جلال الدین سیوطي
نوم او نسب يې[سمول]نوم يې عبدالرحمن، لقب يې جلال الدین او کنیت یې ابوالفضل دی. او نسب نامه يې په دې ډول ده: عبدالرحمن جلال الدین بن ابي بکر بن محمد کمال الدین بن سابق الدین بن عثمان فخرالدین بن محمد ناظر الدین بن سیف الدین خضر بن ابن الصلاح ایوب نجم الدین بن محمد ناصر الدین شیخ همام الدین الاسیوطي المصري الشافعي. السیوطي د سیوط طرف ته منسوب دی چي اسیوط هم ورته ویل کیږي. د مصر په نواح کي د نیل د دریاب مغرب ته یو ښار دی. پیدایښت او سکونت یې:[سمول]امام سیوطي رحمة الله علیه د رجب په میاشت کي، د یکشنبې په شپه، په ۸۴۹ هـ د ماښام وروسته د مصر په قاهره کي زېږېدلی دی. د علم زده کړه يې[سمول]نوموړی د پنځو کلونو او اوو میاشتو په عمر وو چي د خپل پلار د سیوري څخه بې برخي شو، د پلار مرحوم د وصیت مطابق د څو بزرګانو تر سرپرستۍ لاندي راغلی چي د هغو څخه یو ستر مجتهد بزرګ امام شیخ کمال الدین ابن الهمام الحنفي رحمة الله علیه وو، نوموړي بشپړ توجه ورباندي وکړه، خپله علامه سیوطي رحمة الله علیه په خپلو شیوخو کې د ده یادونه کړې ده چي وروسته به راشي. د اوو کالو په عمر یې قرانکریم حفظ کړی او تر دې وروسته یې عمده، منهاج، اصول الفیه ابن مالک او نور کتابونه حفظ کړل. د شیخ شمس سیرامي او د شیخ شمس مرزمان حنفي رحمهم الله څخه يې زیات درسي او غیر درسي کتابونه ولوستل. د شیخ شهاب الدین الشار مساحي رحمة الله علیه څخه يې د فرایضو علوم زده کړل . د شیخ الاسلام علم الدین علامه بلقیني، علامه شرف الدین المناوي او د محقق دیار مصر سیف الدین محمد بن محمد الحنفي رحمة الله علیهم د درسي حلقو څخه هم تر ډېره مستفید شوی دی. د علامه جلال الدین سیوطي رحمة الله علیه استاذان[سمول]علامه سیوطي رحمة الله علیه خپل شیوخ پر څلورو طبقو وېشلي دي چي د لومړیو دری طبقو د شیوخو نومونه يې په دې ډول دي: • احمد بن ابراهیم نصرالله الکنايي الحنبلي • قاضي القضاة عزالدین ابوالبرکات بن قاضي القضاة برهان الدین بن قاضي القضاة ناصرالدین • احمد بن ابراهیم بن سلیمان القلیوبي • الشهاب ابوالعباس • احمد بن عبدالله بن علی • الشهاب بن الجمال بن القاضي علاء الدین الکناني الحنبلي • جلال الدین ابوالفضل وابوالمعالي • علي بن تاج الدین محمد بن الشیخ العارف بالله سیدي یوسف العجمي الکوراني • شیخ الاسلام قاضي القضاة شرف الدین ابوزکریا • محمد بن موسی بن محمود الحنفي الامام بخانقاه شیخ • و العلامة المجتهد کمال الدین بن الهمام الحنفي رحمة الله علیهم اجمعین او داسي نور. امام سیوطي د خپلو استاذانو د جملې څخه د احنافو د علماوو یادونه په داسي ډول کوي: ما په همدغه موده کي پر شیخ شمس الدین محمد ابن موسی الحنفي رحمة الله علیه باندي چي د شیخو د خانقاه امام وو صحیح مسلم روایتاً او الفیة درایتاً ولوستل، او الشفاء مي ور څخه واورېده، شیخ شمس الدین الحنفي رحمة الله علیه د صالحو علماوو د جملې څخه وو چي د الله تعالی سره يې خاص ټینګ تعلق وو او د خلکو څخه به جلا وو خو پر درس او خلکو ته نفع رسولو باندي وړاندې وو. پر ده باندې مي کافیه، ایساغوجي ولوستل، او المتوسط، شافیة او الفیه او نور مې ور څخه واورېدل او تر هغه مې ورسره تعقیب کړه تر څو چي هغه وفات شو. بل ځای لیکي: او په هم دغه موده کې مې د مصر د علامه محقق شیخ سیف الدین محمد بن محمد الحنفي رحمة الله علیه د درسونو سماع لازمي وګرځول او دا داسي ستر عالم وو چي د نورو استاذانو څخه يې طالب مستغني کول چي په دې اړه علامه کمال الدین بن الهمام رحمة الله علیه فرمايي چي دا د ټول مصر محقق عالم دی. او زما په نظر چي په احنافو کي تر ابن الهام رحمة الله علیه وروسته دده مثل نشته. او شیخ سیف الدین رحمة الله علیه د خپل نهايي علم تر څنګ استقامت، دینداري، تقوا، زهد، تواضع، د نفس د خواهشاتو څخه په لیري والي، ډېر عبادت کولو، د کتاب الله تلاوت کونکی، رژوه نیونکی، قیام کونکی، د حساب او میزان د احادیثو د ویلو په وخت کي ژړېدونکی، خشوع لرونکی، عابد او د الله تعالی ولي وو چي په ۸۸۱ هـ کي وفات شو او د امام شافعي رضي الله عنه سره نژدې خاورو ته وسپارل شو. د امام سیوطي رحمة الله علیه د حافظې قوت[سمول]امام سیوطي رحمة الله علیه د خپلي زمانې د حدیثو تر ټولو لوی عالم وو. هغه په خپله ویلي دي چي ما ته دوه لکه احادیثه یاد دي. که تر دې زیات احادیث زما لاس ته راغلي وای نو هغه به مي هم یاد کړي وای. شاید په دنیا کي تر دې زیات احادیث موجود نه وه. د امام سیوطي رحمة الله علیه علمي کارنامې[سمول]د داود مالکي په وینا د نوموړي تصانیف تر ۵۰۰ زیات دي. د نوموړي مجتهدانه بصیرت، پراخ نظر او زیات معلومات پر دې خبره لوی شهادت دی. د نړۍ مشهور معاصر عالم علامه مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله په اصلاحي خطبات کي فرمايي چي علامه جلال الدین سیوطي رحمة الله علیه داسي علم نه دی پرې ایښی چي پر هغه يې کتاب نه وي لیکلی.....او د تفسیر په علم کي دده درې تصانیف موجود دي چي یو يې هم "مجمع البحرین" دی کوم چي په (۸۰) جلدونو کي لیکل شوی دی. که څوک په نن زمانه کي دا وغواړي چي دده ټول لیکلي کتابونه مطالعه کړي نو ددې لپاره ټول عمر په کار دی مګر علامه جلال الدین سیوطي رحمة الله علیه په څلویښت کاله کي دننه دا ټول تصانیف لیکلي دي. د امام سیوطي رحمة الله علیه مشهور تفسیر جلالین کوم چي په درس نظامي کي يې اوله نیمايي برخه داخله ده د علامه محلی رحمة الله علیه تر وفات وروسته صرف په څلويښتو ورځو کي پوره کړی چي په دغه وخت کي يې عمر تقریباً دوه ویشت کاله وو. ددې څخه معلومیږي چي علامه موصوف څومره سریع التصانیف وو. تر ټولو د کمال خبره دا ده چي د جلالین شریف پاته برخه يې د اوله څخه تر اخره پوري بالکل د علامه محلی رحمة الله علیه په طرز او انداز باندي لیکلی ده. امام سیوطي رحمة الله علیه فرمايی چي زما تصنیفات پر اووه ډوله دي[سمول]لومړی ډول: هغه دي چي ما پکښي تفرد کړی دی یعني زما د علم له مخې په نړۍ کي چا د هغه تصنیف مثال نه دی وړاندي کړی او هغه اتلس تصنیفات دي: ۱: الاتقان في علوم القرآن ۲: الدرالمنثور في التفسیر بالمأثور ۳: ترجمان القرآن ۴: آسرار التنزیل ۵: الإکلیل في استنباط التنزیل ۶: تناسق الدرر في تناسب الآیات والسور ۷: النکت البدیعات علی الموضوعات ۸: جمع الجوامع في العربیة ۹: شرح یسمی همع الهوامع ۱۰: الأشباه والنظائر ۱۱: السلسلة في النحو ۱۲: النکت علی الألفیة والکافیة والشافیة والشذور والنزهة (في مؤلف واحد) ۱۳: الفتح القریب علی مغنی اللبیب ۱۴: شرح شواهد المغني ۱۵: الاقتراح في أصول النحو وجدله ۱۶: طبقات النحاة الکبری تسمی بغیة الوعاة ۱۷: صون المنطق والکلام عن فن المنطق والکلام ۱۸: الجامع في الفرائض دوهم ډول: هغه دي چي د هغو مثل شته او کېدلای شي یو علامه يې تصنیف کړي او په دې تصانیفو کي د هغو معتبرو کتابونو څخه اخذ شوی دی چي په یو یا ډېرو جلدونو کي لیکل شوي دي او دا پنځوس کتابونه دي. دریم ډول: هغه دي چي د هغو کوچني معتبرو کتابونو څخه لیکل شوي دي چي د هغو حجم کم دی او