علي مرغیناني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دعــــلامــه مـــرغـینانـي "صــاحـب الــهـدایـــة" دعلامه مرغیناني اصلي نوم علي اوکنیة یې ابوالحسن اولقب یې برهان الدین دی، دپلارنوم یې ابوبکر اودنیکه نوم یې عبدالجلیل دی ، دحضرت ابوبکر الصدیق رضی الله تعالی عنه له اولادي څخه ګڼل کیږي ، اودمرغینان چې دفرغانه یوه سیمه ده اوسیدونکی ؤ. علامه مرغیناني رحمه الله په کال ۵۱۱ هجري کې درجب په اتمه نیټه ددوشنبي په ورځ زیږیدلی ، اوهم هلته یې وده کړي.

تحصیل[سمول]

علامه مرغیناني رحمه الله لمړی زده کړي په خپله سیمه کې ترسره کړي ، اووروسته مختلفوسیموته تللی اودوخت له سترو علماؤ څخه یې استفاده کړي ، دده داستادانو یو لوی فهرست دی چې ده په خپله مشیخه کې یادکړي ، البتة دځینو وتلو استادانو نومونه یې په دي ډول دي. 1 مفتی الثقلین علامه نجم الدین عمرالنسفي صاحب عقائدالنسفیة وغیره 2ابواللیث احمد بن ابی حفص عمر النسفي 3 ابوالفتح محمد بن عبدالرحمن المروزي 4 علامه ضیاء الدین بن الحسین البندیجي 5علامه ابوعبدالله محمد بن عبدالرحمن البخاري 6منهاج الشریعة محمدبن محمد 7 شیخ الاسلام بهاء الدین علی بن محمدالسمرقندي 8 ابوالبرکات صفی الدین عبدالله اوداسي نور………. علامه مرغیناني ټول علوم وویل. اوله علوموڅخه له فراغت وروسته یې په تدریس پیل وکړ اوپه تدریس اوعلمي تجربه کې یې زیات شهرت وموند، اوله لیري لیري وطنونو څخه دطالبانو قافلي دده په لو ر راماتي شوي، دعلامه مرغیناني ددرس حلقه ډیره پراخه وه ، اوهرچاپکې برخه اخستی شوه . دعلامه مرغینانی ددرس له حلقي څخه ډیر ستر ستر علماء اومشایخ فیضیابه شوي. چې دځینو نومونه یې په دي ډول دی: شیخ الاسلام جلال الدین محمد ، علامه نظام الدین عمر ، شیخ الاسلام عماد الدین بن ابوبکر، شمس الایمة محمدبن عبدالستار بن محمدکروري ، شیخ الاسلام الاشتروشنی ، برهان الاسلام زرنوجي ، قاضی القضاة محمدبن علي السمرقندي ، قاضي عمر اوداسي نور…………..

تصنیف اوتالیف[سمول]

د علامه مرغیناني په تصنیفاتو کې ، کفایة،منتقي ، تجنیس، مزید، مناسک الحج، نشرالمذهب ، مختارات النوازل ، فرائض العثماني ، مختارالفتاوی ، اوداسي نور ….. دعلامه مرغیناني دتبحر اوعلمي یادښت اودهغه ترټولو عمده اوبهترین تصنیف اوتالیف دهغه کتاب الهدایة ده هدایه چې دفقهي ټول احکام اومسائل یې نیولي ، په څلورو جلدونوکې یوستر بحر اوبي پایانه سمندر دی ، دهدایه عجیب اوغریب طرز دهغه بهترین انداز اوسلیقه له کلونو اوڅوسلیزو راهیسي ددرسي نصاب په غیږ کې ځای موندلی اودعلم اوعرفان محفل یې تل تازه ساتلی داویل بي ځایه نه دی چې دهدایه په برکت سره فقه حنفي ته خوراډیره ترقي اوپرمختیاورغلي ، همدالامل دی چې په فقه کې داولسونو ترمابین همداکتاب دډیرزیات باور مرجع بلل کیږي ، علامه عمادالدین دهدایه دمصنف زوی دهدایه په هکله داسي لیکلي : کتاب الهدایة یهدي الی الهدی : :: : : الی حافظیه ویجلو االعمی فلازمه واحفظ یاذاالحجی :::::: فمن ناله نال اقصی المنی

خپله مصنف دهدایې په هکله داسي لیکي[سمول]

ماغوښتل په فقه کې یومختصر مګر جامع کتاب ولیکم ، اتفاقا زمالاس ته امام قدوري رحمه الله مختصرالقدوري راغی ، چې داپخپله یو عمده اوجامع کتاب ده ، له بلي خواچې مادجامع الصغیراهتمام اودهغه یادښت په خلګو کې ولید نومي له دواړو څخه دمسائلو انتخاب وکړ، اودبدایة المبتدي په نامه مي کتاب ولیکل ، اودا ایراده مي هم درلوده که لوی خدای جل جلاله توفیق راسره مل ؤ زه به دهغه یوه شرحه هم لیکم ، چې نوم به یې کفایة المنتهی وي. دمفتاح السعادة مصنف لیکي چې علامه مرغیناني دبدایة المبتدي یوه مفصله شرحه ولیکله چې په اتیا (۸۰)ټوکه کې وه اوبیایې دهغي شرحي اختصاروکړ اودهغي نوم یې هدایه کيښود چې داپه څلورو ضخیمو ټوکو نو کې ده .

رحلت اووفات[سمول]

علامه مرغیناني رحمه الله په کال ۵۹۳ هجري کې دذوالحجة په ۱۴ لسمه دسه شنبي په ورځ له دي فاني نړۍ سترګي پټي کړي اوله ده څخه درې زامن ، علامه عمادالدین ، علامه نظام الدین عمر ، علامه جمال الدین محمدچې درې واړه دوخت سترعلماء ؤ پاته شول ،

دا هم وگورئ[سمول]

جلال الدین سیوطي

امام بدر الدین عیني

امام قرطبي