امام بدر الدین عیني
| امام بدر الدین عیني | |
|---|---|
| [[language|]]: محمود بن أحمد بن موسى بن أحمد العيني | |
| د شخص معلومات | |
| پيدايښت | ۲۱ جولای ۱۳۶۱[۱] غازی عین تاب |
| مړینه | 28 ډېسمبر 1451 (90 کاله)[۱] قاهره |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | عالم |
| کاروونکې ژبه(ي) | عربي ژبه [۱] |
| سمول |
|
امام بدرالدین عیني "رحمة الله علیه" ژوند او خدمت ته لنډه کتنه :
پیدائښت :
[سمول]علامه عیني په ۲۶ د رمضان المبارک ۷۶۲هـ ، مطابق ۳۰ جولائي ۱۳۶۰ء په قلعه "عینتاب" کې د شام حلب ښار سره نیژدې د جمعي په ورځ زیږیدلی. دغه د عین تاب طرف نسبت له وجې ورته "عیني" ویل کیږي. ده ډیر وخت په حلب ، مصر ، د مشق او بیت المقدس کې تیر کړی. علامه عیني د حافظ ابن حجر عسقلاني الشافعي رحمه الله هم عصر او د هغه له خپلوانو څخه دی.
نوم او نسب:
[سمول]نوم یئ محمود، کنیت یئ ابو محمد، القاب یئ بدرالدین، امام عیني، قاضي شام، مؤرخ، علامه، او په قاضي القضاۃ هم مخاطب کیده، عرفي نوم یئ شارِح بخاري دی او د اتمې ۸ پیړۍ په سترو محدثينو کې شمارل کیږي.
==د نسب سلسله یئ:== محمود بن احمد بن موسیٰ بن احمد بن حسین بن یوسف بن محمود الحافظ المحدث بدرالدین عیني حنفي علیهم الرحمة والرضوان ده. د نوموړي پلار او نیکه دواړه قاضیان ؤ. دده په نیکونو کې حسین بن یوسف ډیر ستر او معروف "مفسرِ قرآن " تیر شوی.
ابتدائې ذده کړې:
[سمول]ابتدائې تعلیم او حفظِ قرآن یئ په خپل کور کې د پلار څخه حاصل کړل او چې اته ۸ کلنۍ ته ورسید نو قرآن الكريم یئ په اوو ۷ قرآتونو یاد کړ.
لوړې ذدکړې:
[سمول]په علم فقه کې یئ د جمال الدین یوسف بن موسی ملطي، د ملک العلماء علاؤالدین سیرامي، د شیخ تقی الدین، د شیخ زین الدین عراقي، د شیخ سراج الدین بلقیني او له نورو جیدو علماء څخه علمي استفادہ وکړه. د حصول علم لپاره دده تاریخي سفر په کال (۷۸۵هـ/ ۱۳۸۳م) د مشق ته ؤ، دغه سفر یئ د علم الحديث د ذدکړې لپاره مؤثر تمام شو ، په د غه وخت کې مدرسة النورية د مشق د علم الحدیث یوه مشهوره او مقبوله اداره وه، علامه عيني ددې مدرسې له استادانو ښه استفاده وکړه او د سترو علماو څه یئ دلته علم حدیث حاصل کړ. د نوموړي د علم حدیث په استادانو کې مشهور شیخ زین الدین عراقي او شیخ تقی الدین د یادونې وړ دي. او په علم نحوه ، اصول فقه او معاني کې یئ د استادانو څخه د علامه ابن صالح بغدادي نوم اخیستل کیږي. کله چې ۲۵ کلنۍ ته ورسید نو په ځان کې یئ د حج د ادا کولو توان ولید، نو په ۷۸۶هـ/۱۳۸۴م یئ د بیت الله شریف زیارت نصیب او د حج د ادا کولو سعادت یئ په برخه شو، همدارنګه یئ په مکه او مدینه کې د یو شمیر علماو څخه علم دین حاصل کړ او بیا خپل وطن ته راستون شو.
او د حصول علم لپاره ده ډیرو علاقو ته سفر وکړ ، په ۷۸۷ھ یئ د مصر قاهرې ته تشریف راوړ او د لته یئ یو شمیر دندې سرته ورسولې. د قضاء منسب یئ سمبال کړ او کله چې د امیر المؤید لخوا په ۸۱۸هـ مدرسه المؤیدیة جوړه شوه نو حافظ عيني په کې تدریس پیل کړ ، پدې مدرسه کې ترې د لاندې مشهورو شخصیتونو په څیر علماو استفاده وکړه او دده د شاګردۍ ویاړ يئ حاصل کړ .
مشهور فقیه كمال بن الهمام ، علامه ابن تغري بردي، او علامه سخاوي .
ده په قاهره کې په ۸۱۴هـ یوه مدرسه جوړه کړه او خپل کتابتون یئ ورته وقف کړ .
