انور شاه کشميري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سيد معظم انور شاه بن معظم شاه کشميري(1875/11/16_1933/5/28)د بريتانوي هند د کشمير د سيمي يو اسلامي عالم وو،د خپل ژوند پر مهال يې په ګڼو اسلامي مراکزو کي تدريس وکړ،چي يو له هغو نه د ديوبند دار العلوم وو. یکوال: محمد عیسی/ تعلیم الاسلام

ولادت:[سمول]

علامه انور شاه کشمیری (رح) د شوال په ۱۲۹۲،۲۷ چي د ۱۶ اکتوبر ۱۸۷۵ سره سمون خوري د کشمیر په لولاب دره کي په یوه معظمه او دیني کورنۍ کي دې نړۍ ته راغلي.

نسب:[سمول]

محمد انور شاه ابن محمدمعظم شاه ابن الشاه عبدالکبیرابن شاه عبدالخالق ابن الشاه محمداکبر ابن الشاه حیدر ابن الشاه محمد عارف ابن الشاه علی ابن الشیخ مسعود النروی الکشمیري.


ابتدايي تعلیم:[سمول]

علامه کشمیري (رح) اولیني زده کړي د خپل محترم پلار څخه وکړي. د خپل والد محترم څخه یې قران کریم، او د فارسي لومړني کتابونه وویل. کله چي یې د فقهي مشهور کتاب مختصر القدوري ویل نو د سبق په دوران کي یې داسي پوښتني کولې چي د فقهي د غټو کتابو د کتلو څخه ماسیوا نه سوای جواب کېدلای. نو ځکه یې پلار دی و نورو علماوو ته واستوي.


په کشمیر کي یې د نورو استاذانو څخه یې صرف او نحوه هم وویل.

د هزارې مدرسه:[سمول]

ددې څخه وروسته علامه کشمیري (رح) د خپل اکا د زامنو سره د هزارې مدرسې ته ولاړی. هلته یې د مختلفو استاذانو څخه نحوه، صرف، منطق، فلسفه او داسي نور علوم وویل.


علامه کشمیري (رح) د دې مدرسې څخه بېرته کشمیر ته راغی او یو کال بې درسه پاته سو.


دارلعلوم دیوبند: کوم وخت چي علامه کشمیري (رح) د (۱۶ـ۱۷) کاله سو نو خپل د اکا د زوی په مشوره دارالعلوم دیوبند په ۱۳۱۰ه کي راغی او هلته يې داخله وکړه، په دې وخت کي د دیوبند مهتمم منشي فضل حق (رح) او صدر مدرس شیخ الهند (مولانا محمود الحسن دیوبندي) وه. په دارالعلوم دیوبند کي يې څلور کاله تېر کړه او د شیخ الهند په لاس یې د فضیلت بګړي وتړل.


مشهور اساتذه:[سمول]

شیخ الهند، مولانا خلیل الرحمن سهارنپوري، محمد اسحاق کشمیري، غلام رسول هزاروی (رح) او داسي نور.


مشهور هم سبق:

مولانا کفایت الله، مولانا عبیدالله سندهي (رح) او داسي نور.


ګنګوه:

د تکمیل الدرس څخه وروسته  علامه کشمیري (رح) ګنګوه ته ولاړی او هلته یې د ابوحنیفه وقت (مولانا رشید احمد ګنګوهي رح) سره په سلسله چشتیه کي بیعت وکړی او همدارنګه یې سندِ حدیث هم ترلاسه کړی.


قوت دماغ: د علامه کشمیري (رح) حافظه داسي وه چي شاید اوس به یې ثاني نه وي ځکه هغه چي به هر کتاب یو واري مطالعه کړی بیایې نه هېريدی داسي ډېري کسې سته چي دده د حافظې قوت را معلوموي خو بحث اوږد نه سي نو زه هغه پرېږدم بیا که واري راغلی بیا به یې بیان کړم.


مدرسه عبدالرب:

کوم وخت چي علامه کشمیري (رح) د دیوبند څخه فارغه سو نو دهلي ته ولاړی او هلته یو څو میاشتي په مدرسه عبدالرب کي استاذ سو.


مدرسه امینیه:

د دې مدرسې بنیاد علامه کشمیري او مولانا امین الدین (رح)  کښېښودی په دهلي کي دا مدرسه په شروع کي یو څه د اقتصاد لخوا کمزوره وه، بیا وروسته د دهلي د مسلمانانو لخوا مالي مرسته ورسره وسول.د دې مدرسې صدرالمدرس علامه کشمیري (رح) وو.



