د غزې ښار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د غزې ښار د غزې په تړانګه کې یو ښار دی چې په کال ۲۰۱۷ کې یې  ۵۹۰.۴۸۱ تنه وګړي درلودل چې د فلسطین په دولت کې یې خورا ستر ښار جوړاوه. غزه له میلاد څخه د مخه  ۱۵ پېړۍ پخوا د مېشتې ځای شوی دی او په خپل تاریخ کې د ډول ډول خلکو او سترواکیو په واسطه پرې واک چلیدلی دی. فلسطینیانو دا ښار له هغه وروسته چې مصریانو پرې ۳۵۰ کاله واکمني کړې وه خپل ستر ښار کړ. د رومیانو د سترواکۍ په مهال غزې څه ناڅه سوله تجربه کړه ا او بندر یې وغوړېد. په ۶۳۵  ز کال کې دا ښار د مسلمانانو د راشیدینو پوځونو له خوا فتح شو او ډېرژر د اسلامي قانون مرکز شو. په فلسطین باندې د صلیبیانو له یرغل وروسته چې په کال ۱۰۹۹ ز کال کې پیل شو، غزه یوه خرابه شوه. په راتلونکو پېړیو کې غزې سختې  ستونځې تجربه کړې لکه د منګولیانو یرغل،  سیلابونه او ملخان چې دا یې تر شپاړلسمې پېړې پورې په یوه کلي باندې بدله کړه  چې له هغه وروسته  له عثمانې سترواکۍ سره متحده شوه. د عثمانې سترواکۍ په لومړۍ نیمایي واکمنۍ کې، د رضوان لړۍ غزه کنترولوله او د هغوی په واکمنۍ کې د سترې سوداګرۍ او سولي مرکز شو د غزې ښاروالي په کال ۱۸۹۳ تأسیس شوه.   [۱][۲]

غزه د لومړۍ نړیوالې جګړې په مهال د برتانوي ځواکونو لاس ته ولوېده او د تر اشغال لاندې فلسطین یوه برخه شوه. په کال ۱۹۴۸ کې د اسرائیلو او عربو د جګړې په پایله کې، مصر د غزې د تراړې نوې تشکیل شوي قلمروونه اداره کول او په ښار کې ګڼ شمېر پرمختګونه  رامنځ ته شول. غزه په کال ۱۹۶۷ز کې د اسرائیلو له خوا په یوه شپږ ورځنۍ جګړه کې ونیول شوه خو په کال ۱۹۹۳ ز کې نوې تشکیل شوې فلسطینې ادارې ته وسپارل شوه.  د ۲۰۰۶ ز کال له ټاکنو وروسته د فلسطینې سیاسي ګوندونو فتح او حماس تر منځ جګړه ونښته، اوحماس په غزه کې قدرت لاس ته راووړ. مصر او اسرائیلو په پای کې غزه تراړه باندې بندیز ولګاوه. اسرائیلو دا بندیز کم کړ او مصرفی مالونو ته یې د کال ۲۰۱۰ د جون په میاشت کې اجازه ورکړه او مصر هم په کال ۲۰۱۱ کې  درافاه بندر د پیاده تلونکو لپاره پرانیست.  [۳][۴]

په غزه کې ابتدایي اقتصادي فعالیتونه په وړه کچه صنایع او کرهنه و، خو  بندیز او بیاځلي پېښېدونکې جګړو د دې تړانګې اقتصاد له سخت فشار لاندې راووست. د غزې تړانګې ډېری وګړي مسلمانان دي که څه هم  لږعیسوي لږکي هم پکې ژوند کوي. غزه خورا ځوان وګړي لري داسې چې ۷۵٪ سلنه یې له ۲۵ څخه په کم عمر کې دي. دا ښار اوس د ۱۴ کسیزې ښاري شورا له خوا اداره کېږي. [۵][۶]

لغت پېژندنه[سمول]

د غزې نوم د لومړي ځل لپاره په پنځلسمه مخزېږدیزه پېړۍ کې د مصر د دریم توتموس له نظامي ریکاردونو څخه معلوم شو.  په نویو آسیریاني  منابعو کې چې وروستۍ فلسطیني دوره منعکسوي د هزات په نامه یاد شوی دی.  په سیمیتیکې ژبو کې د غزې معنی قوی  او کلک راغلې ده. د دې ښار عبراني نوم آزا راغلې ده. [۷][۸]