شخصیت یئ:
[سمول]علامه عیني په امام فاضل، شیخ المحدثین، امام المتکلمین، رأس المفسرین، قاضي الاسلام والمسلمین، استاذالفقهاء الکاملین، جامع المنقولاتِ والمعقولات، محدث کامل او په فقیه عدیل باندې ستایل شوی.
نوموړی حافظ او شارح الاحادیث ، په عربي ژبه کې یئ ډیر مهارت لرلو او خاصکر په علم صرف کې يئ نوم لرلو او سریع الکتابت شخصیت ؤ. په تخریج د احادیثو کې ورته لوی عبور حاصل ؤ. د وسیع علم اندازہ یئ د "عمدۃ القاري شرح صحیح البخاري" څخه هم معلومیږي.
شیخ ابوالمعالي حسیني فرمایئ:
علامه عیني امام، عالم ، حافظ ، متقی، استاذالکل، امام المحدثین او منفرد فی الروایة والدرایة دی. ده د صحیح البخاري داسې یوه شهکاره شرحه لیکلې چې ددې مثال موږ هم ندی لیدلی. په خپلو معاصرینو کې د علم ، عمل، تقویٰ، دیانت لرونکی دی او په فقه او حدیث کې بالخصوص او په نورو علومو کې بالعموم ورته لوی عبور حاصل او پرې برلاسې دی. (مقدمه عمدۃ القاري، ۱۴)
علامه عیني ته د قضاء منسب په غیر د طلب کولو ورکړل شوی، ده د عدل او انصاف مثال قائم کړی ؤ. له دې پرته په نورو سترو عهدو باندې هم مقرر کړل شوی ؤ. لیکن ده درس، تدریس، تصنیف او تالیف همیشه جاری او برکراره وساته. ده په خپل کتاب "عمدۃ القاري شرح صحیح البخاری" کې د احنافو وکالت کړی او د حنفي مذهب حق یئ اداکړی. "عمدۃ القاري فی شرح البخاري" د امام بدرالدین عیني د صحیح البخاري هغه شرحه ده چې ددې څخه بهتره شرحه تر ننه چا نه ده لیکلې دا شرحه په دولس ۱۲ جلده په شلو ۲۰ کلونو کې د وخت د دغه ستر محدث لخوا لیکل شوې. هر عالم دین باید د غه شرحه مطالعه کړې او احناف یئ باید په خپل کتابتون کې ولري.
تصنیفات:
[سمول]عمدة القاري في شرح البخاري ۱۲ جلده مغانی الاخيار فی رجال معانی الآثار العلم الهيب في شرح الكلم الطيب عقد الجمان في تاريخ أهل الزمان یوه ستره موسوعة ده ، تاريخ تاريخ البدر في أوصاف أهل العصر مباني الأخبار في شرح معاني الآثار نخب الأفكار فی تنقيح مباني الأخبار اته ۸ جلده، البناية في شرح الهداية ۶ جلده په حنفي فقه رمز الحقائق في شرح الكنز الدقایق، په حنفي فقه الدرر الزاهرة فی شرح البحار الزاخرة، فقه المسائل البدرية، فقه السيف المهند فی سيرة الملك المؤيد ابى النصر منحة السلوك في شرح تحفة الملوك، په حنفي فقه المقاصد النحوية فرائد القلائد طبقات الشعراء سيرة الملك الاشرف الروض الزاهر - فی سيرة الملك الظاهر الجوهرة السنية في تاريخ الدولة المؤيدية المقدمة السوادنيه فی الاكام الدينيه شرح سنن ابى داود تاريخ الأكاسرة
وفات
[سمول]بل اخر د اسلامي نړۍ او د وخت ستر محدث د دوشنبې په ورځ د ذی الحجه په ۴/ ۸۵۵ھ/ چې د ۱۴ دسمبر ۱۴۵۱ء سره سمون لري، د مصر په قاهره کې له فاني نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړلې او د خپل مسجد او مدرسې په خوا کې د فن کړل شو.
تړلې لیکنې
[سمول]- فقه
- تفسیر
- محدث
- علي مرغیناني
- ابن حجر عسقلاني
- انور شاه کشميري
- دیوبند دار العلوم
- امام قرطبي
سرچینې
[سمول]ژباړه او راټولونه: عزت الله کوټوال حدائق الحنفیه/ مقدمه د عمدة القاري، بیروت چاپ او «الاعلام» د خیر الدین زركلي .
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb146288725 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- هغه مخونه چې د کينډۍ په خبرتيا کې دوه اړخیزه استدلالونه کاروي
- ليکنې چې ويوکي په عربي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- 1451ز مړينې
- 28 ډېسمبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- مخونه چي ځينې سرچينې يې شاید د منلو وړ نه وي
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي