Jump to content

عزالدين القسام ډلګيانې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عزالدين القسام ډلګيانې
كتائب الشهيد عز الدين القسام (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
په نوم د
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
غړی د
هېواد
دین
نور اړين مالومات
برخه د
جوړښت
بنسټګر
نور مالومات
وېب‌پاڼه
alqassam.ps (عربي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

د شهید عزالدین القسام ډلګیاني یا [۱] القسام ډله د اسلامي مقاومت د غورځنګ "حماس" اړوند نظامي څانګه ده چي په فلسطین کي فعالیت ترسره کوي. دا په فلسطین کي د اسراییل په وړاندي د مقاومت یو له مهمو ډلو څخه شمیرل کیږي، او نوم یې عزالدین القسام ته چي د سوریې یو عالم او مجاهد وو، منسوب دی. عزالدین په سوریه کي د جینین سیمي ته نږدې په 1935 زیږدیز کال کي د انګریزي ځواکونو له لوري ووژل سو.

د القسام کنډک چي اوس مهال یې مشري د محمد الضیف او د هغه مرستیال مروان عیسی کوي، دا وخت په غزه کي تر ټولو لویه او په نظامي توکو سمباله ډله ده. حماس ددې ډلي نظامي عملیات د اسراییل په وړاندي د جهاد داعیه ګڼي، په داسي حال کي چي د اسراییل پوځ بیا دوی ترهګر بولي. القسام ډله د اروپایی اتحادیې استرالیا, نیوزیلینډ, مصر, او انګلستان لخوا هم د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژندل سوې ده. متحده ایالاتو او کاناډا [۲] بیا که څه هم په ښکاره توګه دا یادونه نه ده کړې، خو ددوی اصلي بنسټګر حماس یې د یو ترهګر په توګه پېژندلی دی. د القسام اوسنئ مشر محمد الضیف د اجرایوي حکم 13224 له مخي د متحده ایالاتو لخوا په ځانګړي توګه نومول سوي نړیوال ترهګر ګڼل کیږي. [۳]

منځته راتګ

[سمول]

د القسام ډله په ۱۹۸۴ زیږدیز کال کي د حماس په نوم د غورځنګ د اصلي پیل له اعلان څخه مخکي رامنځ ته سوه، او په ۱۹۸۷ کال کي یې د «فلسطین مجاهدین» تر عنوان لاندي کار ته دوام ورکړ چي تر ۱۹۹۲ کال پوري یې دوام درلود. یاده ډله د 1991 کال په نیمایي کي د "شهید عزالدین القسام لوا" په نوم اعلان سوه. د دې لوا تر ټولو مشهوره بنسټ ایښودونکي د غزې په تړانګه کي شیخ صلاح شهداد، عماد عقل، او محمود المبوح او په لویدیځه غاړه کي انجینر یحیی عیاش او په شمالي لویدیځه غاړه کي ظاهر جبرین ، عدنان مری ، او علي عاصي ګڼل کیږي.

  1. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named :02
  2. "Al-Qassam Brigades | Database." Jihad Intel.
  3. "Specially Designated Nationals and Blocked Persons List." U.