د شاهین په وینا، لرغونو مصریاند دا ښار د غزات په نامه یاد کړی دی ( چې معني یې ممتاز ښار) دی او مسلمانانو هغه  هاشم ته د درناوی غزات هاشم بللی دی ، هاشم د محمد (ص)  غوره نیکه و او د اسلامي سرچینو په اساس په همدې ښار کې خښ شوی دی. د دې نوم بله عربې ټکی ټکی ژباړه غزاه ده ، همدارنګه د غزې املاء په انګلیسي ژبه کې غزا هم کېدای شي. [۹][۱۰]

تاریخ[سمول]

په غزه کې مېشتېدنه ۵۰۰۰ کاله پخوا وختو ته ورګرځي،چې په دې سره د نړې تر ټولو لرغونی ښار بلل کېږي. د مدیتراني دغاړې په تګ لورې، د شمالي افریقا او لیونت ( هغه سیمې ته ویل کېږي چې اوس پکې اسرائیل، لبنان، سوریه، فلسطین او اردن پراته دي) تر منځ پروت دی چې په جنوبې فلسطین کې د یوه کلیدې سودا ګریز په توګه پاتې شوی او د مساله جاتو د سوداګرې د تګ لورې توقف ځای و  چې له سرې بحیرې تېريده.   [۱۱][۱۲]

د ژېړو عصر[سمول]

تېل اس ساکان او تېل ال اجول[سمول]

د غزې په  سیمه کې مېشتېدنه هغه وخت پیل شوې چې لرغونې مصري کلاوې اوسنۍ غزې  سویل کې د تېل اس ساکان په کنعان کې جوړې شوې. دا ځای د ژېړو د پخوانۍ دویمې دورې په مهال له انحطاط سره مخ شو ځکه له مصر سره یې سوداګري کمه شوه. بل ښاري مرکز تېل ال اجول په نامه و چې د غزې د وادي د سیند په غاړه پروت و. د ژېړو په منځنۍ دوره کې یو ځل بیا ژوندی شوی  تېل اس سکان د فلسطین په لرې جنوب  کې یوه کلا وګرځیده. په کال ۱۶۵۰ مخزېږدیز کې کله چې د کنعان هایکسوس ( دا سیمیتیکي خلکو یوه لړی وه چې په مصر یې یرغل وکړ) مصر اشغال کړ، نو دلومړي تېل اس ساکان په خرابو کې دویم ښار ورغېد او په ۱۴ مخزېږدیره پېړۍ کې او د ژېړو د دورې په پای له پامه ولوېد. [۱۳][۱۴]

د توتموسیس  ( د فرعونانو د اتلسمې لړۍ شپږم فرعون) په واکمنۍ کې ( ۱۴۷۹-۱۴۲۵ مخزېږدیز) ، د غزې ښار د سوري او مصري کاروانونو تګ لوری و او په څوارلسمه پېړۍ کې د امارنا په لیکونو ( دا هغه مکاتبې دې چې د مصري ادارې او د دې ادارې د استازو تر منځ په کودوړو لیکل شوي او یو آرشیف ورڅخه جوړ شوی و)  کې آزاتې لیکل شوې ده.  غزه د ۳۵۰ کلونو لپاره تر دولسمې پېړۍ پورې د فلسطینیانو له خوا تر فتح کېدو پورې  د مصر تر کنترول لاندې وه. [۱۵][۱۶]

د وسپنې دوره او عبراني انجیل[سمول]

په دولسمه مخزېږدیزه پېړۍ کې، غزه د فلسطین یوه برخه ( لوی ښار) شوه. د عبراني انجیل د قاضیانو د کتاب په وینا ، غزه هغه ځای و چې هلته سا مسون ( دا یو ځواکمن  او جنګیالی سړی و چې کیسې یې په انجیل کې راغلي دی) چې د فلسطینیانو له خوا بندې شو او مړ شو ( قاضیان ۱۶:۲۱. ). [۱۷]

له اسرائیلي تر فارسي دورو پورې[سمول]

وروسته له هغه چې غزه د اسرائیلي او آسیریانو او وروسته د مصریانو  له خوا اداره کېده د فارسیانو د سترواکۍ په مهال سوکالي او خپلواکي تجربه کړه.

هیلینیستیک دوره[سمول]

ستر سکندر غزه محاصره کړه، دا هغه وروستی ښار و چې مصر ته د هغه د لارې په اوږدو کې د هغه د فتوحاتو په وړاندې  یې پنځه میاشتې مقاومت وکړ او هغه یې بلاخره په ۳۳۲ مخزیږدیز کې ونیو، اوسېدونکې یې یا ووژل شول یا اسیران شول. سکندر بېدواینیان ( صحرایي خلک ) راوستل تر څو هلته یې په غزه کې مېشت  کړي او ښار یې په یوه ښارې دولت تبدیل کړ. 