د رسالو په شکل کي وي او دا اویا کتابونه دي. څلورم ډول: دا هغه ډول تصانیف دي چي د رسالو په شکل کي دي البته د فتواوو د کتابونو څخه پرته او دا سل(۱۰۰) تالیفات دي. پنځم ډول: دا هغه ډول تصانیف دي چي د فتواوو د واقعاتو څخه لیکل شوي دي او دا اوس اتیا تالیفات دي. اووم ډول: هغه تصنیفات دي چي شروع په شوې وي خو وروسته د انسان عزم د هغه په اړه کمزوری شوی وي او ددغو تصانیفو لږ برخه لیکل شوې وي. د امام سیوطي رحمة الله علیه د ځينو تصانیفو نمونې: التحبير في علم التفسير / تحقيق ودراسة مرقاة الصعود إلى سنن أبي داود نواهد الأبكار وشوارد الأفكار حاشية السيوطي على تفسير البيضاوي / موافق للمطبوع جامع الأحاديث الثغور الباسمة في مناقب سيدتنا فاطمة عين الاصابة في استدراك عائشة على الصحابة التوشيح شرح الجامع الصحيح قوت المغتذي علي جامع الترمذي الفارق بين المصنف والسارق المطالع في تناسب المقاطع والمطالع قطف الأزهار المتناثرة في الأخبار المتواترة مقامات السيوطي مسند أم المؤمنين عائشة رضي الله عنها من جوامع الكبير في الحديث الإقتراح في علم أصول النحو شرح السيوطي على ألفية ابن مالك معترك الأقران في إعجاز القرآن الكوكب الساطع نظم جمع الجوامع برد الأكباد عند فقد الأولاد الفتح الكبير في ضم الزيادة إلى الجامع الصغير معجم مقاليد العلوم في الحدود والرسوم حسن المحاضرة فى أخبار ملوك مصر والقاهرة وصول الأماني بأصول التهاني بغية الوعاة في طبقات اللغويين والنحاة كفاية الطالب اللبيب في خصائص الحبيب الشمائل الشريفة اتمام الدراية لقراء النقاية همع الهوامع في شرح جمع الجوامع عقود الزبرجد على مسند الإمام أحمد في إعراب الحديث إلقام الحجر لمن زكى ساب أبي بكر وعمر أنموذج اللبيب في خصائص الحبيب عقود الجمان في علم المعاني والبيان ذم المكس إرشاد المهتدين إلى نصرة المجتهدين تزيين الممالك بمناقب الإمام مالك العرف الوردي في أخبار المهدي الغرر في فضائل عمر مشتهى العقول في منتهى النقول تمهيد الفرش في الخصال الموجبة لظل العرش الروض الأنيق في فضل الصديق نظم العقيان في أعيان الأعيان الحبائك في أخبار الملائك الدرر المنتثرة في الأحاديث المشتهرة طبقات المفسرين طبقات الحفّاظ مطلع البدرين فيمن يؤتى أجره مرتين المهذب فيما وقع في القرآن من المعرب لباب النقول في أسباب النزول الحاوي للفتاوى لب اللباب في تحرير الأنساب المزهر في علوم اللغة وأنواعها لباب الحديث ما رواه الأساطين في عدم المجيء إلى السلاطين الآية الكبرى في شرح قصة الاسراء أسباب ورود الحديث تدريب الراوى في شرح تقريب النواوي تحفة الأبرار بنكت الأذكار النووية أسرار ترتيب القرآن شرح السيوطي على سنن النسائي مفحمات الأقران في مبهمات القران الديباج على صحيح مسلم بن الحجاج تنوير الحوالك شرح موطأ مالك اللآلئ المصنوعة في الأحاديث الموضوعة تاريخ الخلفاء إسعاف المبطأ برجال الموطأ الفية السيوطي إعراب القرآن تبیض الصحیفة لمناقب ابي حنیفة . امام سيوطي رحمة الله علیه فرمايي چي وروسته زما تصنیفات په ټولو ملکونو کي نشر شول او فرمايي چي زما ځینو ملګرو زما په اړه یو خوب لیدلی وو نو هغه خوب يې وه شیخ صالح محب الدین الفیومي رحمة الله علیه ته بیان کړی چي کله هغه د عمرو په جامع کي خلکو ته وعظ کاوه نو نوموړي شیخ ددې خوب تاویل داسي وکړ چي هغه (امام سیوطي رحمة الله علیه ) به تر هغه وخته پورې وفات نه شي تر څو چي دده علم په مشرق او مغرب کي نشر نه شي. د امام سیوطي رحمة الله علیه تصانیف په ټوله اسلامي نړۍ کي نشر شول