د دهلي څخه لولاب: د مدرسه امینیه د درس په جریان کي د علامه کشمیري (رح) مور وفات سول نو ددې وجهي څخه دی (رح) کشمیر ته ولاړی. کله چي کشمیر ته ولاړی نو بیا یې پلار د تلو اجازه نه ورکول. يو څه وخت یې په کشمیر کي تېر کړی او ده غوښتل چي په کشمیر کي د دیوبند په ډول یوه مدرسه جوړه کړي چي دیني تعلیم عوامو ته ورکي.


سفر حرمین شریفین:

علامه کشمیري (رح) په ۱۳۲۳ کي د حجاز په لور مخه کړه او د حج لپاره ولاړی. هلته یې د شام، مصر، طرابلس د علماوو سره ولیده کوم وخت چي هغوی دده (رح)  علمي استعداد وليدي نو هغوي ده ته د حدیث سندات ورکړل. علامه کشمیري (رح) د مکې او مدینې د کتب خانو څخه ډېره استفاده وکړل.او څو ورځي یې په دغه کتب خانو کي تېري کړې.


مدرسه فیض عام: کوم وخت چي علامه کشمیري (رح) د حجاز څخه کشمیر ته راستون سو نو د کشمیر په قصبه باره موله سیمه کي یوه مدرسه پرانستل. ده غوښتل چي دغه مدرسه د دارلعلوم دیوبند په ډول پرمختګ ورکړي. په شروع کي مدرسې پرمختګ وکړی او د کشمیر خلګو وعدې ورکړې چي دلته به لیلیه جوړه وي چي طالبان به په کې شپې کوي او داسي نوري وعدې یې هم ورکړې خو بیا یې په هغو وعدو وفا ونه کړه. درې کاله علامه کشمیري (رح) کوښښ وکړی اخیر يې مدرسه بنده کړه.


دارلعلوم دیوبند ته رجوع:

علامه کشمیري (رح) و غوښتل چي د ژوند نوره برخه په حجاز کي تېره کړي نو د مشورې غوښتلو په وجهه دی (رح) دیوبند ته ولاړی او په دې نیت چي اساتذه (رح) به هم وويني او د حجاز د سفر مشوره به هم ځیني واخلي.


کوم وخت چي علامه کشمیري (رح) دیوبند ته ولاړی په همدې وخت کي په دیوبند کي جلسه دستار بندي وه. په جلسه کي علامه کشمیري (رح) په عربي یو زبردست تقریر وکړی. د جلسې وروسته ده خپل استاذان په خپل اراده اګاه کړه ، خو هغو ده ته اجازه ورنه کړه او په دیوبند کي د پاته کېدو امر ورته وکړی. نو په دیوبند کي يې تدریس شروع کړی. د شیخ الهند (رح) په موجودیت کي يې مسلم شریف ،سنن النسایئ، او ابن ماجه کتابونه تدریسول.


نکاح:[سمول]

علامه کشمیري (رح) د حجاز نیت کړی وو نو ځکه یې نکاح نه کول، خو د شیخ الهند (رح) د اصرار د وجهي د سهارنپور په یو معزز خاندان کي یې په ۱۳۳۴هـ کي نکاح وکړل .

صدر مدرس دارلعلوم دیوبند: کوم وخت چي شیخ الهند (رح) د انګریز سره د جهاد نیت وکړی نو غوښتل یې چي مرکز حجاز و ګرځوي نو دده (رح) تګ هلته ضروري وو نو ده (رح) د حجاز لوري ته سفر وکړی او خپل ځای ناستی یې خپل عظیم شاګرد علامه کشمیري (رح) کښېنوی.نو په همدې توګه علامه کشمیري (رح) د دیوبند صدرالمدرس سو. په همدې وخت کي شیخ الهند (رح) د مالټا په جزرې کي اسیر سو. کوم وخت چي شیخ الهند (رح) راخلاص سو او دیوبند ته راستون سو بیا هم علامه کشمیري (رح) صدر مدرس وو.


تقریباً (۱۸) کاله یې په دیوبند کي تدريسي خدمات وکړل او یوه غټه ډله یې د علماوو جوړه کړه.


د دیوبند څخه ډابهیل ته:[سمول]

علامه کشمیري (رح) د دیوبند څخه ډابهیل ته ولاړی او دده سره مفتي شبیر احمد عثماني، او ځيني نور علماء ملګري وه.

جامعه اسلامیه ‌ډابهیل:[سمول]

علامه کشمیري (رح) په (۱۹۲۸ م) کي ډابهیل ته راغی او دلته یې تدریسي خدمات شروع کړل. کله کله به علامه کشمیري (رح) دیوبند ته راتلی ځکه کور یې دلې وو.