د سیلییوسید ( دا په یونان کې یو شاهې دولت و) په دوره کې لومړي سیلییوکس نیکتار او یا دهغه له ځایناستو یوه تن د غزې نوم سیلیوشیا ته واړاوه تر څو شااو خوا سیمه د بطلیموسیانو په مقابل کې کنترول کړي. په پایله کې یوناني کلتور پکې ریشه وکړه او غزې د هیلینیستیک د  دورې  د زده کړې او فلسفې یو مرکز وګرځېد. د دیادوچې د دریمې جګړې په مهال،  لومړي بطلیموس سوټر د مقدونیي لومړي دیمیستریوس ته په کال ۳۱۲ مخزېږدیز کې غزې ته نژدې په یوه جګړه کې  ماته ورکړه. په ۲۷۷ مخزېږدیز کال کې، د نباتاینیانو په وړاندې د دویم بطلیموس د بریالۍ جګړې څخه وروسته په غزه کې بطلیموسي استحکاماتو د مساله جاتو تجارت چې له ګیراه ( په شرقي عربستان کې یو لرغونی ښار و) او جنوبي عربستان سره ترسره کېده  تر خپل کنترول لاندې راووست. [۱۸]

غزې ښار یوه بله محاصره هم په ۹۶ مخزېږدیز کې  تجربه کړه چې هغه  د هسمونیاني د پاچا الکساندر جانیوس له خوا وه چې دا ښار يې په بشپړه توګه ویجاړ کړ او ۵۰۰ سنانوران یې چې یوه معبد  ته د خوندیتوب لپاره تښتېدلي و ووژل.   [۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. The New Oxford Dictionary of English (1998), کينډۍ:ISBN, p. 761 "Gaza Strip /'gɑːzə/ a strip of territory in Palestine, on the SE Mediterranean coast including the town of Gaza...".
  2. "Gaza (Gaza Strip)". International Dictionary of Historic Places 4. (1996). Fitzroy Dearborn Publishers. 87–290. 
  3. Gaza Benefiting From Israel Easing Economic Blockade
  4. Gaza Border Opening Brings Little Relief
  5. "The Gaza Strip: A Humanitarian Implosion" (PDF). Oxfam. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Gaza has become a moonscape in war. When the battles stop, many fear it will remain uninhabitable". AP. 23 November 2023. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. H. Jacob Katzenstein (1982). "Gaza in the Egyptian Texts of the New Kingdom". Journal of the American Oriental Society. 102 (1): 111–113. doi:10.2307/601117. JSTOR 601117. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Seymour Gitin, 'Philistines in the Book of Kings,' in André Lemaire, Baruch Halpern, Matthew Joel Adams (eds.)The Books of Kings: Sources, Composition, Historiography and Reception, BRILL, 2010 pp.301–363, for the Neo-Assyrian sources p.312: The four city-states of the late Philistine period (Iron Age II) are Amqarrūna (Ekron), Asdūdu (Ashdod), Hāzat (Gaza), and Isqalūna (Ascalon), with the former fifth capital, Gath, having been abandoned at this late phase.
  9. Masalha, Nur (2018). Palestine: A Four Thousand Year History. Zed Books Ltd. د کتاب پاڼې 81. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781786992758. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Shahin, 2005, p. 414.
  11. Dumper et al., 2007, p. 155.
  12. Alan Johnston (په 2005-10-22 باندې). Gaza's ancient history uncovered. BBC News.
  13. Filfil, Rania; Louton, Barbara (September 2008). "The Other Face of Gaza: The Gaza Continuum". This Week in Palestine. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ فبروري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جنوري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Gaza – (Gaza, al -'Azzah)". Studium Biblicum Franciscanum – Jerusalem. 2000-12-19. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ جولای ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Gaza – (Gaza, al -'Azzah)". Studium Biblicum Franciscanum – Jerusalem. 2000-12-19. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ جولای ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Michael G. Hasel (1998) Domination and Resistance: Egyptian Military Activity in the Southern Levant, Ca. 1300–1185 B.C. BRILL, کينډۍ:ISBN p 258
  17. "Gaza – (Gaza, al -'Azzah)". Studium Biblicum Franciscanum – Jerusalem. 2000-12-19. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ جولای ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Ring and Salkin, 1994, p.287.
  19. Patai, 1999, p. 149.