او د مختلفو منطقو خلک به د ده د کتابونو د ترلاسه کولو لپاره راتلل، هغه به يې لیکل او بیا به يې په خپلو ملکونو کي استفاده ځني کوله . علامه محقق شیخ عبدالفتاح ابوغده رحمة الله علیه په خپل کتاب قیمة الزمن عندعلماء کي لیکي چي شیخ نجم الدین الغزي رحمة الله علیه په "الکوکب السائرة بأعیان المئة العاشرة" کي لیکي چي علامه سیوطي رحمة الله علیه په کتابت او تالیف کي د ګړنديتوب له کبله د الله تعالی د نښو څخه یوه ستره نښه ده. او د یو بل روایت له مخي يې د تصانیفو شمېر شپږو سوو (۶۰۰) ته رسیږي. د څلویښتو کلونو له عمر څخه وروسته[سمول]کله چي امام سیوطي رحمة الله علیه د عمر څلویښتو کلونو ته ورسېده نو د درس، تدریس، افتاء، قضاء غرض دا چي د دنیا د ټولو کارونو څخه يې لاس واخیسته او ګوشه نشیني یې اختیار کړه او په ریاضت، عبادت، رشد او هدایت کي مشغول شو او په دې اړه يې یو کتاب د التنفیس په نامه ولیکه. د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیارت او د شیخ السنة خطاب[سمول]علامه موصوف رحمة الله علیه څو ځله رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوب کي لیدلی دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته په یا شیخ السنة یا شیخ الحدیث اواز کړی دی. شیخ شاذلي رحمة الله علیه (چي دده شاګرد دی) فرمايي چي ما پوښتنه ځني وکړه چي تا څو واري رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوب کي لیدلی دی؟ هغه وفرمایل چي تر اویا ځله زیات مي لیدلی دی. د امام سیوطي رحمة الله علیه علمي مقام[سمول]د علومو د تحصیل څخه وروسته په کال ۸۷۱ هجري کي يې د افتاء کار شروع کړی او یو کال وروسته يې د حدیثو د املاء کار شروع کړی. امام سیوطي رحمة الله علیه د خپل تبحر في العلم او د خپلي رتبة الاجتهاد په اړه فرمايي: قد رزقت والله الحمد التبحر في سبعة علوم: التفسیر والحدیث والفقه والنحو والمعاني والبیان والبدیع علی طریقة العرب البلغاء. یعني الحمدلله ما ته الله تعالی په اوو علومو کي د عربو دبلغاوو په څېر تبحر (ژوره پوهه) راکړې ده لکه تفسیر، حدیث، فقه، نحو، معاني، بیان او بدیع. او بیا فرمايي چي دا په دې ډول چي په دې علومو کي بیله فقه څخه چي زه څومره رسېدلی یم بل څوک (زما په عصر) کي نه دی رسېدلی. د امام سیوطي رحمة الله علیه مذهبي تګ لاره[سمول]امام سیوطي رحمة الله علیه شافعي مذهبه وو ، خپله امام سیوطي رحمة الله علیه فرمايي: کله چي زه د ترجیح درجې ته ورسېدم نو بیا هم د امام نووي رحمة الله علیه د ترجیح څخه نه ووتم که څه هم زما په نزد راجح خبره د هغه (د تحقیق) خلاف ښکاره کېده او کله چي د اجتهاد درجې ته ورسېدم نو په افتاء کي د امام شافعي رضي الله عنه د مذهب څخه خارج نه شوم، او هغه کسان چي د اجتهاد درجې ته رسېدلي دي هغو د امام شافعي د مذهب مطابق فتوا ورکول، نه د خپل اختیار څخه او دا به يې ویل: "السائل انما یسألني، عن مذهب الشافعي لا عن ما عندي." او دا هم وايي چي ما د اجتهاد د رتبې په خاطر په ډېرو لږ مسایلو کي د امام شافعي رحمة الله علیه د مذهب د قول څخه بل قول غوره کړی دی. د وفات کال یې[سمول]امام سیوطي رحمة الله علیه د لاس د پاړسوب په ناروغي اخته وو چي بالاخره د اسلامي امت دا ستر علمي ځلانده ستوری د جمعې په شپه د جمادي الاول پر ۱۹ مه په ۹۱۱ هـ کي ددې نړۍ څخه سترګي پټي کړې. او د الافاریقي په جامع کي لمونځ ورکول شو او د باب القرافة په شرق طرف کي خاورو ته وسپارل شو. تړلې لیکنې[سمول]دا هم ولولئ[سمول]سرچینې[سمول] |