مشهور شاګردان:[سمول]

۱. مفتي اعظم مولانا محمد شفیع عثماني (رح) ۲. محدث عصر مولانا محمد یوسف بنوري (رح) ۳. مولانا بدرعالم مرهټي صاحب ۴. مفسر القرآن مولانا غلام الله خان (رح) ۵.مولانا لطف الله (رح) او داسي نور.

بهاولپور:[سمول]

په همدې وختو کي په بهاولپور کي یوه مسئله پېښه سول.هغه داوه چي د یوې ښځي خاوند قادیاني سوی وو، نو هغې ښځي هغه سړي ته وویل چي زما او ستا نکاح سره فسخه سول ځکه ته کافر سوی یې اخر دغه کیسه تر عدالته پوري ورسېدل نو قاضي وویل چي د دواړو خواوو علماء دي سره راټول سي او په عدالت کي دي په دې اړه پرېکړه وکړي. نو په همدې وخت کي علامه کشمیري (رح) ورغلی او د هغو خپل خلګ راغلل. نو دلته مناظره وسول د علامه کشمیري (رح) او د قادیانیانو ترمنځ، او همېشه به علامه کشمیري (رح) پر غالبه وو.

تالیف او تصنیف[سمول]

علامه کشمیري رحمه الله خپل په قلم (۲۲) کتابونه او رسالې لیکلي دي، او نور یې دده د درس املا ده، لکه انور الباري شرح البخاري، او داسي نور. زه به دلته علامه کشمیري رحمه الله د کتابونو نومونه او لنډ تعارف وکړم:

۱.مشکلات القرآن: دغه کتاب د علامه کشمیري رحمه الله د وفات څخه وروسته مرتب کړل سو، دغه کتاب په عربي ، فارسي او اردو ژبه دی، دغه کتاب (۴۴۸) صفحې لري، او په دې کتاب کي د قران کریم په هغه ایاتو تحقیق سوی دی چي تاریخي، کلامي حیثیت، سائینسي او عقلي اشکالات وي.

۲. فصل الخطاب فی مسئلة ام الکتاب: دغه کتاب په ۱۳۳۸هـ کي تصنیف سو، (۱۰۶) صفحې لري، ددغه کتاب موضوع د امام شاته سورت فاتحه ویل دي او د نه ویلو کره دلایل يې ذکر سوي دي.

۳. خاتمة الخطاب فی مسئلة فاتحة الکتاب: دغه رساله په فارسي ژبه ده، (۲۰) صفحې لري، دغه رساله په دوو ورځو کي تصنیف سوې ده او ددې موضوع هم د امام شاته سورت فاتحه ویل دي او پر نه ویلو يې دلایل وړلاندي سوي دي.

۴.عقیدة الاسلام فی حیاة عیسی علیه السلام: دغه کتاب په عربي ژبه دی، (۳۴۰) صفحې لري، ددې کتاب موضوع ده د عیسی علیه السلام د ژوندي توب مسئلة او دغه کتاب یې ځکه ولیکی چي مرزا قادیاني کافر د حضرت عیسی علیه السلام د مرګ دعوه کول نو علامه کشمیري رحمه الله د هغه په رد کي دغه کتاب ولیکی.

۵. تحیة الاسلام فی حیاة عیسی علیه السلام: دغه کتاب د پورته ذکر سوي کتاب څخه (۸) کاله وروسته علامه کشمیري رحمه الله په (۱۳۱۵) کي تصنیف کړ، دغه کتاب (۱۵۰) صفحې لري، ددې کتاب موضوع هم د حضرت عیسی علیه السلام د حیات دلایل دي.

۶. اکفار الملحدین فی ضروریات الدین: دغه کتاب (۱۳۲) صفحې لري، ددې کتاب موضوع ده په مسئلة تکفیر باندي محکمانه تحقیق او دعلماء سلف نقول.

۷.التصریح بما تواتر فی نزول المسیح: اصلي د کتاب موضوع په (۲۹۹) صفوحو کي راغلې ده، ددې کتاب موضوع هم د حضرت عیسی علیه السلام د حیات دلایل دي.

۸.نیل الفرقدین فی مسئلة رفع الیدین: دغه کتاب په عربي دی، همدارنګه (۱۴۵) صفحې لري، ددې کتاب موضوع ده د رفع الیدین شرعي حیثیت او رد.

