرې په توگه یادېږي چې په تاریخي او ټولنیزو کتابونو کې چې د پنجاب د تعلیمي لړۍ لخوا چاپېږي ورته په پاړسي ژبه مادرِ ملت يانې د ملت مور وايي.
نور ولولئ
[سمول]- محمد علي جناح (ورور)