۹. بسط الیدین لنیل الفرقدین: دغه کتاب (۶۳) صفحې لري، همدارنګه دغه کتاب د لوړ ذکرسوي کتاب تکمیل دی، او په عربي دی، ددې کتاب موضوع هم د رفع الیدین شرعي حیثیت او رد.

۱۰.کشف استر فی صلاة الوتر: دغه کتاب (۹۸) صفحې لري او په عربي دی، دغه کتاب علامه کشمیري رحمه الله په (۱۳۴۸) کي لیکلی دی او ددې کتاب موضوع د وتر موضوع ده.

۱۱. ضرب الخاتم علی حدوث العالم: دغه رساله (۱۶) صفحې لري او په عربي ژبه دی، ددې موضوع کلامي مسائل دي.

۱۲.مرقدة الطارم لحدوث العالم: دغه د لوړي ذکر سوي رسالې شرحه ده، دغه رساله علامه کشمیري رحمه الله په (۱۳۵۱) کي لیکلې ده، ده رساله د عربي په نثر ده.

۱۳.سهم الغیب فی کبد اهل الریب: دغه رساله په اردو ده او (۲۲) صفحې لري، دغه رساله د رسالې فی علم المجتبي په رد کي ولیکل سو.

۱۴.کتاب فی الذب عن قرة العینین: دغه کتاب (۱۹۲) صفحې لري او په فارسي دي، دغه کتاب هم د یو شیعه د کتاب رد دی.

۱۵.خزائن الاسرار: دغه رساله په عربي ده او (۶۵) صفحې لري، دغه کتاب د حیواة الحیوان د کتاب څخه اخذ سوی دی، علامه کشمیري رحمه الله په دغه رساله کي د وظاېف، اعمالو او تحقیقاتو عالیه انتخاب دی.

۱۶.ګنجینه الاسرار: دغه کتاب (۱۸۸) صفحې لري، او د لوړ ذکر سوی رسالې اردو ژباړه ده د یوڅه اضافه شیانو سره.

۱۷.النور القایض علی نظم الفرائض: د فارسي نظم دی چي (۹۲) اشعار لري، موضوع یې علم میراث دی.

۱۸.دعوت حفظ ایمان: دغه رساله په دوو حصو کي په اردو کي خپره سوې ده چي موضوع یې عقاېد صحیح، ادیان سماوی، ختم نبوت او داسي نور.

۱۹.خطبه صدارت ۱۹۲۷م : د جمعت علماء هند په کلني مجلس کي علامه کشمیري صاحب صدارتي خطبه وویل،دغه خطبه بیا ډیرو مجلو خپره کړه.

۲۰.خلاصة تقاریر مولانا انور شاه کشمیري رحمه الله : دغه رساله په اردو کي خپره سوې ده، ددې موضوع هغه علمي تقاریر دي چي علامه کشمیري رحمه الله د دارلعلوم دیوبند د صدر مدرسۍ په وختي کړي دي.

۲۱. خاتم النبیین: دغه کتاب په فارسي دي، دغه کتاب د علامه کشمیري رحمه الله تر ټولو اخرنی کتاب دی، دغه کتاب (۳۰۴) صفحې لري، ددې کتاب موضوع د اسلام بنیادي عقائد دي ځکه د اسلام دښمن مرزا قادیاني کافر د اسلام په بنیادي عقائدو کي تخریب رامنځ ته کړی وو.

او د هغه کتابو نومونه اخلو چي د علامه کشمیري رحمه الله د درس املا ده:

۱.فیض الباري ۲.العرف الشذي علی جامع الترمذي ۳.انوار الباري ۴.انوار المحمود فی شرح سنن ابی داؤد ۵.ایضاح البخاري

وفات:[سمول]

کوم وخت چي د بهاولپور څخه راستون سو نو ناروغي یې نوره ډېره سول اخر په (د صفري په ۱۳۵۲،۳) دغه عظیم محدث، محب الاسلام، عاشق رسول ﷺ محافظ ختم نبوت، مفسر القرآن، مدبر او مفکر د اجل داعي ته لبیک وویل. د علامه کشمیري (رح) مزار د دیوبند د عیدګاه څخه یوڅه هغه خواته دی.

علامه کشمیري (رح) د وفات خبر په ټوله برصغیر کي ډېر ژر خپور سو او په ‌ډیرو ځایو کي يې فاتحه وسول.

کتابونه[سمول]

کشميري صاحب همدارنګه په عربي او فارسي ژبو ګڼ شمېر اسلامي کتابونه ليکلي دي . لکه: فیض الباري دصحیح بخاري شرحه اته ۸ جلده چاپ.

  • مشکلات القرآن
  • اکفار الملحدین